ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
15 Dec 2018 - 14:50
author avatar
15 Dec 2018 - 14:50

افغانستان په وچه کې پروت هغه هېواد دی چې نړیوالو اوبو ته لار نه لري او سمندري بندرونو ته د لاسرسي لپاره پر ګاونډیو هېوادونو متکي دی او له همدې امله د خپلو سوداګریزو چارو د پرمخ بیولو لپاره له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی. نړیوالو اوبو ته لاسرسی او له دې لارې له بهرنۍ نړۍ سره د سوداګرۍ ترسره کول د افغانستان په څېر هېوادونو لپاره ډېر اړین وي او نږدې ټول په وچه کې پراته هېوادونه په دغه برخه کې د سیاسي- امنتیي ستونزو ښکار کیږي، خو له بده مرغه افغانانو ډېری وخت په مختلفو شکلونو د مختلفو هېوادونو ډېرې نادودې زغملې او په ترڅ کې یې ډېر زیات مالي او بشري زیانونه ګاللي دي. د پاکستان له لارې تجارت افغانانو ته نه یوازې دا چې مالي زیانونه رسولي، بلکې تر څنګ یې نور ګڼ شمېر زیانونه هم رسولي دي. په دې لاره کې د امنیت نشتوالی د سیاسي اختلافاتو په وجه د لارې تړل کېدل، له کراچۍ څخه تر تورخم بندر پورې په مختلفو نومونو د باج اخیستل، د سوداګرو برمته کېدل، د مالونو مصادره کېدل، په بندرونو کې د مالونو ایسارول چې په نتیجه کې یې د توقف لګښتونه د جنس له اصلي قیمت څخه زیاتېدل، په لاره کې د مالونو سوځېدل، د موسمي تولیداتو پر مخ په بېلابېلو پلمو له لارې تړل څو تازه مېوې خپل کیفیت له لاسه ورکړي او حتی د سوداګرو تښتول او پر مرګ ګواښل ټول هغه لاملونه دي چې افغانان یې دې ته مجبور کړل څو د بدیلو لارو موندلو هڅې پیل کړي او په ترڅ کې یې خپل د اړتیا وړ توکي هېواد ته او برعکس افغاني توکي چې بهرنی مارکېت لري، نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

د افغانستان دولت په خپل نوښت د صادراتو د تقويې او په کمه بيه د وارداتو ترلاسه کولو لپاره يوه نوې دريڅه چې د هرات له تورغونډۍ او د فارياب له اقینې څخه پيليږي، د ترکمنستان له ترکمن باشي څخه تېرېږي چې وروسته بيا د اذربايجان د باکو په ښار داخل او له هغه ځايه بيا د ګرجستان د تفليس سره يوځای کېږي او بيا د قارس له لارې ترکیې او بيا نورو اروپايي هېوادونو ته رسېږي او په دې توګه افغانستان، مرکزي اسیا، قفقاز او بالکان له مرکزي اروپا سره نښلوي. دغه لار د ورېښمو د لرغونې لارې یوه برخه ده چې له هغې لارې به د افغانستان لاجورد او نورې قیمتي ډبرې اروپا، روسیې او د افریقا نورو هېواونو ته لیږدول کېدل، د دې لارې لومړنۍ طرحه د وريښمو د تاريخي لارې د بديل په توګه په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د بهرنيو چارو د وزارت په نوښت وړاندې شوه چې له نیکه مرغه د سیمې د هېوادونو له تاوده هرکلي سره مخ شوه. دغه لار چې افغانستان به د سرک او اوسپنې پټلۍ پر مټ د سویلي اسیا او له هغه ځایه دسویلی اسیا هېوادونه له منځنۍ اسیا او په دې ډول به دغه هېوادونه د ترکیې د لارې له اروپایي هېوادونو سره نښلوي، د دې لارې تړون د ۲۰۱۷ زېږدیز کال د نومبر د میاشتي په ۱۵ نیټه د ریکا (اقتصادي همکاریو کنفرانس) په پای کې د پنځو هېوادونو افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې د بهرنیو چارو د وزیرانو لخوا د ترکمنستان هېواد په عشق اباد ښار کې لاسلیک شو. د څو اړخیزه ترانزیټي همکاریو په برخه کې دا دویم هوکړه لیک دی چې افغانستان یې لاسلیکوي. تر دې مخکې یې هم دغه ډول هوکړه لیکونه له هندوستان او ایران سره لاسلیک کړي وو.

