ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دا ۱۹۴۶ کال دی. کله چې په نولسوه دیرشمه لسیزه کې د امریکا ولسمشر روزویلټ پرېکړه وکړه ترڅو په امریکا کې لوی بنسټيز پراختیاتي کارونه وکړي نو مشهورې نړیوالې ساختماني کمپنۍ موریسن کندسن یې د خوبونو ترجماني وکړه. بادشاه ظاهرشاه، همدا کمپنۍ د هلمند سیند اوبیا د هیواد په کچه د رغاویزو پروژو لپاره راوبلله. دغه سوداګریزه کورنۍ هلمند ته راورسیده، میشته شوه او خلکو به ددی کورنۍ د اوسیدو ځای ته وړه امریکا ویله.

ښه، ورځې-شپې تېرېدې، د هلمند سیند جوړ شو، مګر کله چې شهزاده فیصل په ۱۹۶۴ کال کې د سعودي عربستان بادشاه شوه نو یو شمیر غربي ډوله فکري ماډلونه يې رامنځته کړل، د دیموکراسۍ لپاره یې لاره هواره کړه، تلویزون یې په لومړي ځل رواج کړ مګر هغه مهال له دوه ستونزو سره مخ شو. لومړی دا چې د سعودي د سلطتني کورنۍ بنسټيز حامیان-وهابیان ترې په لرې کیدو شول او له بله اړخه د چین او روسیي د کمیونستي افکارو د خپریدا نه په ویره کې شو.

شهزاده فیصل وهابي-سیاسي فکر درلود او د تره زامنو يې وهابي مذهبي اړخ کلک کړی و. وهابیزم د ابن تیمیه ( ۱۳۲۸-۱۳۶۲) د فکري عقیدي محصول او د امام محمد مذهبي لار ده. د وهابیزم باني ابن تیمیه او سرلاری امام محمد دواړه په دې باور و چې سلف صالح یواځينی قشر دی چې کړني او لید یې یواځې د قران او صحیحه احادیثو نه سرچینه اخلي. عباسیان هغه کورنۍ وه چې پر له پسې یې ۳۰۰ کاله خلفاء زیږولي او ساتلي دي. هغه مهال چې عباسیان د قدرت د ساتلو او مغلیان ددې سلسلې د پای ته رسیدو په فکر کې وو نو ابن تیمیه هم هلته میشت وو. عباسي-مغلي جګړه پیل شوه، عباسیان ناکام او مغلیانو د بغداد ښار د خاورو سره خاورې کړ. اوسنۍ سوریه- پخوانی دمشق او بغداد، د داعش د اوسني مشر ابراهیم ا لقریشي البغدادي ( ابوبکر البغدادي) او پخواني ابن تیمیه په اند، د مسلمانانو د غفلت او دین نه د لریوالي پایله ده.

د ابن تیمیه د وفات نه ۴۰۰ کاله وروسته محمد بن عبدالوهاب رامنځته شو، او فکر یې کاوه چې په نړۍ د غرب سیوری او تاثیر د مسلمانانو د کهالت ښکاره نښه ده. نوموړي به ویل چې زموږ کړنې د حالاتو او ګونګ انساني وضعیت په وړاندې د دیني احکامو غبرګون دی چې موخه یې ټولنه ارامول، اعتدال رامنځته کول او شرعي نظام نافذول دي.

محمد بن عبدالوهاب د خپل فکر د تحقق په موخه لالهاند ګرځیده چې د سعودي اوسني مذهبي- سیاسي سیستم د باني محمد بن سعود سره یې لیده کاته وشو. دواړه سړي د عجیب فکر او انقلابي مزاخ څښتنان وو. یو جنګي او بل مذهبي-عقیدتي پس منظر درلود مګر دواړو قدرت غوښت او د مالي –پوځي ځواک ته لاسرسي یې د حل لار لیده. دا ۱۷۴۱ کال وو.

دواړو عثماني کلتور او په ټوله کې ټولنیز دودونه نه منل او د اسلام له دایرې وراخوا یې ډیر مسایل بدعت بلل. دواړو شیعه ګان، صوفیان، او پر فلسفي باورمند خلک کافر بلل، تعویذونه او زیارتونه یې شرک او د خدای له ذات سره زیاتی باله. د محمد (ص) د زیږیدو ورځ لمانځل، له خدای پرته له بل چا مرسته غوښتل یې سرې کرښې وې او خلیفه یې د ټولو چارو د تنظیم په معنى د حکمونو د اصدار او تابعیت یواځینۍ مرجع ګڼله. دا هر هغه څه وو چې د وخت حاکم شهزاده فیصل ورسره لاس او ګریوان وو. دا چې فیصل یواځي د عصریتوب پلوي سړی وو او له بله اړخه د تره د زامنو د نفوذ له زوره یې د خلاصون لار لټوله، د بدیلو لارو د پیداکولو په فکر کې ډوب شو.

