ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Jun 2020 - 20:34
author avatar
22 Jun 2020 - 20:34

کله چې د عقلي او عصبي اختلالاتو په اړه خبرې کېږي نو دا اړینه ده چې انسان د عصبي روغتيا په معنی پوه اوسي. که ساده یې ووایو نو د يو سالم انسان عصبي روغتيا د هغه یا هغې احساسات، رواني او ټولنيزې هوساينې ته وايي. دا هوساينه زموږ په فکر کولو، احساس کولو او چلند خپلې اغيزې لري. کله چې موږ عصبي روغتيا ولرو نو عصبي فشارونه اداره، نورو سره تړاو او خپل ژوند کي سالم انتخاب کولی شوو. کله چي د بيلا بيلو دلايلو له امله د انسان عصبي روغتيا ته زیان واوړي نو انسان د عقلي او عصبي اختلالاتو سره مخ کېږي. اقتصادي ستونزي، کورنی تاوتريخوالی، د خواخوږیو له لاسه ورکول، جګړه ایز وخت او بحراني حالت (لکه د کرونا وايرس وبا)، دا داسي حالتونه دي چي د یوې ټولنې غړي په بېلابېلو عصبي ناروغيو اخته کوي.

عقلي او عصبي ناروغی ډېر وخت په ځوانانو کې خپلي نخښې ښکاروي خو په يو بحراني حالت کې بيا هر انسان کېدای شي د عصبي فشارونو له لاسه په عصبي ناروغيو اخته شي. که چېرې يو بحراني حالت اوږد شي او د ټولنې وګړي د اړتیا وړ مرسته تر لاسه نه کړي، نو رامنځته کېدونکي عصبي فشارونه په داسي اختلالتو بدلېږي چې ناروغ او ټولني ته زیان رسونکي دي.

په افغانستان کي د بشري حقونو د څار ټولنه وايي چې په دغه هېواد کې د څلویښت کلنې جګړې له امله یې تر نیم ډېر نفوس په رواني ناروغيو اخته دی. د روغتیا نړیوال سازمان د ذهني روغتیا د ملي سروې موندنې ښیي چې دوه پر درې برخه افغانان له یوه یا ډېرو عصبي فشارونو تير شوي، خو د امکاناتو د نشتوالي له کبله يي کله هم اړین درمل ندي ترلاسه کړي. د ملګرو ملتونو د هغې سروې له مخې چې د نړۍ د خوشحاله هېوادونو په اړه تر سره شوي، افغانستان په کې د دري تر ټولو ناخوښو هېوادونو په کتار کې راغلی دی چې دوه نور یې سهیلي سوډان او د مرکزي افریقا جمهوریت دی. تر ټولو خوشحاله په کې په ترتیب فندلند، دنمارک او ناروې یاد شوي دي. دغه ډول نظر پوښتنې موږ ته د یو هېواد د وګړو د رواني حالت په اړه واضح پیغام او معلومات راکوي.

 ‎
اوس چې په افغانستان کې د کرونا وبا ورځ تر بلي په پراخېدو ده نو د اقتصادي ستونزو سره سره د رواني حالت بدترېدل هم د اټکل وړ دي. په افغانستان کې عصبي اختلالات يوې چوپې جګري ته ورته دي چې د ټولنې ډېر وګړي پري اخته دي خو هېڅوک پري خبري نه کوي. د تشخيص او درملني اسانتیاوې یې هم محدودې دي.د عصبي ناروغيو په اړه ناوړه عقيدي( لکه تاویز، جادو،‌ پیریان، ‌سیوری کیناستل) د عصبي ناروغیو ناروغانو ته د ليونو په سترګه کتل باعث شوي دي چي عام انسان عصبي ناروغيو ته د شرم په سترګه وګوري. همداسي د مخنیوې لومړنۍ مرسته او درمل نه ترلاسه کول، د عقلي او عصبي ډاکټرانو څخه ډار، د عقلي او عصبي نارغيو په اړه د ټولني ناسمه پوهه او دغه برخه کې د مخنیوي لومړنیو مرستو ترلاسه کولو په برخه کې د عامه پوهاوي نه شتون د دې لامل شوې چې په هېواد کې د عقلي او عصبي ناروغانو کچه یو پر دوه کړي.