دغه کم مصرفه او نږدې لاره چې له اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پلوه د افغانستان لپاره ډېره ګټوره ګڼل کېږي، په رسمي ډول د افغانستان د ولسمشر او د حکومت د نورو لوړپوړو چارواکو په حضور کې د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د ډسمبر په ۱۳مه نېټه چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د لېندۍ میاشتې له ۲۲مې نېټې سره سمون خوري، په رسمي توګه د صادراتو پر مخ پرانیستل شوه چې له نېکه مرغه د دې لارې په مرسته په لومړي ځل نهه بار وړونکو لاریو چې په ټولیزه توګه یې ۱۸۰ ټنه سوداګریز توکي چې ۸۳ ټنه د پنبې تار، ۳۴ ټنه ممیز، ۳۶ ټنه د هیندواڼو زړي او ۲۷ ټنه کونځلې (کنجد) د تورغونډۍ له بندره د ترکمنستان هېواد ته او له هغه ځایه ترکیې او اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شي، حرکت وکړ. دې لاره له اقتصادي پلوه تر نورو ټولو لارو د افغانستان لپاره له اروپايي هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره غوره او ګټوره بلل کیږي.

د دې لارې د بریالیتوب لپاره ډېرې زیاتې خوشبینۍ شتون لري چې ځینې یې د بېلګې په توګه په لاندې ډول په ګوته کولی شو!

لومړی د دې لارې په اوږدو کې که ولیدل شي ټول هغه هېوادونه پراته دي چې د افغانستان په څلوېښت کلن ناورین کې تر ډېره حده بې پرې پاتې وو او یا هم په ډېرې کمې سلنې سره هغه هم د خپلو ګټو ساتلو لپاره شامل پاتې شوي چې دا وضعیت په خپله د دې لارې د بریا لومړنی او اساسي ټکی بلل کېږي. د دغه بندر ښه والی د چابهار په نسبت دا دی چې هغه بندر تر ډېره د سیمې او نړۍ د سیاسي مخالفتونو تر سیورې لاندې راغلی. د چابهار د بندر په رغولو هندوستان له دې امله میلیونونه ډالر لګښت وکړ چې له سیاسي- اقتصادي پلوه د ګواډر له بندر سره چې د چین هېواد په کې پانګونه کړې ده، سیالي وکړي. له بله پلوه دغه بندر د ایران په هېواد کې موقعیت لري او نړیوال بندیزونه کولی شي له دې لارې تجارت سره له دې چې امریکایانو نوموړی بندر مستثنی کړی هم دی، اغېزمن کړي. خو برعکس د لاجوردو ترانزیټي دهلېز بیا تر ډېره بریده د دې ډول کشمکشونو څخه لږ تر لږه اوسمهال نه اغېزمن کېږي.

دویم؛ ترکمنستان د ګازو له پلوه یو بډای هېواد بلل کېږي او هڅه کوي چې په پراخه پیمانه ځان ته پېرودونکي ومومي چې د دې لارې په مرسته د سوېل او سوېل لوېدیځي اسیا مارکېټ ته په اسانه او ارزانه لاسرسی ولري چې له امله یې افغانستان نه یوازې دا چې ترانزیټي، بلکې نوری اقتصادی ګټی هم ترلاسه کولی شي. د ترکمنستان د سوداګرۍ د بیلانس اوسنی وضعیت د دې ښکارندوی دی چې دغه هېواد په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د صادراتو مثبت (۴۷۵۶.۸۵) بیلانس لري چې په دغه رقم کې زیاتې پیسې د طبیعې ګاز او برېښنا له پلور څخه ترلاسه شوي او ډېری یې د اسیا هېوادونو ته صادر شوي، دي. ترکمنستان په دې برخه کې له جدي سیالۍ سره مخامخ دی ځکه ازبکستان هم له څو لسیزو راپه دېخوا هڅه کوي چې د سوېل او سوېل لوېدیځې اسیا هېواونو ته د خپلو صادراتو لړۍ ګړندۍ او پياوړې کړي.

