ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په جګړه کې ښکېل دی او هره ورځ دا جګړه له افغانانو قرباني اخلي خو بل لور ته تر دې مهاله پورې د دې جګړې بندولو لپاره هغسې چې لازمه ده هڅې نه وې شوې، خو ولسمشر غني په خپله واکمنۍ کې ټوله هڅه کوي چې د دې جګړې د درېدو لپاره له هرې ممکنه لارې کار واخلي څو افغانان په سوله او ثبات کې ژوند وکړي چې نوموړي همدې موخې ته د رسېدو لپاره د ولس ارادې تمثیل او هغې ته د درناوي لپاره یو لړ اقدامات وکړل چې غواړم دلته پرې بحث وکړم:

له حزب اسلامي سره سوله

حزب اسلامي له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په افغانستان کې په وسله واله مبارزه کې ښکېل و خو د ملي وحدت حکومت له راتګ سره سم له حزب اسلامي سره د خبرو اترو لړۍ پیل شوه او حکوت وکولی شو د خپل ملت په ملاتړ سره له حزب اسلامي سره د سولې پروسه بریالۍ کړي او په دې برخه کې د حزب اسلامي مشر له ۴۰ کلنې وسله والې مبارزې لاس پر سر شو او اوس په کابل کې خپله سیاسي مبارزه مخې ته وړي او دا لومړی ځل دی چې په کور دننه د بین الافغاني مذاکراتو له لارې یو حزب د سولې له پروسي سره یو ځای کېږي .

له طالبانو سره د سولې لپاره د طرحې اعلان

د هېواد په سوله کې بل مهم اړخ طالبان او د هغوی ملاتړي دي، ولسمشر محمد اشرف غني د دې لپاره چې له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې مسایل حل کړي، نو لومړی یې د افغان سولې لپاره د ملي، سیمه يیزي، نړیوالې او اسلامي هېوادونو د اجماع د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې شروع کړې چې خوشبختانه په دې برخه کې تر ډېره بریالی شو او د سولې هغه طرحه چې حکومت د کابل پروسې په کنفرانس کې اعلان کړې وه، له هغې څخه په ملي کچه د مختلفو اقشارو لکه علماوو، مدني ټولنو، رسنیو، سیاسي احزابو او په ټوله کې عام افغانانو پراخ ملاتړ وکړ چې بېلګې یې په مختلفو ولایتونو کې د ځوانانو له خوا د سولي پرلتونه، په کابل کې د 3500 علماوو په ناسته کې هغه 26 مخیزه فتوا ده چې تېره اوونۍ خپره شوه.

همدارنګه د اسلامي هېوادونو په کچه په لومړي ځل د اندونیزیا ولسمشر افغانستان ته سفر وکړ او له افغان سولي څخه د ملاتړ لپاره یې هر اړخیزه ژمنه وکړه چې ورپسي په یاد هېواد کې د پاکستان، افغانستان او اندونیزیا علماو په ګډون د افغان سولې څخه د ملاتړ ناسته جوړه شوه. دا په خپل وار کې یوه تاریخي ناسته وه چې د یادې ناستې په تعقیب افغان حکومت هیله من دی چې په راتلونکې میاشت کې به سعودي عربستان هم د 36 اسلامي هېوادونو دناستي کوربه وي چې موخه یې له افغان سولې څخه ملاتړ او په دي برخه کې د همکاریو زیاتوالی دی.

بله مهمه مسئله په سیمه يیزه کچه له افغان سولې څخه د هېوادونو د ملاتړ مسئله وه چې خوشخبتانه په تاشکند کنفرانس کې د کابل پروسي دوهم کنفرانس ټول مواد او په ځانګړي ډول د ولسمشر د سولې له طرحې څخه ملاتړ اعلان شو او په دې اړه یې د همکاریو ژمنې هم وکړي چې په دي لړ کې ازبکستان د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د کوربه توب لپاره چمتووالي وښود، په ورته وخت کې د یادو هېوادونو د ملاتړ تر څنګ ناټو او امریکا د سولې لپاره دهراقدام وروسته له هغې څخه ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې دوی د افغان حکومت د هر هغه اقدام ملاتړ کوي کوم چې د افغان سولې لپاره د افغانانو په مشرۍ اخيستل کېږي.

په وروستیو کې د یو اړخیز اوربند اعلان

پورته یادو ټولو مسایلو ته په کتو ولسمشر تېره اوونۍ د سولې په په برخه کې داسې بې ساری اقدام وکړ چې په کور دننه او بهر دپراخ هرکلي سره مخ شو کوم چې د روژي مبارکی میاشتې د ۲۷ څخه د اختر تر ۵ پورې د افغان حکوت لخوا د طالبانو پرضد د جګړي نه کول دي.

د اوربند په اعلان سره حکومت د ۳۵۰۰ علماو هغې غوښتني ته درناوی او لبیک ووایه چې تیره اونۍ په کابل کې په یوه ناسته کې له حکومت غوښتنه کړي وه چې د سولي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې دي د موقتي اوربند اعلان وکړي.

ولسمشر دوی، د روژي او اختر مبارکو ورځو ته د درناوي او افغان ولس د ارادي لپاره دا اعلان وکړ.

د حکومت له دغه اعلان څخه په کور دننه او بهر پراخ هرکلی وشو او په افغانانو کې د سولې لپاره هیلي را ژوندۍ شوې او ټولو افغانانو په طالبانو غږ وکړ چې اوس دې دوی هم دافغان جګړې په ختمولو کې خپل رول ادا کړي او د حکومت دغه غبرګون ته دې مثبت ځواب ووایې.

پایله:

نو د حکومت دي اقداماتو ته په کتو اوس باید وسله وال مخالفین او طالبان خپله اراده د افغان سولې لپاره څرګنده کړي او د حکومت دي غږ ته لبیک ووایي که چیرې طالبان وایي چې خپلواک یو او دافغانانو وینه، ژوند او د هغوی هستي ورته اهمیت لري نو دا یې وخت دی چې طالبان خپل اسلامي او تاریخي مسولیت او رسالت ادا کړي او د هېواد په سوله کې تر ټولو مهم اقدام وکړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.