ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیاست او اقتصاد دوه بېل بېل مسلکونه او مفاهیم دي لیکن یو په بل کې ننوتي، نښتي اولازم او ملزوم دي. په یویشتم قرن کې دا دواړه ارزښتونه یو له بله مجزا نه شي پاتې کېدلی او یا په بله اصطلاح یو له بله جدا هیڅکله هم په اسانۍ د بریا پوړ ته نه شي پورته کېدلی. فني سیاست د رغېدلي ماشین ( سیستم) په معنا دی، په داسې حال کې چې پیاوړی اقتصاد د نوموړي ماشین د چلښت راز، انرژي، اوهنر ته ورته دی. پیاوړی اقتصاد د کامیاب سیاست لپاره اړین توکی دی او پرته له غښتلي اقتصاد د بریالي سیاست، سیادت او زعامت خوبونه لیدل خیال، مهال او جنون ته ورته قضیه وي.

که څه هم په نړۍ کې داسې لسګونه سیاسي رهبران شته چې په تش جیب یې د کامیاب سیاست لوبه پیل کړې لیکن هغوی د ګوتو په شمېر دي. مهاتما ګاندي، نیلسن منډیلا، مادر تریسا، اوباما او د افغان ملت مشر غلام محمد فرهاد هغه انسانان وو چې ولسي سیاست یې پیل کړ، د ملت په نبض، خواصو، اړتیاوو او غوښتنو یې ځانونه خبر کړل او بیا تر ډیر شواخون وروسته د ملت په ذهنونو کې نقش شول. هغوی د ټولنو د ښکته او منځ پوړ خلکو ته لاس ورکړ. ټول اړ وو، ټول ژمن وو، او ټولو تغیر غوښت. دا هغه ګوته په شمېر انسانان وو چې زر، ځواک، او زور نه، بلکې رښتيني خدمت یې خپله پېژندنه جوړه کړه.

نن زه د یوه عجیبې هستۍ په اړه خبره کوم. دا سړی مسلمان نه وو لیکن د غوره عادتونو په لحاظ تر ډیرو تش په نامه مسلمانانو غوره وو. دا سړی قاتل نه دی، ظالم نه دی، مغرور نه دی، خاین نه دی. دا سړی لوی شتنمن مګر ورسره د لوی زړه انسان دی. فکر کوم د نړۍ په ۷.۲ ميلیاردو خلکو کې شاید نوموړی د لسو غوره انسانانو په منځ کې یو وي. لرلید یې لوی، ارادې یې لکه غرونه دنګې، هیلې یې لکه دښتې ارتې او د مزل طرز یې له هر چا بدل دی.

زه د امریکا د لوی سوداګر او نامتو سرمایدار بېل ګیټس خبره کوم.

نوموړي د خپل ژوند په ټول بهیر کې د زړه له تله درې ځلې ژړلي او درې ځلې یې خندلي. خندا او ژړا دواړه یې د ژور درد او بې حده خوښۍ ترجماني کوي. نوموړی په خپل لاس جوړ انسان دى چې د ژوند له ټیټ پور نه یې مزل پیل کړی او اوس د ژوند ډیرو لوړو پوړیو ته رسېدلی. نوموړی د منزلت له مخې ډیر هسک مګر د تضرع/تواضع له مخې ډیر ټیټ دی. د نوموړي نوم خورا دروند مګر د کړو وړو له مخې د ټولنې د هر پوړ خلکو سره جوړیږي. دا سړی په ۱۹۵۵ کال کې په سیاټل ښار کې وزېږید مګر علمي کچه او د زده کړې سټایل یې په بشپړ ډول د سیاټل له ټولنې سره متفاوت وو. نوموړی په علمي کورنۍ کې زېږېدلی وو مګر د مکتب او پوهنتون کلونه یې د فکري تعمق وړ دی.