درېیم؛ ټول هغه هېوادونه چې په دغه دهلېز کې شاملېږي، کولی شي خپلو صادراتي مالونو ته په منځنۍ اسیا، سوېل او سوېل لوېدیځې اسیا کې مناسب او ګټور بازارونه ولټوي چې د همدغه دهلېز په مرسته کولی شي خپل تولیدات په اسانه، ارزانه او کم لګښت سره له منځنۍ اسیا سوېل او سوېل لوېدیځې اسیا بازارونو ته صادر کړي؛ ځکه چې له دې لارې د افغانستان او اړونده هېوادونو هره لارۍ کولی شي پرته له ګمرکي تعرفي څخه په هر هېواد کې بارګیري وکړي چې همدغه ځانګړنه کېدای شي د افغانستان او د سیمې د سوداګرۍ د پرمختګ لامل شي. سربېره پر دې که د قیمتونو توپیر ته وکتل شي، دغه لاره اروپا ته د کراچۍ له بندره شل سلنه د قیمت کموالی په ګوته کوي. د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، د یوه کانټينر لېږد له دې لارې د کراچۍ په نسبت ۲۰٪ قیمت ټیټوالی ښيي چې له مخې به یې هر سوداګر کولی شي په یوه کانټینر کې تر ۱۰۰۰ ډالر د لېږد کمه بیه ورکړي او په دې توګه خپل سوداګریز توکي په لږ وخت او ډاډمن امنیت سره له یوه ځایه و بل ځای ته ولېږدوي چې د دغه تړون په ښه تطبیق سره به د تاجکستان او قرغیزستان هېوادونه هم زړه ښه کړي څو د دغه تړون لیک برخه و ګرځي.

څلورم؛ افغانستان به په اوږده مهال کې د دې لارې په پرمختګ سره به نه یوازې ترانزیټي ګټه ترلاسه کړي، بلکې تر څنګ به یې خپلو وګړو ته په مختلفو برخو کې د کار زمینه هم برابره کړي چې له امله به یې زموږ د داخلي عوایدو کچه پورته شي. تېرو څلوېښتو کلونو جګړې نه یوازې موږ ته اقتصادي، سیاسي او بشري زیانونه را رسولي، بلکې تر څنګ یې ډېر وګړي د زده کړو له نعمته هم بې برخې کړي. اوس که موږ وغواړو د هغو وګړو لپاره چې د تعلیم کچه یې ټیټه او یا هم نشته، کولای شو د دې لارې پر مټ هغوی ته په مختلفو برخو کې چې نسبتاً سواد ته ډېره اړتیا ونه لیدل شي، د کار زمینه برابره کړو نو د هغوی د عاید کچه به لوړه او د ژوند اړتیاوې به یې تر ډېره حده مرفوع شي.

پنځم؛ د دې پروژې او تر څنګ یې د نورو لویو پروژو تطبیق کولی شي د امنیت په راوستلو کې هم لازمه مرسته وکړي؛ ځکه کله چې د لویو پروژو په پلي کولو کې د سیمې د ډېرو هېوادونو ګټې نغښتې وي او همدارنګه کله چې سیمه ییزې اقتصادي ګټې سره شریکې شي، نو بیا یې د امنیت په ساتلو کې هم دغه هېوادونه خپله لېوالتیا څرګندوي او په شکل د اشکالو نه پرېږدي چې دا ډول پروژې زیانمنې شي. که د افغانستان اوسنی وضعیت او تر څنګ یې د نړیوالو سیاسي رقابتونو ته وکتل شي نو په ډېر وضاحت سره لیدل کېږي چې ډېر هېوادونه د خپلو اقتصادي ګټو د زیاتوالي او ساتلو لپار خپل رقابتونه ترسره کوي چې تر ډېره بریده یې بیه افغانان پرې کوي. اوس که افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونو ګټو ته په خاص مهارت او د ارزښت په تفکیک زمینه مساعده کړي نو په اسانۍ سره به وکولی شي چې د خپل سیاسي ثبات لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

