ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
4 Jan 2016 - 19:13
author avatar
4 Jan 2016 - 19:13

د سوداګرۍ نړیوال سازمان (World Trade Organization-WTO) د حکومتونو په کچه سازمان دی چې د نړیوالې سوداګرۍ د تنظيم دنده پرمخ وړي. بنسټیزه موخه یې دا ده چې سوداګري په آسانه، آزاده او اټکلي شکل مخکې ولاړه شي. دا سازمان په ۱۹۹۵م کال کې د ګمرکي تعرفو او سوداګرۍ عمومي تړون (General Agreement on Tariff and Trade)  جوړښت پر ځای چې په ۱۹۴۸ کې رامینځته شوی و، رامنځ ته شو. د ګمرکي تعرفو عمومي تړون یواځې د غړو تر مینځ د توافق شوو اصولو مجموعه وه؛ خو د  سوداګرۍ نړیوال سازمان یوه بنسټیزه اداره ده. د سوداګرۍ نړیوال سازمان د شخړو د حل او د سوداګریزو تړونونو په اړه د بحث او خبرو اترو لپاره کارچوکاټ برابروي او په دغه ډول د غړو تر مینځ د قاعده/ مقرره جوړونکي سازمان حیثیت لري.  افغانستان د دغه سازمان ۱۶۲م غړبې دی چې د دسمبر په ۱۷، ۲۰۱۵ یې غړیتوب ترلاسه کړ.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان له پیل نه را په دېخوا د نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې مهمه ونډه درلودلې ده. د سوداګرۍ د پالیسي‌ګانو د  بیاکتنې میکانیزم داسې پروسه رامینځته کړې چې په غړو هیوادونو کې په پرله پسې ډول د پالیسۍ د جوړونې کتنه او ارزونه کوي. تر ټولو مهمه دا چې وروسته پاتې هیوادونه یې دې ته اړ کړي چې د سوداګرۍ په برخه کې اصلاحات رامینځته کړي تر څو له منابعو نه د ښې استفادې نوي امکانات برابر کړي، چې د دغو هیوادونو د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مرستندوی ګرځېدلي دي.

خو د يادو شوو لاسته راوړنو تر څنګ، په دغه سازمان ډیرې نیوکې هم کیږي. په دغو نیوکو کې تر ټولو ستره  دا ده چې ډیري  پالیسۍ د پرمختللو هیوادونو په ګټه جوړیږي او وروسته پاتې هیوادونه په پام کې نه نیول کیږي. د بیلګې په ډول، په پرمختللو هیوادونو کې د زراعتي تولیداتو  بازارونه خوندي ساتل کیږي، خو په وروسته پاتې هیوادونو باندې فشار اچول کیږي چې بازارونه په بشپړ ډول آزاد پریږدي او هیڅ ډول بنديز دې نه لګوي. له دغسې نیوکو نه وروسته، په ۲۰۰۱م کال کې دا وړانديز وشو چې د وروسته پاتې هیوادنو اړتیاو ته ځواب ورکول به په اجنډا کې لومړیتوب ګرځي؛ خو په دې برخه کې ډیر عملي ګامونه نه دي پورته شوي.      

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د غړیتوب پروسه د هر هیواد لپاره د هغوی د اقتصادي پرمختیا د پړاو او شته سوداګریز رژيم له مخې ځانګړې ده. کله چې یو غړیتوب عوښتونکی هیواد خپل غوښتنلیک وړاندې کړي، نو سازمان د هغه هیواد د سوداګرۍ اصول، پالیسي‌ګانې او قوانین د سازمان له اسنادو سره پرتله کوي او ګوري چې تر کوم حده د سوداګرۍ سازمان سره سمون خوري او څومره توپیر لري. پس له دې، ټول شرایط او مقررات ټاکل کېږي او غړیتوب غوښتونکي هیواد ته وخت ورکول کیږي چې خپل سوداګریز نظام اصلاح کړي او  خپل ځان د سازمان له معیارونو سره برابر کړي.      