نوموړی هارود پوهنتون پیل کړ، ناکام شو، بریالى شو، خجالت شو، ملامت شو او تر هرڅه وروسته هغه وخت یې هارود پوهنتون پرېښود چې ښوونکي یې ورته وویل.

بیل: تانه بل هیڅ هم نه جوړیږي، مګر دا چې د ښاري بس ښه ډریور شې. د ښوونکي په دې خبره بیل ګیتس د زړه له تله وژړل، پوهنتون یې پرېښود، د ځان او جهان په اړه یې نوی فکر پیل کړ. که څه هم د امریکا او نړۍ د نولسوه اویایمو کلونو شرایط هم د بیل ګیټس د ناڅاپي بریا لامل شول لیکن د ګیټس په کوپړۍ کې د مایکروسافت فکر، د تکنالوجۍ اړوند نوښت، د پانګه اچونې زړه او لویه حوصله د نوموړي د بریا اصلي لامل شو. نوموړي به ویل چې زه په ټولګي کې ناکام شوم او همنصفي مې لومړى درجه. اوس زه د ۲۰۰ بلیونیزې سوداګرۍ مشر او همصنفي مې په مایکروسافت کې انجنیر دی. نوموړی زیاتوي، دا ځکه چې ما د ژوند، ځان، جهان او راتلونکي په اړه متفاوت فکر درلود. ما ځان او ذهن وتاله، د ځان د کمیو او خوبیو په اړه مې جاج واخيست او هر هغه څه مې وکړل چې لازم وو. نوموړی وایي دا جهان له سرو او سپینو ډک دی، هر هغه څوک یې تر لاسه کوي چې د تر لاسه کولو حوصله، جرات او اراده یې ولري.

د ۱۹۷۹ کال مایکروسافت په ۱۹۸۰ کال کې لکه برق داسې په تیزۍ خپور شو. دا کال د ګیټس په ټنډه کې د نورانیت د ځلېدو کال شو. پر نوموړي د شتو او پیسو باران شو. ۱۹۹۵ کال، هغه مهال چې د امریکا اقتصاد په رغېدو و، ګیتس ۴۰ کلن و . هغه مهال نه یواځې دا چې ګیتس د ځان لپاره نیک نوم وګاټه بلکې ټوله امریکا یې ویاړلې کړه. نوموړی نه یواځې د ډیرو پیسو خاوندشو، بلکې په ټوله نړۍ کې یې د ټکنالوجۍ په برخه کې بشپړ انقلاب راوست. نوموړی د کمپیوټر نړۍ ته بل رخ ورکړ، د انسانیت چارې یې اسانه کړې او بلاخره د کړو وړو اغېز یې د نړۍ په هر کور او اداره کې محسوسېده. نوموړي دښمن ته هیر خیر ورساوه او دوست ته هم. نوموړي خپل ځان هم په سهولت کې کړ او پردی هم. نوموړي نننۍ چارې هم سمبال کړې او د سبا غم یې هم وخوړ. که څه هم د ټکنالوجۍ او د نړۍ د عصریتوب په برخه کې ډیر کارونه شوي دي لیکن ګیتس په اویایمو کلونو کې د نوې نړۍ نوی بهیر پیل کړ.

د ښو انسانانو قدرداني په کار ده. د لویو انسانانو ستاینه په کار ده. د غښتلو خلکو د پل تعقیبول په کار دي. په ۱۹۹۵ کال کې ګیتس ۴۰ کلن و او د خپلې شته سرمایې د حساب له امله د نړۍ سرمایدار ترین سړی شو. مایکروسافت د نړۍ په ۱۰ لویو کمپنیو کې شمار شو او ګیتس د نړۍ د اغېزمنو خلکو په کتار کې ودرېد. بیل کلنټن د امریکا ولسمشر و ، اړ شو چې د ګیتس کړنې ونمانځي او لږ تر لږه د هغه څه په بدل کې چې ګیتس امریکایي ولس او نړۍ ته ورکړي و ، نوموړي ته هم څه ورکړي. کلنټن وویل، ویاړم د هغه هیواد پورې تعلق لرم چې ګیتس یې هم تابعیت لري. موږ ویاړلی ولس یو لیکن دا تاریخ مفته نه دی راغلی. ددې تاریخ په جوړولو کې د ګیتس په څېر له نبوغه، حکمته، او ژمنتوبه ډکو خلکو خپل رول اداء کړی دی. نوموړي زیاته کړه، ټوله نړۍ باید خبره شي چې موږ د بیل ګیتس په وجود ویاړو او موږ هغه ویاړلی ملت یو چې بیل ګیتس یې استازیتوب کوي.

