ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري ژوندانه د بدلون پیلامه له هغه وخته ده چې توماس ادیسون انګلیسي پنځوونکي امریکا کې په ۱۹۳۱ کال کې  په لومړي ځل د برېښنا په تولید بریالی شو، له هماغه وخته د انسان په ژوندانه کې د بنسټیز بدلون نظریې هم پراختیا وموندله او انسان په دې فکر کې شو چې څنګه کولای شي د ځمکې پرمخ له شته امکاناتو په سمه توګه ګټه پورته کړي.

له هغه وروسته انساني ژوندانه خپله بڼه بدله کړه چې انسان د هغو کارونو په کېدو په اساني سره وتوانېد چې پخوا به یې ډېر درانه کارونه په خپلو اوږو او د څارویو په وسيله تر سره کول نن سبا د هغو بڼې په رښتیا چې ډېر توپیر موندلی ده، الله تعالی د ځمکې پرمخ خورا ډول ډول زېرمې موجودې کړې دي او دا ټول شیان یې د انساني ژوند د ښه والي په موخه پیدا کړي او په خپل پاک کلام قرآن مجید کې ترځمکې لاندې زېرمې په بیلا بیلو ځایونو کې ذکر کړی دا چې موږ د دې زېرمو د را ایستلو او صنعت ته د پراختیا لپاره انرژي ته اړتیا لرو.

موږ او تاسو له دې زېرمو څخه د ګټې اخیستنې لپاره انرژۍ ته پوره اړتیا لرو او همدا انرژي ده چې انسان ته توان وربښي ترڅو پرته له کوم تکلیف څخه لوړ او دنګ غرونه چې یو وخت یې انسان د نړولو تکل هم نه شو کولای په ډېر لږ وخت کې او د کمې انرژۍ په لګښت سره له مخې لرې خپل ذخایر را وباسو او د خپل ژوند ښه والي په موخه له انرژي څخه لکه څنګه چې الله پاک لارښوونه کړې ګټه پورته کړو.

په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي پراختیا اصلي شاخصونه د نړیوالې ټولنې مرستې، د خدمتونو د برخې پراختیا او یو څه اندازه د کرنې پراختیا شامله وه، ولې بدبختانه په دې پراختیا کې د صنعت ونډه په نشت حساب وه او د پام وړ پراختیایې ونه کړه دا چې صنعت د پراختیا یو بنسټیز شاخص جوړوي نه یوازې په تېره یوه لسیزه کې، بلکې په پخوا وختونو کې هم دې برخې ته چندان پام نه وو شوی، باید و وایو چې د نړۍ د نورو هېوادونو په توپیر صنعت د افغانستان د اقتصادي پراختیا په برخه کې خپله کارنده ونډه نه ده تر سره کړې.

پخوانیو حکومتونو چې د افغانستان پر ولس واک لرلای نه یوازې دې برخې ته يې فرصتونه نه دي برابر کړي، بلکې د صنعت او صنعتکارانو د کار مخه یې ډب کړې او همدا کار د دې سبب شوی چې د افغانستان صنایع یوازې لومړني او لګښتي او هماغه شان د پخوا په څېر سنتي پاتې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د څېړنې پر اساس چې په هېواد کې د اقتصادي وضعیت د څېړلو په موخه تېر کال تره سره شوې راغلي چې په سلو کې ۸۲٪ سلنه صنعتکارانو د برېښنا د نشتون څخه سر ټکولی او ویلي يې دي چې د برېښنا نشتون دوی ته ډېر زیان اړولی دی. هغه سترې ستونزې چې سوداګرو او صنعتکارانو له هغو څخه یادونه کړې ده هغه مناسبو ځمکو ته نه لاس رسی، مالي سرچینو ته نه لاس رسی، د مغلق مالیاتي سیستم شتون، د ګمرکونو ګډوډ سیستم، د تړونونو په داوطلبۍ کې فساد او داسې نور یې ذکر کړي دي.

صنعتي کاروبار کم شوی او صنعتي فابریکې له کار څخه پاتې شوي دي نو په دې اساس ویل کیږي چې صنعت د هېواد د دوامداره اقتصادي پرمختګ په برخه کې اړین رول نه دی لرلای او د ناخالص کورني تولید په پراختیا کې یې هم رول نه دى ادا کړی یوازې ۲۰٪ ناخالص ملي تولید یې جوړ کړی.

په کارموندنه کې د صنعت ونډه:

صنعت تر ډېره د کار موندلو په برخه کې خپل اساسي رول نه دی ادا کړی، په هېواد کې د ۱۵ میلیونه کاري قوې په شتون کې یې یوازې ۲۵۰۰۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره کړې تر دې زیاته شمېره کرنې برخې مشغوله کړې او کاري فرصتونه یې برابر کړي چې دا ډېره کمه برخه ده.

