ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
29 Dec 2018 - 15:33
author avatar
29 Dec 2018 - 15:33

لاجورد هغه ترانزیټي لاره ده چې افغانستان له منځنۍ اسیا او اروپا سره نښلوي. دغه لاه په افغانستان کې له اقينې او تورغونډۍ بندر څخه پیل، د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او د ترکیې استانبول ښار څخه په تېرېدو له اروپا سره وصلېږي.

د لاجورد لارې قرارداد د پنځو واړو برخمنو هېوادونو (افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ترکیه او ګرجستان) مسوولینو په ګډون د ترکمنستان ښار مرکز “عشق‌ اباد” کې د ۲۰۱۷م کال د نومبر میاشت په ۱۵مه نېټه لاسلیک شو.

له دې لارې په ګټې اخیستو افغانستان کولی شي مختلف توکي او تولیدات، لکه د چشت شریف مرمر تیږه، د کندهار انار، د زابل بادام، د هرات زعفران، د کندوز هندواڼې، د پکتیا او خوست زړغونځي (جلغوزې)، د بدخشان لعل او ورته نور توکي اروپا ته صادر کړي.

د لاجوردو  لاره په لومړي جوپه صادراتو کې ۱۸۰ ټنه د پنبې تار، ۲۳ ټنه ممیز، ۲۵ ټنه کُنځلې (کنجد) او ۲۶ ټنه د هندواڼو زړي شامل وو. د ولسمشر پرانیستې وینا سره سم د لاجورد لار په اصل کې د ورېښمو لرغونې لارې یوه برخه ده په کومه چې به ۴۰۰۰ کاله وړاندې د افغانستان لاجورد اروپا ته صادرېدل.

له دې وړاندې به دغه توکي له اذربایجان څخه تر ترکیې پورې په ۲۴ ورځو کې رسېدل خو اوس د لاجورد په لار یواځې په ۲ ورځو کې رسېږي. له دې لارې په ګټه اخیستو به د هېواد صادرات چټک او په لږ لګښت سره اروپا ته رسېږي.

د ختيځو او لوېديځو ګاونډيو هېوادونو ته په اشارې سره ولسمشر زیاته کړه: “شمالي ګاونډي هېوادونه د افغانستان پر روښانه راتلونکي باور لري او موږ به افغانستان د سلګونو نورو لارو په وسیله له نړۍ سره ونښلوو.”

له اروپا او نورې نړۍ سره د تجارت لپاره د لاجورد لار تر ټولو لنډه او ارزانه لاره ده کومه چې له دې وروسته د افغانستان تکیه او اړتیا پاکستان او ایران ته تر ډېره بریده کموي.

هغه افغاني وسایط چې له دې لارې د توکو او تولیداتو د صادرولو په موخه تېریږي ترانسپورتي تعرفې یې له منځه وړل شوي چې له کبله یې مصرف او د لېږد مهال کمېږي.

له دې پرته، د لاجوردو لارې بله لویه ګټه دا ده چې افغانستان کولی شي د اقتصادي پرمختګ او د هېوادوالو د ضرورت رفع کولو لپاره د ترکمنستان هېواده طبیعي ګاز وارد کړي.

په ۲۰۱۸م میلادي کال کې د افغانستان په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۳۰% زیاتوالی راغلی.

د لاجوردو لارې په څېر نورو سیمه ‌ییزو پروژو په وچه پورې د تړلي افغانستان موقعیت له یوه ځنډ څخه په یوه طلایي فرصت بدل کړی دی. د ۲۰۱۷/۲۰۱۸م کال په دوران کې افغانستان د پرمختګ په حال هېوادونو په کچه د صادراتو بې څاري لوړوالي او د مختلفو ملي پروژو د پلي کولو په خاطر لومړۍ ځاې خپل کړ.

د “افغانستان مرکزي احصایه موسسې” راپور سره سم د افغانستان کلني صادرات د ۲۰۱۶م کال تر ۲۰۱۷م پورې له ۵۹۶.۴۵۵ میلیون امریکایي ډالرو څخه ۸۳۱.۹۲۷ میلیون امریکایي ډالرو ته لوړ شوی. له ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه د افغانستان د کلني صادراتو عواید اوسط ۳۸۵.۲۱ میلیون امریکایي  ډالر محاسبه شوی چې تر ټولو ټیټ ریکارډ یې ۶۹.۱۰ میلیون امریکایي ډالر په ۲۰۰۱م کال کې وو او تر ټولو زیات یې ۸۳۱.۹۲۷میلیون امریکایي ډالر په ۲۰۱۷م کال کې دی.

د چین ۴۰ میلیارده ډالره پانګونه او د اروپا اړتیا د روسیې انرژۍ ته تر ډېره بریده کمول د لاجورد لارې اساسي فرصتونو څخه بلل کیږي.

د لاجورد لارې یواځېنی خنډ د افغان اورګاډو لارې د امنیت کموالی دی.

چین او غرب ته د مرکزي اسیا او د قفقاز نفت خېزو سیمو د لاسرسۍ لپاره د لاجورد لار تر ټولو مطمئنه لاره ده، ځکه چې چین او غرب غواړي د مرکزي اسیا هېوادونو انرژي د روسیه مداخلې پرته مصرف او ګټه ترې واخلي.

لاجورد لار د ریکا کنفرانس (RECCA)، ټاپي (TAPI) او ډیجیټل کاسا (DIGITAL CASA)پروژو په شمولد ولسمشر اشرف غني د جمهوري ریاست په دوره کې د ملي یووالي حکومت لپاره تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده چې له کبله یې د افغانستان اقتصاد تر ډېره بریده وده کولی شي.

بالاخره د لاجورد لار د سیمه ‌ییزې پراختیا او د افغانستان د منځني اسیا او له اروپا سره د نړيوالو اړیکو د ټینګښت لامل کېدلی شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 37

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

د ليکوال په اړه: محمد اسماعيل ځاځى د پکتيا ولايت اوسېدونکى دی، په هندوستان کې يې د ادارې په برخه کې د ليسانس تر کچې زده کړې کړې او اوس په کابل کې په يوه خصوصي شرکت کې دنده لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.