د کلنټن د خبرو په اورېدو، ګیتس د دوهم ځل لپاره وژړل او بیا یې د زړه له تله وخندل. ژړا یې هم له خوښۍ او خندا یې هم له خوښۍ. ویې ویل، څومره عجیبه ده چې د هاورد ناکام زده کوونکى د ټولنیز منزلت دی مقام ته ورسېده. ویې ویل، لا هم مزل پاتې دی، لا مې هم د یوه انسان په حیث خپل مکلفیت نه دی کړی، لا مې هم د خدای د ورکړې برابر څه نه دي کړي. د یوه انسان په حیث، داسې انسان چې ډیر څه یې له توانه پوره دي، د انسانیت د خدمت په برخه کې لا هم پاتې راغلی یم، لیکن ژمن یم، مخکې تر دې چې ومرم، ترشا باید د خدمتونو او نیکې رویې اساسي مکتب پرېږدم.

نوموړى د ټولې نړۍ په کچه څوارلس کاله تر ټولو لوی سرمایدار و . لسګونو زرو خلکو یې په کمپنۍ کې کار کاوه. ۱۳۱ زره خلک دده د نوښت له مله ميلیونران شول او هغه شان چې د اسامه بن لادن، محمد بن لادن/سالم بن لادن په کمپنۍ کې ۴۰۰۰۰ زره کسانو کار کاوه، د بل ګیتس په کمپنۍ کې هم  ۶۵۰۰۰ زره کسان په یوه وخت کې په دندو بوخت وو. نوموړي نه غوښتل د ټکنالوجۍ دا نوښت او اسانتیا یواځې د امریکا تر سرحدونو پورې وتړي، بلکې د نوموړي د کار اغېز باید نړۍ ته وغځیږي. مایکروسافت په دې وروستیو کې لږ تر لږه په ۱۰۵ هیوادونو کې څانګې او فعال کاروبار درلود. دا د غټ نوم خاوند سړی د لوړو اخلاقو خاوند هم دی. دا سړی غواړي د سوداګرۍ له دایرې پورته څه وکړي. داسې څه وکړي چې اړمنو ته یې مخ پر مخ ګټه ورسیږي. هغه مهال چې د امریکا جګړې په عراق او افغانستان کې په زور روانې وې او هره ورځ زرګونه خلک وژل کیدل، کورونه ورانېدل، بچي يتیمان کېدل او میندې بورې دي، نو ګیتس په ۲۰۰۶ کال کې اعلان وکړ چې د ۲۰۰۸ کال د جولای په لومړۍ به دا کمپنۍ پرېږدي او بشرپالنې ته به مخه کوي. دا عجیب اعلان و او هیچا هم باور نه کاوه چې بیل ګیتس به د انسانیت لپاره خپل اقتصادي قدرت پریږدي او ژوند به د غریبو ملتونو په خوا کې تېروي. ۲۰۰۸ کال شو، جون په ختمېدو شو، زړونه په رپیدو شول، ټوله دنیا سترګې پر لار وه چې ایا رښتیا هم داسې ناشوني څه کیدونکي دي؟