شپږم؛ د یوې لویې پروژې تطبیق نورو لویو پروژو ته لاره هواروي، اقتصادي پروژې په زنځیري توګه یو له بل سره تړلې وي او کله چې یوه پروژه تطبیقېږي نو د بلې د تطبیق لپاره شرایط او امکانات اماده کوي، که لویې لارې ورغول شي نو په اساني سره به کورني تولیدات بهر او بهرني تولیدات هېواد ته سره ولېږدول شي. په هره اندازه چې د لېږد رالېږد پروسه اسانه وي، په هماغه اندازه یې د تولید پروسه چټکه کېږي چې د تولید دغه چټکتیا په خپله د استخدام او کارموندنې د کچې زیاتوالي لامل ګرځي او کله چې د کارموندنې او ستخدام کچه لوړه شي، د داخلي عوایدو د کچې د لوړوالي لامل ګرځي، همدغه د عاید زیاتوالی د سپما او پانګونې د کچې د لوړېدو سبب کېږي چې نوې پانګونه بیا کولی شي د نوو پروژو د تطبیق سبب وګرځي. همدارنګه لویې پروژې کولی شي د نورو لویو پروژو د کارونو د سرعت او د قیمت کمښت او ښه تطبیق ته هم زمینه مساعده کړي؛ د بېلګې په توګه که د ټاپي TAPI پروژې تر څنګ د سړک جوړونې، د اوسپنې پټلۍ او نوري فایبر لیکې هم ورغول شي، نو هم مهاله به یې کارونه په لږ لګښت او ښه کیفیت پلي شي.

که څه هم دغه لاره د افغانستان او ورسره تړلیو نورو هېوادونو لپاره ډېره ګټوره بریښي خو تر څنګ یې ځینې ستونزې او مشکلات هم شته چې یادول یې دلته اړین ګڼل کیږي.

دا چې دغه لار د ورېښمو د تاریخي لارې یوه برخه بلل کېږي او تر ډېره بریده به د چین د یو کمربند او یو واټ له پروګرام سره موازي هڅه وګڼل شي چې ممکن دغه کار د چین له اقتصادي سیالۍ سره مخامخ شي؛ ځکه د چین د یو کمرند او یو واټ پروژه چې د ورېښمو دتاریخی لاری یوه برخه ده چې په کې د ځمکنۍ، هوايي او سمندري زیربناوې، د اوسپنې پټلۍ او د انرژې د لېږد شبکې شاملې دي او د نړۍ ۶۴ هېوادونه او څلورنیم میلیارده وګړي سره نښلوي او چین ددغه لارې د تمویل لپاره او د نړیوال بانک لخوا د دې پروژې زیربنا ته د نه پام په غبرګون کې د اسیا د زیربناوو د پانګوونې بانک (Asian Infrastructure Investment Bank -AIIB) په ۲۰۱۴ م کال کې د ۵۶ هېوادونو او د ۱۰۰ میلیارده ډالرو بودیجې سره تاسیس کړ. که چیرته دغه کریډت او ویاړ تر ډېره بریده د لاجوردو د ترانزیټي دهلېز په برخه شی چې د اقتصادي ګټورتوب تر څنګ د مختلفو تمدنونو د نښلېدو سبب وګرځي نو ممکنه ده چې چین په دې برخه کې یو عکس العمل وښیي او دغه عکس العمل به د لاجوردو لار تر خپلې اغېزې لاندې راولي.

له بله پلوه هغه هېوادونه چې د دې لارې په اوږدو کې پراته دي، په ټولیز ډول له اقتصادي پلوه تر افغانستان پیاوړي دي او تولیدات یې هم په هر لحاظ د ښه کیفیت درلودونکي دي، اوس که افغاني تولیدات د نوموړو هېوادونو له تولیداتو سره په اروپايي او نورو بازارونو کې رقابت وکړي نو لازمه ده چې باید له هغوی څخه ښه او یا هم معادل کیفیت ولري چې دغه کار په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان دولت لپاره یو څه ستونزمن دی. د دغه مشکل د حل لپاره افغانستان ته لازمه ده چې د هغو توکو او اجناسو په تولید او صادرولو لاس پورې کړي چې په کور دننه یې د تولید لپاره ښه امکانات په واک کې لری.

