ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
20 Aug 2019 - 12:49
author avatar
20 Aug 2019 - 12:49

کله چې غازي امان الله خان له انګرېزانو څخه خپلواکي ترلاسه کړه نو د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یې پر اصلاحاتو یا ريفورمونو لاس پورې کړ چې په دې برخه کې د هېواد لومړی اساسي قانون او نور نوي قوانین رامنځته کول او د شته قوانینو تعدیلول، عصري مکتبونه جوړول، د سوداګرۍ پراختیا لپاره د سړکونو رغونه او د رېل پټلۍ د جوړولو پلانونه د پام وړ او مهم اقتصادي اصلاحات ګڼل کېدای شي. خپلواکي ترلاسه کولو له اقتصادي پلوه یو قیمت هم درلود؛ ځکه د انګرېزانو له خوا چې کومې مالي مرستې له څو لسيزو را په دېخوا له افغانستان سره کېدې، و درول شوې او دا داسې مهال و چې لا د هېواد اقتصاد پر خپلو پښو نه و درېدلی. جګړو، تاوتریخوالي او د نورو په لمسون پاڅونونو تل د هېواد اقتصاد له ستونزو سره مخ کړی دی، له همدې امله کله چې په ۱۹۲۴م کال کې په خوست کې پاڅون کېږي، نو د ځپلو لپاره یې د دوو کلونو بودجه مصرفېږي او د ځوان شاه پراختیايي پلانونه په ټپه ودرېږي. خو نوموړی خپل هوډ له لاسه نه ورکوي؛ کله چې په ۱۹۲۸م کال کې په سفر وځي نو له هندوستان، اېټالیا، المان، انګليستان، شوروي اتحاد، ترکیې او ایران هېوادونو څخه د تخنیکي او مالي مرستو غوښتنه کوي، څو د عصري او پرمختللي افغانستان خپل خوب رښتیا کړي. سره له دومره ستونزو امان الله خان وتوانېد له خپلې وينا سره سم چې ((خپلواکي په تورې ګټل کېږي او په قلم ساتل کېږي)) په هېواد کې د ښوونې او روزنې بهیر ګړندی کړي. په دې برخه کې د امانیه فرانسوي لېسې (استقلال لېسه)، اماني الماني لېسې (نجات لېسه)، غازي انګرېزي لېسې او د نجونو لومړنۍ ملالۍ لېسې رامنځته کول یې ښې بېلګې دي.

امان الله خان ته چې کوم افغانستان په لاس ورغلی و، د امېر عبدالرحمان خان او امیر حبیب الله خان د شاوخوا څلوېښتو کلونو کار او زیار هم په کې شامل و. په ۱۸۸۱م کال کې امير عبدالرحمان په داسې حال کې په تخت کېناست چې هېواد یې له دويمې افغان انګلیس جګړې څخه وروسته له سیاسي، پوځي او اقتصادي پلوه پاشل شوی و. د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پاڅونونه او خپل سري روانه وه، له جګړې وروسته د کابل په بالاحصار کلا کې له یوې خوا د جګړې په جریان کې د وسلې جوړولو وسایلو ته د پام وړ زیان ورسېد او له بل پلوه شته وسلې انګرېزانو له ځان سره یووړې چې له دې ډلې بیا د ګوتو په شمېر ټوپک بېرته امیر ته وسپارل شول او یو څه امیر له خلکو نه را ټول کړل. تر ټولو سخته خو دا وه چې افغانستان رسماً بیا د انګرېزانو تر نفوذ لاندې راځي او له نورو هېوادونو سره په اړیکو کې خپله خپلواکي له لاسه ورکوي. د امیر په وينا هغه غوښتل چې افغانستان تل له مسلمانانو سره یوځای پاتې شي او هېڅکله هم د بل هېواد له لوري ماتې ونه خوري نو پر دې اساس اړینه وه چې هېواد یې هم له داخلي او هم خارجي ګواښونو خوندي وي. خو د یوه قوي نظام رامنځته کولو لپاره مالي امکاناتو ته اړتیا وه. دا چې افغانستان د نن په شان سوداګرۍ لپاره پر هندوستان تکیه کوو، صنعت شتون نه درلود، د هېواد ترانسپورتي زېربنا کمزورې وه، نو د عاید تر ټولو لویه سرچینه کرنه وه چې په دې برخه کې امير عبدالرحمان خان پخوانۍ مالیې لوړې کړې، نوې مالیې یې وضعه کړې چې ډېرې لوړې وې. د دې ترڅنګ د انګرېزانو له خوا به د کال ۱.۲ میليونه هندي روپۍ مرسته کېده چې وروسته بیا ۱.۸ میليونه هندي روپیو ته لوړه شوه. سره له دومره محدودو امکاناتو او محدودیتونو امیر وتوانېد چې په کابل کې د ماشین خانې په نوم د وسلو جوړولو د فابریکو ټولګه رامنځته کړي چې وروسته په کې بیا د شمعې، صابون غالیو او بړستنو/ کمبلو جوړولو فابریکې هم جوړې کړي. شته سړکونه یې ورغول او لوی کړل، د لویو لارو امنیت یې پیاوړی کړ، د هېواد لوی ښارونه یې د سړکونو د شبکې په وسیلې ونښلول، د هېواد پېسه یې معیاري کړه او درې ډوله پیسې یعنې کابلۍ، کندهارۍ او هراتۍ رامنځته شوې چې دستګاه یې په کابل کې وه. بامیانو ته د چارېکار له لارې لنډه لاره او تنګي غارو له لارې له کابل څخه جلال آباد ته لنډه لار هم په همدې دورې کې جوړه شوه.