د معمول په څېر، ګیتس سهار وختي دفتر ته راغی، کارکوونکي شېبې شماري او هیله لري چې نوموړی به له خپلې پرېکړې واوړي لیکن ګیتس غږ وکړ، ټول راټول شول او د کنفرانسونو په تالار کې کیناستل. ګیتس ورو پیل وکړ: زه په خپله ژمنه ولاړ یم. زه غواړم د نادارو مرسته وکړم، زه غواړم د انسانیت لپاره څه وکړم. دا هر څه فاني دي لیکن انسانیت او انسانیت ته مرسته به تلپاتې وي. کار کوونکي او ملګري یې د اورېدو توان نه لري، سترګې یې له اوښکو او زړونه یې له یوې دنیا درد نه ډک دي. په تالار کې چوپتیا حاکمه شوه، داسې لکه بې روحه جسدونه چې قطار شوي وي. که څه هم د ټولو کارکوونکو له څېرو د ګیتس د پاتې کېدو غوښتنې څرک واهه لیکن د ګیتس زړه د انسانیت د خدمت لپاره بې واره و . ګیتس رخصت شو، د تالار ګډونوال په ژړا سر شول او ګیتس هم ورسره وژړل. دا درېیم ځل و چې ګیتس د زړه له تله ژړا وکړه لیکن له ژړا وروسته موسکا یې هم هیڅ بی هیڅه نه وه. نوموړي که څه هم نړیواله سوداګري پرېښوده لیکن دا چې له دې وروسته به د انسان ژغورنې او انسان پالنې په کارونو کې بوخت وي، ومسکېد. خندا یې سرسري لیکن د زړه له ژورو راوتلې وه.

نن ګیتس د ( بل او ملیندا ګیتس) په نامه خیریه بنسټ لري او ددي بنسټ لپاره په بانکي اکاونټ کې ۲۵ بلیونه ډالر پراته دي. نوموړي خپل هر اولاد ته تره یوه-یوه ميلیون کمې پیسې پرېښودې لیکن د خپل چاپیریال فقیرو ته یې ۲۵ زره ميلیونه ډالر ځانګړي کړل. که څه هم نوموړی اوس د پخوا په شان په اقتصادي لحاظ پیاوړی نه دی لیکن دنیاوالو یې نیکه رویه، زړه، ذهن، خلوص او شخصیت منلی دی. هر کال د نړۍ په کونج کونج کې نابلده خلک د نوموړي په غیاب کې د نوموړي کالیزه، د اکتوبر په ۲۸ نمانځي. اوس هم، کله چې بل ګیتس د نړۍ ۳۵ هېوادونو ته د فلاحي کارونو د ترسراوي لپاره سفرونه کوي، نو کوربه هېوادونه ورته د ولسمشر او یا صدراعظم پروتوکول ورکوي. ګیتس د امریکا ولسمشر نه، د وسلو د کمپنیو خاوند نه، د راکفلر او ډیوپونټ په شان د امریکا د کورنیو او بهرنیو پالیسو منتظمین نه، د امریکا فدرل ریزرف بانک مشر پال واربرګ په شان زورور نه، بلکې یو عادي انسان چې له سترګو او زړه نه یې د فقیرانو لپاره یواځې او یواځې مینه او مرحمت بهیږي. که څه هم بل ګیتس د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند ولسمشریز نوماند (۲۰۱۶) دونلد ترمپ د ټولې سرمایې په پرتله ۸ ځلې زیاته سرمایه لري، لیکن ګیتس د ټرمپ په شان مغرور، سرتمبه، او بې رحمه سړی نه دی. ګیتس د سړې سینې، روښانه ټندې، پرانيستي ټټر، موسکې خولې او لکه حاتم طایي د افراط تر حده ځوانمرده انسان دی.

