ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
20 Nov 2017 - 19:34
author avatar
20 Nov 2017 - 19:34

دا تل ډېره اړینه ده چې دولتي چارواکي د خپلو کاري تجربو او د سترګو د لیدلوحالات د پېښو په هکله لیکل وکړي. د سپنتا صیب دا کار د تقدیر وړ دی چې خپل نوی کتاب یې، سیاست افغانستان؛ روایتی از دورن، ولیکه. هيله ده چې د کرزي صیب د ټیم نور غړي هم داسې واقعبینانه او په زړه پورې لیکنې وکړي. کرزی صیب او په خاصه توګه د ملي امنیت د شورا ټول غړي باید د دغه وخت د سترګو لیدلو حالاتو او پېښو په هلکه لیکنې وکړي ترڅو افغانان د دغه دور د ټولو پېښو اوټولو لوبغاړو په هکله عادلانه او منصفانه قضاوت وکړاى شي.

په ۲۰۱۲م کال کې د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د Ottawa Dialogue په نوم Track Two  غیر رسمي غونډه کابل کې وه او د غونډې په اخره کې جناب کرزي صیب د چاپو لپاره د دغې غونډې ټول ګډون کوونکي مېلمانه کړي و. ډاکتر صیب عبدالله عبدالله چې هم د دغه کنفراسن ګډونکى و، ونه غوښتل چې ارګ ته لاړشي، خو د کنفرانس نور ټول ګډون کوونکي زما په شمول ارګ ته لاړو. ما د خپل دفتر له خوا د دغه کنفرانس کوربه توب کاوه، نو کرزي صیب ما ته مخ راواړوه چې ډاکتر صیب عبدالله ته مو خبر ورکړى و که نه؟ ما ورته وویل هو اما دا مې ورته ونه ویل چې هغه نه غوښتل چې ارګ ته راشي. د ارګ په دغه ناسته کې سپنتا صیب، ډاکتر صیب زلمي رسول، د ملي دفاع وزیر جنرال رحیم وردګ، انجینرمحمد ابراهیم سپين زاده، ډاکترسیما ثمر، ډاکتر یوسف نورستاني، محمد عمر داودزي صیب او علي احمد جلالي صیب هم برخه درلوده. د دی خبره یاودنه اړینه ده چې د هند او پاکستان په پلاوو کې په کابل کې د دواړو هېوادونو برحاله سفیران،  د ای اس ای دوه پخواني جنرالان، د هند د استخباراتو دوه پخواني مشران او هم د دواړو هېوادونود بهرنیو چارو د وزارتونو پخواني دوه مهم فارن سکرتریز یا له  ټولو نه لوړ پوړي دیپلوماتانو هم برخه درلوده.

دا چې په کنفرانس کې د هند او پاکستان ګډونوال میلمانه و، نو دوی له کرزي صیب سره نږدي کېناستل او موږ د ګلخانې ماڼې د سالون په اخري برخه کې کېناستوچې  له ماسره نږدې سپنتا صیب، ډاکتر صیب زلمى رسول، ډاکتر صیب نورستانى او ډاکترصاحبه سیما ثمر، ناست وو. دا هغه وخت و چې د کرزي صیب موډ د امریکا پر  وړاند بدل شوی و. کرزي صیب د همیشه په توګه د ګرمې ستړي مشي نه وروسته چې خدای مو راوله، وویل چې د دې غونډې تابیا چې هرچا کړې وي، ډېر ښه کار مو کړى دی او دا به ډېره ښه وي چې د سهار چای په کابل، د غرمې ډوډۍ په لاهور او د ماښام ډوډۍ په ډیلي کې سره وخورو. د هند د هیئت مشر ورته وویل چې هو! دا خبره د هند صدراعظم من موهانسنګ هم کړې وه یعنې دا ستا خبره نه ده.

کرزي صیب بیا وویل چې د افغانستان خلک د هند او پاکستان  له خلکو سره خاصه مینه لري او افغانان هندي او پاکستاني فلمونه ډېر زیات ګوري او بیا کرزي صیب د پاکستان او هند د فلمونو د مشهورو لوبغاړو نومونه واخيستل چې شاید د هند او پاکستان د هیئتونو زیاتو غړو ته به هم د هغوى د نومونو پته نه وه. کله چې کرزى صیب پوه شو چې د دې کنفرانس یوه برخه د امریکا د ملي دفاع پوهنتون او زیاته برخه د ډنمارک هېواد له خوا ورکړل شوې ده، نو سمدستي یې د هند او پاکستان هیئتونو ته مخ ور واړوه او ويې ویل چې تاسې باید په امریکایانو هېڅ اعتماد ونه کړئ او دوی په دې سیمه کې خاصه اجنډا لري، خو څه وکړم چې زما کابینه له ماسره ملګرې نه ده که نه ما به ډېر څه ویلي واى.

