ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
25 Oct 2017 - 13:28
author avatar
25 Oct 2017 - 13:28

جنګ په هر شکل او بڼې بده پدیده ده؛ ځکه د یوې ټولنې مادي او معنوي ارزښتونه له منځه وړي؛ خو کله چې د جنګ د دواړو غاړو تر منځ د غوښتنو او فکر پر اساس تفاوتونه دومره وي چې د یو او بل منل ورته د زغم نه وي او د یو بل په منلو کې خپلو ارمانونو ته رسېدل نه ویني او د یو بل په زغملو کې د خپلو قربانیو او ارمانونو تباهي ګوري، بیا نو سوله ناممکنه شي او جنګ دی چې د دوی برخلیک ټاکي چې یوه ډله پر بلې غالبه او جنګ پای ته ورسېږي.

په سریلانکا کې څه باندې دېرش کاله تاميل بېلتون غوښتونکو جګړه وکړه، حتا انتحاري بریدونه هم هغوی رواج کړل، د هند لومړی وزیر یې وواژه، د سریلانکا یو لومړی وزیر یې ترور کړ، وحشت، بم اېښودل، چاودنې او د عامو خلکو وژل یې وکړل، خو له حکومت سره یې سوله ځکه نه کېده چې تامیلیانو خپلواک هېواد غوښت او سریلانکا نه غوښتل تجزیه شي، بالاخره څو کاله مخکې سریلانکا د پوځ په زور او طاقت دا ډله له منځه یووړه او پنځه دېرش کلن جنګ یې پای ته ورساوه.

دغه شان سوریه کې موږ ولیدل چې داعش او نورو تندلارو ډلو جنګ پیل کړ چې بشار اسد تسلیم کړي او بیا د خپلې خوښې خلافت په کې اعلان کړي، خلکو د بشار اسد د رژیم د نسکورېدو ورځې شمېرلې، دلته هم سوله ناممکنه وه؛ ځکه د بشار اسد او د تندلارو ډلو لکه د داعش تر منځ فکري تفاوت دومره و چې د یو بل د زغملو توان یې نه درلود او خبرو او سولې ورته د یو بل د تسلیمۍ معنا درلوده او اصلاً یې امکان نه درلود، که څه هم د سوریې زیاته خاوره مخالفانو ونیوه خو بشار اسد پر خپل جنګي دریځ ټینګ ودرېد او هغه دی نن وینو چې د جنګ له لارې کامیاب او له لاسه وتلې سیمې یې بېرته ونیولې او لږ پاتې دی چې خپل حاکمیت په ټول هېواد کې بېرته ټینګ کړي.

بل مثال یې د چیچينيا جکړه ده چې کلونه یې دوام وکړ، خو پوتین د جنګیالیو خبره ونه منله او په زور یې چیچين بېلتون غوښتونکو ته ماتې ورکړه او نن دغه جمهوریت په بشپړ ډول د روسیې تر واک لاندې دی، دلته هم خبرو نتیجه نه ورکوله؛ ځکه یوې خوا د روسیې غوندې لوی هېواد چې نه یې غوښتل دا جمهوریت ورنه جلا شي او بله خوا چیچين جنګیالي وو چې غوښتل یې خپلواک هېواد جوړ او بیا په کې خپل تندلاری اسلامي حکومت جوړ کړي. اوس دلته د روسیې کنټرول موجود دی او جنګیالي یې افغانستان او نورو هېوادونو ته وتښتېدل.

داسې نور ډېر مثالونه هم په تاریخ کې شته چې بل ښه مثال یې امریکا ده چې له ۱۸۶۱نه تر ۱۸۶۵ پورې په کې د شمالي او جنوبي ایالتونو تر منځ جګړه روانه وه، شمالي ایالتونه د مریتوب ضد و او جنوبي یې پلوي، د دوی تر منځ هم سوله ناممکنه وه، بالاخره په زرګونو خلک ووژل شول، خو د امریکا ولسمشر ابراهم لینکن پر خپل درځ کلک ودرېد او د جنګ له لارې یې جنوبي ایالتونو ته ماتې ورکړه او تر ننه بیا په امریکا کې کورنۍ جګړه رانه غله.

د افغانستان جګړه هم ډېره اوږده او علایمو ته یې چې ګورو داسې نقطه نشته چې د دولت او د دولت د مخالفانو تر منځ دې سوله پرې وشي او وسله وال دې وسله پر ځمکه کېږدي؛ ځکه دلته وسله وال که سوله وکړي، نو دا د هغوی له ارمانونو چې د اسلامي امارت یا خلافت جوړول دي، خلاف عمل دی او دوی له دغه ارمان څخه نه شي تېرېدلی. حزب اسلامي چې سوله وکړه، هغه ګوند یو منظمه ایډیالوژي، له نوو شرایطو نه خپل تفسیر، پر ټاکنو او ګڼ ګوندیز سیستم باور لري او د اخوان المسلمین د نورو ګوندونو لکه په ترکیه، مصر او تونس کې له تجربو په استفادې غواړي ډيموکراسي خپل هدف ته د رسېدو لار کړي. خو طالب، داعش او دې ته ورته نورې ډلې، دوی هېڅ کوم منظمه ایډیالوژي، نظامي او سیاسي دوکتورین او د ځمکې په مخ خلکو ته د ښه ژوند هېڅ برنامه نه لري، نو له دوی سره هم سوله همداسې یوه کیسه ښکاري او هېڅکله به سوله ونه کړي او نه هم دولت او خلک دوی ته د تسلمېدو اراده لري، نو دلته هم فکر کوم افغان حکومت او سیاستوال دې نتیجې ته رسېدلي چې د سولې یوازېنۍ لار چې پاتې ده، جنګ دی او د جنګ له لارې دا ډله باید دومره کمزورې شي چې ځیني یې تسلیم، ځیني یې وسله پر ځمکه کېږدي او نور یې له منځه ولاړ شي او دغه جنګ ته د پای ټکی کېږدي؛ ځکه حکومت دا پنځلس کاله، له پخواني ولسمشر حامد کرزي نه نیولې تر اوسني ولسمشر اشرف غني پورې کوشش وکړ چې دا سوله وشي خو نتیجه یې ورنه کړه. ښايي ځکه حکومت د جنګ سټراټيژۍ ته مخه کړې وي. اوس چې کله حکومت جنګ ته ځان اماده کړ مخالفانو هم خپل جنګ ته زور ورکړ؛ ځکه دغه جنګ د دواړو لپاره د بقا جنګ دی او دا چې څومره وخت کې به دا جنګ وګټل شي، لا معلومه نه ده.

Visits: 4

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

خوشال خليل د ننګرهار ولايت اوسېدونکى او خپلواک ورځپاڼه ليکونکى دى. 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.