ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
6 Mar 2019 - 11:08
author avatar
6 Mar 2019 - 11:08

موږ ډېر ځله وایو، چې افغانستان د منځنۍ اسیا،سوېلي اسیا او منځني ختیځ ترمنځ د وصل زرینه کړۍ ده. دا کیسه له  اره تمدني فرهنګي ده، چې ښايي د فرهنګ او تمدن پر پلونو اوس اقتصاد، سوداګري او ترانزیټ هم ګام کېږدي. 

زه نېکمرغه یم، چې د لاژوردو او همدا دوه ورځې وړاندې مې د چابهار پر لار د افغاني محصولاتو د لېږد په پرانېستغونډه کې ګډون درلود  .

 د لاجوردو د لارې پر تاریخي یا اقتصادي اهمیت  او ارزښت به زموږ درانه استادان او پوهان غږیږي، خو زه به یې په لنډه د فرهنګي ټولنیزو ګټو یوه څنډه نیمکښه کړم.

په زړه پورې ده، چې د سوېلي اسیا، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ فرهنګي، ژبنۍ او تمدني ـ تاریخي مطالعه له افغانستان پرته نیمګړې ده. د پښتو  او پارسي ـ دري ژبو د لویې برخې متونو زانګو نننی افغانستان دی، له غزنوي دورې رانیولې تر سلجوقي او بیا له هراته تر بلخ و بدخشان پورې د تیموري سلسلې روښانه دوره د ترکي ـ اوزبیکي ژبې وده او پراختیا په دې جغرافیا کې د فرهنګي ګډون و مزج څرګندویې دي. ښایي له همدې کبله په هندوستان کې د کورګاني لړۍ په ترڅ کې د پښتو، پارسي ـ دري او تورکي ـ اوزبیکي ژبو غوړېدا، پراختیا او ودې ته لاره هواره شوه. 

څرګنده ده، چې زموږ په لویه بشري جغرافیه کې فرهنګي ـ بشري تلاقي ته ګډو حاکمیتونو، اقتصادي ودې، سوداګرۍ و تجارت او لویو لارو خپله ونډه درلوده. 

په هندوستان کې د سوري شېرشاه پرمهال له ډهلي څخه تر لاهور، پېښور او کابل و کندهار پورې د لویې لارې جوړېدل، د چټک پوسټي سیستم رامنځته کول او د اوبو رسولو لومړنیو کانالونو جوړېدلو نوې فرهنګي حوزې رامنځته کړلې.  د هندوستان کورګاني حکومتونو د دغې سترې لارې یوه برخه راهداري خټکو ته وسپارله، چې په پایله کې یې د خوشال خان خټک په مشرۍ د خټکو داسې فرهنګي کورنۍ رامنځته شوه، چې پښتو ژبې ته یې ډېر څه ورکړل. په پښتو، پارسي دري او ترکي ژبو کې د هندي نازکخیاله سبک هغه مهال وده وکړه، چې د دغو درې واړه حوزو ترمنځ تګ راتګ ډېر شو او د درې سره ژبو شعر او هنري نثر ته ورته او مشابه موتیفونه او بدیعي صنایع ورننوتل. 

د دغې تاریخي سابقې پر تاداو، کله چې د لاجوردو لار د افغانستان مخه ترکمنستان، اوزبېکستان، ګورجستان و ترکیې ته پرانیزي او له دې لارې موږ له اروپا سره وصلوي، نو د دغه ترانزیټ سوداګریز پوتانسېل یوازې پر همدې لیکه محدود نه پاتېږي، پانګوال و سوداګر یې د ګټې لپاره دوه نورې څانګې یعنې د اسیا جنوب او د ایران له لارې منځني ختیځ ته هم پرانیزي، چې په دې توګه به د سوداګرۍ ترڅنګ افغانستان یوځل بیا د درې سره بشر ي  ـ فرهنګي حوزو د فرهنګي ارزښتونو د تلاقي او ګډون څلورلارهم شي. 

ژبې، ادبیات، موسیقي، لاسي صنایع، هنري تولیدات، فولکلور، خواړه، جامې او سینګار له یوې سیمې بلې ته ځي او افغانستان به د درې واړه حوزو د فرهنګي شتمنیو په یوه رنګین نندارتون او ښکلي موزیم بدل کړي. 