بل لورته په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د افغانستان حکومت د صنایعو لپاره تګلاره جوړه او وزیرانو شورا هغه تصویب کړه، خو تر ډېره بریده یوازې د کاغذ پرمخ پاتې شوه او پلې نه شوه، حکومت د دې تګلارې په جوړېدو سره ځانته د خصوصي سکتور په سوداګريزو چارو کې د لاسوهنې لاره برابره کړه، خو لکه څنګه چې د دې تګلارې پر بنسټ حکومت اړ شوی وو ترڅو پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي داسې ونه شول، د نوموړې تګلارې پوره ملاتړ د افغانستان د مرستندويانو، د پيسو د نړېوال صندق، نړېوال بانک او اسيايي بانک له لوري شوی وو ولې بدبختانه لکه څنګه چې باید پلې شوې وای.

او داسې اټکل کېده چې د دې تګلارې په پلي کېدو سره به د وارداتو کچه خورا راټیټه شي، ولې برعکس واردات ورځ تر بلې په هېواد کې ډېر شول او په هېواد کې د صنعت مخه ونیول شوه افغانستان د تولیدي هېواد پرځای په مصرفي هېواد بدل شو.

کله چې دا تګلاره تصویب شوه ګڼ شمېر پانګوالو داسې فکر کاوه چې د دې تګلارې په پلي کېدو سره به د دوی ستونزې حل او له هېواد څخه به د پانګې د تېښتې مخه ونیول شي، خو بدبختانه چې داسې ونه شول.

نو اوس په ډاډ سره ویلای شو چې برېښنا د صنعت په پراختیا کې ډېر مهم او بنسټیز رول لري او د افغان حکومت د انرژي سکتور همدا پنځه کلن د ځان بسیاینې پلان کولای شي زموږ خوبونه په حقیقت بدل کړي، په اوس وخت کې افغان دولت خپله د اړتیا وړ ۷۳٪ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، تاجکستان، قزاقستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه را واردوي او خپله ۲۷٪ سلنه کورنۍ برېښنا انرژی تولیدوو، په کار دا ده چې د صنعت د پراختیا په موخه خپله کورنۍ تولیدي برېښنا تر راتلونکو څو کلونو (۲۰۲۰) میلادي کال پورې پوره او وکولای شو د برېښنا د صادرونکي هېواد په توګه عمل وکړو او همدارنګه دې ته زمینه برابره کړو چې له مرکزي اسیا هېوادونو څخه چې د برېښنا د تولید لپاره سرشاره سرچینې لري برېښنا د سوېلي اسیا هېوادونو ته ترانزیټ کړو او له دې لارې په کلني ډول ستره ګټه ترلاسه کړو او د هېواد د انرژي سکتور د غوړېدا لپاره ترلاسه شوې پیسې د برېښنا د بنسټونو په رغونه او پراختیا ولګوو، افغانستان چې هم د پریمانه اوبو، لمر او باد له انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې ښه امکانات په واک کې لري په کار ده چې له شته سرچینو څخه ښه ګټه پورته کړو.

دا چې انرژي د هر انسان د ژوند بنسټ جوړوي که موږ او تاسو یو مبایل کاروو د هغه لپاره موږ اړ یو ترڅو برېښنا انرژي ورته برابره کړو او هغه پرې چارج کړو که چیرې هغه چارج نه شي ګل کیږي او موږ ورڅخه ګټه نه شو اخیستلای، همدا راز له کمپیوټر، د روښنایې ګروپونه او د ژوند د هوساینې ډېر شمېر برېښنایي وسایل چې نن سبا موږ او تاسو ورڅخه په ورځني ژوند کې ګټه اخلو د دې ټولو لپاره موږ برېښنا انرژي ته اړتیا لرو.

موږ باید د برېښنا د تولید او سپما او د هغه په ټولو ارزښتونو څان پوه کړو، د دې ترڅنګ موږ د خپل ژوند ډېره برخه په ماشینونو کارونې سره پرمخ بیایو چې په مصعني ډول تولیديږي دا ټول شیان چې تولیدیږي انرژي ته اړتیا لري، که چیرې موږ او تاسو د ډېر ساده کار د غنمو کرکیلې نه یې پیل کړو د هغه د اوړو کولو لپاره موږ انرژۍ ته ضرورت لرو، د ډوډۍ پخولو ته موږ حرارتي انرژي ته اړتیا لرو.

