ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
25 Feb 2016 - 13:34
author avatar
25 Feb 2016 - 13:34

د افغانستان، پاکستان، چین او د امریکا متحده ایالاتو د څلورمې غونډې پایله دا شوه چې د مارچ میاشت په لومړۍ اونۍ کې به په اسلام‌اباد کې د افغان حکومت او وسله‌ والو طالبانو د باصلاحیته استازو ترمنځ مخامخ خبرې کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، یاد څلور هېوادونه به هڅه کوي چې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

همداراز ټاکل شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه کمېټه جوړه شي. دغه کمېټه به په افغانستان کې د روانې جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسولو په موخه د دواړو هېوادونو علما منسجم کوي او هڅه به یې دا وي چې د دغې جګړې پر ضد فتوا ورکړي.

د سولې لپاره هڅې

له ۱۳۸۹ کال راهيسې چې د سولې عالي شورا جوړه شوه، له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرو او په هېواد کې د ثبات او امنیت تامین په هدف هڅې پیل شوې. خو د سولې عالي شورا او مخکیني حکومت په دې برخه کې لاسته راوړنه نه درلوده او سربېره پر دې چې د تېرو کلونو په اوږدو کې د سولې ټینګښت په هدف ډېرې مرستې وشوې، اما له دې پرته چې د سولې عالي شورا مشر (برهان الدین رباني) او یو شمېر نور غړي په نښه شي، پیسې ولګول شي او وخت ضایع شي، بله پایله یې نه درلوده.

اما دا چې د سولې خبرو پایله نه درلوده، په دې معنی نه ده چې د مخکیني حکومت پر هڅو دې سترګې پټې کړای شي، دا مخکینی حکومت و چې د سولې مفکوره یې په عمل بدله کړه او د ټينګښت لپاره یې د امن او د سولې مشورتي جرګې جوړې کړې، چې د سولې عالي شورا په رامنځته کېدو منتج شوې. خو د کورنیو او بهرنیو ستونزو نه پېژندل، او د هوارۍ په هدف د اقداماتو نه تر سره کول، دغه بهیر له ستونزو سره مخ کړ.

د ملي یووالي حکومت په دې بریالی شو چې د کاري دورې په لومړیو کې د سولې په موخه ملي اجماع رامنځته کړي. په کور دننه د اجماع له رامنځته کولو وروسته، سیمې او نړۍ ته یې مخه کړه. سعودي عربستان او چین ته د ولسمشر محمداشرف غني لومړني سفرونه په دې منتج شول چې د افغانستان کشالې په اړه د دغو هېوادونو په لیدلوریو کې بدلون رامنځته شي.

له دې وړاندې چین د افغان دولت او وسله والو مخالفینو نښتې، د افغانستان کورنۍ جګړه بلله. په افغانستان کې د وسله‌ والو مخالفینو د فعالیت پراختیا، له وزیرستان څخه د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته د اویغور جنګیالیو اوښتل او د ولسمشر هڅې په دې منتج شوې چې بیجنګ د افغانستان قضیې ته له نوې زاویې وګوري. همداراز امریکا چې د افغانستان په تړاو یې ضد و نقیض دریځ درلود (کله یې طالبان دښمن بلل او کله به یې هم ویل چې د طالبانو پر وړاندې به اقدام کوي) دې قناعت ته ورسېده چې طالبان د ستونزې اصلي زړی وګڼي.

له بلې خوا طالبان او د دوی بهرني ملاتړي په دې نظر وو چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو به دغه ډله په دې بریالۍ شي چې ډېرې سیمې لاندې کړي. اما د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو په اوږدو کې سربېره پر دې چې طالبانو خپل فعالیت پراخ کړ، ملاتړو یې زیات امکانات په واک کې ورکړل، د جګړې سیمې زیاتې شوې، د جګړې تکتیک له ګوریلايي څخه مخامخ ته بدل شو؛ بیا هم طالبان او بهرني ملاتړي یې په دې بریالي نشول چې خپلو موخو ته ورسېږي.

