ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
8 Apr 2019 - 12:01
author avatar
8 Apr 2019 - 12:01

کلونه وړاندې د سولې عالې شورا رامنځته شوه.‌بې له دې چې په پایلو، چارو او لارو یې بحث شوی وي، په عجولانه ډول د سیاسي فرمایشونو لپاره تش په نامه لوی نومونه انتخاب شول.‌ددې پرځای چې د سولې په چوکاټونو، د خبرو په لارو، د سیمې هېوادونو په تفاهم او طالبانو سره د روغې جوړې لارې وپلټي، د ځاني ګټو د تحقق او خوندیتوب سیالي پیل شوه.‌ د سیاسې تقلي، لومړیتوب، اهمیت او اوجاغۍ په دې لوبه کې ملت ډېر زيات زيان ولید. زرګونه نه بلکې سلګونه زره خلک شهیدان شول، میندې بورې شوې او کورنۍ ړنګې شوې. جګړه اوږده شوه، وېرونکې شوه، پیچلې شوه او حتی ډېر لوی لوی سیاسي شناندي، روڼ اندي او محققین یې په سور او تال نه پوهېدل. ددې مرګونې جګړې تنسته تر ننه راورسېده.  کله چې ولسمشر غني په بروکسل کې بهرنیانو ته وینا کوله نو ویل یې چې زما د قدرت کې په دوره کې ۴۵۰۰۰ افغان شجاع جنګیالي وژل شوي یعنی ۴۵۰۰۰ کورنۍ ویجاړې شوې او یواځې ۴۵ امریکایي عسکر وژل شوي.‌

تېر ۴ کلونه د سیاسي بهیرونو جنازې ووتې.  تېر پنځه کلونه ارزښتونه ووژل شول. د بېلګې په توګه د ولسي جرګې دوره د اساسې قانون خلاف وغځول شوه، ۷۵ سلنه اساسي قانون تر پښو لاندې شو، حکومت د قانون په بنسټ نه بلکې د جوړجاړي په لار جوړ شو، د فقر کرښه له پنځو سلنه واوښته، او سیګار وایي چې د تېرو اوولس کلونو په پرتله ۲۰۱۸ کال کې ډېر ملکي وګړي وژل شوي او ډېرې هوایي بمبارۍ شوې دي.‌د امریکا پخواني قوماندان نیکلسن له فرمول سره سم په طالبانو نظامي، سیاسي، ډيپلوماتیک او مذهبې فشار واچول شو،خو طالبانو مقاومت وکړ. نوي قوماندان جنرال میلر له نوي فرمول سره رامخکې شو، خو دا ځل د امریکا فرمول ښکاره سوله يیز او پټ نظامي وو.‌

د امریکا، نړۍ او افغان حکومت د ټولو (تش په نامه) هڅو سره سره بیا هم د طالبانو د نفوذ ساحه پراخه شوه. تېره ورځ هم بالامرغاب ولسوالۍ سقوط وکړ. افغان ځواکونو سینه سپر کړه، مخکې لاړل ترڅو سیمه تر کنټرول لاندې کړي مګر جګړه اوس هم روانه ده.

ښاغلي غني او د هغه استازي ډاکتر محب بار بار په هېواد کې د طالبانو برسېره د ۲۱ ترورستي ډلو د وجود خبره وکړه. اوس نو پوښتنه دا پیدا کیږي چې ایا حکومت او نړیوالې ټولنې تروریزم ختم وي او يې که زېږوي؟ ایا حکومت خبر نه وو چې دا دومره ډلې پیدا کېدلې که نه په توان یې پوره نه وه؟‌ که خبر نه وو خو لویه مديریتي نقیصه او سیاسي انتحار دی او که خبر وو او مهار یې نه شو کړای نو په ټوله کې د ترورستانو او طالبانو په وړاندې د حکومت او نړیوالې ټولنې د نسبې ناکامۍ ښکاره نښه ده.‌

د جنګ لپاره درې ډوله وسایل په کار دي. زه  ورته درې میمه وایم.‌

مرام، مورال، او منابع.‌

که یواځې په منابع ( نظامي سرچینو) وغېږو نو د ان بي سي تلوېزون سره د ښاغلي غني مرکه به رایاده شي‌چې ویل یې که امریکا نه وي نو په ۶ میاشتو کې حکومت سقوط کوي، ځکه نو په ۲۰۱۹ کال کې د سولې او جنګ ځانګړتیاوې بدلې شوې دي.