پورتني ذکر شوي وسایل او ماشین الات په خپله برېښنا انرژي ته اړتیا لري او په کار ده چې د دې لپاره پر وخت او باوري کورنۍ برېښنا چمتو کړو ترڅو په هېواد کې صنعتي چارې ښه وده وکړي او د هېواد اقتصاد مو پياوړى شي.
په تېرو څو کلونو کې ملي سوداګرو په هېواد کې ډېرې سترې پانګونې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې وکړې، خو بدبختانه هغو پانګوالو او سوداګرو ته د کار زمینه لکه څنګه چې باید برابره شوې وای ونه شوه او د هغو له ډلې لومړی سترو تولیدي فابریکو ته برېښنا چمتو نه شوه چې ډېرې فابریکې شنډې او همداسې بېکاره پاتې او د هغو په لیدلو سره نوروسوداګرو پانګونې ته زړه ښه نه کړ او په دې کار سره سترې پانګونې په ټپه ودرېدې، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره کاري زمینه ورکه شوه، ټول کارونه د رکود پر لور روان شول دولت له دې حالت څخه د وتلو په پار هېڅ کومه داسې بنسټیزه تګلاره نه لرله همدا وو چې له هېواد څخه د پانګې د وتلو وخت را ورسېد خلک دې ته اړ شول ترڅو خپله پانګونه کمه کړي او له هېواد څخه بهر په پانګونه فکر وکړي، د پانګې له دې تېښتې سره د بشري ځواک تېښته هم رامنځته شوه او خلک هېواد د پرېښودو ته اړ شول سیاسي ثبات زیانمن شو او په هېواد کې د راتلونکي هیلې وچې شوې له دې ټولو ناخوالو سره سره اوس افغان حکومت ژمن دى ترڅو د انرژي په سکتور کې د ځان بسیاینې پلانونه پلي کړي او په دې حالت کې کېدای شي ګټور تمام شي.

لکه څرنګه چې ټولو ته جوته ده او په هېواد کې په دې وروستیو څو کلونو کې پانګونه کمه شوې او د پانګونې لپاره تر ډېره زمینه هم لکه څنګه چې باید وي نه وه موجوده د صنعت برخه تر ډېره له دې اړخه زیانمنه شوې چې په هېواد کې د تولیدي فابریکو لپاره په کاپي اندازه برېښنا نشته او ډېری صنعت کاران له همدې اړخه شکایت لري، نو ښکاره ده چې برېښنا انرژي د صنعت په پراختیا او وده کې څومره بنسټیز رول لري.

افغان حکومت اوس دا تشه درک کړې او د دې لپاره چې تر راتلونکو څو کلونو (۲۰۲۰) پورې د انرژي په سکتور کې د ځان بسیاینې په لور چټک ګامونه پورته کړي د اوبو او انرژي وزارت د انرژي په برخه کې د ځان بسیاینې پنځه کلن پلان چمتو کړی او د هغه په رڼا کې په هېواد کې د بیلابیلو پروژو په پلي کولو لاس په کار شوی، نوې کیدونکې انرژي له هغو لارو چارو ده چې په اوس وخت کې افغانستان کولای شي ځان په خپله تولیدي انرژي بسیا کړي په دې برخه کې افغان حکومت ژمن دی، ترڅو په لنډ مهال کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د لمرینې او بادي برېښنا انرژي سیستمونه نصب او ګټې اخیستنې ته وړاندې کړي چې همدا اوس په هرات ولایت کې د ۱۰ میګاواټه په وړتیا سره یوه د لمرینې او بادي برېښنا انرژي پروژه د دوست هېواد جاپان په مالي لګښت ترکار لاندې ده او ډېر ژر به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې کړي.

د ملي وحدت حکومت د څلوېښتو په شاوخواکې لویې او منځنۍ پروژې یا تر کار لاندې دي او یاهم په پلان کې نیول شوي ترڅو ټاکلې موخې ته د رسېدو په پار یې پلې کړي، د دې ترڅنګ افغانستان په راتلونکي کې پلان لري ترڅو دا هېواد د مرکزي اسیا د هېوادونو او سوېلي اسیا هېوادونو ترمنځ د انرژي د ترانزیټ په ستر مارکېټ بدل کړي او په همدې پار یې یو لړ سترې پروژې د پلې کېدو او یاهم د تدارکاتو تر پړاو پورې رسولي چې د بېلګې په ډول ویلای شو( کاسا-۱۰۰۰، ټپ، ټوټاپ او ټاپي پروژې) په پام کې ده چې ډېر ژر پلې شي یو به په دې کار سره برېښنا انرژي ترانزیټ کوي او له بله لوري به په هېواد کې تولیدېدونکې برېښنا د سوېلي اسیا په هېوادونو وپلوري او له خپلې تولیدونکې برېښنا انرژي څخه د صنعت په پراختیا کې پوره ګټه پورته کړي، افغانستان د دې ترڅنګ چې  خپله د اړتیا وړ د ۶۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدولای شي دا وړتیا لري ترڅو په ډېره اندازه برېښنا انرژي نورو هېوادونو ته هم صادره کړي، چې همدې موخې ته د رسېدو په موخه یو لړ بنسټیز ګامونه اخیستل شوي دي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 31

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.