ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
29 Nov 2018 - 11:29
author avatar
29 Nov 2018 - 11:29

په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د افغانستان په ښوونځیو کې د زده کوونکو د  شمیر یوازې یو میلیون تنو ته رسېډه، چې ټول یې هلکان و. خو نن ورځ د هېواد په ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر څه باندې ۸،۵ میلیون تنو ته لوړ شوی، چې له دې ډلې څخه ۴۰ سلنه یې نجونې دي.
 
آمنه چې د نهم ټولګي زده کوونکې ده، لکه ۳ میلیون نورې نجونې اوس دا وړتیا لري څو د افغانستان د خلکو په مرسته او د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ښوونځي ته ولاړه شي.
 
نوموړې وایي: “د خپل ښوونځي په درسي چاپېریال کې د زیاتو پرمختګونو او بدلون شاهده یمه. په تدریسي چارو کې مثبت بدلون او د نوي درسي توکو په برابرولو سره، اوس موږ کولای شو، څو په غوره توګه خپلې زده کړې ترسره کړو.” آمنه یوه له میلیونونو افغان نجونو څخه ده چې ژوند یې د پخوا په پرتله بدلون موندلی او په افغانستان کې د یوې سوکاله راتلونکې د رامینځته کېډو لپاره ډېره هیله منه ده.

وروسته له هغه چې په ۲۰۱۸ کال کې د سویلي آسیا د هېوادونو لپاره د نړیوال بانک د مرستیال په توګه مې په کار پېل وکړ، لومړنۍ کاري سفر مې افغانستان ته ترسره کړ. که څه هم چې افغانستان له زیاتو ستونزو سره مخامخ ده، خو پرمختګونه او لاسته راوړنې يې په بېلابېلو سکتورونو کې لکه، روغتیا، ښوونه او روزنه، د زیربناوو بیا رغول او له ټولو مهمه د ستونزو او خنډونو په وړاندې د افغانانو استقامت او ژمنتیا د ستایلو وړ دي.
 
افغانستان د اقتصادی ودې لپاره یو شمېر بالقوه ظرفیتونو، لکه د مخ په ودې هېوادنو په مینځ کې ستراتیژیک جغرافیايي موقیعت، د ځوان کاري ځواک شتون او پراخو طبیعي سرچینو ته لاسرسۍ څخه برخمن دي چې کیدای د دې هېواد د اوږد مهاله اقتصادي پراختیا او ودې لپاره کلیدي او اغېزمن عواملو ته بدل شي. له دغو ظرفیتونو څخه د غوره ګټه اخیستنې او د پراختیايي پروګرامونو په هراړخیز تطبیق سره به افغانستان دا ځواک ترلاسه کړي څو په چټکۍ سره اقتصادي وده  وکړي او د افغانانو په ژوند کې پراخ بدلون رامینځته  شي.

سربېره په دې چې د پام وړ پرمختګونه شوي او په دې هېواد کې بالقوه ظرفیتونه زیات دي، خو یو شمر موندنې او ارقام دا هم څرګندوي چې د فقر او بېوزلۍ دوام، د وځګارۍ د کچې لوړېدل او د امنیت په نشتون کې د افغانانو ژوند له سترو ستونزو سره مخامخ  دي.
 
پرته له شکه چې سیاسي تاوتریخوالي او جګړو د پانګوالو او سوداګرو د اعتماد کچه ډېره کمه کړی ده، او په نتیجه کی یې ټیکاو او اقتصادي پرمختګ څه نا څه ترینګلی شوی ده. خو په دغو ستونزو باندې د بریا ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې نه ستړي کېډونکې هڅې ترسره شي.
 
له دې سربېره، د پروګرامونو د ښه تطبیق لپاره باید د افغانستان د دولت او نړیوالو همکارانو ترمینځ همغږي او همکاري زیاته شي او له نړیوالو مرستو څخه د افغانانو په ژوند کې د مثبت بدلون لپاره په اغېزمنه توګه اعظمي ګټه واخیستل شي.
 
د دغو مهمو سپارښتنو په پام کې نیولو سره،  نن مې د سویس هېواد په جینوا ښار کې د افغانستان لپاره د جنیوا کنفرانس کې ګډون وکړ. په دغه کنفرانس کې د نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو او د نړیوالو سازمانونو یو شمېر چارواکي را ټول شوي، څو د افغانستان د خلکو او دولت لپاره د خپلو هېوادونو او ادارو  پر اوږد مهاله ملاتړ او ژمنو باندې او د افغانستان حکومت د اصلاحاتو د پروګرامونو پر تطبیق باندې ټینګار وکړي، ترڅو دغه هېواد وتوانېږي چې یوه سوکاله او سولیزه راتلونکې خپلو خلکو ته ډالی کړي.
 