ګیتس اوس ۶۰ کلن دی او که خدای کول لا به ډیر کلونه پایي، لا به هم د ډیرو بې وزلو خلکو لاس نیوی کوي، لا به هم ډیر لوړ/ملموس خدمتونه وکړي او لا به هم له مرګه مخکې خپله انساني ونډه اداء کړي. که څه هم نوموړی عیسوي دی لیکن کړنې یې د ډیرو مسلمانانو په پرتله د اسلام په تله برابرې دي. ګیتس د حبشې نجاشي بادشاه ته ورته دی چې ظاهري بڼه یې د کافرانو او باطن یې د سوچه مسلمانانو په څېر ده. که څه هم نجاشي کافر ومړ لیکن محمد صلی الله علیه وسلم یې په غیاب کې د جنازي لمونځ اداء کړ. محمد ص لکه د خپل تره ابو طالب په څېر، د نجاشي لپاره هم له خدایه د مغفرت دعا وغوښته. څه به وشي که بل ګیتس هم د سوچه مسلمانانو په څیر اسلام قبول کړي او خدای ومني. زړه مې غواړي نوموړي ته له خدایه د هدایت او مغفرت دعا وغواړم. زما په څیر سړی، چې زیږیدنه او پالنه مې په اسلامي هیواد کې شوې او لا تر اوسه د ګیتس له زرې هم نه یم برخمن لیکن د نوموړي ښو کړنو او ځانګړتیاوو لکه مقناطیس ځان ته کش کړی یم.

نوموړي د خپل قدرت، توان او حیثیت په وخت کې د ټولنې د غښتلتیا لپاره کار وکړ او نړیواله ټولنه به هم وخت ناوخته د ګیتس د ښو کړنو معاوضه ورکوي. لا خو ژوندی دی او ګورو چې نور څه کوي.

د امریکا د راکفلر د بانک او تیلو کمپنۍ مالک به ویل: ماته د امریکا ولسمشري د ځان حقارت ښکاري. کاروباري الن په خپل لیکلي کتاب ( هیڅوک حق نه لري دا د توطیې په نامه یاد کړي) کې لیکلي چې راکفلر به ویل چې د امریکا په سیاست، کانګرس، او سیپنه ماڼۍ کې زما دلالان موجود دي، اړینه نه دی چې زه پرې خپل وخت ضایع کړم. نوموړي به ویل چې جنګ د پرمختګ قطعي لار ده. د نورو انسانانو وژل، د خپلو شومو موخو لپاره ملتونه قرباني کول او خپل ټول ژوند د ټولنو د سلام او ارام د وژلو لپاره صرفول د راکفلرد ژوند طرز و  لیکن بل ګیتس د راکفلر د فکر خلاف خپل ارام او سلام د بې قراره زړونو د تسلۍ لپاره لوګى کړ. د ښو او بدو انسانانو تر منځ هغه وخت تفکیک کیدلی شي چې قدرت یې لاس ته ورشي. دا هغه وخت وي چې سړی ځان هیر کړي، خدای هیر کړي، او لکه زموږ د ټولنې بعضې مدهش، مخرب، بې زړه او بې ضمیره سیاسي دلالان د خپل مسلمان/افغان ملت په سرونو میچن ګرځوي.

که تش په نوم اسلام د سړیتوب او انسانیت معیار نه وي، او اسلام د عمل او نیت دین وي، نو هرو مرو دې زما د ټولنې ډیر شمیر مشران د بل ګیتس له نومه قربان شي. هیله ده زما قوم، زما ملت او په ځانګړې توګه زما د ټولنې بعضې مشران شرم پیدا کړي، احساس پیدا کړي، له پیغوره وشرمیږي، له خدایه وویریږي او ددې مظلوم ملت په حال ورحمیږي. هیله ده بیا زه لیکوال څه موده وروسته د هغه په اړه هم داسې لیکنه وکړم چې هم پرې وویاړم او هم یې د راتلونکي تغیر ااو ارام لپاره سرچینه وګڼم.

په دې هیله چې:

لا به ډیر ګلونه واشي په دې باغ کې

د ګلزار د غوړېدلو یې اغاز دی.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 8

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

 انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم  د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی. 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.