ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
8 Aug 2019 - 12:12
author avatar
8 Aug 2019 - 12:12

سړی اړ شي چې د تیږې ځواب په تیږه ورکړي. موږ کلونه کلونه د ځشنو سیاستونو قرباني یو. نه مو ګناه معلومه ده او نه مو د مرګ عامل. هره ورځ مو جګړه نوې نوې رنګ اخلي، نوی نوی دم اخلي، نوی نوی نوم اخلي او نوی نوی قیمت ورکوو. په افغان جګړه کې د پاکستان له ویجاړونکې نقش نه هیڅوک هم سترګې نشې پټولی. نه یواځې یو شمیر امریکایان او اروپایان د افغان کشالې تر شا یو لامل پاکستان بلي، ډېر شمیر پاکستان هم اوس په خپلو بدیو اعتراف کوي او وایې چې نور مو د ستراتیژیک عمق ستراتیژي پریښودی ده مګر لا اوس هم افغان ملت د پاکستان د هرې ربړې د قربانۍ ګډوری دی.‌

غښتلی او باثباته افغانستان د سیمې په ګټه دی. د جنوبي او مرکزي اسیا تر منځ د ۲۵۰ کلونو راهیسې ولاړه سوداګري چې پاکستان به ترې سود وړي، د سولییز افغانستان پرته ممکن نه دی مګر بیا هم افغانستان د پاکستاني ګټو په لار کې قدم په قدم قرباني ورکوي.‌

عمران خان واشنګټن ته په خپل وروستي سفر کې افغانستان ورور هېواد یاد کړ او زیاته یې کړه چې موږ اوس پوهیدلی یو چې جوړ افغانستان زموږ په ګټه هم دی، مګر تیره ورځ د تش په نوم شریف خاندان غړې شهباز شریف په ډېره سپین سترګۍ د کشمیر کشاله په کابل پورې وتړله.

د پارلمان او سنا په ګډه ناسته کې مې د شهباز خبرې اوریدلی. ورته حیران وم. د دې لپاره نه چې ګواکې علمې غږیده بلکې د دې لپاره چې نومړي په افغانستان کې روانه جګړه ځکه منطقې ګڼله، ځکه چې په کشمیر کې هندوستان مداخله کوي.‌

کشمیر مسله جدا او افغان مسله جدا ده.‌ د جګړې فکتورنه بیل او عاملین بیل دی. افغان سوله په حساس پړاو کې ده. پاکستان تلاش کوي چې له امریکا باج واخلي. نوموړي پوهیږي چې امریکا د خپل حیثیت د جوړولو لپاره هر قیمت ته چمتو ده مګر دا چې امریکا دې د افغان سولې په بدل کې کشمیر پاکستان ته حواله کړي، ما لیکوال ته ناشوني ښکارې.

نرندرا مودي او هندوستان د خپل هېواد لپاره ځانګړې تعریف لري.‌ بې حده لوی هېواد دی. اوس د چین او روس سره په نظامي او اقتصادي برخه کې سیالي کوي.‌ امریکا سره یې د ملګرتوب کرښې معلومي دي. هندوستان څه افغانستان نه دی چې د جان کیرې په منځګړېتوب جوړشوی وي او نه د کیله جمهوریتونو کوم هیواد دی چې د سوال لاس یې امریکا ته غځیدلی وي.‌ هند کشمیر د خپل حیثیت برخه ګڼي او پاکستان یې خپل ملکیت. د کشمیر مسله باید حل کړای شي. موږ افغانان په یوه غږ د فلسطین د کشالې تر څنګ د کشمیر مسلې ته هم منطقې حل غواړو ځکه موږ پوهیږو چې د جګړې قیمت څه وي؟ وطن ورانیدل څه وي؟ هره ورځ جنازې پورته کول څه وي؟‌او هیله لرو چې هندوستان او پاکستان خپله مسله حل کړي مګر دا چې د کشمیر مسله نه حل کیدل په کابل پورې تړې، دا لویه جفا ده او یا دا چې له امریکا داسې غوښتنه کول چې د امریکا په توان پوره نه ده او د نه پوره کیدو په بدل کې به بیا پاکستان په افغان سوله کې ګټور رول نه اداء کوي، دا له دښمنې پرته بل څه نشي کیدلی.

د جیوتلویزون د حامد میر په پروګرام کې هم د پاکستان د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مشاهد حسین هم کټ مټ همدا خبره یاده کړه چې نشي کیدای په کشمیر کې دې جنګ وي او کابل کې سوله.

