ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روح الله خمیني  د اوسني پرمختللي ایران بنسټګر دی. نننی ایران د ۱،۶ ميلیون کیلو متر مربع مساحت په درلودوسره په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی هیواد دی. په تقریبي ډول د فرانسې، جرمني، انګلستان او اسپانیې د مجموعې پراخوالي نه هم لوی دی او ځکه چې خیمني ددې ملت د استقلال، سعادت، او توحید لپاره د پهلوي خاندان د شاهنشاهۍ په وړاندې د ۱۵ کاله تبعید برسیره، د سر په بدله مبارزه کړې ده، د خپل ولس په خاطرو کې به د تل لپاره ژوندی وي. نوموړي ته د ډاکټر مصدق د ۱۹۵۲ کال تجرید او تذلیل په زړه وو چې د برېتانوي کمپنیو او امریکایي سوداګرو د توطیو له امله د مرګ تر کومې ورسیده ځکه یې امریکا د ځمکې پر مخ لوی شیطان باله او تل یې خپله خاوره د بهرنیو د نفوذ، مکرونو او تداخل نه خوندي ساتله.

نننى پرزوره، پرشوره او پر ځان بسیا ایران د خمیني او نورو سرلارو د حکمت او عظمت نښه ده چې د عراق په وړاندې یې ۸ کاله مسلسله جګړه (۱۹۸۰-۱۹۸۸) وکړه، امریکا سره یې د اتومي لانجې په وړاندې ۳۴ کاله ( ۱۹۸۱ راپدیخوا) مبارزه وکړه او دا دی نن په سیمه کې د سعودي عربستان په شمول د ځان سیال نه ویني. هغه ایران چې د رضا شاه پهلوي تر سلطنت لاندې یې د مرګ شپې او ورځې تیرولې، نن د روسیې نژدې ملګری، د عراق د سیاست متنظمه، د سوریې برخلیک ټاکوونکى، په یمن کې د حوثیانو ملاتړی، د لبنان حزب الله پالونکى او د اسیا د لویو لوبو لوى لوبغاړی دى.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له ایران سره د اتومي وسلې مسله خپله لویه بریا وبلله لیکن د تفاهم د محتویاتو نه ښکاره په ګوته کیږي چې ایران په دې معامله کې بر لاسی او امریکا د مجبوریت هوکړه وکړه. د ۲۰۱۰ کال د ملګرو ملتونو د ۱۹۲۹ نمبر فرمان پر بنسټ هیچا نشواى کولی په ایران وسله وپلوري لیکن روسیې په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال چې د ایران-امریکا د اتومي وسلې خبرې روانې وې، په ایران د ۸۰۰ ميلیونه ډالرو په ارزښت د سي-۳۰۰ هوایي دفاع وسلې وپلورلې. ایران، که څه هم د نړیوالو فشارونو او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر اقتصادي بندیزونو لاندې و، بیا یې هم د دوهم انتخاب په حیث له روسې نه په ۲۰۰۳ کال کې د نظامي وسلو د مرستې غوښتنه کړې وه. که څه هم ایران له امریکا سره یو لړ هوکړو ته ورسید  لیکن کولای شي په مختلفو بهانو د بوشیر اتومي بټۍ چې د روسیې د مستقیم ملاتړ نه برخمنه ده، وساتي. د امریکا او ټولې نړۍ په وړاندې د ایران مقاومت د ایران د کورني ثبات، غښتلي اقتصاد، منظم سیاست، د نظر او عمل توحید، او د نړۍ په وړاندې د یو غږ د درلودو اغیز دی. دا او دې ته ورته ډیر شمیر ارزښتونه د روح الله خمیني د دریځ او هڅو پایله ده چې نن یې جسد د سرو زرو په پنجرو کې بند او ایرانیان یې لا هم هغه شان اکرام کوي، چې د ژوند پر مهال یې شخصیت ته درلود. ایران نن ورځ نوموړی د ایران د پلار، د مدنیت د روح  او انسانیت د تثبیت نښانه بولي. ۰۷۸۳۷۱۴۳۱۲