له دې لارې به ترکمني پولاو، اوزبیکي قابلي، له کابلۍ آشکو او منتو سره تر هیندوستانه ورسیږي، له دې خوا به د شینوارو کباب او کړايي تر آمو واوړي.

ملي یووالی

لاجورد لار او نورې لویې ترانزیټي لارې ملي یووالی په رښتینې مانا ټینګوي،  په سیمه کې د ګټو او سوداګریزې راکړې ورکړې پربنسټ د قومونو ترمنځ اقتصادي اړیکې تر ټولو حقیقي مناسبات جوړوي، چې له شعارونو او تشو لاپو او باټو ډېر عیني او عملي ښکاري.  

په یوه هېواد کې د تولیدي او خدماتي سرچینو موقعیتونو او د راکړې ورکړې پر بنسټ ټولنیز  روابط د ملي مناسباتو اصلي تاداوونه دي. وږي، احتیاج، محروم او بېوزلي قومونه په خپلو کې  د یووالي لپاره مادي بنسټونه نه شي جوړولای. د کندهار انار ، د هرات انګور وزعفران، د خوست ، پکتیا و پکتیکا ځنغوزي باید له سالنګه واوړي  او د شمال له بندرونو څخه د لاجوردو پر لار د  اروپا خواته وخوځیږي، همداراز دکندوز خټکي ـ  هندواڼې او د بدخشان و بلخ محصولات باید د ننګرهار پر لویو لارو د سوېلي اسیا ته ورسیږي. 

د پېکینګ او بسته بندۍ کارګر، د لارۍ ډرېور، د بندرونو پنډي، د مېوې سوداګر، د موټرو د جوړولو تکنیشن، د اورګاډي د لارې څارګر، د ګمرکاتو مامور، د تجارتي شرکت محاسب کېدلای شي د بېلابېلو قومونو یو څوک وي، په داسې حال کې یوازې دوه اړخیزه ګټه مهمه ده، دلته نو د قوم، ژبې، رنګ، مذهب او سیمې توپیر له منځه ځي. ټول کار، تولید او خدمات وړاندې کوي او بېګاه ته د خپلو بچو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ ګټي، ملي یووالی یعنې همدا. 

تاریخي تجربو ښوولې ده، چې هېڅ بل اقتصادي فعالیت د ترانزیټي لېږدرالېږد په شان د بېلابېلو اتنیکونو، ژبو، فرهنګونو او مدني حوزو ترمنځ د راشه درشه، ښو اړیکو او ګډون لپاره غوره او چټکه لاره نه شي هوارولای.

ترانزیټ و سوداګري هویتي ستونزه هم حل کوي، زموږ هویت د مخدراتو، وژنو، وسلو، ځانمرګو او تاوتریخوالي له صفتونو څخه د تولید، خدماتو او سوداګرۍ صفتونو ته ورلوړیږي او دا مهال به هرهېوادوال پر دغو هویتي ځانګړنو ویاړي.  

پرژوند باور 

پېړۍ پېړۍ کیږي، چې موږ افغانانو ته د ژوند او بلکې د ښه ژوند لپاره د تلاش کولو غیبتونه کیږي، زموږ پر عامه ذهنیت حاکم تبلیغاتي فرهنګ ډېر زیات حماسي و او لا دی، موږ چې خپل تاریخ پرانیزو نو وینې ورڅخه فوارې وکړي او د کله منارونو هسک څلي ترسترګو کیږي. خوشاله یو، چې له سکندره تر چنګیز و انګریزو روس پورې ټول مو وهلي دي او تاریخ مو د سروهلو، سر بایللو او لښکر تاریخ دی. همدغه افراطي او له مبالغو ډک حماسیت له ژوند سره بې مینې کړي یو، یوه ورځ دغیرت ژوند تر یوه عمر عقلاني ژواکه غوره بولو او د غیرت تعریف مو هم خورا زوړ دی. له ژوند سره مینه او د بشري ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره هاند و هڅه زموږ لپاره ښه څيزونه نه ایسي، سوداګري او تجارت لاتراوسه دوکانداري ګڼو او دوکانداري و بقالي د شرم خبره بولو. لا تراوسه پر لویو پانګوونو باور نه لرو، ځکه خو په خپل تنګ چاپېریال کې محدود ژوند لرو. 

