ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
10 Jan 2018 - 19:19
author avatar
10 Jan 2018 - 19:19

څرنګه چې ټولو هېوادوالو ته بهتره معلومه ده چې د افغانستان د دیموکراتیک نظام د له منځه تلو نه چې د یوې نړیوالې سیاسي توطیې سره له منځه ولاړ، ملي اردو ویجاړه شوه او تجهیزات یې ګاونډیو هېوادونو ته یو وړل شول او د هېواد ټول دولتي تاسیسات او زیربنایي بنسټونه له خاورو سره خاورې شول او همدارنګه په هېواد کې وحشت، انارشېزم او د پردیپالو له خوا پردیو او د قدرت د لېونیو په ذریعه د سیاسي مداخلې زمینه برابره شوه، هر ځای کې خپلي واکمنۍ او حکومتونه جوړ شول، قانون تر پښو لاندې شو، هېوادوال هېواد پرېښودو ته اړ شول، د مغزونو او کادرونو فرار ته زمینه برابره شوه او په هېواد کې د قدرت او خپلسریو جزیرې رامنځته شوې، چې تر اوسه پورې زموږ په هېواد کې د قدرت موجوده جزیرې چې د بهرنیانو، اجنبیانو او د منطقې د استخباراتو تر سرپرستۍ لاندې او په مالي امکاناتو او مرستو جوړې شوې او تغذیه کېږي، باید له منځه یو وړل شي؛ ځکه چې له ملې ګټو سره په ټکر کې دي.

همدارنګه خلکو او د ملي یووالي حکومت د اصلاحاتو او اقتصادي تګلارو لپاره سرخوږی دی او د پرمختګ او اصلاحاتو لپاره ستر خنډ دی. د دوی اهداف د هېوادوالو تر منځ بې اتفاقي، قومي، سمتي، مذهبي، نژادي، ژبني تعصباتو ته لمن وهل دي، دوی د بهرینو استخباراتي، بلخصوص د ګاونډیو د استخباراتی شبکو اهداف، موخې او پردۍ اجنډاوې مخې ته وړي او د نورو او خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي او ملي ګټو ته ژمن نه دي. همدارنګه د ځمکو د غصب تر څنګ ملي عواید په ډېرې بېشرمۍ او سپین سترګۍ سره غلا کوي او مرکزي حکومت ګواښي، کله والي باغي شي، کله امنیه قوماندان او کله هم د پارلمان وکیلان؛ ښکاره بېلګې یې د بلخ د ګوښه شوي والي او د کندهار د امنيه قوماندان باغیتوب او د فاطمیونو له اجيري ډلې سره چې د ایران له خوا تمویلېږي، د سوریې په جګړه کې د هزاره وروڼو ګډون دی چې تر دې دمه په کې د راپورونو له مخې تقریبآ دوه زره هزاره وروڼه وژل شوي دي.

همدارنګه د ایران له خوا د فاطميون ډلې د ستایلو په غونډه کي د اجرائیه ریاست د دويم مرستیال ګډون او وینا او داسې ډېرې نورې بېلګې موجودې دي.

دغه راز دغه د قدرت جزیرې او نا متجانسې څېرې دي چې د پردیو له خوا سیاسي تغذیه کېږي، شپه او ورځ په نا مقدسو ایتلافونو جوړولو کې مصروف دي چې هېڅ ملي اهداف نه لري، صرف خپلې شخصي او تنظیمي ګټو لپاره کار کوي. موږ د دغو نا متجانسو ایتلافونو پایله د هېواد او ولسونو پر زیان بولو او د دغو ايتلافونو د ماضي پايلو او ترخو تجربو شاهدان یو. د جبل سراج ایتلاف، د هماهنګي شورا ایتلاف، ملي اتیلاف او د انقرې ایتلاف او اوس هم د نوي ایتلاف په درشل کې یو.

دا ایتلافونه موږ هماغه د امانیه دورې د اصلاحي ریفورمونو خلاف د انګرېزانو او بغدادي پیرانو توطیې بولو چې د د ملي یووالي د حکومت د اقتصادي پرمختګ پر لور د سترو زیربنایي برنامو او کامیاب بهریني سیاست او تګلارې خلاف عمل ګڼو او پر هېوادوالو باندې غږ کوو چې د دغو نا مقدسو ایتلافونو پر اجنډاوو ځان خبر کړي او د اجنبیانو پردیپالو او بهرنیو استخباراتي توطیو ښکار نه شي، په دې خاطر چې د دغو ایتلافونو پايله د هېواد بربادي او د زیربنایي بنسټونو ویجاړول او د مېشتو وروڼو قومونو او ولسونو تر منځ تفرقې اچولو او تعصباتو ته لمن وهل دي.

موږ د ملي یووالي له حکومته په جدي توګه غوښتنه کوو چې باید دغه بدنامې د قدرت جزیرې او نامقدسه ایتلافونه مهار کړي او یو مقتدر او پیاوړی مرکزي حکومت جوړ کړي، څو له دغو ناخوالو نه هېوادوال وژغورل شي او هم قانون پلی شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.