ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمالي کوریا د نړۍ څلورم نمبر غښتلی پوځي ځواک او مرکز یې پینګ یانګ دی. شمال او شمال لوېدیځه برخه یې د چین، شمال ختیځه برخه یې د روسیې او یوه ټاکلې غیر نظامي سیمه له جنوبي کوریا سره شریکوي. د جاپان امپراتورۍ د شمالي کوریا هېواد په ۱۹۱۰ کې ځان پورې ونښلوه لیکن کله چې جاپان د دويمې نړیوالې جګړې په دوران کې د امریکا پر وړاندې ماتې وخوړه نو شوروي امپراتورۍ، شمالي کوریا او امریکا د جنوبي کوریا سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستلې. که څه هم په ۱۹۴۸ کال کې د شمالي او جنوبي کوریا د توحید هڅې وشوې لیکن ناکامې شوې په داسې حال کې چې د شمالي او جنوبي کوریا د ۱۹۵۰-۱۹۵۳ کلونو جنګ بې پايلې پای ته ورسېد. د دواړو هېوادونو ترمنځ د څلورو لسیزو کوښښونو بیا هم دا جدا شوي ملتونه سره یو ځای نه کړل ترڅو په ۱۹۹۱ کال کې دا واحد ملت د جلا جلا هېوادونو په حیث په ملګرو ملتونو کې اعلان او ومنل شو .

دلته د شمالي کوریا د تاریخ بیانول اړین نه دي بلکې له جنوبي کوریا سره د پرتلې خبره اړینه ده. په دواړو هېوادونو کې د رهبرۍ د څرنګوالي، د قدرت د استعمال او د قدرت د پای ته رسېدلو نه وروسته د زعامتونو د ټولنیز ارزښت د بیان خبره اړینه ده.

شمالي کوریا او جنوبي کوریا په یو زمان کې رامنځته شول. دواړه هېوادونه د هغه زمان لویو لویو قدرتونو په غیږ کې ونیول. دواړه هېوادونه یو ډول زندۍ، محصور، او بی وسه شول. دواړه هېوادونه د بقا او فنا په جګړه کې لتاړ شول. د دواړو هېوادونو د انحلال او نزول مسله حتمي وه. دواړه هېواونه د لویو هېوادونو د حیثیت لپاره د نذرانه کولو په درشل کې و او دواړو هېوادونو د ازاد تنفس لپاره پښې او لاسونه وهل.

خو:

شمالي کوریا نن د نړۍ لوی قوت، غښتلی اقتصاد، او پر ځان بسیا ملت دی، په داسې حال کې چې جنوبي کوریا د یوه زولانه شوي غلام، بې وسه نوکر او بې حسه وجود ښکاره بېلګه ده چې امریکا یې د واک قیضې په خپلو لاسونو کې ټینګې ساتلې دي. هغه وخت چې د شمالي کوریا اوسني مشر او د (کوریا د خلکو حزب) رهبر کیم جان اوو خپلو خلکو/پوځیانو ته د جنوبي کوریا-امریکا د ګډو نظامي مانورو د تمثیل په سبا ورځ خطاب کاوه نو داسې یې وویل: بیدار شئ، د امریکا توغ ته اور واچوئ، پرېنږدئ چې امریکا د نړۍ بام ته پورته شي، موږ وڅاري، پر موږ سلطنت وکړي، زموږ ازادي سلب کړي، موږ د نورې بې وسه نړۍ په څېر د خپلو ګټو قرباني کړي. پرېنږدئ امریکا له موږ غښتلې شي، پر موږ یکه تازي وکړي. پرېنږدئ امریکا د ارام ساه واخلي، ځان بې سیاله لوبغاړی وګڼي. موږ د نړۍ د مشرۍ لپاره پیدا شوي یو، که څوک جګړه کوي نو ورسره جګړه کوو او که څوک سوله کوي نو سولې ته تیار یو. موږ د تیري لپاره نه یو خلق شوي لیکن په یاد مو وي چې د غلامۍ لپاره هم ژوند نه کوو. موږ د یوه سیال، ازاد، باشرفه، مترقي، عصري، باعلمه او مدني ملت په حیث د باعزته ژوند د تمثیل لپاره پیدا شوي یو. موږ باید ددې نړۍ د سوکالۍ او ځان ژغورنې انساني مسوولیت پر غاړه ومنو. نوموړي زیاته کړه چېد جنوبي کوریا-امریکا تش په نامه او پوچې مانورې زموږ د مورال د ټیټېدو او زموږ د روښانه مشعل د تتېدو لامل ګرځیدلی نه شي. نوموړي زیاته کړه چې موږ به د دنیا د هر ظالم په سترګو کې د اغزي او خپل ملت د حامي دنده ترسره کوو ترڅو خپل وجود تمثیل او خپل نقش اداء کړو.