له افغان حکومت سربېره، داعش د وسله والو طالبانو پر وړاندې د یوه باالفعل خطر په توګه میدان ته راودانګل. په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) حضور د دې باعث شو څو د منځنۍ کچې زیات شمېر طالب قوماندانان او د جګړې مشران له دغې ډلې سره یوځای شي.

دغه کار له یوې خوا د داعش د جغرافیا پراختیا او له بلې خوا د طالبانو پر وړاندې د اسلامي دولت جنګیالیو د جدي غبرګون، نښتو او وژنو لامل شو.

له یوې خوا د کورنۍ، سیمه‌ییزې او نړيوالې اجماع موجودیت او له بلې خوا په جګړه کې د افغان ځواکونو برلاسي، د سولې د کليدي عناصرو په توګه پېژندل کېږي؛ خو د اسلامي دولت ډلې ظهور او د طالبانو خپلمنځني شخړې هم د هغو عواملو په توګه یادېږي چې د طالبانو د کمزوري کېدو او د سولې خبرو ته د دوی د لېوالتیا لامل شوي دي.

د جګړې شدت

که څه هم ۱۳۹۴ کال تر ټولو خونړی کال بلل کېږي؛ اما باور دا دی چې په راتلونکې کال کې به هم جګړه دوام مومي.

د افغان حکومت ټینګار دا دی چې د سولې له خبرو سره جوخت به جګړه هم دوام لري او هغه ډلې او افراد چې د سولې له خبرو سره نه یوځای کېږي، په ټول شدت سره به ځپل کېږي. له بلې خوا د ملي دفاع وزارت ویلي، په روان پسرلي کې به د جګړې تکتیک له دفاعي حالت څخه تعرضي ته بدلېږي.

بل لور ته وسله والو طالبانو د نورو کلونو خلاف د روان کال په ژمي کې جګړې ته دوام ورکړ چې تر ډېره حده په جګړه کې د برلاسۍ په موخه و، اما طالبان له ټولو هڅو سره خپلو اساسي موخو ته ونه رسېدل.

اوس مهال چې د مارچ لومړۍ اونۍ د مخامخ خبرو پیل لپاره ټاکل شوې، باور دا دی چې د دغو خبرو له پیل سره جوخت به جګړه هم شدت ومومي. ځکه طالبان له خپلو پخوانیو غوښتنو او برم (په ټول افغانستان د طالبانو واکمني) غورځېدلي او اوس مهال د امتیاز په لټه کې دي. د طالبانو هڅه به دا وي چې د جګړې شدت له لارې زیاتې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي، څو له دې لارې د سولې په خبرو کې زیات امتیاز خپل کړي. د دوی پر وړاندې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو خپله آمادګي ښودلې او د جګړې د تکتیک بدلون؛ د دغه چمتووالي پیل دی.

د دواړو لوریو لخوا جګړې ته چمتووالی، د جګړې د شدت تر ټولو لوی عامل ګڼل کېدای شي، خو دغه شدت به لنډمهال وي او د سولې خبرو کې له پرمختګ سره به جګړه هم سړه شي چې پایله یې د اوربند اعلان کېدای شي.

پایله

د سولې لپاره ټول ظروف برابر دي. سربیره پر دې چې په کور دننه اجماع موجوده ده، د سیمې او نړۍ مهمو هېوادونو ترمنځ هم همغږي رامنځته شوې ده. له بلې خوا پر وسله والو طالبانو فشارونه زیات شوي. د پاکستان له سیاسي فشار او د افغانستان له پوځي فشار ورهاخوا؛ طالبان له یوه بل دښمن (داعش) سره هم مخ دي. بل لور ته طالبان د هرې ورځې په تېرېدو له انشعاب سره مخ دي چې په نږدې راتلونکې کې د دغې ډلې د بشپړې تجزیې لامل کېدای شي. د همدغو ټکیو په پام کې نیولو؛ طالبان له سولې پرته بله لار نه لري. له همدې امله ده چې د قطر دفتر ویاند که څه هم ویلي چې د څلور اړخیزې غونډې له وروستیو پرېکړو رسما نه دي خبر؛ خو په هېواد کې د سولې او ټیکاو راوستلو لپاره، له سیاسي بهیر څخه ملاتړ کوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Views: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.