ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
4 Mar 2019 - 09:32
author avatar
4 Mar 2019 - 09:32

د طالبانو او امريكا د خبرو پنځم پړاو تېره اوونۍ د دوشنبې ورځ د فبرورۍ په پنځه ويشتمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شو؛ ټاکل شوې وه چې مذاكرات به څلور ورځې دوام وکړي خو خبرې له ټاکلي مهالوېش نه اوږدې شوې او لا هم دوام لري.

په لومړۍ ورځ طالبانو، امريکايانو او قطري چارواکو يو ځای غرمنۍ وکړه او بيا د پېژندګلوۍ ناسته او ابتدايي خبرې ترسره شوې، د لومړۍ ورځې په مجلس کې د طالبانو د څوارلس کسيز پلاوي چې مشري يې ملا برادر اخند او د ډاکټر خليلزاد په مشرۍ د يوولس کسيز امريکايي پلاوي تر څنګ د قطر لوړ پوړو چارواکو هم ګډون درلود. د دواړه لورو تخنيکي ټيمونه هم دوحې ته رسېدلي وو او د فبرورۍ په ۲۶مه ګډو دوه گونو كمېټو پر هغو دوو موضوعاتو چې مخكې پرې بحث شوی و، تخنيكي کار پيل كړ، چې يو يې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش، ميکانيزم او تضمين او بل يې د طالبانو له خوا دا تضمين وركول چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به په افغانستان کې د ترهګرو ځالې نه وي چې د نړۍ نورو هېوادونو خصوصاً امريکا او متحدين يې وګواښي.

د فبرورۍ په ۲۷ او ۲۸ مو د مذاکراتو مركزي كمېټې وقفه درلوده، څو دواړه لوري له خپل مشرتابه سره مشورې وکړي خو د دوه ګونو کمېټو کار پرله پسې دوام درلود. ملا برادر اخند د خبرو په لومړۍ ورځ د طالبانو د پلاوي مشري کوله خو نورې ورځې يې په مجلس کې ګډون نه درلود او د طالب پلاوي مشري شېرمحمد عباس ستانكزي كوله. طالبانو دغه پلا له مشرتابه سره په مشوره کې ستونزه نه درلوده؛ ځکه ملا برادر اخند په دوحه كې و او وخت په وخت يې له هغه نه مشورې او لارښوونې اخيستې. ملا برادر اخند له خليلزاد او لوړ پوړو قطري چارواكو سره جلا ناستې هم ترسره کړې. 

دواړه لوري هيله من وو چې د شنبې ورځ د مارچ په لومړۍ نېټه به کاري کمېټې خپل د كار پايلې له مركزي کمېټې سره شريكوي او مركزي كمېټه به یې له بحث او توافق وروسته د هوكړه ليك په مسوده كې ځای پر ځای کړي، خو کاري کمېټې د نظر د اختلاف له کبله ونه توانېدې چې د خپل كار مشترکه نتيجه پرون مركزي كمېټې ته وړاندې کړي، له دې امله د قطر دولت د موافقتنامې لپاره يوه مسوده وړاندې کړه او هڅه يې وکړه چې خبرې ژر نتيجه ورکړي خو طالب او امريكايي پلاوي پر هغې مسوده هم سره توافق ته ونه رسېدل او د شنبې ورځې ناسته بې پايلې پای ته ورسېده. پرون سهار بيا خبرې پيل شوې او تر ماښامه يې دوام درلود، خو په خبرو کې ډېر پرمختګ نه دی شوی او پايلې يې لا څرګندې نه دي؛ تمه ده خبرې نن هم ادامه ولري.

ډاکټر خليلراد په خپل يوه ټويټ کې ليکلي وو چې څلور ټکي د مېز پر سر پراته دي، خو طالبانو بيا يواځې پر دوو يادو مسايلو خبرې تاييد کړې دي. خليلزاد نه وو ذكر كړي چې کوم څلور ټکي؟ خو د ابوظبۍ د تېر ډسمبر او هم د دوحې په تېرو ټولو ناستو کې امريکايي پلاوي د اوربند او له افغان دولت سره د طالبانو پر مستقيمو خبرو ټينګار کاوه، کوم چې طالبانو نه وو منلي، نو ښایي د خليلزاد اشاره همدغو مسايلو ته وه.