په داسې حالت کې اړينه ده چې د کورنۍ غړي، ملګري، خورلڼې او خپلوان يو بل کې د عصبي فشار ډېريدونکو نښو ته پام او مرسته وکړي. عقلي او عصبي ناروغی بيلا بيل ډولونه لري چې یواځې د همدي برخې څانګیز ډاکتران یې په لیدو ناروغې تشخیصولی شي. خو عصبي فشارونو داسې نخښې هم کمې نه دي چې عام وګړي یې په اساني سره یو بل کې لیدلی شی.

ځینې نخښې یې په لاندې ډول دی.

  • ډېره اندیښنه کول
  • بی حده ډېره وېره درلودل
  • بی دلیله خپګان
  • ګډوډ فکرونه او د تمرکز او زده کړې ستونزې
  • له حده ډېر خندل او د خوښي احساس کول
  • له حده ډېر نفرت او يا غصه ښودل
  • د ملګرو او ټولنیزو فعاليتونو ډډه کول
  • د خوب په عادتونو کې بدلون
  • د ستړیا او کمې انرژي احساس لرل
  • د خوړو عادتونو کې بدلون، اشتها نه لرل
  • جنسي اړيکو کي بدلون
  • غږونه اورېدل
  • له ځان سره خبري کول
  • د ځان وژنې په اړه فکر کول
  • د وزن له لاسه ورکول
  • پرته له کوم دليله فزيکي نښي درلودل لکه: سر درد، د معدې درد، د ټول ځان درد، د ورميږ درد، زړه بديدل، قبضیت، د زړه درازه ډيريدل، د سيني درد چې ډير خلک يي د زړه د حملې درد ګڼي
  • په ورځنيو فعالیتونو، ورځنیو ستونزو او فشارونو اداره کولو کې ستونزه لرل.

که د کورنۍ‍ غړي یو بل کې پورته نښې وینی نو پرته له ځنډه دې د مرستې رسونې کوښښ وکړي. لومړي اړینه ده چې ناروغ قانع کړل شې چې مرستې ته اړتیا لري، دا کار د کورنۍ غړي په ډېره ښه توګه ترسره کولی شي. له مهرباني ډک او پرته له قضاوت کولو چلند ناروغ د مرستي منلو ته تیاروي. کله چې ناروغ د مرستې منلو ته تیار شو نو لومړۍ باید د یو عقلي او عصبي ډاکټر سره اړیکه ونيول شي چي د ناروغ حالت ته په کتو داسې درمل ورکړي چې عصاب یې پیرته نارمل حالت ته راوګرځوي. متخصص ډاکتر ناروغ وپوهوي چې که په وخت درملنه ونشي نو دغه لومړنۍ عصبي نخښې یې د وخت په تیریدو سره په فزيکي نخښو لکه د معدي ټپ، د زړه حمله، شکر اود لوړ فشار ناروغي بدلیږي.

متخصص ډاکتر بايد ناروغ ته ډاډ ورکړي چې ناروغي يي لکه د فزيکي ناروغيو په څير د علاج وړ ده. ډېر انسانان د عصبي درملو له خوړلو وېره لري، خو په دې پوهېدل اړین دې چې د عصبي اختلالاتو د بیرته سمون لپاره ډېر ګټوار درمل شته دي چې که سم او دقيق وکارول شي خوښې وړ پایله لري. عصبي درمل شاه او خوا یوه ون‍‍‍ۍ کې خپل اثر ښکاره کوي،‌ د دې لپاه باید ناروغ او کورنۍ حوصله او صبر ولري. کله چي د ناروغ عصبي حالت نارمل شو نو بیا دې د یو ارواح پوه (روانشناس) سره اړیکه ونیول شي. ارواح پوه ناروغ ته د عصبي فشارونو سره د مبارزي تخنيکونه زده کوي، که د ارواح پوه له لارښودنو سمه ګټه پورته شي نو ناروغ به بیا ټول عمر له عصبي ناروغيو وژغورل شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

 

 

Visits: 542

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

مسکا سيدي په کابل ښار کې زيږيدلې خو خپلې ټولې زده کړې يې له هېواده بهر په اروپا کې پای ته رسولي دي، اوس د ناروې هېواد په Reinsvoll عقلي او عصبي روغتون کې دهمدې برخې ډاکټره ده. له اره پښتنه لياس خېله او د کابل ولايت د چهار اسياب ولسوالي اصلي اوسيدونکې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.