ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
9 Apr 2016 - 11:51
author avatar
9 Apr 2016 - 11:51

جګړې، کړکیچونه او شخړې ټولنې له هر اړخه ځپي او له ستونزو سره یې مخ کوي. جګړه د یوې ټولنې نه یوازې دا چې د پراختیا او پرمختګ مخه ډب کوي، بلکې د ټولنې ټولنیز جوړښتونه، کلتور، انساني کړه وړه او د ژوند کولو په طریقو باندې هم منفي اغېزې کوي. هغه ټولنې چې له جګړو او شخړو څخه راوځي، او له جګړې وروسته هم د جګړې میراث، چې د ډلو ترمنځ شخړې، په ټولنه کې تاوتریخوالی او نه زغم دی، له ځان سره لیږدوي. د جګړو له میراثه د خلاصون یوه اړینه لار ټولنه د تاوتریخوالي، نه زغم او زورواکۍ له کلتور څخه خلاصول او په ټولنه کې د سولې د کلتور دودول دي. د سولې کلتور رواجول له کړکيچه وروسته او جنګ ځپلو ټولنو لپاره له ټولو یو بنسټیز خوځښت دی چې پر مټ یې ټولنه د بې ثباتۍ، ناقانونه کړنو او یو د بل پرضد له زوره د کار اخیستو پرځای د زغم له کلتور سره اشنا کیږي. مشاجره د خبرو او منطق له لارې کوي او د ټولنې وګړي که څه هم یو له بل سره ژبنی‎، توکمیز، سمیه ییز او سیاسي توپير لري خو بیا هم په سوله ییزه فضا کې یو له بل سره ګډ ژوند کوي.

انساني ټولنې په تیرو څلورو لسیزو کې د خپل تاریخ له خونړیو دورو څخه یوه دوره تجربه کړې ده. په تېره لسیزه کې د نړۍ په کابو ۲۷ هېوادونو کې خونړۍ جګړې راونې وې چې له هغو څخه ډیرې یې لا هم روانې دي. د روانو جګړو او شخړو له کبله انساني ټولنه له ترهګرۍ او ویرې سره لاس او ګریوان ده. انساني فکرونه د جګړو د اغیزې له کبله د زغم د ځواک له لاسه ورکولو په حال کې دي او انسانان د ځان ساتنې په پلمه په سیمه ییزو، توکمیزو او آن مذهبي ډلو پورې د تړلو په لټه کې دي. دا چې انساني ټولنه د جګړو له کبله د سوله ییز ژوند څخه د لرې والي په لور روانه ده، پوهان د سولې د کلتور رواجولو او پراخولو په هلو ځلو بوخت دي.

د سولې د کلتور د پراختیا لپاره په نړیواله کچه خورا اغیزمنې هلې ځلې ترسترګو کیږي. له کړکېچ څخه د خلاصون او د سولې راوستنې څانګې پوهانو په نوي یمه لسیزه کې د سولې د کلتور پراخولو په موخه ډیر علمي کارونه کړي او په دې اړه یې خورا ارزښتناک اثار له جګړو سره لاس او ګریوان ټولنو ته د کار اخیستنې لپاره وړاندې کړي دي. د دغو پوهانو د هلو ځلو له کبله د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د یوه پرېکړه لیک په تايیدولو سره د سولې د کلتور د پراختیا په اړه غړو هیوادونو ته په دې اړه د جدي کار کولو سپارښتنه هم کړې ده.

افغانستان چې د جګړو له اوږد مهاله بهیر سره لاس او ګریوان پاتې شوی دی،  جګړې، د ټیکاو نه شتون او د بېلابېلو ډلو ځان غوښتنې په ډیرې بې رحمۍ سره ځپلی دی. د جنګ دغه بهیر چې په لومړي سر کې له بهرنيو یرغلګرسره د مبارزې تر نامه لاندې پیل او وروسته بیا په کورنیو جګړو بدل شو،  تر ډیره بریده یې سیمه ییزه، ژبنۍ او توکمیزه بڼه خپله کړه، د افغانستان ټولنیز جوړښت ته یې ژور ګوزارونه ورکړل. له دې سره دغو جګړو د ټولنې د وګړو په روان باندې هم ډیر ژورمنفي اغېز درلودلی دی چې په پایله کې يې ټولنه د تاوتریخوالي ښکار ګرځیدلې، د زغم کلتور ډیر کمزوری شوی او زورواکي واکمنه شوې ده.

