ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
1 Jul 2018 - 11:22
author avatar
1 Jul 2018 - 11:22

د جمعې په ورځ (د چنګاښ اتمه) د افغان حکومت له‌خوا اعلان شوی لس ورځنی اوربند پای ته ورسېد او د شنبې په ورځ (د چنګاښ نهمه) ولسمشر محمداشرف غني رسما د اوربند پای اعلان کړ. دا چې له اوربند څخه څه ترلاسه کړل شول، د سولې برخلیک به څه وي او له پاکستان سره مو اړیکې کومې خوا ته روانې دي؛ هڅه شوې په‌دغه لیکنه پرې رڼا واچول شي.

اوربند او لاسته راوړنې

د افغان کشالې په څلوېښت کلن پېر کې د لومړي ځل لپاره د حکومت له‌خوا اوربند اعلان شو چې د وسله‌والو مخالفینو (طالبانو) له‌خوا هم ومنل شو. باور دا دی چې د اوربند تر ټولو اساسي او مهمه لاسته‌راوړنه دا بلل کېدای شي چې که افغانان وغواړي پر یوه ټغر سره راټولیدای شي. له‌دې ورهاخوا دا ثابته شوه چې د سولې او ټیکاو ټينګښت لپاره سیاسي اراده شته ده. په ورته وخت کې دا هم واضح شوه چې د چارو واګی د حکومت په لاس کې دی او که طالبان سوله ته زړه ښه کړي؛ ډېر ژر سولې ته رسېدلای شو.

همداراز د اوربند په اوږدو کې د افغانانو د مرګ ژوبلې کچه صفر ته را ښکته شوه او د اختر په درېیو ورځو کې له ننګرهار پرته په ټول هېواد کې امنیت تامین وو (ننګرهار کې د برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی).

لویو ښارونو او د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته د طالب جنګیالیو راتګ، له‌دوی څخه د خلکو هرکلي او له جګړې څخه د طالب جنګیالیو د کرکې څرګندول او پر سولې ټینګار په نتیجه کې وه چې واضح شوه روانه جګړه د پردیو په ځانګړي توګه د سیمې هېوادونو له‌خوا پر افغانانو تحمیل شوې ده. باور دا دی چې د سیمې له استخباراتو سره د وسله‌والو طالبانو په تعامل کې بدلون؛ روانه جګړه پای ته رسولی شي. له همدې امله ده چې اوس‌مهال ټول مسوولیت وسله‌والو طالبانو ته متوجه دی؛ ځکه ولسمشر په‌خپلو څرګندونو کې واضح کړه، که طالبان د اوربند تمدید ته حاضر وي، نو حکومت حاضر دی چې اوربند وغځوي؛ حتی د یوه کال مودې لپاره.

د اوربند پر مهال او له هغه وروسته پر سولې د عامو افغانانو ټینګار او همداراز د سیمې او نړۍ په کچه له اوربند څخه ملاتړ څرګنده کړه چې د سولې په تړاو ملي، سیمه‌ییزه او نړۍواله اجماع رامنځته شوې ده. هیله ده چې په نږدې راتلونکې کې به وسله‌وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي چې پایله به یې د سرتاسري امنیت ټينګښت وي.

د سولې مزل

له وسله‌والو مخالفینو سره د خبرو اترو د پیل په موخه په ۱۳۸۹ کال کې د سولې عالي شورا رامنځته شوه. د تېرو اتو کلونو په اوږدو کې هڅه دا وه چې وسله‌وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي. په‌دې هدف په قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستل شو، په وار وار له پاکستان سره خبرې وشوې؛ اما تر دې‌دمه مثمره پايله ترلاسه شوې نه‌ده. د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ اوربند ته په کتو باور دا دی چې اوس‌مهال د سولې لپاره زمینه مساعده شوې ده.

له یوې خوا ټول افغانان له طالبانو سره د سولې پر خبرو متفق دي او له بلې خوا د سیمې او نړۍ هېوادونو د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ پر سولې ټینګار کړی دی. په‌دې تړاو به په نږدې راتلونکې کې په ازبکستان کې یوه غونډه تر سره شي. اټکل دا دی چې په‌دغې غونډه کې به د وسله‌والو طالبانو استازي هم ګډون ولري. له بلې خوا د سعودي عربستان په ګډون اسلامي هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې د سولې له خبرو سره دې یوځای شي.

له پاکستان سره مناسبات

هڅه دا ده چې له پاکستان سره اړیکې ښې شي. د جمهور رییس په وینا، د سولې په تړاو له پاکستان سره توافق شوی او د پاکستان له‌خوا لاسلیک شوی هم دی؛ خو تر دې‌مهاله عملي شوی نه‌دی. اوس‌مهال پر دې کار روان دی چې څنګه کېدای شي پاکستان د شوي توافق عملي کېدو ته حاضر شي.

اما د پاکستان داخلي وضعیت په ځانګړي توګه اقتصادي حالت ته په کتو؛ باور دا دی چې د شوي توافق له عملي کېدو پرته بله چاره نه‌لري، ځکه د افغانستان جغرافیايي موقعیت ته په کتو د پاکستان د ترانزیټ او انرژۍ لار له افغانستان څخه تېرېږي، که افغانستان ناامنه وي، نو نه به پاکستان له منځنۍ اسیا څخه د اړتیا وړ انرژي ترلاسه کړي او نه به هم خپل سوداګریز توکي د منځنۍ اسیا تر هېوادونو ورسوي.

پایله

د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ اوربند ملموثې لاسته‌راوړنې درلودې او دغه لاسته‌راوړنې پر دې منتج شوې چې د سولې مزل رالنډ شي. زیات شمېر طالب جنګیالیو له جګړې څخه کرکه ښودلې ده. بل لور ته د سولې په تړاو ټول افغانان يوه خوله دي. همداراز د سیمې او نړۍ هېوادونه هم د افغان دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سوله غواړي. له پاکستان سره مناسبات مخ په ښه کېدو دي او دېته په کتو سره چې پاکستان د خپل ترانزیټ او انرژۍ لپاره سوکاله افغانستان ته اړتیا لري، نو هیله‌مندي زیاته ده چې وسله‌وال طالبان به د سولې خبرو ته حاضر کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.