د افغانستان لپاره په سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د غړیتوب پروسه اسانه نه وه او کابو لس کاله وخت یې ونیو تر څو افغانستان د غړیتوب ترلاسه کولو شرایط پوره کړي. په سازمان کې د غړیتوب ترلاسه کولو تر شا افغانستان څو مهمې موخې درلودې، چې پکې د هېواد د صادراتو لپاره نړیوال بازارونو ته ثابت او غیر توپیري لاس‌رسی، غیرتوپیري ټرانزیټ،  په خارجي بازارونو کې له افغانستان سره د بې انصافه چلند مخنیوی، د اقتصاد پرمختګ او عصري کول، عایدات پورته وړل او ښه حکومتداري رامینځته کول، شامل وو. د سازمان د شرایطو له مخې اړتیا وه چې هیواد سوداګریز اصلاحات او ثابت اصول  معرفي کړي. د بیلګې په ډول، د ګمرکاتو او مالیې په برخه کې د  پخوا پرتله زیات با کفایته، شفافه او مسؤل نظام رامینځته کول او د هیواد سوداګریز قوانین د سازمان د قوانینو  په بنسټ جوړول. د دغه اړتیاو په ځواب کې د ګمرکاتو، مالیې پروسه ساده او معقوله کړای شوه، په پخواني قوانینو کې بدلونونه رامینځته شول او همدا راز نوي قوانین هم جوړ کړای شول. د دغو هڅو په نتیجه کې د هیواد په سوداګریز نظام کې اصلاحات ولیدل شول.     

وروسته له دې چې افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې آزاد بازار ته غاړه کیښودله، د سازمان غړیتوب ترلاسه کول یو ډیر اړین ګام وو.  دا چې هیواد په سیمه‌يیزه او نړیواله سوداګرۍ کې ځان ځای په ځای کول او همدا راز نړیوال پانګه‌وال جذبول غواړي، نو دغه غړیتوب به مرسته وکړي چې داسې اقتصادي چاپیریال برابر شي چې دغه موخو ته رسیدل شوني کړي. دا به د هیواد اقتصاد ته باور پیدا کړي او نړیوال سودګرو ته به دا پيغام ورکړي چې افغانستان اوس د سوداګرۍ د نړیوال سازمان اصولو او مقرراتو ته ژمن دی. نو کله چې پانګوال په افغانستات کې د پانګونې په اړه فکر کوي نو د غړیتوب حیثیت به هغوی ته ډاډ او قناعت ورکوي. همدا راز، اوس د آیسا اداره کولی شي چې د پخوا پرتله په اسانه نړیواله پانګونه جذب کړي.  

افغانستان هڅه کوي، چې د سیمه‌يیزو همکاریو او اقتصادي بشپړتیا له لارې په سیمه کې په سوداګریز او ټرانزیټي مرکز بدل شي او د سوداګرۍ د سازمان غړیتوب به دغه پروسه نوره هم ګړندۍ کړي. بل خوا ته افغانستان په وچه کې ایسار هیواد دی او د سوداګرۍ لپاره په ګاونډيو هیوادونو تکيه کوي، نو د ټرانزیټ په برخه کې ډیرې ستونزې لري. زمونږ مالونه به بې له کوم دلیله ایساریدل او سوداګر به ځورول کیدل. دا چې د  سازمان ټول غړي آزاده سوداګري او هوار ټرانزیټ ته ژمن دي، نو اوس  به زمونږ ټرانزیټي ستونزې تر ډیره حده حل شي. مونږ کولی شو چې د دغو ستونزو تر څنګ نور سوداګریز جنجالونه  هم د سازمان د شخړو د حل د میکانیزم له لارې حل کړو.   