لکه له جګړې وروسته د هرې بلې ټولنې، افغانستان هم اړ دی چې په ټولنه کې د سولې د کلتور د ودې لپاره کار وکړي. افغان ټولنه اړتیا لري چې د جګړې د کلونو تاوتریخوالي شاته پریږدي، مخ ته وګوري، په دې موخه د ټولنې هغه برخې چې د جګړو له کبله یې خپل جوړښت له لاسه ورکړى بیا کوشیر کړي، له تاوتریخوالي سره عملي مبارزه پیل کړي، د له منځه وړلو لپاره یې ګډ کار وکړي او د سوله ییز ژوند لپاره باید هلې ځلې وشي.

په داسې حال کې چې زموږ ټولنه د سولې کلتور ته له هر چا ډیره اړتیا لري، نه یوازې دا چې د سولې د کلتور د پراختیا لپاره هغه اندازه کار چې په کار و نه دی شوی، بلکې په ټولنه کې د تاوتریخوالي، نه زغم، زورواکۍ او له زور څخه د کار اخیستنې د دودولو لپاره په مخامخ او یا هم غیر مستقیمه توګه کار روان دی.

د تاوتریخوالي د کلتور په خپرولو کې په ځانګړي ډول افغان رسنۍ له ټولو مخکې لیدل کیږي. په تلوېزیوني خپرونو کې هغه ډرامې او فلمونه ټولنې ته وړاندې کیږي چې په عملي بڼه تاوتریخوالی او جګړې په کې ښودل کیږي. بده یې لا دا چې په دغو ډرامو کې جګړه ماره ډله بیا د ایډیال او اتل په توګه وړاندې کیږي. بله خوا په خبري رسنیو کې له تاوتریخوالي ډک انځورونه او ویډیوګانې پرته له کوم سانسور خپریږي چې په پاى کې یې ټولنه له تاوتریخوالي او وینې تویدنې سره خورا عادي کیږي او په رواني ډول دا یو نورمال حالت ورته ښکاري.

بلخوا په ټولنه کې په ازادانه ډول د وسلو ګرځونه او د زورواکو لخوا په عامه ځایونو کې د زور او ځواک ننداره هم په ټولنه کې د تاوتریخوالي د پراختیا لامل ګرځي. په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د سولې کلتور د نه خپراوي له کبله او په ټولنه کې د توندو کړو وړو د اغېز له امله نوی نسل هم د زور او ځواک څخه په کار اخیستنې باندې باوري دی. په ټولنیزو شبکو کې، د څار د نشتون له کبله، ترخه برخوردونه او له شخړو ډکې اړیکې هم افغان ټولنه د سولې له کلتوره لرې کوي او د جګړو او شخړو د درشل پر لور یې ورټیل وهي. او د سیاسي ټیکاو نه شتون دغه اور ته خاشاک برابروي.

د دې لپاره چې له افغانستان څخه د جګړو، زور زیاتي او تاوتریخوالي کلتور وایستل شي او د سولې کلتور ته د غوړیدو زمینه برابره شي، اړینه ده چې یوه پراخه او هر اړخیزه مبارزه پیل شي. دغه مبارزه باید د حکومت لخوا رهبري شي او د ټولنې هره برخه باید ګډون په کې وکړي. په دغې مبارزې کې د رسنیو، دیني عالمانو، مدني ټولنو، سیاسي مشرانو، ډلو او د ټولنې د پيژندل شویو څېرو ګډون اړین دی.

په افغانستان کې د سولې کلتور د پراختیا لپاره لومړی او له ټولو مخکې د هغو ټکو پېژندل په کار دي چې په ټولنه کې د وګړو د وېش لامل دي. د بېلګې په توګه دا اوس مهال افغان ټولنه د توکم، ژبې، سیمې، سیاسي مخینې او سیاسي تړاو پر بنسټ له وېش سره مخامخ ده. دغه وېش د دې لامل شوی چې په ټولنه کې وګړي او ډلې د خپل پایښت په موخه د نورو زغملو ته چمتو نه دي چې پایله یې د سولې د کلتور د پراختیا مخه نیسي. د دې لپاره چې له دغې ستونزې سره سمه مبارزه شوې وي، اړینه ده چې د ډلو او وګړو ترمنځ خبرو اترو، ناستو او علمي مباحثو ته لاره هواره شي. دا کار به د یو بل پر ضد د مقاومت او جبهې نیونې پرځاى مدني مبارزې ته لار هواره کړاي شي.

