ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
1 Sep 2015 - 15:01
author avatar
1 Sep 2015 - 15:01

د سړې جګړې له پای ته رسېدو سره سم د جګړې بریالي اړخ هڅه وکړه چې د خپل لید پر اساس نړيوال نظم رامنځته کړي. که څه هم د دغه نظم رامنځته کول او عملي کول له ستونزو او خنډونو سره مخ و؛ خو په پایله کې یې د نړيوالتوب پر لور پرمختګ وشو؛ دغه پرمختګ د دې لامل شو څو نړۍ د یوه کلي حیثیت خپل کړي چې د هر یوه هېواد فعالیتونه، کړنې، او تعامل پر نورو هېوادونو اغېز لري.

په دې لړ کې سیمه او سیمه ییزې همکارۍ هغه څه دي؛ سربېره پر دې چې د یوې مشخصې سیمې پر هېوادونو اغېز ښندي، تعاملاتو ته یې بدلون ورکوي، راشه درشه زیاتوي او د همکارۍ د پراختیا لامل کېږي. د نړۍ پر نورو هېوادونو هم خپل اغېز لري؛ همدا اغېز، تعامل او د همکارۍ پراختیا ده چې له نړيوالو بین ‌الحکومتي سازمانونو څخه وروسته سیمه ییز سازمانونه هم رامنځته شول چې یوازې د سیمې په کچه موخې څاري. له سازمانونو ورها خوا د سیمې هېوادونو د استازو تر منځ غونډې، خبرې او اړیکې هغه څه دي چې کولای شي د سیمه ییزو ستونزو حل په برخه کې اغېزمن پرېوځي.

زموږ د سیمې په کچه افغانستان هغه یوازېنی هېواد دی چې د ترهګرو او وسله والو مخالفینو له باالفعل ګواښ سره مخ دی خو دېته په پام سره چې دغه ګواښ او په افغانستان کې شته امنیتي ستونزې نورو هېوادونو ته هم سرایت کولای شي، د سیمې هېوادونه د افغانستان له امنیتي وضعیت څخه اندېښمن دي، له همدې امله به وي چې په راتلونکو څو ورځو کې به افغانستان د سیمې هېوادونو د دفاع وزیرانو کوربه وي څو پر افغانستان سربېره پر سیمه ییزو ستونزو خبرې وکړي.

افغان چارواکو یادونه کړې، د سیمې هېوادونو د دفاع وزیرانو په جوړېدونکې غونډه کې به له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وشي.

افغانستان، د ترهګرو مرکز؟!

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هغه مهال چې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن افغانستان ته راغی، هڅه دا وشوه چې افغانستان د نړيوال جهاد (!) مرکز و اوسي، له همدې امله د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده جنګیالي پر افغانستان رامات شول چې پایله یې د سپټمبر ۱۱مې پېښه او له هغې وروسته د طالبانو د رژيم نسکورېدل و.

خو له ۲۰۰۴ کال وروسته یو ځل بیا هڅې روانې شوې، څو طالبان پياوړي او افغانستان د دویم ځل لپاره د ترهګرۍ پر مرکز بدل کړي. د تېرو ۱۳ کلونو په اوږدو کې په افغانستان کې ناامنۍ زیاتې شوې او له ۲۰۱۴ کال وروسته هڅه دا وه چې افغانستان د طالبانو تر څنګ د نړيوالو ترهګرو لپاره خوندي ځای و اوسي. په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ عملیات، د داعش راڅرګندېدل او د استخباراتي کړیو نیابتي جګړې په همدې لړ کې بلل کېږي. خو تر دې دمه ترهګر او ملاتړي یې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي. افغان چارواکي د دغو ډلو موخې پر مشخصو ولایتونو د وسله والو طالبانو او ترهګرو کنټرول، واک او پراخ نفوذ په ګوته کړی چې ظاهراً شمېر یې ۸ ولایتونو ته رسېږي.

د سیمه ییزې همکارۍ اړتیا:

ترهګري د سیمې لپاره ګډ ګواښ بلل شوی؛ د ګډ ګواښ د له منځه وړو لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا ده، د همدې اړتیا پر اساس ولسمشر د روسیې په اوفا ښار کې د شانګهای او برېکس غونډو کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ. د سیمې هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه چې په نږدې راتلونکي کې به جوړه شي، د دې همکارۍ څرنګوالی په ډاګه کوي.