زموږ یو ساعته مجلس په همدې خبرو تېر شو. کرزي صیب دې مجلس ته هېڅ ډول تیاری نه درلوده او نه د ده د کابینې او دفتر ناستو غړو د دغه کنفرانس په اړوند هغه ته پوره معلومات ورکړي و. په داسې غوڼدو کې تل د یو ملک مشر باید مشخص پيغامونه ورکړي، ځکه د هغو ملکونو پخواني مهم دولتي چارواکي زموږ د ملک د دولتي چارواکو په څېر نه دي چې کله له حکومت څخه لري شي، بیا د حکومت پرضد او هم د ملي منافعو پرضد چې څه یې په خوله راځي هغه وایي او ولیکي.

دوی له خپلو حکومتونو سره اړیکې لري او هرکله چې داسې مهمو غونډو او کنفرانسونو ته ځي، د خپل ملک له موجوده چارواکو سره ګوري او د هغوى د پالیسیو استازولي کوي او بېرته خپل چارواکي د کنفرانس او غونډو له بحثونو نه خبروي. د کرزي صیب پيغام دغو پلاوو ته دا و چې موږ هېڅ اجنډا نه لرو، په حکومت کې د حکومت مشر او کابینې ترمنځ اختلاف دی او له امریکا سره هم جوړ نه یو. نوره ستاسې خوښه چې د افغانستان په هکله څه فکر کوئ.

د خبرو په منځ کې چې سپنتا صیب زما په خوا کې ناست و نو راته یې وویل چې ای چه میگه یعنې دی څه وایي؟ ما ورته وویل چې تاسې یې د کابینې مهم غړي یاست، زه خو په حکومت کې نه یم. تاسې ورته ووایئ چې داسې خبرې داسې مهم هیئتونو ته ښې نه دي.

ما بیا وروسته سپنتا صیب ته وویل چې زما په اند، تاسې د دغه حکومت په ټولو ښو او بدو کې مستقیم رول لرئ. که تاسې د کرزي صیب له پالیسو سره موافق نه یاست او پوهیږم چې په زړه کې هم ورسره موافق نه یئ، نو ښه دا ده چې استعفا ورکړې ترڅو کرزى صیب هم پوه شي چې ډېرى کسان  له  دې پالیسیو نه ملاتړ نه کوي. ترڅو چې تاسې په حکومت کې یاست، د هغه د هرې خبرې لپاره شاهدي ورکوئ او سر  ورسره خوځوئ، دا د دې معنا لري چې تاسې د کرزي صیب د حکومت  له  ټولو پالیسیوسره موافق او ملاتړ یې کوئ او په حقیقت کې دا  له کرزي صیب سره ، د افغانستان  له حکومت او خلکو سره جفا ده. یا په سیاسیي اصطلاح هیپوکراسي یا دوه مخیتوب اوسؤ استفاده ده.
زما په اند معین، وزیر، والي اویا د نورو مهمو څوکیو دولتي کارکوونکي د عادي مامورینو په شان نه دي چې يوازې د یو څو افغانیو معاش او یا د نورو امتیازاتو په خاطر په دولت کې دندې اجرا کړي. که دوی د حکومت له  پالیسیو سره موافق نه وي، باید استعفا ورکړي او هغه هم په ډاګه ووایي چې دوی د حکومت له  دغو او هغو مشخصو پالیسیو سره موافق نه دي او نه شي کولى چې خپلې دندې په سمه توګه اجرا کړي، ځکه دا د دوی ملي، ایماني او وجداني مسوولیت دی. زما په اند سپنتا صیب په خپل وخت کې خپله ایماني او ملي مسوولیت سم نه دی ادا کړى او اوس هم زیاتې غرمې د کرزي صیب او  له  خپلو همدغه ملګرو سره چې ده یې په کتاب کې یادونه کړې ده، یو ځای د کرزي صیب په کور کې تېروي.
په حقیقت کې که له یوې خوا د سپنتا صیب لیکنه واقعیت لري خو له بله پلوه، په خپل ځان، په خپلو ملګرو او په خپل مشرملنډې وهل دي. د سپنتا صیب لیکنه ډېره ښه لیکنه ده چې د کرزي صیب د ریشخندي دورې یوه برخه یې ښه په مد او شد لیکلې ده. بیا هم د دغه کتاب لیکل او لوستل مهم دي. په دري ژبه کې متل دی چې وایي سیر و پودینه اش کشید یعنې د اوږې او نعنا په شان یې ښه بوی وکړ نو سپنتا صیب هم د خپل ځان او هم د کرزي صیب د دورې د مشرانوټولو سیر او پودینه خپره کړه.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

شاه محمود میاخېل په ١٣٣٧ لمريز کال په کونړ کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې په افغانستان او پاکستان کې د ماسټرۍ تر کچې رسولې دي. نوموړي د امريکا له مشهورو پوهنتونونو Stanford Harvard او NDU څخه د ښې حکومتولۍ، د قانون د حاکميت او رهبرۍ په برخه کې فيلوشيپونه ترلاسه او زده کړې يې کړې دي. مياخېل د کورنيو چارو وزارت د مرستيال، د ملګرو ملتونو سلاکار، د بلجيم د کمېټې مرستيال او د امريکا غږ خبريال په توګه دندې ترسره کړي او اوس په افغانستان کې د متحده ايالاتو د سولې د انسټيټيوټ مشر دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.