دوه کاله مخکې، یعنې په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې، د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې د افغانستان لپاره د بروکسل په کنفرانس کې د پراختیايي او ټولنیزو چارو په ګده ترسره کولو په موخه په اړخیزه توګه توافق وکړ، چې پربنسټ یې د افغانستان دولت ژمنه وکړه څو د اقتصادي ودې د تامین او سولې د تحکیم لپاره چټک او اغېزمن ګامونه اوچت کړي.
 
په تېرو دوه کلونو کې موږ د اصلاحاتو په برخه کې د افغانستان د دولت د یو شمېر پروګرامونو د تطبیق شاهدان یو، چې په هغې کې د دولت د مالي مدیریت د سیستم ښه والی او د پانګه اچونې او کسب او کار د شرایطو ښه والی شامل دي، ترڅو د خصوصي سکتور له لارې خلکو ته د کارموندنې زیات فرصتونه برابر شي. په دې برخو کې د اصلاحاتو د تطبیق بهیر د یو شمېر پایلو ته رسیدلې ده. لکه افغانستان د نړیوال بانک ګروپ د سوداګرۍ د ترسره کولو په راپور کې د تجارت د پېل په برخه کې د اصلاحاتو د تطبیق کوونکو هېوادونو په سر کې ځای نیولی.
 
له دې سربېره، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لرلید هیله بښونکۍ ښکاري، چې دا د اقتصادي ودې لپاره په راتلونکو کلونو کې یوه ښه پایلامه بلل کیدای شي. که چېرې د سولې مذاکرات یوه اوږد مهاله سولې ته لار هواره کړی، نو افغانستان به د اوږد مهاله اقتصادي ودې په لور وخوځېږي.
 
د اوسنیو لاسته راوړنو باوجود، د افغانستان دولت اړ دی څو د فقر او بېوزلۍ د پراخې لمنې د را ټولولو، خلکو ته کارموندنې د فرصتونو په برابرولو او د امنیت د ټینګښټ لپاره یوه اوږده لاره طی کړي. د جنیوا په ننۍ ناسته کې د نړیوال بانک ګروپ په استازیتوب، د افغانستان دولت او نړیوالې ټولنې ته مې په خپلې وینا کې وویل، چې د ملي لومړیتوب له مخې د ستراتیژیکو پروګرامونو تطبیقي بهیر مو چې په ګډه توګه د کرنې او استخراجي صنایعو د سکتورونو د پياوړتیا په موخه رامینځه کړی، باید چټکه  شي او د سیمې د هېوادونو ترمینځ د تجارتي او ترانزیتي اتصال ، د پانګونې په وړاندې د خنډونو او ستونزو د لرې کولو لپاره د اصلاحاتو او د معارف او روغتیا په سکتورونو کې د لاسته راوړنو د ساتلو لپاره، زموږ پانګه اچونې باید زیاتې شي.
 
اړینه نده چې د پروګرامونو د چټک تطبیق بهیر داسې تعبیر شي، چې ګواکې نوې پالیسي ګانې، قوانین او مقررات طرحه شي، بلکه اړتیا لیدل کېږي چې څو مهم هدفونه وټاکل شي او ټولې هڅې او د لاسرسي وړ منابع د دغو موخو د ترلاسه کولو لپاره وکارول شي او د خنډونو او ستونزو سره د مخامخ کېډو په صورت کې، چټک غبرګون ترسره شی. په بله مانا، که چېرې د اقتصادي پرمختګ او ودې په وړاندې خنډونه لاره ډپ کوي، نو اړتیا لیدل کېږي چې بیړني اقدامونه د هغې په وړاندې عملي شي.
 
د انتظار وخت نور پای ته رسېدلی او اوس اړتیا لیدل کیږي چې عملي اقدامونه ترسره شی. راځئ چې یوځای او د یو ترڅنګ شته لیدلوري په عملي ډګر کې تطبیق کړو. د سختو خو اړینو ګامونو اوچتول په افغانستان کې د یوې سوکاله راتلونکې لپاره یو پياوړۍ بنسټ جوړوي. دا هغه تمه او توقع ده چې آمنه او په میلیونونه نور افغانان چې د یوې روښانه راتلونکې لپاره هلې ځلې کوي، له موږ ټولو څخه یې لري.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 4

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.