ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
6 Jan 2019 - 11:52
author avatar
6 Jan 2019 - 11:52

پښتو ادب او په ځانګړي ډول پښتو شعر له بېلابېلو رنګونو، جمالونو او تصويرونو مالامال دی. د شعر په رنګارنګۍ کې د ژوند د تجربو او کلتوري رنګونو ترڅنګ انساني ښکلا لويه برخه لرلې ده.

زموږ ټولنه چې دوديزه ده، د ښځې حجاب ته په کې په درنه سترګه کتل کېږي. همدغه وجه ده چې د ټولنې انسانانو ته د نا ليدلو مخونو تلوسه پيدا شي او دغه تلوسه شاعرانو په خپل شعر کې پاللې ده.

د نا ليدلي مخ صفتونه اورېدل تلوسه زېږوي او همدغه تلوسه ده چې د انسان ښکلا په کې راټوله ده. انسان ټول ښکلی دی، خو د ټول بدن ښکلا يې مخ او بيا د ښکلا د ثقل مرکز يې سترګې دي. وايي چې مينه هم په لومړي ځل له سترګو پيليږي او کله چې سترګې له سترګو سره نظري ټکر وکړي، نو د انسان په وجود کې مرموزې خو خوږې څړيکې خپرې شي او د يادونو په حادثو کې ډوب شي.

سترګې د خدای ج تر ټولو لوی او تر ټول ډېر صفت شوی نعمت دی. څو کلونه پخوا مې يوې مجلې کې د يو ړوند شاعر احساسات ولوستل. ژور اغېز يې راباندې وکړ او د خدای ج د دغه ښکلي نعمت (ليد) شکر مې وايست. زه به د ړوند شاعر هغه احساسات د خپلې حافظې په زور دلته هم رانقل کړم:

ما اورېدلي چې ورځ سپينه ده

سپوږمۍ ښايسته ده

بطه ښايسته او سپين رنګ لري

د اوبو شرهار چې زه يې اورم تک سپين دی

خو اې خدايه!!!

زه د دې ټولو ښکلاو لپاره د سترګو ديد نه غواړم

فقط، يوازې د يوې لنډې شېبې لپاره د سترګو ديد را

چې د خپلې مور سترګې ووينم

سترګې په پښتو شعر کې ډېرې يادې شوې دي او لامل يې زما مخکنۍ خبره ده چې د ښکلا مرکز دی. حمزه بابا هغه شاعر دی چې خپله شاعرۍ کې يې د سترګو ذکر ډېر کړی دی.

بابا فرمايي:

نن مې د چا سترګې ليدلي حمزه

په ټوله لاره زنګېدمه، تلمه

 

له سندرغاړې مېرمن قمر ګل مو ډېر اورېدلي دي:

زه چې په تورو سترګو تور رانجه کړم پورې مورې

ځواني مې ګورې مورې، جدايه له ياره

رانجه چې زموږ کلتوري سينګار دی د سترګو په ښکلا کې د ونډې ترڅنګ يې پښتو ادب کې ډېر ذکر شوی دی.

يو شاعر وايي:

سترګې دې مړې ښې دي خو ياره دومره مړې هم نه

دغومره سرې هم نه په دا رقم ويدې هم نه

د [مړو سترګو] ترکيب پښتو شاعرۍ کې ډېر راغلی او ظاهراً هغه سترګې راته ښکلې دي چې مړې وي. لنډيو کې اورو:

ګلاب چې مړاوې شي وچيږي

سترګې چې مړاوې شي دنيا تبا کوينه

سترګو ډېری خلک ملنګان کړي دي او ځينو ځينو خو فقط په سترګو زړه بايللی وي. انسان په لومړي ځل د سترګو تر اغېز لاندې راځي او همدا خبره ده چې کلاسيکې شاعرۍ کې د سترګو باڼه له غشو سره تشبه شوي دي، داسې غشي چې له زړه وځي.

کله کله موږ د ښکلو سترګو د ليدو ارمان کوو. داسې سترګې چې د لنډې شېبې لپاره مو ليدلې وي. ارواښاد صاحب شاه صابر وايي:

هغه سترګې دې يو څو ورځې زما شي

چې د مينې په خوبونو يې مَړې کړم

د جانان د خوبولو سترګو ياده

ته راځې که د زخمونو ډېوې مړې کړم

کله چې خوشحال خټک د رنتبور په کوټ کې بندي وو، نو مېرمنې يې مرجانۍ په فراق کې له سوزه ډک يو غزل وليکه او  ور ويې لېږه . که څه هم ياد غزل خوشحال خټک پورې منسوبيږي خو ماته د مرجانۍ برېښي. د غزل يو بيت دا دی:

نور به مخ په آيينه برابر نه کړم

نه به دواړې سترګې تورې په رانجه کړم

موږ په عامه محاوره کې اورو چې سترګې مې درپسې ووتې. يا سترګې مې دروازه کې ګنډلي دي. دا خپله د يو چا د انتظار د شېبو حالت راته بيانوي.