په تیرو کلونو کې د هیواد د تولیداتو صادرول یوه لویه ستونزه وه. افغانستان په نړیوالو معیارونو برابرې وچې او تازه میوې، ارزښتناک  بوټي لکه زعفران او يا هم نور تولیدات لکه  قالین او قیمتي ډبرې لري. خو نړیوالو بازارونو ته د دغو تولیداتو رسول یوه  لویه ستونزه وه. اوس به د افغانستان تولیدات ډیر په اسانه نړیوالو بازارونو ته رسیږي. نور دا چې زمونږ تولیداتو سره به هیڅ ډول توپیري چلند نه کیږي. همدا راز په دومره لوی نړیوال دريځ کې د شتون له لارې افغانستان کولی شي چې له نورو هیوادونو سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړي.  

یوه ښه بیلګه یې د سازمان د غړیتوب ترلاسه کولو د پروسې په لړ کې له اروپایي ټولنې سره دوه اړخیزه تړون دی. اروپایي ټولنه د افغانسان ډیر مهم سوداګریز شریک دی. په ۲۰۱۲ میلادي کال کې مو ورته کابو   ۵۶میلیونه یورو صادرات درلودل. د دوه اړخیز تړون له مخې، د سوداګرۍ د نړيوال سازمان غړیتوب ترلاسه کولو وروسته به د افغانستان تولیدات بې له کومې ګمرکي تعرفې او بې له کومې سهمیې او بندیز څخه دغو بازارونو ته رسېږي. دغه او داسې نور تړونونه به د هیواد صادراتو کچه لوړه کړي.  

د یادونې وړ ده چې د سازمان غړیتوب ترلاسه کول د کار یوه برخه وه او د شته فرصتونو نه ګټه پورته کول او د نوو ننګونو مخنيوی يې بله او مهمه برخه ده. د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کولو نه وروسته یوه لویه ننګونه د کورنيو تولیداتو او صنعتونو پرمیختیا ده. په تېره یوه نیمه لسیزه کې چې د خصوصي سکټور د پیاوړي کولو لپاره څومره کار وشو، هغه پلان شوې پایلې ورنکړې او له کبله یې زمونږ صنعتونو د هیلو سره سم  پرمختګ ونکړو. ارزانه خام موادو ته لاس رسې، لنډ پرمیختیایي فکرونه، او نړیوال بازارونو ته د لاس‌رسي نشتوالی هغه لاملونه وو چې د خصوصي سکټور د پرمختګ مخه یې نیوله. د دې اغیز دا دی چې  زمونږ صنعتونه لاهم پوخوالي ته نه‌دي رسییدلي او زمونږ د تولید مصرف هم د نورو هیوادونو په پرتله لوړ دی چې له کبله یې په بازار کې زمونږ د تولیداتود خرڅ نرخونه لوړیږي. په داسې حال کې دولت ډیری وخت د خاصو صنعتونو یا سکټورونو د خوندي کولو لپاره د خارجي وارداتو مخه نیسي، ترڅو کورنيو تولیداتو ته بازار پیدا شي او دغه صنعتونه پرمختګ وکړي. خو د سازمان غړي نه‌شي کولی چې د خپلو کورنيو صنعتونو د خوندي کولو  په خاطر په وارداتو بندیزونه ولګوي. دا چې اوس به بهرني تولیدات زیات او په ارزانه بيه هېواد ته واریدیږي نو زمونږ د صنعتونو لپاره به ډیره ګرانه وي چې ورسره سیالي وکړي. خو بل خوا ته زمونږ اقتصاد لا ډیر پیاوړی نه دی او زمونږ صنعتونو لا ډیر پرمختګ نه دی کړی نو له مونږ سره به امتیازي چلند کیږي او مونږ به وکړای شو چې تر یو حده خپل صنعتونه خوندي کړو. په داسې حال کې دولت ته پکار ده چې د هیواد د صنعتونو کره‌کتنه وکړي او لومړیتوب وټاکي چې کوم صنعتونه به خوندي کوي. د دې تر څنګ، دولت ته په‌کار ده چې  له دغو صنعتونو سره مرسته وکړي ترڅو هغوی په ټیټه بیه په نړیوالو معیارونو برابر تولید وکړي.