فیصل له یوه اړخه د خپل عصري فکر تحقق او له بله اړخه د کمونستانو ځپل خپل لومړيتوب وګاڼه. نوموړی د امریکا په سلامشوره د موریسن کندسن کمپنۍ د امریکا نه سعودي عربستان ته دعوت کړه ترڅو لوی سړکونه، ښارونه او لوی لوی تعمیرونه ورته جوړ کړي. نوموړي نه یواځې د خپل هیواد ابادیدل غوښتل بلکې پلان یې درلود ترڅو په یوه کاڼي دوه مرغۍ وولي. کله چې موریسن کندسن سعودي ته راورسیده نو کورنى سیاست په بیارغونه بوخت شو او بهرني سیاست د وهابیزم د افکارو په خپرولو.

ویل کیږي چې سعودي په تیرو ۴۰ کلونو کې د نړۍ په سطحه ۳۵ ميلیارده ډالر په مدرسو، جوماتونو او اسلامي اکاډمیکو مرکزونو مصرف کړی چې افریقايي هیوادونه او پاکستان ددې ابتکار ښې بیلګې دي. زه باور لرم چې ددې مدرسو جوړول به د خدای د کلیمي د پورته کیدو په معنی نه بلکې په سیمه کې د خپل سیاسي فکر د ترویج لار وي. تر ډيره حده د عراق، سوریې، ترکیې سره تربګني پالل او له ایران سره مذهبي توپیر برلاسي کول، ددې مرستو موخه کیدلی شي.

کله چې د دوهم نړیوال جنګ نه وروسته په نولسوه دیرشمو کلونو کې ولسمشر روزولټ او بادشاه عبدالعزیز ملاقات وکړ نو هوکړه وشوه چې سعودي به امریکا ته تیل او امریکا به سعودي ته سیاسي ملاتړ ورکوي. ددې فکر د روزلو او پراخولو لپاره فیصل هم د خپلې بادشاهۍ په کلونو کې عملي قدمونه واخيستل چې په پایله کې یې اوسني رغیدلی سعودي او وران ویجار افغانستان رامنځته شو.

څه کم لس کاله تیر شول، سعودي د خپلو تیلو د مالاماله سرچینو له امله د نړۍ د توجه محراق شو. امریکا او غرب هماغه شان سعودي او سعودي شهزادګان د نازولي زوی په شان ساتل او ددوی هر ناز/خبرې ته به یې لبیک وایه. نولسوه اویایم کلونه د غرب او خاصکر د برتانیې د اقتصادي رکود کلونه شو. بانکونه وتړل شو، کمپنۍ بندې شوې، دولت ناتوانه شو، خلک  بې کاره شول، مایوسي زیاته شوه، او بالاخره غرب د سعودي د تیلو د رانیولو په خاطر د پخوا په شان پیسې نه درلودې. هرڅه په ټپه ولاړ وو مګر برتانیې د سعودي اړیتا درک کړه. ویي هڅول چې د برتانیې وسلي وپیري ترڅو د خپلو ګاونډیو سیاسي او مذهبي سیالانو د ښکار سبب نشي. عراق له هماغه کلونو سعودي د خپل نفوذ  د لارې خنډ او په سترګو کې اغزی باله. د سعودي پریمانه تیلو د عراق جغرافیوي، سیاسي او اقتصادي ارزښت تر خپل سیوري لاندې راوستی وو. عراق همیش پلان درلود چې سعودي کاواکه، شهزادګان بې واکه او په ټولو برخو کې ځانته اړ کړي.

ایران هم د سعودي ازلي دښمن و. د ابن تیمیه، محمد بن عبدلوهاب او محمد بن سعود ټول له یوې مخې د شیعه مذهب سر سخت مخالفین وو. اولادونو یې هم همدا فکري لار تعقیبوله او غوښتل یې چې نه یواځې له ایران سره سیالي وپالي بلکې شیعه مذهب مردود وشماري.

که څه هم:

څلور واړه مذهبونه سره یو دي

ما او تا پکې پیدا کړ اختلاف

برتانویانو د سعودي اندیښنه درک کړه. په همدې کلونو کې یې له سعودي سره د وسلو د پلور او پیر ډیر تړونونه لاسلیک کړل. برتانوي کمپنۍ فعالې شوې، د وسلو صنعت پیل شو، اړیکې جوړې شوې، برتانیه بیا په جوړیدو شوه، مګر کله چې د سعودي د وسلو اړتیا پوره شوه نو د وسلو د لیږد بهیر اهسته شو. برتانویانو په پوره هنر سعودیانو ته د وهابي فکر د خپریدا مشوره ورکړه او په دې برخه کې یې دوه پړاونه وړاندیز کړل:

  1. د وهابي فکر د خپریدا لپاره تعلیمي تاسیسات جوړول، او
  2. که اړتیا شي، نو د وسلو او پیسو په زور خپل سیالان له منځه وړل.

ډیر وخت لا نه وو تیر. ۱۹۹۱ کال شو. عراق، کویټ تر چغ لاندې کړل، او سعودي د ځان د خوندیتوب لپاره امریکا ته د مرستې وړانیز وکړ. امریکا هم د بې دریغه مرستې اعلان وکړ.