ایران پوهیده چې له امریکا سره ډغره وهل زور غواړي او دا زور باید په حقیقي ستنو بنا وي. کلونه وشو چې امریکا او نړۍ په امریکا قاطع او ملا ماتوونکي بندیزونه لګولي وو. په ۲۰۱۴ کال کې د نړۍ د اقتصادي بندیزونو له امله په ایران کې بې ساري انفلاسیون( د پیسو پړسوب یا تورم پولې) راغی. په دې جریان کې د هر ډالر په وړاندې د ایران کرنسۍ ۶۲ سلنه تنزیل وکړ. نړیوالو فکر کاوه چې ډیر ژر به ایران په ګونډو شی او نه یواځې د اتومي وسلو د ډیرښت نه به لاس واخلي، بلکې د غرب ډیرو نورو یو اړخیزو غوښتنو ته به بې قید او شرطه د هو جواب ووایي لیکن داسې ونه شوه. د ۲۰۱۴ کال د ارقامو پر بنسټ لا هم د ایران کلنى نا خالص عاید د ۴۸۵ ميلیاردو ډالرو پورته کیده په داسي حال کې چې ایران یواځې ۷۸.۵ ميلیونه نفوس لري. د ایران د اقتصادي وضعیت د برقرار ساتلو تر شا د ایران سیاسي زعامت او کورني تخنیکي ظرفیتونه ولاړ دي. د افغان ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني د کښلي کتاب (عادلانه نظام لار) پر بنسټ، په افغانستان کې د ۷ کلونو په جریان کې ۲ ميلیارده امریکایي ډالر یواځې د بهرنیو متخصیصینو په معاشونو او نورو امتیازاتو لګیدلي، په داسې حال کې چې زه لیکوال( انتظارخادم) د بهرنیو ماهرینو د کار د ماهیت، کیفیت، پایلو، اغیز او تغیر په اړه له نژدې خبر یم او باور لرم چې د ناسم میکانیزم له امله نه یواځې د هیواد سیستم ونه رغیده بلکې د دوی د حضور له امله به تل غښتلی تخنیکې افغانان شاته او دوی د اغیز پرته مخکې وو. دا لامل شو چې افغان دولت لا تر اوسه هم د تخنیکي ظرفیتونو له تشې سره مخ دی او لا هم کلونه په کار دي چې پر نورو اتکاء کول او نورو ته د مرستې لاس غځول، له منځه لاړ شي. لا تر اوسه هم، هغه نړیوال ماهرین چې په یوه ځان په میاشتني لحاظ د ۲۰۰ ملکې مامورینو معاش اخلي، په ټوله ورځ کې ۳-۴ ساعتونو په افغان وزارتونو یا اړونده ادارو کې وخت تیروي، بې ساري امتیازات اخلي په داسي حال کې چې نه یواځې د افغان کارکوونکو ظرفیتونه همدا شان مړه پاتې کیږی بلکې د وروسته تګ اساسي لامل ګرځې. ایران پوهیده چې په خپل ځان تکیه نه کول، کورني استعدادونه نه روزل، خپل برخلیک په خپله نه ټاکل او ځان تر بهرنیو مرستو پورې منحصر ګڼل به کټ مټ د افریقا د تیر ۲۰ کلن وضعیت ته ورته وي چې پر جوړولو یې تر ۳۰۰ ميلیاردو ډیره مالې مرسته مصرف شوې لیکن تر نن ورځې پورې هر کال ۲ ميلیونه انسانان د ایډز له ناروغۍ مري، هره ورځ ۳۰۰۰ انسانان له ډول ډول ناروغیو/ لوږې مري او ۴۰ ميلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي. لسګونه کلونه کیږي چې جنوبي سوډان هر کال تقریبآ ۲ ميلیارده ډالر د ۱۰۰۰۰۰ بهرنیو کارپوهانو په معاشاتو مصرفوي لیکن نن ورځ هم سوډان تر ټولو بې ځواکه او جګړه ځپلی هیواد دی.

په ۱۹۷۶ کال کې، کله چې ایران د رضا شاه پهلوي تر چغ لاندې ژوند کاوه او نوموړي د غرب اجنډا تعقیبوله، په ایران کې د زده کړې اندازه ۳۶.۵ سلنه وه لیکن د روح الله خمیني په رهبرۍ د ۲۰۰۸ کال د ارقامو پر بنسټ د ننني ایران د سواد اندازه له ۸۷ سلنې هم پورته شوې .

په تیره لسیزه کې نه یواځې نړیوالو له ایران سره خپله اقتصادي راشه درشه وشکوله بلکې په تمامه معنى یې لکه د ۱۹۹۲-۱۹۹۴ کال افغانستان په شان د هیریدو کوښښ وکړ. ایران د وخت د ضیقیت او اجبار په څرنګوالي پوهیده. نه یواځې دا چې د خپلو ملګرو لکه روسیه، چین، عراق، سوریه او نورو هیوادونو سره یې د ملګرتیا نسبي تارونه وغځول بلکې د خپلو کورنيو ظرفیتونو په جوړولو یې پیل وکړ. د نړیوالو فشار، اقتصادي تنګسه، او هر اړخیزه انزوا د ایران نامتو رهبر روح الل خمیني او اوسنیو سیاسي مشرانو د فرصت په څیر وګڼله او هڅه یې وکړه په خپلو تولیداتو، کورنیو امکاناتو او شته فرصتونو اتکاء وکړي او ځان له عظیم بحران نه روغ رمټ وباسي. د شدت، ظلم او انزوا په وړاندې مقاومت د روح الله خمیني د ستراتيژیو ترجماني وه او دا لاره هغه لارښود/نقشې ته ورته وه چې له بریا او بسیا پرته بل حالت یې په ځان کې نه درلود.