د لاجوردو لار په څېر ترانزیټي لارې مو نړۍ لید پراخوي، که یو ډرېور، سوداګر او بل خدماتي کارکوونکی د ترانزیټ پر لار نور هېوادونه وګوري او هلته له ژوند سره مینه، د پرمختګ د وسایلو د رامنځته کولو هڅه او د ښه ژوند نور شرایط وګوري ، نو د ذهنیتونو په روښانه کولو کې مرسته کولای شي.

 یوه بېلګه يې شننه د خوست پرموډل د تطبیق وړ ده. د خوست خلک ان په لرې پرتو ولسوالیو کې هم د موډرن ژوند مینه وال دي، ځکه د دوی له ګڼو کورنیو څخه کاریګر په عربي هېوادونو کې پر کارو بار اخته دي، دوی له دغو اسلامي هېوادونو څخه د پانګونې، ښه ژوند او ژوند چاپېریال موډلونه زده کړي دي او دلته د خپلو کورنیو لپاره د ورځ په ورځ لاښه ترا ژوند شرایطو او امکاناتو په برابرولو کې هڅه کوي. د ترانزیټي توریزم له برکته د ژوند په اړه قضاوت او اند دود بدلېږي، ناهیلي له منځه ځي او په خورا زوړ باور د غیرت او حماسیت ذهنت په عقلانیت اوړي، د خوست هغه سیمې چې یو څه هوسا او ښه ژوند لري، هلته ترهګر او ترهګري په نشت شمار ده. 

تمدن او پرمختګ وحشت له منځه وړي او ورو ورو له ژوند سره مینه زیاتوي. له ژوند سره مینه بیا زلمي او ځوانان نه پرېږدي چې ټوپک راواخلي او د خپل هېوادوال سینه په نښه کړي.

لا تراوسه زموږ پر ذهنیت دا باور حاکم دی، چې ترټولو ښه سیاستوال هغه دی، چې ښه توره چلولای شي، ډېر ټوپکونه لري او خلک زیات ورڅخه وېریږي. 

د ترانزیټ او سوداګرۍ له ودې سره دا باور بدلېږی، هغه مهال به خلک پرهغه سیاستوال ښه ترا راټولیږي، چې تر ټولو زیات سوداګریز او اقتصادي نوښت ته لاره هورولای شي او د خپل قوم، سیمې او پلویانو لپاره د سرچینو، تولید، خدماتو او راکړې ورکړې پراخه زمینه برابرولای شي. 

ترانزیټي بېخبنا نورې بېخبناوې هم جوړوي 

ترانزیټ سوداګري ښه کوي، د سوداګري وده تولید او خدماتو ته لاره هواروي، برېښنا، بندونه، نهرونه، څړځایونه، میکانیزه کروندې،  سړکونه، مارکېټونه، فرهنګي مراکز، نندارتونونه، د ګرځندوی او توریزم مراکز، د لوړو، مسلکي او تخنیکي زده کړو بنسټونه او نور بېخبنايي تأسیسات لکه د زنځیر کړۍ یو له بله سره تړلي دي.

ویل کیږي، چې افغانستا ن یو ه لویه برخه ځوان نفوس لري او ګڼ شمېر یې وزګار دي، د لویو لارو پرانیستل او له نړۍ سره ترانزیټي وصل د لوستیو او نالوستیو ځوانانو کاري بوختیا ته لاره هواروي. زه بیا هم د ځوانانو د بوختیا پر اقتصادي اهمیت خبرې نه کوم، خو غواړم پر دې ټینګار وکړم، چې داسې بوختیا د ټولنیزو اخلاقو، چلند، فرهنګي انددود، مدني باورونو، عاطفي اړیکو، انسانمحوره تفکر او نورو انساني ارزښتونو له څومره والي او څرنګوالي سره مخامخ اړیکې لري. وزګار او په اقتصادي محاصره کې راګیر وګړي بداخلاقه هم وي، غله هم او خشن و تاوتریخجن هم. ګڼې عقدې هم لري او په رواني ناروغیو هم ککړ وي. په ترانزیټي محاصره کې راګیر هېوادونه او ټولنې داسې وي لکه د اوبو ولاړ ډنډ، چې که د بهېدو لاره ورته ونه پرانیستل شي، خوساکیږي، بوی کوي او چاپېریال ککړوي. 