لومړي بوش وویل:

زما په امر به د هوایي ځواک دوه اتیایم نمبر پوځي کنډک د سعودي په جګړه کې ښکیله شي. دا هغه ورځې دي چې اسامه بن لادن د افغانستان د جګړې نه سرې سترګې راوګرځید. ویاړ یې کاوه چې ګواکې روسیه یې ماته کړې ده . د سعودي د دفاع وزیر ته یې وویل چې د امریکا مرستې ته اړتیا نشته، او پر ځای به یې نوموړی د افغانستان نه افغاني او عربي مجاهدین د صدام حسین مقابلې ته راولي.

مګر لا یوه اوونۍ نه وه تیره شوې چې د نړۍ د ګوډ ګډ نه تقریبآ یو ميلیون جنګیالي افغانستان ته راغلل.  د نړۍ ۳۰ هیوادونو په دې جګړه کې برخه واخيستله. امریکا د جنګیالو ۷۳ سلنه ( ۷۰۰۰۰۰) وړاندې کړل په داسې حال کې چې سعودي ۱۰۰۰۰، برتانیې ۴۵۰۰۰، حتى پاکستان ۵۰۰۰ او افغان حکومت جهادي رهبرانو چې لا یې نه حکومت درلود او نه دولت، ۳۰۰ مجاهدین د خدای د نامه لپاره سعودي ته هدیه کړل.

په دې جګړه کې عراق لکه کاغذ چې د باران د څاڅکو لاندې ختی ختی شي، هماغه شان په ځان کې راټول او ویلي شو. مفتضحانه ماتې یې وخوړه. د بیلګې په توګه، نړیوالو جنګي الوتکو د صدام په وړاندې ۶۹۰۰۰ پروازونه کړي وو په داسې حال کې چې عراقي هوايي پوځ ۹۱۰ ځلې د امریکا په وړاندې هواته الوتکې پورته کړې او لږ تر لږه ۱۳۲ الوتکې د پرځیدو له ویرې د ایران په خاوره کې دیسانت کړی و. که څه هم د عراق او ایران ترمنخ ۸ کلنه اوږده ( ۱۹۸۰-۱۹۸۸) جګړه تیره شوې وه، لیکن عراقي پیلوټانو غوره ګڼله چې د وژل کیدو پرځای، د ایران خاورې ته د نابللې میلمه په حیث ښکته شي.

برسیره پردې، ۲۰۰۰۰ عراقیان ووژل شو، او ۷۵۰۰۰ یې ټپیان شول. ۸۶۵۰۰ عراقیان بندیان شول، په داسې حال کې چې د مقابل اړخ نه یواځې ۱۴۸ امریکایان ووژل شول، ۴۵۸ ټپیان او ۲۱ امریکایي جنګیالي د عراقي پوځ لاسونو ته پریوتي وو.

عراق مات شو، کویټ ازاد شو او سعوديان خوندي شول. امریکایان او نړیوال د صفوان د سولې تړون نه وروسته له عراقه ووتل مګر ۵۰۰۰ امریکایان پاتې شول. بیا ځل د امریکا-سعودي ترمنځ اړیکې ګرمې شوې، که څه هم، د بعضو مورخینو په وینا، اسامه بن لادن د سعودي حکومت ته د امریکا د وتلو لپاره احتجاج وکړ، مګر وړاندیز ته یې د هو ځواب ونه ویل شو. د اسامه غوښتنه ونه منل شوه، اسامه افریقايي هیواد سوډان ته ولاړ، هلته یې په جهادي پروګرامونو او د پیسو په ټولولو پیل وکړ. د نړیوالو د فشار له امله، سوډان، سعودي ته د اسامه د تسلیمولو وړاندیز وکړ مګر سعودي یې له منلو اباء راوړه.  کله چې په اسامه سیمه تنګه شوه، دا هغه وخت وو چې اسامه لومړی دوبۍ او بیا ننګرهار ته کډه شو.

په افغانستان کې نولسوه نویم کلونه د ځمکې پر مخ دوزخ ته ورته وو. روسان له هیواده وتلي وو. لږ تر لږه ۵ ميلیونه خلک مهاجر وو، صنعت په بشپړ ډول له صفر سره برابر وو، کاروبار په نشت حساب وو، کابل ښار په ۷ بیلابیلو تنظیمونو او فکرونو تقسیم شوی و.

بعضو سر ساته او بعضو زر.

بعضو د نورو د برخلیک واک کاوه او بعضو د مرګ او ژوند په منځ کې شیبې شمارلې. د سبا امید او د راتلونکي پلان خو له سره د چا په زړه کې هم نه وو. هر څوک د نن په کشکمش کې اغیړ وو. هر افغان د زمان د دهشتونو په پنجال کې راګیر وو او هره شیبه یې د خپلو کورنیو سره تیریدل، غنیمت ګاڼه.