دا یادونه ضروري ده چې د سیمې هېوادونو وروسته له هغه ګډې مبارزې ته زړه ښه کړی چې دوی ته هم ګواښ متوجه شو؛ ظاهراً دغه ګواښ د اسلامي دولت ډلې په بڼه څرګند شوی چې پولې نه پېژني، ټولو مسایلو ته د تورو او سپینو عینکو له شا ګوري او هڅه یې دا ده چې ټولې نړۍ ته د خپلې خوښې وړ اسلام صادر کړي چې په پایله کې به یې د اسلامي دولت ډلې د خوښې او لیدلوري پر بنسټ نظام هم راتلونکی وي.

له دې امله چې پر طالبانو سربېره داعش په افغانستان کې فعالیت لري، نو د کابل لپاره بالفعل ګواښ دی؛ اما د ګاونډیو او سیمې هېوادونو لپاره باالقوه ګواښ شمېرل کېږي. دا وېره موجوده ده چې هره شېبه دغه باالقوه ګواښ پر باالفعل ګواښ بدلېدونکی دی چې له مخنیوي پرته یې بله چاره نه لیدل کېږي.

اساسي ستونزې:

د کابل ټوله هڅه دا ده چې د ترهګرۍ او افراطي بنسټ پالنې پر ضد د سیمې هېوادونه منسجم کړي؛ د انسجام په پایله کې دا امکان ترلاسه کېدای شي چې دغه هېوادونه دې له افغانستان سره مرستې او په افغانستان کې د ترهګرو ځپلو ته راودانګي، خو ستونزې پر ځای دي او شته ستونزو ته په کتو سره دغه همکارۍ اسانه نه برېښي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې تر ټولو اساسي ستونزه پاکستان دی؛ د پاکستان د لاسوهنو او هڅو له امله ده چې په افغانستان کې مخالفتونو زور اخیستی او مشخصو ډلو ظهور کړی دی، لږ تر لږه پاکستان د خپلو لنډمهاله ګټو لپاره نه غواړي په رښتیني توګه له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، د صداقت د نشتوالي په پایله کې ده چې دغه مبارزه ټکنۍ ده.

خو په وروستیو کې پر پاکستان فشارونه زیات شوي؛ د امریکا کانګرېس پرې کلنۍ یو میلیارد ډالري مرستې له دې امله بندې کړې چې د حقاني شبکې پر ضد یې اقدام نه دی کړی او په یوه وروستي بدلون کې پر پاکستان فشار زیات شوی څو د کشمیر د بېلتون غوښتونکو له ملاتړ څخه لاس پر سر شي. امریکا خبرداری ورکړی که پاکستان د کشمیر له بېلتون غوښتونکو او کشمیري جنګیالیو له ملاتړ څخه لاس پر سر نه شي او د هند پر وړاندې ورانکاره فعالیتونه ونه دروي، د واشنګټن له خوا به له ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه معرفي شي.

په افغانستان کې د پاکستان پراخې لاسوهنې د دې باعث شوې چې له ایران څخه د خلکو پام را واوړي؛ د تېرو کلونو په اوږدو کې پر ایران دا تور پورې و او لا هم پر خپل ځای دی چې د افغان دولت له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي، پيسې ورکوي، وسلې ورکوي او ان د ایران په خاوره کې د روزنځایونو موجودیت په اړه هم څرګندونې شوې دي. خو له مخالفینو د ایران د ملاتړ لامل په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت په ګوته شوی دی.

د ایران او ۵+۱ هېوادونو تر منځ وروستۍ هوکړې او پر ایران د بندیزونو لرې کولو ته په کتو، له افغانستان سره د دغه هېواد په چلند کې بدلون راتلای شي چې د یو شمېر کتونکو په باور دغه بدلون رامنځته شوی هم دی.

له ایران او پاکستان ورهاخوا د یو شمېر هېوادونو استخباراتي لوبې هغه څه دي چې کولای شي د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ټکنۍ کړي.

پایله:

په مجموعي توګه د سیمې هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډه کولای شي د سیمې په کچه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همغږي رامنځته کړي. خو له همغږۍ ورهاخوا ستونزې هم شته دي. د ستونزو هواري په موخه نړیوال تضمین ته اړتیا ده. لا جوته نه ده چې نړيوال به دا شان تضمین ورکولای شي او که نه؛ خو پر پاکستان د فشارونو زیاتوالی دا زمینه برابروي څو له ترهګرۍ سره مبارزه نوي پړاو ته دننه شي چې پایلې به یې د افغانستان تر څنګ د سیمې لپاره هم ګټورې او مثبتې وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

محمد عیسی مومند په ۱۳۶۶ لمريز کال کې په ننګرهار کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې یې د ننګرهار په عالي لېسه او ثانوني هغه یې په حبیبیه لېسه کې پای ته رسولې دي. نوموړى ۱۳۸۸ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له يوهنځي فارغ شوی دی. مومند په یوه خصوصي څېړنیز مرکز کې د تحلیلګر په توګه دنده ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.