د کرنې په برخه کې نوي تخمونه معرفي شول، سره له دې چې له امریکایي پنبې پرته نورو تخمونو د پام وړ نتیجه ورنه کړه. همدا راز د اوبو لګونې په برخه کې یې د پام وړ کار وکړ. دغو چارو په داسې حال کې جریان درلود چې امیر شاوخوا اولس کاله په بېلابېلو داخلي جګړو کې بوخت وو. سره له دومره ننګونو امیر و توانېد چې داسې اساسي نظام رامنځته کړي چې د ډاکنر نجیب د حکومت تر سقوط پورې یې ادامه درلوده او په بې ساري ډول یې واک په سوله ییز ډول مشر زوی حبیب الله خان ته وسپاره چې تر ۲۰۱۴ م کال ولسمشرۍ ټاکنو یې بېلګه نه وه.

که په دې ټوله دوره کې له اقتصادي پلوه وګورو، کله چې امیر د قوي مرکزی نظام رامنځته کولو لپاره هڅې پېل کړې نو په اردو او دولتي اداره کې د خلکو جذب زیات شو چې نورو برخو ته په ځانګړي ډول له کرنیزې برخې څخه خلک را وګرځېدل او په دې برخه کې کاري ځواک کم شو، د بهرني سوداګرۍ لپاره عصري سیستم یا رېل پټلۍ ته اړتیا وه خو امیر یې ځکه له جوړولو ډډه کوله چې دښمن به ترېنه ګټه پورته کړي، له همدې لارې به یې هېواد ته زیان ورسېږي، د کانونو استخراج باندې یې کار پېل کړ خو بېرته یې خکه ودراوه چې د ګاونډي هېوادونو به ورته پام شي او د معدن شتمنۍ ترلاسه کولو لپاره به یې په هېواد برید وکړي. عصري تعلیم ته یې ځکه پاملرنه نه کوله چې د دې لپاره بهرنیانو ته اړتیا وه، او امیر د خارجیانو له شتونه ګواښ احساساوه او ترېنه یې ډډه کوله.

د امیر حبیب الله خان دوره د هغه د پلار د پالیسیو او کړنلارو دوام او غځونه وه، خو په یو لوی توپېر چې عصري تعلیم ته یې پاملرنه وکړه او په دې لړ کې یې د لومړۍ عصري لېسې حبیبیې بنسټ کېښود او همدا راز یې د حربي سراجي ښوونخي رامنځته کړل.

د سقاو د زوی له ماتې وروسته کله چې نادر خان پر تخت کېناست نو له امیر عبدالرحمن خان څخه راپاتې پنځوس کلن سیاسي، پوځي او افتصادي نظام پاشل شوی و. خزانه خالي شوې وه او یوازې اته زره افغانۍ په کې پاتې وې. نادر خان له ملي تجار عبدالمجید زابلي څخه غوښتنه وکړه چې هېواد ته راستون شي او د اقتصاد پیاوړي کولو مسوولیت پر غاړه واخلي؛ زابلی چې هغه وخت په المان کې پر خپل تجارت کې بوخت و، د شاه د دوو ټېلګرافونو (غوښتنو) سربېره بېرته راتګ ته غاړه کښې نه ښوده، په پای کې نادر خان خپل مشر ورو سردار محمد عزیز خان چې هغه وخت په روسیې کې سفیر و، ور واستاوه چې زابلی هېواد ته راولي.