د طالب سرچينو په قول، طالبان اوسمهال عمومي اوربند ته اماده نه دي، خو له امريكايانو سره له هوكړې وروسته به خپل نظامي عمليات په تدريجي ډول کم کړي او کېدای شي راتلونكی كال خپل پسرلني عمليات هم اعلان نه کړي. له امريكايانو سره تر توافق وروسته په دويمه مرحله كې به طالبان د افغان دولت په شمول له ټولو موثره افغاني سياسيي لورو سره د رسمي خبرو لړۍ پيل کړي او د راتلونكي سياسي نظام، اساسي قانون، سياسي واك کې د عادلانه ونډې او نورو مسايلو پر سر له يوې هر اړخيزې هوکړې وروسته عمومي اوربند اعلان کړي. طالبان وايي د افغان دولت شتون به په مذاکراتو کې د دولت په توګه ونه مني، بلکې يواځې د يوه سياسي لوري په توګه به يې شتون په بين الافغاني خبرو اترو کې ومني.

ځينو رسنيو دوحې ته د ډاکټر عمر زاخېلوال او ښاغلي حكمت كرزي وروستی سفر د لنډمهالې ادارې پر سر خبرو ته منسوب كړی و، خو د هغوی سفر تر ډېره بريده د مسکو د ناستې په تسلسل د افغانانو ترمنځ د مشورتي خبرو بل پړاو په اړه د همغږۍ او اسانتياوو برابرول و، کوم چې ممکن د مارچ د مياشتې په پای يا د اپرېل په مياشت كې ترسره شي.

امريكايي پلاوي ته يوې نږدې سرچينې راته وويل چې “دلته به یواځې یو ژمن لیک لاسلیک شي او د بين الافغاني خبرو اترو په اړه د طالبانو له ژمنتیا وروسته به یو رسمي تړون شونی وي. په بل عبارت، امريکا نه غواړي طالبان له داسې بين الافغاني خبرو اترو ډډه وکړي چې د افغانستان د حکومت استازي په کې شامل وي؛ ځکه که متحده ایالات د بين الافغاني مذاکراتو په اړه د طالبانو له ژمنتيا مخکې د بهرنيو ځواکونو د وتلو او د ترهګرۍ ضد مبارزې په هکله رسمي هوکړه ليک لاسليک کړي، نو بیا دا اندېښنه شته چې د مسکو ناستې په څېر طالبان د افغان حکومت شتون په بين الافغاني خبرو کې ونه مني.”

د سرچينې په وينا، “د قطر هېواد چې د کوربه توب تر څنګ په مذاکراتو کې اسانچاري هم کوي، تېره اوونۍ د خبرو اجنډا په سمه توګه نه وه برابره کړې او لا هم د متحده ايالتونو او طالبانو دريځونه له يو بل سره توپير لري. ” يادې سرچينې زياته کړه، “په مذاکراتو کې تر اوسه د لنډمهالې ادارې په هکله څه نه دي ويل شوي خو هېڅوک د ولسمشريزو ټاکنو په اړه هم خبرې نه کوي. “

زما په اند د دې معنا دا ده چې لا هم ډېرې پېچلې مسئلې شته او د ټاکنو يا منځمهاله ادارې په اړه خبرې خورا لرې دي. طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم د مارچ په لومړۍ نېټه په يوې خپرې کړې اعلاميه کې ويلي چې “د مذاکراتو په روانو ناستو کې نه پر مؤقت حکومت خبره شوې، نه پر انتخاباتو او نه هم تر اوسه پورې امریکایي لوري داسې کوم وړاندیز کړی چې څلور یا پنځه کاله به نور هم په افغانستان کې پاتې کېږي. “

زما په اند د نيويارك ټايمز هغه مقاله د طالبانو لپاره خواشينوونکې وه، په کومه کې چې ويل شوي وو: “د امريکا دفاع وزارت له درېيو نه تر پنځو کلونو په موده کې له افغانستانه د وتلو هوډ لري. “

خو دواړه لوري د خبرو دوام ته ژمن او مثبتو پايلو ته هيله من دي، ښايي د راتلونكو څو اوونيو يا څو مياشتو په ترڅ کې د خبرو اترو نور پړاوونه ترسره او دواړه لوري هوکړې ته سره ورسېږي. ځينو سرچينو د دوحې په روانو خبرو کې د ملګرو ملتونو او ناروې هېواد د تخنيکي ټيمونو د ګډون خبر خپور کړی و، کوم چې حقيقت نه لري.

د افغانستان د چارو ځيني نړيوال متخصصين وايي چې د ملګرو ملتونو تخنيکي همکاري د خبرو د برياليتوب لپاره اړينه ده او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په سکرټريت کې د افغان سولې او سيمه ييزې همکارۍ لپاره د يوه ځانګړي استازي او پلاوي پر تشکيل هم خبرې شوې دي کوم چې د هوکړې د تطبيق او نظارت لپاره اړين دي.

 

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.