هوښیار او خوځند ملتونه ځان په محاصره او انحصار کې ګیر نه پرېږدي او خامخا ځانته د وتلو لاره پرانیزي.  د لاجوردو، ورېښمو او نورې لارې بیا احیاکول همداسې هڅه وبولئ. د داسې لارې پیاوړتیا په خلکو کې پر ځان اتکا او باور زیاتوي. همدا اوس کله چې موږ وایو افغانان د دېرشو کلونو پخوا خلک نه دي او د شعوري ودې کچ یې خورا لوړ شوی، یو لامل یې همدغه بهرنۍ نړ ۍ ته د دوی د اړیکو او کړکیو پرانیستنه ده. په تېرو څو کلونو کې چې موږ د نویو ترانزیټي لارو پر پرانیستو خبرې کوو او  د یوې لارې له انحصار څخه د وتلو غږ اورو پر ځان مو باور او اتکا زیاتيږي، د یو ډول ملي غرور احساس کوو او له خپل وطن سره مو مینه زیاتیږي. نور نو افغانستان د یوه محاصره شوي او په وچه کې راګیر هېواد په توګه نه ګڼو او په دې نه پښېمانه کیږو، چې ولې په داسې کلابنده جغرافیا کې زېږېدلي یو؟

که تاسو د ښوونځیو د نصاب په کتابونو کې خپلو بچو ته ولیکئ، چې : 

( افغانستان د اسیا په زړه کې یو مهم هېواد دی، چې درې لویې بشري حوزې یو له بله سره تړي. مثلاً شل لوی بندرونه لري او د نړیوال تجارت څلور سترې لارې ورڅخه تیریږي…) 

نو څه فکر کوئ، ستاسو کوشنیان به په کومه روحیه رالوییږي؟ ایا د جغرافیې په کتاب کې همدا یوه جمله به یو نسل په نوې روحیه رالوی نه کړي؟ 

کله چې په خبرونو کې واورو، چې افغاني ځنغوزي په چین کې تر ټولو ستر بازار لري او افغاني انځیر د اروپا په بازارونو کې په میلیونونو ډالره وپلورل شول، کله چې ستاسو او نړۍ رسنۍ د وژنو او ویجاړیو پرځای دا خبرونه خپاره کړي، چې د دوبۍ یا ترکیې په بازارونو کې افغاني غالۍ لومړۍ شوې او افغاني زعفران په نړۍ کې ترټولو ممتاز زعفران وګڼل شول، د کندهار انارو د هندوستان بازارونه فتح کړل او د هرات انګور د جرمني په لویو بازارونو کې تر نورو قیمته و پلورل شول….  نو څه فکر کوئ، داسې خبرونه به زموږ پر پېغلو او زلمیو څه ډول روزنیز اغېز وکړي؟ ایا دوی به ډېر د غرور احساس ونه کړي؟ ایا پر هېواد به د رښتیني او معاصر غیرت ولولې ورخپلې نه کړي ؟ ایا راتلونکي ته به هیله من نه شي؟ ایا افغانه کونډه به خپل یتیم زلمکي ته په یوه بازار کې تر ټولو د یوه کوشني کاروبار موندلو اسانه تمه و هیله پیدا نه کړي؟ 

افغانستان لکه ققنوس د اور او ایرو له منځه سر راپورته کوي او د پرمختګ و پراختیا لاجوردي اسمان ته د لاجوردو او ورېښمو پر وزرونو ورالوځي. 

بډایو ولسونو ته هرڅوک هیلې وربښلای شي. پیاوړي انسانان هغه دي، چې ستړیو، ستومانه ، ځپلیو او محرومو ولسونو ته هیلې ورکړي او ژوند ته یې وهڅوي. 

موږ باید دا هڅه له همدې دریځه راپیل کړو. 

د دې هېواد انسان ته د انساني ژوند د لاښو شرایطو برابرو لو لپاره د نورو هڅو په هیله !

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 7

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.