له دې سره د سولې په اړه د عامه پوهاوي یو ملي کمپاین ته هم اړتیا ده. د سولې د عامه پوهاوي کمپاین په بېلا بېلو بڼو او ډولونو د نړۍ په ډیرو برخو کې تجربه شوى دی. د سولې په اړه کمپاین باید په ټولنه کې د جومات له منبر څخه پیل شي، د ښوونځۍ په ټولګي کې زده کوونکو ته ورسول شي، د پوهنتونونو په انګړ کې وښودل شي، سیاستوالو او همدا راز د ټولنې هرې برخې ته ورسول شي. د بېلګې په توګه عالمان د اسلامي ښوونو په رڼا کې ټولنې ته د سوله ییز ژوند په اړه لارښوونه کولی شي، رسنۍ داسې خپرونې خپرولی شي چې د سولې په اړتیا باندې ټینګار په کې وي او همدا راز مدني ټولنې په دې اړه ناستې او کنفرانسونه دایرولی شي.

د دې ترڅنګ د ښوونځیو او پوهنتونونو په تعلیمي نصاب کې دې ته اړتیا ده چې د سولې د کلتور په اړه له معلوماتو ډک شي. د ښوونځیو ماشومان او ځوانان په هره اړخیز ډول د سولې له کلتورسره باید اشنا کړل شي. تعلیمي نصاب کې د سولې د کلتور د ودې لپاره کار به د افغانستان راتلوونکي نسلونه اړ کړي چې له جګړو، تاوتریخوالي او کړکېچونو ځان وژغوري او د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي.

همداراز شاعران، لیکوالان او هنرمندان دنده لري چې د سولې د ادبیاتو په برخه کې د کار کولو له لارې د سولې د کلتور د ودې لپاره کار وکړي. د سولې ادبیات په ټولنه کې د مثبت بدلون په اړه فکر زیږوي، له تاوتریخوالي څخه یې د سولې لور ته بیايي او له دې مرستې سره یې د سولې کلتور دودیږي.

په ځانګړي ډول، مدني ټولنې اړ دي چې د هر هغه څه پر ضد ودریږي او مدني خوځښتونه وکړي چې په ټولنه کې د سولې د کلتور د خپریدو مخه نیسي. مدني ټولنې باید په تصویري رسنیو فشار راوړي ترڅو ټولنې ته هغه څه د تلوېزیون پر پرده ښکاره نه کړي چې د سولې د کلتور ضد دي. هېواد ته د هغو توکو د راوړلو مخه دې ونیسي چې ټولنه له تاتریخوالي سره اشنا کوي او پر حکومت دې فشار راوړي چې د سولې د کلتور خپرېدو ته لار هواره کړي. 

حکومت هم باید د سولې د کلتور پراختیا او خپرېدو ته د یوې اوږد مهاله پروسې په سترګه وګوري او په حکومتي  چوکاټ کې په دې موخه اداري جوړښت را منځته کړي. دا جوړښت باید دنده ولري چې د سولې د کلتور د ودې لپاره کار وکړي چې نور جوړښتونه اړ کړي چې په دې اړه پروګرامونه پلي کړي او همدا راز د سولې د کلتور د خپرېدو د هڅو څارنه او ارزونه وکړي.

 په داسې حال کې چې د هیواد ډیری برخې همدا اوس د جنګ په حالت کې دي، د سولې د کلتور خپرول او د تاوتریخوالي د کلتور مخینوی په هیڅ صورت اسانه کار نه دی. په ټولنه کې شته بې باوري بله لویه ننګونه ده، خو افغانستان پرته له دې چې په دې برخه کې کار وکړي بله چاره هم نه لري. د سولې د کلتور په اړه کار که څه هم ډیر ګران او له ننګونو څخه ډک دی، خو په اخلاص کار کول به افغانستان له روانو شخړو خلاص او یوه داسې حالت ته برابر کړي، چې زغم به د زور، بحث به د تاوتریخوالي او د یوه بل منل به د ځان غوښتنې ځاى ونیسي. هر کار له پیله مخکې ګران وي خو ډیری کارونه بیا داسې وي چې نه کول یې د یو وجود شتون له خطر سره مخامخ کوي. افغانستان د سولې کلتور له کارولو څخه پرته له اوسنیو ننګونو، شخړو، کړکېچونو او جګړو خلاصون نه شي موندلی.

 

 يادونه : دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.