پورته خبرې درنې، سختې او له مسوولیته ډکې دي. دا یواځې د لافو په دایره کې راګیرې ژمنې او اخطارونه نه دي، بلکې دا د کیم جان اوو د پلار (کیم جان ایل) خبرې وې چې خپل ملت ته به یې کولې او زوی کیم جان اوو کټ مټ خپل ملت ته نقل کړې.

کیم جان ایل نشنلست، هېوادوال، ځان غوښتونکى او د ځاني-ملي وقار غوښتونکی و. نوموړی په ۱۹۹۴ کال کې د خپل پلار له مرګه وروسته د شمالي کوریا لوی رهبر، د کوریا د پوځ مشر او د ملي دفاع د کمېسيون رییس و . نوموړي په ملت پالنه او وطن پالنه کې مثال نه درلود. کیم د خپل قوم د توحید، پر ځان بسیا سبا، هیواد ژغورولو، د ولسونو د پوهولو او د دښمن د مقابلې لپاره د کوریایانو د تربیه کولو او تیارلو په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي. دا به هم ومنو چې نوموړی د نړیوالو او په ځانګړې توګه د غربیانو په سترګو کې د یوه دیکتاتور، مدهش، او جابر رهبر نه بل څه نه شي کیدلی، هو کیم د شمالي کوریا د ملي ګټو لپاره وخت نا وخته د یاغیانو اوخاصو قشرونو پر وړاندې مظالم ترسره کړي دي لیکن په ټوله کې زموږ ادعا خپل ملت او ملي ګټو ته د کیم د پوره ژمنتیا خبره ده.

که څه هم ویل کیږي نوموړی د زړه د ناروغۍ له امله د ۲۰۱۱ کال د دسمبر په ۱۷ نیټه ومړ لیکن موثق اسناد ښکاره کوي چې  کیم جان ایل، هغه مهال چې د برق په یوه ډیره حیاتي او ملي پروژه کې له انجنیرانو څخه غلطي شوې وه، خفه شو، غصه شو او بلاخره د ډیر خفګان او قهر په وجه، چې د فشار د لوړیدا لامل یې شو، ومړ. د نورو عادي انسانانو په څیر، کیم جان ایل هم خوښي او ارام خوښېده لیکن دا چې نوموړي له خپل ملت سره جفا او د خپل راتلونکي پر وړاندې خطا نه شوه زغملی نو له ډیر قهر څخه یې د سر رګونه وشلیدل او بالاخره ومړ. دا د خپل ملت او ملي اقدارو سره د کیم د مینې انتها په ګوته کوي. د کیم د ژوندانه ټول بهیر او د مړینې لامل د خپل ملت د ارمانونو ښکاره ترجماني کوي. ښه، نوموړی ومړ لیکن د نوموړي نوم به سلګونه کلونه د شمالي کوریا په تاریخ کې ژوندی پاتې وي.

د کیم جان ایل له مرګ نه ۱۰ ورځې وروسته، د کیم جان اوو په مشرۍ ۲۵۷ کسیز ګروپ جوړ شو ترڅو د نوموړي د تدفین مراسم پرځای کړي. په کوریا کې ماتم وو، په هر کور کې ژړا وه،  او هر وګړی د غم په ټغر ناست و. د نوموړي جسد یواځې د درې ساعتونو په جریان کې ميلیونونو کسانو ولید او ویل کیږي چې د نوموړي د تدفین په مراسمو کې ۴ ميلیونه کسانو برخه اخيستې وه. د نوموړي مرګ او د شمالي کوریا د خلکو بې بېلګې ویر، هغه مهال نیمه نړۍ ولړزوله.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Views: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

 انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم  د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی. 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.