ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي ځواکونه دهر هېواد د ملا دتیر حیثت لري ځکه دا داسي قوت دي چې دهر نوه مذهبي، قومی، سمتي او ژبني مسایلو څخه لري وي او یوازی او یوازی د هېواد ملي ګټي ورته لومړیتوب لري دهمدي لپاره دا ځواک هر وخت هېوادونه او ملتونه دبدو حالاتو او ترڅنګ یې دهر نوعه یرغل څخه خوندي ساتي ځکه د دي ځواکونو دنده او مسولیت یوازې دخلکو ارمتیا سوکالي او ترڅنګ یې د هېواد د ټولو ګټو څخه دفاع ده.

دهمدي لپاره دا ځواکونه دسیاست څخه لري ساتل کېږي ځکه دا ځواکونه یوازي په حساسو شرایطو کې دهېواد دبحران څخه دمخنیوي لپاره په سیاسي او نورو مسایلو کې مداخله کوي او کله چې هېوادونو ته سیاسي ثبات راوګرځي نو دا ځواکونه بیرته دقدرت واګې سیاسي رهبرۍ ته سپاري .

افغانستان دنړۍ یو له هغه هېوادونو څخه وو چې ډیر ښه امنیتي ځواکونه یې درلودل خو دا ځواکونه هغه وخت خراب شول چې سیاست ورته لاره وکړه او بدبختانه دشوري اتحاد د ماتي وروسته په کورنیو جګړو کې بیخې له منځه لاړه چې دا د دي لامل شوه چې دافغانستان نظام هم ورسره له منځه لاړ شي او موږ ټول بنسټونه له لاسه ورکړو ځکه داسي یو ملي ځواک مو له منځه لاړو چې مسولیت یې دسیاسي بي ثباتۍ به وخت کې دهېواد دملي ګټو ساتل وه>

 کله چې د۱۱ سیپټمبر پیښي رامنځ ته شوي نو یو ځل بیا افغانستان او افغانانو ته دا چانس په لاس ورغی چې خپل امنیتي ځواکونه جوړ او دخپل هېواد دساتلو لپاره یې په پښو ودروي نو په لومړیو کې دهېواد دملي امنیتي ځواکونو تشکیل او شتون خلکو ته یو معما ښکاریدله ځکه دلته خلک بدبختانه دلسیزو جګړو په بي قانونۍ کې په ژوند کولو سره عادت کړي وه او تر ډیره بریده ورته دا ښه نه ښکاریدله ترڅو خپل بچیان دهېواد امنیتی لیکو ته ولیږدوي او یا هم له دي لاري څخه دهېواد د ملي ګټو دساتلو لپاره کار واخلي د دي ترڅنګ بله لویه ستونزه د افغانانو نه همکاري او بي اعتمادي وه دافغان امنیتي ځواکونو باندي ځکه خلکو ویل چې دا ځواکونه نشي کولي زموږ امنیت خوندي کړي خو دا مسایل باید افغانان نور درک کړی چې موږ ولي باید دافغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو او ولي مهمه ده .

لکه مخکې مو چې یادونه وکړه که غواړو چې موږ د دي نظام بقا او د دموکراسۍ بقا ولرو او هېواد مو په خپلو پښو ودریږي نو ترټولو اړینه مسله ده ترڅو موږ دافغان امنیتی ځواکونو سره همکاري وکړو او باید په هغوۍ باور او ترڅنګ یې هغوۍ ته مورال ورکړو ځکه د دوی په شتون کې موږ کولی شو امنیت ولرو، د دوی په شتون کې موږ کولي شو چې خپل اولادونه ښوونځیو ته ولیږو، د دوی په شتون کې موږ کولي شو چې لوي ملې اقتصادي پروژي پلي کړو، که غواړو چې دموکراسي مو په سمه توګه پلي شي او ترڅنګ یې هر سړی دخپل نظر او رایې د کارولوکې ازاد وې نو باید ددي ځواکونو څخه ملاتړ وکړو ځکه دهمدوۍ په شتون کې موږ دکورنيو او بهرنیو یرغلونو څخه خوندي کیدلي شو او کولي شو چې ددوۍ په شتون کې هغه خوبونه چې دخپل هېواد دابادۍ لپاره لرو په حقیقت بدل کړو.

بل امنیتي ځواکونه دنظام دبقا لپاره تر ټولو مهم او حیاتي مسله ده ځکه که چیرته په یو هېواد کې سیاسي بی ثباتي راځي او هغه هېوادونه قوي امنیتی ځواک ولري نو هیڅکله نه پریږدي چې سیاسي بي ثباتي یې دهېواد په ورانولو باندي تمامه شي ځکه همدا ځواکونه دي چې کولې شي دملي کرښو په نظر کې نیولو سره سیاسي بي ثباتي مهار او دخپل قوت په زور باندي ثبات لپاره لاره هواره کړي ځکه دا ځواکونه اجازه نه ورکوي چې نظام دورانیدو خواته لاړ شي او یا هم یو سیاستوال د خپلو ګټو لپاره نظام  راوڅرخوي بلکي سیاستوال بیا مجبوريږي چې ددي ځواکونو په شتون کې دقانون او ولس ارادي ته غاړه کېږي او هغه څه عملي کړي چې دولس او قوانینو غوښتنه وي خو کا دا ځواک نه وي طبعي خبره ده چې هلته دانارشیزم په خپریدو سره هر سیاستوال کوشش کوي ترڅو واک دخپل ځان په ګټه باندي راوڅرخوي او له دي لاري دخلکو او قوانینو داصولو پرخلاف نظام مخته یوسي چې په دي حالت کې نه اجتماعي عدالت تامیندلي شي او نه خلک ځان خوندي احساساوي.

نو دي مسلو ته په کتلو سره هر افغان مکلف دی چې دخپلو حقوقو د خوندي ساتلو او ترڅنګ یې د خپلو اولادونو او خپله په امن فضا کې د ژوند کولو لپاره دخپلو امنیتي ځواکونو سره په مختلفو برخو کې مرسته وکړي ترڅو له دوۍ سره په مرسته کولو سره خپله ارام او هوسا ژوند تیر کړو ځکه همدا ځواکونه شپه ورځ په ځان تکلیفونه او سختۍ ګالي ترڅو هېوادوال یې ارام او خوشاله ژوند ولري .

ځکه همدا امنیتي ځواکونه دي چې له امله به یې موږ خپل ملي اقتدار خوندي ساتو که چرته دا نه وي نو بیا موږ خدای مکړه دملې اقتدار دساتني هیڅ نوعه وړتیا نه لرو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.