د انځور یو روښانه اړخ هم دی.  زموږ ځينې کورنيو صنعتونو ته به دا فرصت برابریږي چې د سازمان د غړیتوب ترلاسه کولو نه وروسته د پخوا پرتله ارزانه خام مواد ترلاسه کړي.  نو کوم صنعتونه چې خام مواد له نورو هیوادونو نه واردوي او بیا خپل تولیدات هیواد کې دننه او خارج کې پلوري هغوی به وکړای شي چې د تولید مصرف ټیټ کړي او بازار کې د پلورلو نرخ را ټیټ کړي. دې سره به دغه صنعتونو ته د  پرمختیا زمینه براریږي.       

د ادارو او مسلکي افرادو ټیټ ظرفیت زموږ لپاره لویه نګونه ده. هغه مسلکي خلکو ته به ډیره اړتیا وي چې په نړیوال سودګریز نظام او قانون باندې برلاسي وي. نو دولت ته پکار ده چی هغه کارډله وګماري چې له تخنیکي اړخ نه وړ وي ترڅو هغوي سوداګریزه راکړه ورکړه کې فعاله ونډه واخلي او هیواد د غړیتوب  ترلاسه کولو نه وروسته له شته امکاناتو نه په پراخه ډول ګټه پورته کړي. په دې برخه کې هیواد د سازمان د ظرفیت لوړونې لپاره مالي او تخنیکي مرستو نه ګټه اخیستی شي.     

همدا راز د سازمان د قوانینو، مقرراتو، شرایطو او پالیسیانو په اړه د  هیواد سوداګرو ته ښونه وشي. د آزاد بازار د مفکورې په اړه خلک  ډیز منفي ذهینیت لري او له بده مرغه د دغه ذهنیت د بدلولو لپاره عملي ګامونه پورته نه‌شول. نو له دغې تجربې څخه له درس اخیستلو سره باید دولت خلکو او سوداګرو ته عامه پوهاوی ورکړي او دا ورته په ګوته کړي چې د هیواد لپاره غړیتوب د ترلاسه کولو څه ګټې دي او دولت به څنګه له دغه فرصت څخه ګټه پورته کوي ترڅو د هېواد اقتصاد پیاوړی شي.   

لنډه دا چې، آزاد بازار ته له غاړه‌ایښودو وروسته، د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کول یو لوی او ډېړ اړین ګام و، ترڅو هېواد په نړیوال اقتصاد کې ځای په ځای شي. له دې وروسته ډیز امکان دی چې د هیواد اقتصاد په نړۍ کې باور پیدا کړي، خارجي پانګونه زیاته شي، ټرانزیټ او سوداګرۍ ته لاره  هواره شي او د صادراتو کچه  لوړه شي. هېواد ته به توکي په ارزانه واریدیږي؛ خو د کورنيو صنعتونو لپاره به له نړیوالو صنعتونو سره سیالي کول ګران وي، سره له دې چې دولت اختیار لري چې تر یو حده دغه کورني صنعتونه خوندي کړي. دولت ته پکار ده چې له دغو صنعتونو سره مرسته وکړي ترڅو دوی په ټیټه بیه په نړیوالو معیارونو برابر تولید وکړای شي. بل خوا ته په نړیوال سوداګريز نظام او قانون پوه کدرونه وګمارل شي ترڅو په سوداګریزو راکړو ورکړو کې ښې لاسته راوړنې ولرو.  همدا راز د غړیتوب ترلاسه کولو ګټې او د سازمان، قوانینو، پالیسیانو او شرایطو په اړه د هیواد سوداګرو ته زدکړې ورکړل شي ترڅو سوداګر په سمه توګه له دغو امکاناتو نه ګټه پورته کړي او د هیواد اقتصاد پراختیا ومومي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 56

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

By Ms Anne Meskanen, Ambassador of Finland and European Union Special Representative in Afghanistaninfo-icon, Ambassador Franz-Michael Mellbin

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.