زما په اند په تېرو کلونو کې جنګ او سوله د ډېرو محدودو خلکو له خوا د خیرنو عینکو له لارې لیدل کېده. چاته جنګ لنګه غوا او چاته جنګ د موقف ساتنه خو مورګانې د نورو خلکو بورېدلې.‌

ټرمپ د مزاج او انداز په لحاظ متفاوت انسان دی.‌د جنوبي اسیا ستراتېژۍ یې روښانه لارې لري.‌ یوه مسله په کې د افغان جګړې پای دی.‌د خپل حکومت په دوره کې یې د افغان جګړې په اړه حیرانوونکې څرګندونې کړې دي. تېره اوونۍ یې د ناټو د مشر سټولنبرګ سره په خبرو کې افغان جګړه (شرم) یاد کړ. پخوا یې ویلي وو چې نور افغان حکومت ته سپين چیکونه نشته. له دې خبرو یې ښکاریږي چې نوموړی نور په افغانستان کې د پاتې کېدو او نښلېدو حوصله نه لري، ځکه یې نو افغان-امریکایي پیاوړى ډیپلومات خلیلزاد د سولې د راتګ لپاره وګوماره.

له اولې ورځې خلیلزاد خپل واضح دریځ لري.‌

لومړی دا چې افغانان باید په خپلو کې سره رضا شي،‌ او سوله وکړي، او

دوهم چې امریکایان له هېواده عجولانه بهر شي او افغانستان د جنګ په دوزخ بدل شي.‌

خلیلزاد له اولې ورځې د ملي مذاکره کوونکي ټیم د جوړښت وړاندیز وکړ، مګر ډاکتر غني بدبختانه ۱۱ نفریز فرمایشي ټیم وټاکه.

دا ټیم د مسلک،ژمنتوب،سیاسي پلوۍ،عملي تجربې او ټولنیز باور په لحاظ مناسب ترکیب نه وو.‌په دې ټیم کې د عام ملت، ځوانانو، مدني ټولنو، عالمانو او سیاسي اپوزیسیون استازولي نه وه ځکه نو حکومت په یوه وخت د سیاسي مشرانو،سیاسي منتقدینو،رسنیو،امریکا او

طالبانو له مخالفت سره مخ شو.‌ کله چې خلیلزاد په حکومت د همه شمول مذاکره کوونکي ټیم د تشکل غږ وکړ، حکومت خلیلزاد تورن کړ چې غواړي له طالبانو سره د نظام په سر معامله وکړي، پلان لري کتاب ولیکي او ميلیونر شي،غواړي د موقتې ادارې په راس کې راشي،د نوبل جایزې ته نوماند شي‌ و امثالهم چې بالاخره خبره تر واشنګتنه ورسېده او پایلې یې مطلقې د ښاغلي غني او حکومتي ټیم په تاوان تمامې شوې.‌

اوس د ښاغلي غني لپاره دوه لارې دي.

لومړى دا چې پخوانى مذاکره کوونکى ټیم وساتي او د خلیلزاد، ملت، اوپوزیسیون او طالبانو د مخالفت او انتقاد سره مخامخ شي او دوهم دا چې د مصالحې نوى ټیم همدا شان وساتي‌او په لوی قوت له طالبانو سره مخامخ او د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.

د مصالحې د ملي ټیم جوړول په رښتیا هم چې د طالبانو شرط، د امریکا وړاندیز،د اپوزیسیون دریځ او

ملت غږ دی.‌

بې له دې چې حکومت په دې ټیم خپل فرمایشات تحمیل کړي،‌ دا ټیم تر فشار لاندې راولي، لازمه ده چې د مصالحې ټیم د ځان لپاره کړنلاره جوړه کړي چې په هغې کې اړوند تشکلات، سرې کرښې،ملي ارزښتونه،  او

ضرب الاجلونه،معلوم وي.

له دې اصولو پرته ممکن د مصالحې ټیم د سولې عالي شورا ته ورته وي چې مصارف او ضایعات به لري مګر پایلې نه.

که حکومت په دې ټیم کې د ښکاره او پټې مداخلې هڅه وکړه نو په ټیم کې به انشقاق او اختلاف درز وکړي چې په نتیجه کې به یې: ملت د حکومت په سیاسي تقدس بې باوره شي، طالبان به غښتلي او ټیم به کمزورى شي، اوحکومت+اپوزیسیون به بیا سره مخالف شي.

دداسې وضعیت په پایله کې به بیا جګړه اوږده شي، نور انسانان  به ووژل شي، او یا به په ټوله کې نظام، حکومت او سیاسي پروسې له مطلق سقوط سره مخامخ شي.