نولسم او شلم قرن د جګړو او ناتار قرنونه وو او ټول مباحث جنګي فصلونه جوړوي، په داسې حال کې چې ۲۱ قرن د دولتونو او ملتونو د حقوقو د تعین، تخمین او تحقق قرن دی. د نړۍ ډیر هیوادونه، خاصکر، اروپایي هیوادونه او امریکا د خپلو ملتونو سره د نژدې کیدو په حال کې وو، په داسې حال کې چې افغانستان د تاریخ توره څپه په ځان خپره کړې وه. د نولسوه نویمو لومړیو کلونو دهشت او وحشت ته، حتی د نړۍ ډیر وحشي انسانان هم ګوته په خوله وو. که ستالین او هټلر ژوندي وای نو بیا به هم د بعضو افغانانو جامدو فکرونو او بې احساسه زړونو ته هک پک شوي وي.

چې ستا ظالم وحشي احساس کړمه تشبیه ورسره

د غره د کاڼو سره دومره ظلم نشم کوی.

نیلسن منډیلا به ویل، چې انسانان له اره بد نه وي بلکې د حالاتو جبر یې تعدی ته اړ کړي. انسانان له کاڼي کلک او له ګله نازک دي. هو، انسانان لکه اوبه، هم د حالاتو سره ځان سموي او هم له حالاتو تیښته کولی شي. دهغه وخت بیچاره هیواد میشت او خاصکر کابل میشت افغانان د بعضو انسانانو له زوره پوزې ته راغلل. د هغه کلونو واقعات، لیکوال ابراهیم عطابي په خپل کتاب ( د افغانستان معاصر تاریخ) او منلي انسان، غلام محمد زرملوال په ( افغانستان تر وروستي افغانه) کې په پوره تفصیل لیکلي دي. ما چې لوستل، نو ژړیدم، دردیدم، شرمیدم او نه پوهیدم، ایا داسې خلک به هم وي چې د ځاني غوښتنو لپاره یې د بل مسلمان په وړاندې دین، دنیا او انساني تعریف لولپه کړي؟

په هر حال، دا ۱۹۹۴ کال و. طالبانو لومړی ځل په کندهار کې ظهور وکړ. ډیر ژر خواره شول، خلکو یې هر کلی وکړ، او د توقع خلاف یي په ۱۹۹۶ کال کې کابل د جلال الدین حقاني په رغنده مرسته ونیوه. طالبانو د چارو واګي تر لاسه کړل. اسامه  د ۱۹۹۶ کال د مۍ میاشتې په ۱۹ نیټه زموږ په هیواد کې نابللی میلمه شو او له دې ځایه یې د نړیوال جهاد پلانونه جوړول پیل کړل.

د ازادۍ راډیو د ۲۰۱۶ کال د مارچ میاشتي د ۲ نیټې د راپور سره سم چې د اسامه بن لادن په لاس لیکلې لاسوندونه یې بولي، کښي: زه د نړیوال جهاد پلوي یم او که خدای کول نو اسلامي توغ به په ټوله نړۍ رپیږي. نوموړی په دې سند کې زیاته کړې چې زما له مرګه وروسته دې زما په بانکي اکاونټ کې شته ۲۹ ميلیونه ډالر د کفارو په وړاندې په نړیوال جهاد ولګول شي. اسامه د ۲۰۱۱ کال د نومبر په ۲ نیټه د پاکستان په ایبټ باد کې ووژل شو لیکن پلانونه یې پاتې شول. که څه هم عبدالله عزام چې بیا په پيښور کې په ۱۹۸۸ کال کې په مرموز ډول له خپلو دوه زامنو سره د جمعې د لمانځه پر لار ووژل شو، د اسامه د لارښود حیثیت يې درلود لیکن له نوموړي سره یې په جنګي ستراتیژۍ کې توپیر وو. عبدالله عزام په کورنۍ جګړه باور درلود ترڅو لومړی په کور دننه اسلامي نظام حاکم کړي، په داسې حال کې چې اسامه بن لادن په واشنګټن کې بل کنلټن او بوش ته ګوتڅنډنه کوله. اسامه د طالبانو سره د مرستې ادعا کوله لیکن د شاتو په پياله کې یې زهر ورکړل. په خپله ټوله موده کې یې یوه داسې مرسته د طالبانو د رژیم او افغان ملت سره ونه کړه چې تاریخ لیکونکي یې یاد کړي. په هر حال، هغه مهال چې اسامه په افغانستان کې وو نو په ۱۹۹۶ کال کې د سعودي په خوبر ټاور چاودنه وشوه، اسامه یې مسوولیت ومانه. که څه هم د ۱۹۹۳ کال د نړیوال سوداګریز مرکز حمله او د مګدیشو د ۱۹۹۳ عام وژنه یې د سوډان په ورځو شپو کې وکړه لیکن د نړیوال جهاد سلسله یې په ۱۹۹۷ او ۱۹۹۸ کلونو کې په پوره زور کې روانه وه.

