ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
5 Jun 2018 - 16:57
author avatar
5 Jun 2018 - 16:57

​له څلورو لسیزو راهیسې افغانستان د نا کرارۍ لویې څپې ازمویلې، په دې زماني واټن کې واک یو پر بل پسې په زور او تشدد سره لاس په لاس شوی. په دې دورو کې هېڅ رژیم ونشو کولای په ټول هېواد کې ډاډمنه کراري خوندي کړي او نه يې هم د راتلونکو نسلونو لپاره بنسټیزې چارې ترسره کړې. هر یوه ډېر وخت په جنګ جګړو کې تېر کړ د واک په خاطر يي له افغانانو مادي او معنوي قرباني واخیسته. سربېره پر دې د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ کارون يي اصلي لوري څخه منحرف کړ.

سوله په افغانستان کې د یوه هوا مرغه په څېر ده چې نیول يي څه اسانه کار نه برېښي، خو ټول يي د نیولو په هیله شپې او روځې سبا کوي. د ملي یووالي حکومت هم دې هیلې ته د رسېدو په لار کې هڅې وکړې خو ښايي دا هڅې هغومره غښتلي نه وي چې د افغانانو د لسییزو هیلې او ارمانونه په یوه او دوو کلونو کې پوره کړي. د سولې په برخه کې د حکومت یو لوی کار دا و چې د سولې لپاره ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته کړي. د ټول هېواد په کچه دیني عالمان همغږي او دې وهڅول شول چې په افغانستان کې د روانې جګړې له پټو اړخونو پرده پورته کړي. په یوه بې ساري اقدام کې د ټول هېواد په  کچه شاوخوا درې زوه دیني عالمان تر یوه واحد چت لاندې راټول شول او یوه غږ يي  فتوا صادره کړه چې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او ځانمرګي بريدونه مطلق حرام  دي.

د  افغانستان دعلماوو فتوا:

د دینی علماوو په فتوا کې په ښکاره راغلي؛ په افغانستان کې چې له ۹۹ فيصده ډېر خلک يي مسلمانان دي او اساس یې قانون دی، د سیمې په کچه تر ټولو ډير اسلامي قانون دی، پر وړاندې يي وسله واله مبارزه او د جهاد تر نامه لاندې کړنې هېڅ راز شرعي جواز نه لري؛ د ديني نصوصو په اساس د جهاد حکم يوازې د اسلامي دولت (مسلمان حاکم) صلاحیت دی. دغو دیني عالماوو په فتوا کې راغلي چې له دغې جګړي عام ولس زیانمنېږي او هره ورځ قرباني ورکوي نو د جګړې په تداوم هېڅ راز فايده مرتبه نه ده بلکې ګټې يي يوازې دښمنانو ته رسېږي نو د جګړې دواړه غاړې حکومت او طالبان بايد د سولې خبرو ته کيني او روان ناورین ته د پای ټکي کېږدي.

 د کابل کنفرانس ناسته:

د کابل پروسې دویمه غوڼده چې د ۲۵ هيوادونو افغانستان او دوو نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون په ارګ کې جوړه طالبانو ته د لومړي ځل لپاره د سولې هر اړخیزه طرحه وړاندې شوه. ولسمشر غني د کابل پروسې په غونډه کي طالبانو ته وړاندیز وکړ چې که سولي ته غاړه کېږدي، ډله یې د یوه سیاسي ګوند په توګه منل کېږي او د اساسي قانون تعدیل چې د طالبانو غوښتنه ده هم زمینه برابرېږي. اوربند به ټینګېږي او د طالبانو بندیان به خوشې کېږي. د طالبانو نومونه به د نړیوالو له تورو لېستونو لیرې کېږي او هغوی چې د سولې له بهیر سره یو ځای کېږي امنیتي تدابیر به ورته نیول کېږي.

د اندونیزيا ناسته:

سولې ته رسېدو په لار کې افغان حکومت د هڅو په لړ کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان دیني عالمان مخامخ سره کېښناستل او د افغانستان د ستونزې پر حل يي خبرې وکړې. بلاخره د درې واړو هېوادونو دیني عالمانو ترهګري چې په هغې کې ځانمرګي بریدونوهم شامل دي، د اسلام د اصولو خلاف او په ټکر کې اعمال وګڼل. د غونډې برخوالو دیني عالمانو په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې جګړه بس کړي او د سولې خبرو اترو ته غاړه کېږدي. دا غږ د پاکستان د دیني عالماوو لخوا په داسې حال کې بدرګه شو چې وړاندې له دې به د پاکستان دینی عالماوو په افغانستان کې روانې جګړې ته دیني او شرعي رنګ ورکړی و.

طالبان ولې له سولې تښتي؟

له هغه ځایه چې د افغانستان جګړه، د لویو سیاسي اهدافو په خاطر د ګاونډیانو د استخبارتي ادارو لخوا پر افغانانو تپل شوې نو هېڅ کله نه غواړي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسه بریالی او په افغانستان کې ثبات ټینګ شي. په افغانستان کې طالبان او نورې وسله والې ډلې چې د افغان دولت پر وړاندې وسله واله مبارزه کوي، بې له شکه چې د دغو استبخاراتي شبکو تر مستقیم اغېز لاندې دي. د طالبانو مشران  د پاکستان دولت له اجازې پرته له افغان حکومت سره د سولې په اړه د خبرو او مذاکراتو واک نه لري. د دې ادعاوو د اثبات لپاره په پاکستان کې د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر مرموزه وژنه، تر نوموړي وروسته په بلوچستان کې د طالبانو دویم مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدل او په طالبانو کې د نفوذي چارواکو لکه د ملا برادر او له طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول نیول کېدل، ښکاره بېلګې دي.

پایله

اساسا په دې سره په افغانستان کې د جګړې د دوام د هر ډول وژنې مسوولیت د ترهګرو ډولو پر غاړه دی. له بلې خوا اصلا په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز شرعي او غیر شرعي دلیل نه دی پاتې.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.