اوسنی وضعیت نورمال حال نه دی. په داسې وضعیت کې فوق العاده مدیریت ته اړتیا ده. جګړه ختمول دي او سوله راوستل دي. لازمه ده چې حکومت د جوش پر ځای له هوشه کار واخلي.‌ حالاتو ته له رڼو عینکو وګوري.‌ سوله وکړي، قدرت تقسیم کړي.‌ د ملت غږ ته لبیک ووایي، او خپل سیاسي اخلاق د تاریخ نمایش ته کیږدي‌.

اوس سوله راتلونکې ده.‌هیڅوک هم له طالبانو سره د سولې خبرې نه شي ناکامولی، البته اوږدولی یې شي، جنجالي کولی یې شي، نسبې بې ګټې کولی یې شي، خو متوقف کولی یې نه شي.‌ ځکه چې امریکا سوله غواړي، ملت سوله غواړي، او نړۍ سوله غواړي.‌

زه هم سوله غواړم او ته هم سوله غواړې مګر، هو، هرومرو داسې سوله نه چې په هغې کې ارزښتونه قرباني شي.‌ موږ ۲۰، ۳۰ او ۴۰ کاله پخوا زمانو ته نه ځو. حکومت هم د ارزښتونو خبره کوي او موږ هم.‌ مګر دا ارزښتونه تعریف کول غواړي.‌

د حکومت له ارزښتونو څخه هدف څه دی؟ یواځې د حکومتي چارواکو د قدرت بقا؟‌ که د ملت سوکالي، د جګړې درېدل او داسې نور.

هوښیاران وایي چې کله کله لازمه وي د لوی خیز لپاره سړى څو قدمه وروسته لاړ شي.‌ باور لرم چې موقته اداره راتلل، قدرت تقسیم کول، ټاکنې ځنډول، بعضې قوانین تعدیدل کېدل په ښکاره وروسته تګ دی، مګر راځئ د بد او بدتر ترمنځ انتخاب وکړو.‌

ایا لازمه ده چې پورته سیاسي تغیرات تحمل کړو او که هره ورځ د ډاکتر غني په وینا، ۲۰۰ شجاع عسکر له لاسه وکړو؟ حتمأ به جواب دوهم انتخاب دی. ښاغلي خلیلزاد په خپل وروستي سفر کې ارګ مېشتو او سیاسي مشرانو ته ښکاره مګر ښکلى پېغور ورکړ چې په دې جنګ کې عام ملت قرباني کیږي نه ستاسو او زموږ اولادونه، ځکه خو د سولې مخالفت کوو.‌ هو همداسې ده. عام ملت وژل کیږي او هره ورځ ۲۰۰ پلرونه د خپلو بچو جنازې په اوږو کوي، ځکه نو غوره ده د سولې په معامله کې څه واخلو او د څه ورکړې ته تیار شو. ‌‌

هیله ده چې د مصالحې ټیم د ټولو ذکر شوو کرکنډیو سره سره بیا هم بریالی شي.‌ پر مخ لاړ شي.‌ د ملت سمه استازولي وکړي. ملي ارزښتوته وساتي. طالبانو سره تفاهم ته ورسیږي او تاریخ ته ځان سپین کړي.‌

زه وړاندیز کوم چې حکومت ددې ټیم برسېره د سولې په اړه د ملي ډیالوګ زمینه برابره کړي.‌په هر زون، ولایت، اکاډمیکو بنسټونو او پوهنتونونو کې د سولې ازاد بحثونه وشي.‌

لازمه نه ده چې د سولې په اړه حتی د مناسبو، ګټورو او ملي نظرونو په اړه سیاستوال، لیکوالان او منتقدین د حکومت د پلویانو له اړخه وښکنځل شي، توهین شي او عام افکار مغشوش کړای شي، بلکې سوله ګډ ماموریت وګڼل شي چې حکومت او ملت په کې ځان شریک وویني.‌

نننۍ ورځې د راتلونکې لپاره بنیاد دي.‌د جګړې ختمول د ملت کار دی. هیله ده هر فرد خپل انساني او اسلام مسولیت اداء کړي، او ددې پرځاى چې د شخصي او ټیمي ګټو لار تعقیب کړي،‌د بورې مور ساندې، د یتیم بچي زګېروي،‌او د کونډې مېرمنې ارمانونه سترګو ته ودروي او دا خوار ملت د سولې يه ډالۍ ونازوي.‌

زه د مصالحې نوى ټیم په نیک پال نیسم.‌هیله ده چې د ملمسو پایلو خاوندان شو او دا کال په ټول هېواد کې    سرتاسري سولې قایمه وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.