د ۱۹۹۸ کال د اګست ۷ نیټه شوه، لس بجې او ۳۰ دقیقي شوې. د تنزانیا په  مرکز دارالسلام او کینیا په مرکز نیروبي کې د امریکا په سفارتونو غبرګې چاودنې وشوې. دا ورځ، سعودي ته د خلیج د جګړې لپاره د امریکایانو د راتګ د اتمې کالیزې سره مصادف وه. په نیروبي کې چاودنې د ۱۲ امریکایانو په شمول ۲۱۲ نفر ووژل، په داسې حال کې چې له ۴۰۰۰ کسانو زیات ټپیان شو. د تنزانیا چاودنه، که څه هم د شدت په لحاظ ډیره درنه نه وه، بیا هم د ۱۱ انسانانو په وژنه او ۸۵ ملکیانو په ټپي کیدو منتج شوه. تنزانیا او کینیا دواړه هیوادونه د مذهب په لحاظ اکثریت مسلمانان دي.

ددې حملو په جواب کې د امریکا ولسمشر بل کلنټن امر وکړ او د خوست ولایت د الفاروق ولجهاد نظامي کمپونه یې د اګست میاشتي په ۲۰ نیټه وویشتل. په سوډان کې یې یو روغتون، چې ګومان کیده، د اسامه مرکز او افغانستان کې یې د خوست ولایت چې د امریکا په ګومان، د اسامه کوربه توب یې کاوه، ۶۶ کروز میزایل وویشتل. اسامه په خپلو حملو کې هم ملکیان ووژل او د امریکا په ګوزارونو کې هم د ملکیانو ارمانونه تر خاورو لاندې شول.

د ۲۰۰۰ کال، د جنورۍ ۳ نیټه شوه. اسامه پلان درلود چې د چاودیدونکو موادو ډکه کښتۍ د امریکا د یو اس اس  ۶۸ جنګي بیړۍ سره وجنګوي، مګر د اسامه بیړۍ مخکې له چاودنی ډوبه شوه. د همدې کال د اکتوبر ۱۲ نیټه شوه مګر دا ځل د اسامه پلان د یمن د عیدن په بحیره کې بریالی شو، چې ۴ امریکایان یې ووژل، ۴۲ یې ټپیان کړل او ۱۴ امریکایان تري تم شول.

۲۰۰۱ کال شو، اسامه هماغه شان د افغانستان له خاورې د نړیوال جهاد توغ او شعار بر ساته. د سپتمبر ۹ شوه، د امریکا په خاوره کې درې تجارتي الوتکې د اسامه د ۱۹ پلویانو لخوا وتښتول شوې. که څه هم اسامه نړیوال پلویان درلودل لیکن په دې ۱۹ کسانو کې ۱۵ یې د سعودي عرب د خاورې، ستراتیژۍ، او وهابي فکر مدعیان وو. احمد النعمي، سعید الغمدي او احمد الحزنوي ددې حملې مهم اشخاص وو. لومړی الوتکه له پنټاګون سره وجنګیده، دوهمه د مسافرینو د مقاومت له امله د لرګو په یوه انبار ولویده او پاتې یې د نیویارک په غبرګو سوداګریزو مرکزونو ولګیدې چې ۲۹۷۳ امریکایان یې ووژل. که څه دوهم بوش په هماغه ورځ ددې حملي پړه په القاعده وانچوله لیکن د سي آی اې مشر جورج ټینټ، ولسمشر بوش ته وویل چې اسامه ددې حملې تر شا ولاړ دی.

دا وخت اسامه په افغانستان کې وو. کله چې مې د اسامه په اړه تحقیق کاوه نو د سي آی اې یوه پخواني مامور وویل چې کله امریکا په افغانستان حمله وکړه نو په حقیقت کې د اسامه بن لادن ارمان پوره شو ځکه نوموړي به ویل چې هیله لرم، د امریکا پښه یوه اسلامي هیواد ته راکش کړم او بیا ترې د اسلام غچ واخلم. په هر حال، د اسامه-امریکا د اړیکو په اړه بلا ډیر ضد او نقیض لاسوندونه شتون لري لیکن ښکاره دا ده چې اسامه د هیڅ په بدل کې طالبان او افغان ملت د لوی ځواک امریکا سره په ناببره جګړه ککړ کړل. امریکا طالبانو ته د اسامه د سپارلو جامد، بی خونده او سخت التیماتم ورکړ، طالبانو رد کړ، امریکا په افغانستان یرغل وکړ، او د هیواد د تاریخ نوی پړاو پیل شو. په حقیقت کې، روانه کیسه د سعودي د نولسوه شپیتمو کلونو د سیاسي ستراتیژۍ تت رنګ دی چې هر ځای او هر کله په بیلو بیلو رنګونو څرګندیږي. د سعودي په دې سفر کې برتانیه او نړیواله ټولنه د سعودي شهزادګانو، او خاصکر، د سعودي د استخباراتو د پخواني مشر، ترکي الفیصل سره قدم په قدم مله وو.