روح الله خمیني د چین د ماوو دیزانګ په نظر متکي انسان وو. نوموړي به ویل چې د ملتونو د پرمختګ راز د هغه ملت د ستونزو په پیچلتیا کې نغښتى دی.

له ماوو دیزانګ وپوښتل شو چې ملتونه کله سوکاله کیدای شي؟ نوموړي وویل: هغه ملت چې درد وویني نو د روغتیا په ارزښت پوهیدای شي، هغه ملت چې تاواني شي نو د ګټې راز لټوي، هغه ملتونه چې د رکود او جمود په پوله روان وي نو د صعود لټه کوي، مګر تر ټولو بدمرغه ملت هغه وي چې د زندګۍ له طوفانونو تیر شي مګر بیا یې هم عاقبت د فنا او بقا  ناپایه ستړې لار طى کوي.

روح الله خمیني هم خپل ملت، خپلو سیاسیونو او خپلو ملګرو ته کټ مټ د ماوو افکار انتقال کړل. خیمني شیعه مذهبه، شیعه پرسته، وطنپاله، ملت پاله او د مدرنیزم لیوال رهبر و . نوموړی نه یواځې ملت د هغه زمان د روان سیاسي منجلاب نه ساحل ته کړ، بلکې په خپل تمام درایت یې د سعودي عربستان د وهابي فکر د ترویج مخنیوی وکړ. که څه هم سعودي عربستان په تیرو ۳۰ کلونو کې د خپلو تیلو پریمانه ۴۲ ميلیارد ډالر د وهابیزم د انتشار لپاره وکارول لیکن روح الله خمیني په وچو کلمو د پیریانو او دیوانو سره د مرګ او ژوند پهلواني کوله.

کله چې پاکستان، سعودي، برېتانیې او امریکا د افغان جهاد ملاتړ کاوه نو هر هیواد په کې خپلې-خپلې ستراتیژیکې ګټې لټولې. پاکستان زموږ د سیاست مهار……، امریکا په سیمه کې په روسیې، چین، هند، ایران…… سیاسي صحنه تنګول، او سعودي په دې خطه کې د شیعه ییزم مخنیوی او وهابیزم د ترویج موخه درلوده. ایران هم د افغانستان په اړه بې پلوه پاتې نه شو. تر نن ورځې یې د افراط تر حده کوښښ کړی ترڅو د غرب (هرات) نه نیولې تر ختیځ پورې خپل سیاسي، اقتصادي، او کلتوري اهداف تر لاسه کړي. زموږ د وضعیت په خرابولو کې د پاکستان، هندوستان، غرب او امریکا ترڅنګ ایران هم لوی برخوال وو. ۲۱ قرن امر کوي، که غواړئ جنګ ځپلې سیمې او یا د درېیمې نړۍ ملتونه تر خپلې قبضې لاندې راولئ نو لومړی باید د هغو ملتونو افکار ووژل شي، تاریخ یې مسخه شي، مورال ترې واخيستل شي، راتلونکې ترې وتروړل شي، او دودونه یې ګډوډ شي. ایران هم تر ډیره حده د افغان دودونو په وژنو کې لاس درلود. تر ډیره حده یې د خپلو سیالانو په وړاندې زموږ په هیواد کې خپله نیابتي جګړه ترسره کړې ده. افغان مهاجرین یې توهین کړی، شړلي او ځپلي دي. تر نن ورځې پورې یې د افغان دولت په ملاتړ، افغان ملت په پرمختګ، ټولنیز ثبات، د جنګ په مهار، او سولې په راتګ کې یې یوه شیبه وخت او یو درهم، هم نه دی مصرف کړی. په تیرو ۱۳ کلونو کې د ناټو ۵۲ غړي هیوادونه او نړیوالې ادارې د افغانستان په بیا جوړونه کې سره ګډې وې لیکن ایران، ارګ ته د څو ميلیونه مشکوکو ډالرو پرته، ددې هیواد په بیا رغونه یوه روپۍ هم نه ده مصرف کړې.

دا خو د افغانستان په اړه د ایران ستراتیژي وه او ده. شونې نه ده په راتلونکو ۱۰-۱۵ کلونو کې د افغانستان په اړه د ایران ستراتیژي تغیر شي لیکن دا چې روح الله خمیني او ملګرو یې د ایران د ولس لپاره څه کړي دي، ایراني ولس نه د هیریدو نه دي.

نوموړي خدمت وکړ او ملت یی اکرام. نوموړی مړ شو خو ملت یې نوم جاویدان وساته. نوموړي د ملت لپاره قرباني ورکړه او ملت یې قدرداني وکړه. نوموړي د خپلو ځاني ګټو قرباني ورکړه او ملت ومنله. کله چې  روح الله خمیني ومړ نو لږ تر لږه ۷-۱۰ ميلیونه خلکو یې د تدفین په مراسمو کې برخه واخيستله. دا د قدرت د کږلیچونو او د قدرت نه وروسته حالاتو ښه بیلګه کیدلی شي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

 انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم  د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی. 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.