د عبداالمجید زابلي له راتګ سره سم هڅې پیل شوې چې د هېواد اقتصاد له عصري اصولو او پرمختګونو سره سم پر خپلو پښو و درول شي. د نادر خان او ظاهر خان په دوره کې د زابلي تر مشرۍ لاندې د افغانستان اقتصادي پرمختګ په تېر یو سل او څلوېښتو کلونو کې تر ننه سارې نه لري. د هغوی لاسته راوړنې خو بې شمېره دي خو د بېلګې په ډول به یې په یو څو بېلګو بسنه وکړو:

له ۱۳۱۸ کال نه تر ۱۳۳۱ کال پورې په خپلې کاري دورې کې د افغان ملي بانک او بیا د افغانستان بانک رامنځته کول، د پنبې کښت او تولید لپاره د شتمنو خلکو هڅول او اسانیاوې رامنځته کول، د قرقل شرکت، د نساجۍ سهامي شرکت. د بغلان د قند جوړولو فابریکه رامنځته کول او د لومړي ځل لپاره د افغانستان لپاره پنځه کلن اقتصادي پلان ترتيبول له مهمو پرمختګونو څخه وو. د زابلي زیرکتیا له دې معلومېږي جې کله په دويمې نړېوالې جګړې کې په نړۍ کې استهلاکي موادو کمښت رامنځته شو نو په افغانستان کې یې قیمتونه ثابت وساتل شول. د ده په دوره کې د هېواد سوداګري لندن، برلین، او نیویارک ته وغځېده.

د یادونې ده، عبدالمجید زابلي د لومړنیو زده کړو له ترسره کولو وروسته د امان الله خان په دوره کې مستوفیت او ګمرکاتو کې دندې ترسره کړې وې او بیا د لوړو زده کړو لپاره تاشکند ته ولاړ. په دري، پښتو، انګرېزي، الماني او روسي ژبو پوهېده. له دوېمې نړېوالې جګړې وروسته په هېواد کې ځیني روشنفکرانو چې د سوداګرو د امتیازاتو مخې ته یې خنډونه جوړول، له شاهي کورنۍ سره یې د زابلي مناسبات خراب کړل چې له امله یې نوموړي استعفا وکړه او له دې وروسته د هغه پلانونه پلي نه شول او هېواد له اقتصاد رکود سره مخ شو.

له ۱۳۳۵ کال راپه دېخوا افغانستان ته د خارجي متخصصینو د راتګ لړۍ پېل شوه او د هغوی ارزونو او شننو هم د هېواد د ناوړه اقتصادي حالت انځور وړاندې کاوه. د ستونزې یوه برخه دا هم وه چې په دې کلونو کې پاکستان رامنځته شوی و او وخت ناوخته به يې د نن په شان د سوداګرۍ پر وړاندې لاره بندوله چې د هېواد اقتصاد یې ټکنی کړی و. د یادونې وړ ده چې له یادې مودې وروسته په هېواد کې پرمختیايي چارې تر ډېره بریده پر بهرنیو مرستو تکیه وې خو د زابلي په وخت کې دغه تکیه په داخلي سرچینو کېده او لږه برخه یې پر بهرنيو مرستو وه.