خوشحال خټک درې نيمې پېړۍ وړاندې همدغه خبره کړې ده:

په کاته کاته مې سترګې په خاته شي

چې خبر دې د راتلو راباندې وشي

سترګې د مينې سرچينه ده. په خپل ميين پسې همدا سترګې بېرته رنځوريږي او اوښکې تويوي. کله چې يعقوب (ع) د خپل نيازبين زوی يوسف (ع) په فراق کې ډېر وژړل، نو سترګې يې ړندې شوې، خو کله چې پرې د هغه د راتګ زېری وشو، نو بېرته خدای ج د سترګو ليد ورکړ. دغه واقعه د قرانکريم، سورت يوسف کې په تفصيل بيان شوې ده.

له سترګو ورکېدل، هغه ترکيب دی چې د يو چا د ژر او يا په شېبه کې د پناه کېدو مفهوم ترې اخلو. خوشحال بابا وايي:

هم ځان راته ښکاره کا هم مې ورک شي زر له سترګو

په دا کلي کې واړه پري څېر دي ښايسته

خوشحال خټک هم خپلو شعرونو کې د سترګو ياد ډېر کړی دی، دا هم د بابا وينا ده:

هر چېرته چې ته يې هغه لور ته مې نظر دی

هر چېرته چې زاڼې شاهين هورې لري سترګې

د سترګو شاوخوا لکه لېمه، باڼه، ورېځې، د سترګو تور هغه نښې دي چې سترګو ته ځانګړې ښکلا وربښلې ده او پښتو شعر  کې يې  ذکر هم اورو.

خوشحال خټک وايي:

د بڼو څوکې يې نېغې ځي تر زړونو

چې تېره تېره کاته کا لکه بازې

کله چې يو انسان خاندي، سترګې يې هم مسکې شي. د [سترګو خندا] ترکيب به مو اورېدلی وي. هغه انسان لا ښکلی شي چې سترګو کې مسکا کوي.

دې حالت ته خوشحال بابا داسې اشاره کړې:

تورې سترګې دې شوې ترې په خندا کې

که هندوې د هند لامبي په ګنګا کې

د استاد اسدالله غضنفر د (جادوګر هنر) په کتاب کې د عبدالرحيم مجذوب د يوه نظم يادونه شوې ده. شاعر يو روغتون کې د پروين په نوم پر نرسې زړه بايلي او کله چې له روغتونه رخصت شي نو مودې وروسته پرې د نرسې د سترګو اغېز لا هم پروت وي. د ياد نظم يو څو بيتونه دا دي:

هغه توره ښاپېرۍ پېغله پروينه

تور لېمه، کاږه باڼه، زلفې مشکينه

هغه سترګې چې د ميو دوې پيالې وې

اننګې چې به روانې ترې شغلې وې

**

د هغو ورځو دي ورځې تېرې شوي

خو مې نه دي هغه ورځې هېرې شوي

اوس د شپې چې کله سترګې کړمه پټې

هغه سترګې راته راشي پټې پټې

راته وايي چې خوب مه کوه تيار شه

هسپتال ته راځه زر کوه بيمار شه

سترګې د خدای ج لوی نعمت دی. داسې نعمت چې د ژوند ټولې مزې ترې زار شه! موږ په عامه محاوره کې اورو چې: «د سترګو له کونجونو يې راته کتل» يا: «بېخي نېغ سترګې وه» دا په دې معنا چې زما يې هيڅ پروا نه ساتله. دغه راز اورو: «دا سترګې به پرې راوباسم» دا مو هم اورېدلي دي چې: «تورې غټې غټې سترګې يې وې». او کله کله اور چې: «د سترګو په رپ کې پناه شو».

«ستا د دوو سترګو په خاطر»، «سترګې له سترګو نه شرمېږي»، «په کومو سترګو؟» او داسې نورې ګڼې بېلګې موږ په خپلو ورځنيو خبرو کې اورېدلی شو چې تر ډېره مجازي يا دوهمه معنا لري.

حمزه بابا وايي:

رقيبه يار که مې په خوله پاتې شي

دا ستا په سترګو کې به څه پاتې شي؟

[تورې سترګې، غټې سترګې، مړې سترګې، د زړه سترګې، بادامي سترګې، اوږدې سترګې، حياناکې سترګې، نېغې سترګې، ګردې سترګې، سرې سترګې، خماري سترګې، ښکلې سترګې] او دې ته ورته سلګونه ترکيبونه د پښتو شاعرۍ، ليکني او ګړني ادب کې موندلی شو.

سترګو د انسان مخ ته ځانګړې ښکلا ورکړې ده. د پښتو شعر يې هم ښکلی کړی دی. پښتو شاعرۍ کې د خوشحال خټک او حمزه بابا په څېر شاعرانو د سترګو ذکر ډېر کړی دی او حمزه بابا خو لکه چې له سترګو ډېر متاثر وو، نو همدا وجه ده چې خپل غزل يې د سترګو په ياد ښکلی کړی دی.

د اراکوزيا پوهنتون د پښتو څانګې يوه محصله راغله، د مونوګراف موضوع يې ثبتوله. ما ورته وويل څه موضوع دې ټاکلې؟ راته ويې ويل: «د حمزه په شاعرۍ کې د سترګو ياد»

د پښتو شعر او نثر په ښکلا کې د سترګو ونډه يوه نوې تحقيقاتي موضوع ده، که کار پرې وشي نو دا موضوع به لکه د تورو غټو سترګو غوندې ښکلې وي.

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 316

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.