د امریکا د تفتیش لوی رییس جان سوبکو وایي چې د افغانستان په بیا رغونه د دوهم نړیوال جنګ نه وروسته د اروپا په بیا رغونه چې د مارشل پلان په نامه یادیږي، ۳ ميلیارد زیاته بودیجه لیګیدلې ده. امریکا د ۱۹۴۸-۱۹۵۲ کلونو ترمنځ د اروپا لپاره ۱۰ ميلیارد ډالر ځانګړي کړل چې په اوسني حساب ۱۰۳ ميلیارد ډالر کیږي، په داسې حال کې چې د افغانستان په بیا رغونه ۱۱۳ ميلیارد ډالر لګیدلی دی. که څه هم جان سوبکو او افغان ولسمشر غني په خپل کتاب، عادلانه نظام لار کې چې ګواکې په هر ډالر کې ۷۵ سلنه بیرته خارج ته تللي، مګر بیا هم افغان دولت او افغان چارواکي ددې لویي تحقیرونکې فاجعي مسوولین دي. نن اروپا د امریکا د هغه مرستو له امله د دنیا په سر جنتي ژوند ته ورته ده لیکن په افغانستان کې نن ورځ هم تر ۱۲ ميلیونو زیات ( ۴۲٪)  خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د نړیوالې ټولنې له راتګ نه وروسته، بیا ځل هم، افغان ملت ته په طلایي پیاله کې زهر ورکړل شول. دا ځل د بیا رغونې، ښې حکومتوالۍ، د انساني حقوقو د خوندیتوب او د سیاسي نظام د استحکام په نامه افغان ملت دوکه شو، په داسې حال کې چې اسامه د اسلام په نامه، دا افغان ملت لا پخوا ډیر ذلیل او بیچاره کړی و.

د طالبانو د رژیم په موده کې، که څه هم بیکاري او غربت اوج ته رسیدلی وو لیکن ناامني او د نشه یي توکو کرکیله په کې د نشت په حد کې وه. په هغه کلونو کې یواځې ۸۰۰۰ هکتاره ځمکه په نشه يي توکو کرل کیده مګر د ۲۰۱۴ کال د ارقامو پر بنسټ، دا ګړۍ ۲۲۴۰۰۰ هکتاره ځمکه په کوکنارو شنه ده. تر درې ميلیونو زیات خلک په نشه یي توکو روږدي دي، او له دې درکه د نړۍ مافیا ته د کال ۸۵ ميلیارده ډالر لاس ته ورځي. کوکنار په اوسني افغانستان کې، کورنیو او بهرنیو مافیايي کړیو ته د لنګې غوا مثال لري، او کیدای شي تر لسګونو نورو کلونو پورې افغانستان په کلني لحاظ د نړۍ ۹۳ سلنه چې ۴۸ سلنه یې هلمند وړاندې کوي، عرضه کړي.

د څیړنو سره سم، یو اونس پوډر زموږ په هیواد کې په ۱ ډالر، په ایران کې په ۱.۱۵ ډالر، په لندن کې په ۴۲ او امستردام کې په ۴۶ ډالر دی، او یا په ورځني لحاظ یو افغان په ۲ ډالر د لاس مزدوري کوي په داسې حال کې چې د نشه یی توکو هیواد میشته فابریکې همدې مزدور ته ۱۷ ډالر ورکوي. ددې نه پرتله کیدونکي مقیاس او وافرې ګټې په رامنځته کیدو، شونې نه ده، افغانستان به ددې شومې پدیدې له شره ژر خلاص شي. دا هرڅه څه دي چې نړیوالې ټولنې افغانانو ته د اخوت او دوستۍ تر نامه لاندې هدیه کړل. بیا هم افغانان د اکسیر او کیمیا په نامه په زهرو ماړه کړل شو.

کله چې روسانو په افغانستان یرغل وکړ نو د سعودي په مرسته تمویلیدونکې مدرسي او د مهاجرو په کمپونو کې د پاکستان تر څارنې لاندې مدرسو د ټوپک، جهاد، وژنو او مقاومت تعلیم او تربیه پیل کړه. ت= توره، ټ= ټوپک، ث=ثواب، او ج= جهاد د ښوونځیو د زده کړې اساسي محتوی شوه. که څه هم د روسانو په وړاندې جهاد د امریکا، سعودي، برتانیې، او پاکستان په پیسو کامیاب شو لیکن ترشا یې داسې ترور او دهشت پریښود چې تر نن ورځې پورې مو د ژوند هره سا په ځنکدن باسي.

ویل کیږي چې سعودي شهزاد ګان ۷۴۲ شخصي الوتکې لري او یا کله چې د قطر د پخواني بادشاه خلیفه بن ابراهیم پښه ماتیږي، نو د پښې د علاج لپاره سویس ته د ځان سره ۹ شخصي الوتکې بیایي، لیکن همدغه شهزادګان بیا د افغان مسلمانانو په حال ځان نه خبروي. ۸ کاله وړاندې، کله چې مې د یوه پروفیسور ( اسلامي اقتصاد او غربت) کتاب لوست، نو ومې لیدل، لیکوال ادعا کوي چې غربت د لسو ( ۱۰) ټولنیزو بدمرغیو زیږنده ده، لیکن د اسلام مدعیانو یعني سعودیانو هیڅکله ددې هیواد د غربت په امحاء یا د اقتصادي بنسټونو په جوړولو سر ونه ګروه.

د سعودي په لاس د څو مدرسو او یک بار مصرف روغتونونو، چې د جهاد په دوران کې یې د افغان مجاهدینو لپاره وړاندې کړي دي، نور هیڅ به ونه وینې.