 کله چې سردار داوود خان ولسمشر شو، نو د هېواد اقتصادی حالت د کلونو له ستونزو او خواریو وروسته لارې ته برابر شوی و او په هېواد کې د اقتصادي ښېرازۍ نښې نښانې په روښانه ډول راڅرګندې شوې وې، خو لا یې ولس ته اغېز نه ښکاره کېده، ځکه اوږدمهال پلانونه طرح شوي وو. د خپلې صدراعظمۍ لس کلنې دورې پر مهال سردار داود خان متوجه شوی و چې د خلکو خصوصي پانګې اچونې ته د پام وړ کار نه کېده، چې له امله یې ناخوښ دی او بلخوا ته د وخت د شوروي اتحاد پر مالي مرستو تکیه ورځ تر بلې ډېرېده. دغو نېوکو ته په کتو سره، کله چې داوود خان واک ترلاسه کړ، د هېواد پر ځان بسیاینې لپاره یې لومړی اووه کلن پلان جوړ کړ. د اصلاحاتو په برخه کې، په لنډه موده کې د خصوصي او خارجي پانګې اچونې قانون جوړ شو، د پلان وزارت جوړ شو، د ځمکو قانون اصلاح کړای شو، د احصایې د اصلاح او بانکدارۍ قوانین جوړ شول. د داوود خان یاد پلان د افغانستان د تاریخ تر ټولو مفصل پلان و چې په کې سترې پروژې په پام کې نیول شوې وې، لکه د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د رېل پټلۍ غځول او د مهمو فابریکو په لړ کې د فولادو، مس او د نفتو استخراخ او پروسس فابریکې وې. سره له دې چې د پلان په جوړولو کې روسان دخیل وو، خو د داوود خان لومړیتوب دا و چې د پلان د تطبیق او د افغانستان پراختیا لپاره تکیه له شوروي اتحاد څخه منځني ختیځ، په ځانګړي ډول فارس (ایران)، کویت، او سعودي عربستان ته واړوي.

خو د غويي میاشتې له کودتا سره سم د هېواد د اقتصاد شاوخوا پنځوس کلن مزل پای ته ورسېد، د داوود خان پلان او د هېواد جمهوري قوانین له منځه یووړل شول، د پراختیا ځای کورني جنګونو ونیو، د پنځو لسيزو خواري او د یو خپلواک ولس خوبونه پر اوبو لاهو شول. له دې ورځې وروسته د درېیو لسيزو تاریخ بس د جنګ داستان دی او اقتصاد په اړه یا خو معلومات نشته او یا ناقص دي، خو د یادې دورې اقتصادي وضیعت له افغانانو نه پټ نه دي، د هېواد زېربنا لوټې لوټې شوه، په میلونونه خلک ووژل او هم مهاجر شول.

د سپتمبر د یوولسمې له پیښې وروسته نړېواله ټولنه په افغانستان کې د بیارغونې چارې پېلوي، په تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو کې په ميلیاردونو ډالر مصرف شول چې په پایله کې په هېواد ګې یو څه بدلون راغلی دی. خو له اقتصادي پلوه، له ۲۰۱۴ میلادي کال را په دېخوا د اقتصادي رشد سلنه له رکود سره مخ ده. په داسې حال کې چې له طالبانو سره د روغې جوړې خبرې روانې دي، له ميلیاردونو ډالرو مصرف وروسته هم حکومت او نړيوال سازمانونو لپاره د هېواد اقتصادي راتلونکی د پوښتنې او اندېښنې وړ دی. خو د هېواد له اقتصادي تاریخ څخه یوه خبره څرګندېږي چې هر وار افغانستان تر برید لاندې راغلی نو هر وار د یو زخمي زمري په شان بېرته درېدلی دی او ماتې یې نه ده منلې. دغه غیور او پر هیواد میین ملت په هر حالت کې هېواد له طوفانونو را ایستلی دی او تېر شاوخوا ۱۴۰ کاله تاریخ ته به لیدو سره همدا معلومېږي چې د خدای په فضل به دا وارې هم له طوفانه بریالي وځو. له تاریخ څځه پند اخیستل به په جګړه کې ښکېلو خواوو، سیاسیونو او په ټولیزه توګه له ملت سره دا احساس رامنځته کړي چې جګړه نه یوازې ټولنیز، سیاسي او فرهنګي بنسټونه له منځه وړي، بلکې اقتصاد او د خلکو د ژوند هوساینه له بشپړ ناورین سره مخ کوي، نو په دې برخه کې باید هڅه وشي چې اختلافات په سوله ییزه توګه پای ته ورسېږي او هېواد مو له نورو هېوادونو سره په هره برخه کې د سیالۍ جوګه شي. 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 16

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شعیب احمد رحیم په ۱۹۸۴زيږديز کال کې په ننګرهار ولایت کې زیږیدلې، رحیم دوه ماسټرۍ لري چې یوه یی د پاکستان نه د تجارت د مدیریت (مالیه) په برخه کې او دوهمه یی د انګلستان د سسکس پوهنتون نه د پرمختیایي اقتصاد په برخه کې ترسره کړې ده. نوموړی اوسمهال په کاردان خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد استاد او د امریکا پرمختیای ادارې سره د اقتصادي سلاکار په حیث دنده ترسره کوي او د افغانستان د اقتصاد په اړه لیکنې کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.