دغه راز، د تولیداتو بسته بندي او راټولونه یو له هغه لاملونو څخه دي چې په اوسني نړیوال تجارت کې ورته ځانګړې پاملرنه کېږي او د پېرودونکو د خاصې توجه سبب ګرځي چې له بده مرغه افغان دولت په دې برخه کې کافي امکانات او تجربه نه لري او دغه لامل به تر ډېر بریده د داخلي تولیداتو بهرنی مارکېټ اغېزمن کړي او د سیالۍ قدرت به یې هم تر یوه حده راکم کړي. که افغان دولت له دې لارې او یا هم نورو لارو پر مټ غواړي صادرات تقویه کړي نو لازمه ده چې د سورت او بسته بندۍ لپاره لازمه توجه وکړي او په دې برخه کې د پانګونې زمینه برابره کړي او تر څنګ یې د سبسایډي زمینه هم برابره کړي.

په اوس وخت کې د افغانستان تجارت تر ډېره بریده د پاکستان په لارو متکي دی چې دغه اتکا په دې وروستیو وختونو کې د ځینو هوایي او ځمکنیو دهلېزونو په خلاصولو سره کمه شوې او بې له شکه چې د لاجوردو د ترانزیټي دهلېز په پرانیستلو سره به دغه اتکا نوره هم کمه شي چې تر ډېره بریده به دغه حالت د پاکستان لپاره د زغم وړ نه وي او په مختلفو شکلونو به د دې لارې د ناکامېدو هڅې وکړي، د دې لپاره چې افغانستان د دوی منفي هڅې پر مثبتې روحیې بدلې کړای شي، نو لازمه ده چې دې لارې ته د پاکستان د لاسرسي زمینه هم برابره کړل شي؛ ځکه د پاکستان لومړي وزیر هم په دې برخه کې خپله دلچسپی څرګنده کړې ده او له بل پلوه غواړي د خپلو تولیداتو لپاره د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا مارکېټونو ته لاسرسی پیدا کړي چې په لاره کې د فرصت ورکول کولی شي د دوی لاس له منفي فعالیتونو څخه رالنډ کړي.

د دې لپاره چې افغانستان وکولی شي له دې لارې زیاته او اعظمي اقتصادي، سیاسي او ټولنیزه ګټه ترلاسه کړي نو لازمه ده چې له اړوند هېوادونو سره نږدې او دوستانه اړیکې ټینګې کړي او تر څنګ یې باید د سیاسي او تخنیکي مذاکرو له لارې په دې سترې اقتصادي پروژه کې خپل ځای او رول تعریف کړي او همدارنګه د تجارتي او ترانزیټي خدمتونو په برخه کې د دوه اړخیزه او څو اړخیزو همکاریو تړونونه لاسلیک کړي او د سیمې ټولو هېوادونو ته دا څرګنده کړي چې د دې پروژې او ورته نورو پروژو په پلې کولو کې د ټولو شریکې ګټې پالل کېدای شي چې دغه هڅه به نه یوازې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات، بلکې تر څنګ یې نورو پروژو لکه ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او داسې نورو ته د پلې کېدو او پرمختګ لاره اسانه کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 28

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

نورالله عزیزي د سیمې او هېواد د اقتصادي چارو کارپوه دی چې د ننګرهار پوهنتون له اقتصاد پوهنځي یې لیسانس اخیستی او تر څنګ یې په اقتصادي چارو کې د هندوستان له هماچل پرادېش پوهنتون څخه ماسټري ترلاسه کړې ده. سربېره پر دې چې په مختلفو اقتصادي پروژو او پروګرامونو کې یې کار کړی، د ننګرهار پوهنتون او په کابل کې د اقتصاد په برخه کې استاد دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.