لا تر اوسه د افغانانو د سواد کچه تر ۲۸ سلنې پورته نه شوه. نه هم سعودي عربستان او نه هم نړیوالې ټولنې د جهل د له منځه وړلو په لار کې کوټلي ګامونه پورته کړل. لکه د پنځلسمو او شپاړسمو قرنونو د مستبدو شاهانو په څیر، سعودي هم هڅه وکړه چې د مخ پر وده هیوادونو له جهالت نه د شیعییزم د له منځه وړلو او یا مقاومت په موخه ګټه پورته کړي، په داسې حال چې اسلام له ناپوهۍ سره د مبارزې جدې امر کوي.

د سعودي د غلطو پالیسیو او اسامه د شوم دریځ له امله، امریکا افغانستان ته راغله او لومړۍ جوپه ۱۰۰۰۰ عسکر یې په هیواد کې ځای په ځای کړل.

لکه څنګه چې امریکایي قوماندان جنرال ډانیل بولجر د ستراتيژۍ او د جنرالانو د ناکامۍ خبره کوي، هماغه شان، امریکا له یوه اړخه په خپل نظامي ځواک ونازیده او له بله اړخه یې په بعضو شومو افغاني مشرانو ملا وتړله. ډیره موده لا تیره نه وه چې بیا ځل هماغه خلک د حکومت او قدرت ژورو ته ننوتل، چې لسګونه کلونه یې هیواد د تباهۍ لمنو ته ټیله کړ.

امریکایانو هم په پوره غفلت، د هغه چا جیبونو ته ميلیاردونه ډالر واچول چې اصلآ يې د دیموکراسۍ او انساني حقوقو په نامه څه نه پیژندل. بیا ځل دولت په فساد ککړ شو. د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۱ نیټه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعتراف وکړ چې ګواکې امریکا او افغان دولت د نشه یي توکو په له منځه وړلو کې پاتې راغلی دی. که څه هم اعتراف په خپل ذات کې د تسلۍ وړ دی لیکن ډیره ناوخته دی او په هیڅ ډول د شته ناورین لپاره جواب نشي ویلی.

اسامه د افغانانو او طالبانو له میلمه پالنې ګټه پورته کړه او د خپل هدف لپاره یې د نژدې او لرې دښمن کلیمه کاروله، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې د ښو طالبانو او بدو طالبانو خبره کلونه کلونه زمزمه کړه. لس کاله تیر شو لیکن د ښو او بدو طالبانو ترمنځ تعریف روښانه نشو او لا هم افغانان د دوست، دښمن، جنګ او سولې په مفاهیمو ونه رسیدل. اسامه د اسلام او نړیوالې ټولنې د بیا رغونې، دیموکراسۍ، او ښې حکومتدارۍ په نامه افغانان د یآس او ناهیلۍ تورې کندې ته وغورځول.

د بیلګې په توګه، برتانویان هلمند ته لاړل، هغه ځای ته چې د همدې سیمې خلکو انګریزانو ته ۱۲۵ کال مخکې د میوند په جګړه کې سخته ماتې ورکړې وه. برتانویان یا د ناپوهۍ او یا د قصد له امله په غلطو لارو سر شول. د هر سړي که پګړۍ په سر وه، نو طالب و، که چا د خپلې میرمنې سره د سړک په غاړه په ټېلېفون خبرې کولې، نو طالب و، که څوک د خپلو پسونو ( رمې) سره په بیابان ګرځیده، نو طالب و، که چا د خپلې شخصي دښمنۍ لپاره برتانویانو ته د خپل دښمن په اړه معلومات ورکول، نو هغه طالب و، ځکه نو ډیر کلیوال، ملا، عالم، معلم، ځوان او زوړ ټول طالبان په لوی لاس طالبان کړای شول. د هلمند د جګړو په اړه مې یو مستند فلم لیده چې یو برتانوي عسکر په کې د هلمندیانو د وژلو وروسته په ویاړ وایي چې زه له موره وژونکې پیدا یم. کله چې د امریکايي جنرال لپاره د جنرالۍ رتبې ته د رسیدلو یو شرط د امریکا له خاورې بیرون جګړه کول وي، کله چې د ناټو غړو هیوادونو لپاره افغان جګړه د سیاحت فرصت وي او کله چې د بهرنیو لپاره افغان جګړه د سخت نظامي تریننګ شرط وي، هلته به څنګه سوله تضمین شي، هلته به څنګه اقتصادي بنسټونه ورغول شي، او هلته به څنګه د دوست او دښمن ترمنځ واټن تعین شي.

کله چې برتانویانو د عام سړي، ملکي، او طالب جګړه مار ترمنځ تفکیک ونه کړ او ټول یې په یوه تلله وتلل، نو څنګه به جنګ بل خشن پړاو ته نه اوښته؟. کله چې سیمه ییزو عامو خلکو د انتقام جګړه پیل کړه، نو جګړه سسته نه بلکې تونده شوه، سخته شوه او بیا له سره پیل شوه.