زه ځکه تعجب کوم چې څوک څرنګه دومره سپین سترګې کولی شي؟‌ څرنګه څوک دومره په افغان ملت پورې سپکاوی کولی شي؟‌ څرنګه څوک دومره د افغان وینه مباح ګڼلی شي؟‌ دوی څومره ظالم فکر کوي مګر تر هغې بیا د پاکستان د جماعت اسلامي حزب وینا چې کشمیر په کابل پورې تړې، د ډیر تقبیح وړ ده. ځکه دوی ځانته اسلامي وایې.

د شهباز شریف سیاسي خبرې، د مشاهد حسین ټولنیز بحث، د حامد میر رسنیزې کړنې او د جماعت اسلامي د اسلام د شعار لاندې تویټ د کابل په اړه د پاکستان د مختلفو اقشارو دریځ روښانوي.  پاکستان به ګډوډ هیواد وي مګر په یو شمیر مسلو کې او خاصکر هغه مسله چې په کابل پورې تړلی وي، یو واحد دریځ نیسې، ولو که د انسانیت، همسایه توب او اسلامیت خلاف وي.

پاکستان خپلې ګټې پالې مګر افغان حکومت او افغان ملت څه کوي؟‌دلته خو نه مذهب پال او نه وطن پال حزبونه د پاکستان ځواب ووایه؟ نه اسلامي جوړښتونو او نه دیموکراتانو غبرګون وښود؟ نه حکومت، او نه اپوزیسیون غږ پورته کړ؟‌ پارلمان چې د غلا په پسو راغلی، هغوی خو د ویلو لپاره بیخې څه نه لري. مزدورې رسنۍ د پټو پیسو د تر لاسه کولو لپاره خوله پټه ساتې او مدني فعالان، علما، او قومې مشران خو بالکل غږ نه لري. اوس که ملت داسې خاموش وي، بهرنۍ ډیپلوماتیکه دستګاه مو فلج او ډيپلوماتان یا د ښایست، یا د سیاسي معاملې او یا د پیسو په معیار ټاکل شوي وي، هغوی به څرنګه د خپلو وطنې ګټو دفاع وکړي.

پاکستان زموږ په وړاندې د هر ډول ډیپلوماتیک عرف ماتونه کړې ده. هغوی موږ ته ګرم دي مګر تر هغوی په پرتله موږ ته زموږ حکومت ډېر ګرم دی. حکومت هم هغومره پړ دی لکه د شریف خاندان بې شرفه شهباز. که موږ خپل مسولیت اداء کړی وی، ملي ګټې مو په شخصې او ګوندې ګټو پورته ګڼلی وی، پاکستان ته مو د منطق ځواب په خپل وخت ورکړی وی،  کار مو اهل کار ته سپارلی، په غلا او فساد نه وی مصروف شوی نو نن به دا حال نوی.

کشمیر د کابل له مسلې کاملآ جدا او متفاوته مسله ده. لازمه ده چې د بهرنیو چارو وزارت او افغان حکومت په ټوله کې په ملګرو ملتونو، واشنګټن، اسلامي هیوادونو کنفرانس، لندن، جرمني، سعودي، پاکستان، هندوستان، فرانسه او یو شمیر نورو مرکزونو کې د افغان سفیرانو په وسیله اوږده، منطقې او سیستماتیکه لابې د پاکستان د دې دریځ په وړاندې پیل کړي او دا کار باید د اساسې  څار لاندې ونیول شي او وخت پر وخت یې پایلې او اغیز تول ترازو شي.‌‌

موږ باید کابل کې پاکستانی سفیر احضار کړو او د دې ډول بی باکه څرګندونو وضاحت ترې وغواړو. موږ باید د انسانانو په حیث د کشمیر مسلې د منصفانه حل غوښتنه وکړو مګر هیڅکله پاکستانې چارواکو ته دومره ازادې ورنکړو چې زموږ ثبات تر پوښتنې لاندې راولی. حد اقل ډیپلوماتیک مګر موزون، رسمې او منطقې ځواب ورکړو ترڅو په خپله خبره پښیمانه شي.

شریف خاندان دا څرګندونې غیر شرافتمندانه او ناسمې وې. زه یې په وړاندې لیکنیز احتجاج کوم او هیله ده افغان حکومت او ملت هم خپله خپله برخه کار وکړي ترڅو موږ د ملت په هیڅ ګډ او غښتلی دریځ ولرو.‌

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.