ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لکه څنګه چې په افغانستان کې امنیتي ګواښونه او ننګونې ګڼې دي نو همداسې اړتیا لیدل کېږي چې پر وړاندې یې د مبارزې لپاره له ګڼو نوو تاکتیکونو او جوړښتونو څخه ګټه واخیستل شي. د همدغه ضرورت پر اساس افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امنيتي ځواکونو په چوکاټ کې د محلي اردو د جوړولو امر وکړ چې له نورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه به د سیمو د امنیت د تامین په برخه کې ګټه اخیستل کېږي.

د اړوند فرمان له مخې چې د محلي اردو د جوړېدو په اړه ولسمشر محمد اشرف غني ورکړی و، سپارښتنه شوې وه چې په دغه چوکاټ کې دې 36زره سرتېري وګوماري. دا تجربه وروسته له هغه کېږي چې موږ له ځان سره د محلي پولیسو او همدا ډول د وسله والو طالبانو خلاف د ځايي اوسېدونکو وسله وال پاڅونونو ښې او بدې خاطرې یاد لرو. پوښتنه دا پیدا کېږي چې د محلي اردو رامنځته کول به د روان وضعیت په ښه کېدو کې کوم رول ولوبوي؟

د دې پوښتنې د ځواب لپاره مهمه ده چې په لومړي سر کې د محلي اردو د ساختار او جوړښت په اړه لنډ معلومات له لوستونکو سره شریک کړم.

د محلي اردو جوړښت څو مرحلې په خپل بر کې ونیسي؛ په لومړۍ مرحله کې به په دوو ټوليو کې ځوانان جذب شي، په دويم پړاو کې به څلور ټولي شي، په درېيمه مرحله کې به د يوه کنډک په شکل اردو برابره شي. دغه اردو به په هغو سيمو کې پر دندو وګومارل شي، چې اړتيا يې وي.

په اول قدم کې به شاوخوا ۳۰۰ ځوانان د محلي اردو په چوکاټ کې په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې روزل کېږي. هغوی به د دندو پر مهال پوره تجهیز او سمبالېږي او د جنګ پر وخت به یې هوايي ځواکونه هم مرسته کوي او له دې وروسته به په ننګرهار کې د محلي اردو یو کنډک هم فعالیت ولري. دوی به منظم تشکیلات ولري او په قول اردو کې به یې ښوونه او روزنه کېږي، تجهیز او سمبالېږي به. اړتیاوو ته په کتو به دوی په ولسوالیو کې ځای پر ځای کېږي او د قول اردو تر څار لاندې به د ترهګرو پر ضد مبارزه کوي.

په محلي اردو کې د دندې لپاره یو لړ ځانګړي شرایط او معیارونه هم په نظر کې نیول شوي چې له کبله یې محلي اردو ته نوره باورمندي هم ورکوي. ټول هغه شرایط او معیارونه چې د ملي اردو په لیکو کې د جلب او جذب لپاره ټاکل شوي د محلي اردو لیکو کې د جلب او جذب لپاره هم په پام کې نیول کېږي.

په محلي اردو کې دندې اخیستو لپاره مهمه ده چې دنده اخیستونکی په بشر ضد او جنايي کړنو تورن نه وي.

همدا ډول د محلي اردو سرتېرو لپاره ټول هغه امتیازات په پام کې نیول شوي کوم چې د ملي اردو سرتېرو ته ورکول کېږي.

د محلي اردو یوه بله تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې د هرې سیمې محلي اردو د هماغې سیمې له سرتېرو جوړېږي؛ یعنې په کومه سیمه کې چې محلي اردو ته اړتیا لیدل کېږي، د هغې سیمې ترخیص شوي د ملي اردو او پولیسو سرتېري غوره کېږي.

د محلي اردو سرتېري به له عملیاتو وروسته د پاکې شوې سیمې ساتنه کوي څو له عملیاتو وروسته بیا ترهګرې ډلې هغې سیمې ته را ستنې نه شي.

محلي اردو به په کشفي برخه کې هم له امنیتي بنسټونو سره مرسته کوي.

د پورته لیکل شوو لنډو معلوماتو په رڼا کې کولای شو چې موږ د محلي اردو د ضرورت او اغېزمنتیا په اړه پرېکړه وکړو. هغه ترخې تجربې چې موږ په ځینو سیمو کې د محلي پولیسو یا وسله والو پاڅون کوونکو درلودې د محلي اردو د ځانګړو معیارونو له امله دلته ځوابېږي. له بده مرغه محلي پولیسو کې د شمول لپاره یوه داسې دقیقه سنجول شوې پروسه نه وه تر لاس لاندې نیول شوې خو له ښه مرغه د محلي اردو جوړښت کې دا اړخ په نظر کې نیول شوی دی.

د محلي اردو په جوړښت کې یوه تر ټولو ښه نکته دا ده چې د هماغې سیمې له سرتېرو جوړېږي، دا چې هغه سرتېري په خپله سیمه کې پوره بلد وي، د خلکو د کلتور او دود دستور باندې پوهېږي، په سیمه کې د خپلو خلکو د افکارو او کړنو په اړه ښه پوره معلومات لري او د قهریه ځواک تر څنګ د محلي او سیمه ییزو اړیکو پر وسیله هم کولای شي پر وضعیت برلاسي شي.

د ترهګرو وسله والو سره دا یوه ښه وسیله وه چې د عملیاتو پر مهال به یې په کلي او کورونو کې ځان پټ کړ او چې کله به د امنیتي ځواکونو عملیات پای ته ورسېدل، له سیمې به ووتل نو وسله والو به بیا ټوپک او وسلې را واخیستل او په هغې سیمه کې به یې ترهګريزو فعالیتونو ته مخه کړه، خو کله چې اوس د عملیاتو وروسته محلي اردو په هغې تصفیه شوې سیمه کې پاتې شي نو وسله وال نه شي کولای چې د خپلو پټن ځایونو بیا هغې سیمه کې ترهګریز فعالیتونه پیل کړي.

دا چې محلي اردو د هماغه محل له خلکو جوړه وي نو د امنيتي ځواکونو او د خلکو ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو کې اساسي نقش او رول لوبولای شي او دا به نور هم د امنيتي او دفاعي ځواکونو او خلکو ترمنځ فاصلې رالنډې کړي.

محلي اردو به ځکه وکولی شي چې د روان وضعیت په ښه کېدو کې نقش ولوبوي چې اکثره سرتېري به یې لا له مخې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې زده کړې او تجربې ترلاسه کړې وي.

ټولو هغه شرایطو او معیارونو ته چې د محلي اردو لپاره په نظر کې نیول شوي، په کتنې ویلی شو چې د ملي وحدت حکومت په دغه ابتکار سره به له لرو پرتو سیمو کډه شوی امنیت بېرته راشي چې دا به د حکومت د حاکمیت ساحه نوره هم پراخه کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.