فساد د تیرې لسیزی بدرنګه پایله ده. فساد نه یواځې انفرادي اشخاص تر اغیز لاندې راولي بلکې سیستم، سیاسي جوړښت، او عامه افکار د ورک راتلونکې سره لاس او ګریوان کوي. زموږ په هیواد کې خلک او دولت یو پر بل بې باوره شول، بعضې پولیس افسران او ساتونکي د ټولنې د خدمتګار نه بلکې د ټولنې د غدار قشر په نامه یاد شول، او خلک فکر کوي چې د پوځونو او پولیسو د ملي کیدو پرځای شخصي کیدل د هرج مرج د پیدا کیدلو پیلامه شوه.

د یوه تریلیون نه زیاته بودیجه په جګړه ولګیده چې په ترڅ کې یې امریکا په ۲۰۱۴ کال کې یواځې ۵۸۲ ميلیارد ډالر د ناټو په جوړښت ولګول او تر ۱۱۳ ميلیارد ډیر لګښت په اوسني بې بنسټه اقتصادي نوښتونو وشو . په دې هیواد کې د نړیوالو د ۱۴ کلن دخالت وروسته، اوس نړیوال اعتراف کوي چې په دې خاوره کې ددیموکراسۍ تعریف غلط و، اقتصادي هڅې ناکامې وې او تر ډیره حده د انساني حقوقو برخه ناتکمیله پاتې شوه.

هغو چارواکو چې د پیسو د مدیریت او کنترول چارې یې په لاس کې لرلې، په ملت او دولت د مصرف پرځای یې پیسې غلا کړې او نیمه دوبۍ یې وپیرله. د څیړنو پر بنسټ، په تیره لسیزه کې، هره ورځ تر ۱۰ ميلیونو ډیر ډالر له افغانستانه وتل او په بهرنۍ نړۍ کې په بانکونو کې جمع کیدل.

نن افغانستان د هغه انسان کمزوري جسم ته ورته دی چې په ناعلاجه رنځ اخته وي او بې له خدایه ورته بله هیڅ اسره نه وي پاتې. ننني افغانستان ته د اوباما په څیر غښتلي رهبران هم هک پک دي، په داسې حال کې چې د نولسوه اویایمو کلونو سعودي، امریکا، برتایي، روسیي، او پاکستان افغانستان تر هغې بریده تیارو ته ټیل وهلی چې راوتل به یې بیا لسګونه کلونه واخلي. ویل کیږي چې روسانو په افغان جګړه او ویجاړولو ۱۰۰ ميلیارد امریکایي ډالر لګولي. د مالي مسایلو علوم ښایي چې په یوه ډالر وران شوي ځاي، ۱۰ ډالرو ته اړتیا لري چې بیا ورغیږي. په داسې حال کې چې د اوسني افغانستان نفر سر کلنى عاید ۶۶۰ امریکایي ډالر، کلني ناخالص عواید ۱،۸ ميلیارد او مصارف مو تر ۸ ميلیارد ډالرو پورته کیږي، نو په دې حساب، لږ تر لږه ۵۵۵ کلونو ته اړتیا ده چې یواځې د روسانو ویجاړۍ له سره ورغول شي. دا هغه روسان وو چې د خلق او پرچم د حزب سره یو ځای یې ددې هیواد د کنډوالو د جوړولو ادعا کوله مګر له بده مرغه چې مداخلت یې لسګونه کاله افغانستان په شا وتمبوه.

زما ګرانه وطنه:

که څه هم، هر چا تر خپلې وسې بیچاره کړې او ځپلى یې، مګر ای د هیواد کورنیو او بهرنیو دښمنانو !

په یاد ولرئ چې دا ځل به افغان ملت د خپل برخلیک ټاکل په خپله کوي. دا ملت د هر چا په نبض پوه دی او پوهیږي څنګه ځان او هیواد دواړه د څو کرایه شوي سیاسیونو له منګولو وباسي. که څه هم دا هیواد په عجیب ازمیښت کې راګیر دی لیکن زه باور لرم چې ملت تر ډیره حده بیدار او هوښیار شوی. ځمکه چې څومره سوځیږي، پخيږي. دا ملت به بیا ځل د سرو زرو په پیالو کې د زهرو ګوټ ونه کړي. زه هیله لرم.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

اجمل عالمزی د عبدالستار عالمزي زوی دی، په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د غزني ولایت په اندړو ولسوالي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په کابل او نورې یې په پېښور کې سرته رسولې دي. په ۱۳۸۵ کال کې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم له پوهنځي فارغ شوی، وروسته یې په شمشاد او اریانا تلویزیونونو کې د خبریال، د خپرونو د مدیر او د سیاسي خپرونو د مسوول او ګردي مېزونو د چلوونکي او ویاند او د انټرنیوز د ولایتي راډیو ګانو د مسوول په حیث يې دندې ترسره کړې دي. دغه راز يې د زمزمې اونیزې د مدیر مسوول، سیاره مطبوعاتي دفتر کې، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې، د استاد غلام جیلاني جلالي د فرهنګي بنیاد د مرستیال په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.