ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
9 Feb 2020 - 20:08
author avatar
9 Feb 2020 - 20:08

مخکې تر دې چې په لښکرګاه کې د ترور او وژنو اصلي ريښو ته راشو، بايد ووايو چې له روان حالت څخه متاسفانه زموږ ډېر لوستي ځوانان او ځيني فرصت طلب فعالين ډېره ناوړه استفاده کوي او خپلې فردي او شخصي علاقې او عقدې په کې سړوي، يو پر بل بې ځايه تورونه پورې کوي او هڅه کوي له دې لارې غچ واخلي چې دا نه يوازې د هغوى په ګټه نه دي، بلکې د ټولو هلمندوالو په خير او ګټه نه تمامېږي.

لښکرګاه ولې ناامنه شوه؟

۱. بې ثبت و راجستر وسلې او خپلسرې ملېشې:

له هغه وخته چې د هلمند حکومتي جغرافيه را کمه شوې او يوازې لښکرګاه، نهرسراج، ناوه او نادعلي تر دولتي پوښښ لاندې دي چې له دې سره د دولت او امنيت ځيني جوړښتونه، لکه د شهيد عبدالجبار قهرمان د ابتکاري قطعې شاوخوا ۱۰۰۰ وسله وال چې په «سنګوريان» مشهور دي، شاوخوا ۷۰۰ کسان د امنيت په چوکاټ کې د بلې قطعې چې په «لړمان» مشهور دي، د ملي اردو شاوخوا ۱۳۰۰۰ – ۱۵۰۰۰ پرسونل، د ملي امنيت ډېری ځواکونه، ملي پوليس، سرحدي پوليس، د ملا رسول اخوند جبهه، محلي پوليس…، ټول لښکرګاه ښار ته را انتقال او ځای پر ځای شول. دا په داسې حال کې وه چې جغرافيه کمه شوې او ځواک متمرکز او په لښکرګاه کې زيات شوی دی، مګر برعکس هم د ترور، وژنو او د دښمن د هدفي عملیاتو کچه لوړه تللې ده، ولې؟

اساسي ستونزه د فساد، خيالي تشکيل او شخصي رقابتونه ده، په هغه وخت کې چې ميرزا خان رحيمي د هلمند والي و، له جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني سره یې دا موضوع مطرح کړه چې پر سبا یې شخصاً د والي د منفکۍ مکتوب لاسليک کړ او ښاغلی رحیمي لومړنی والي و چې د ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې د ځينو مشخصو کړيو د فساد قرباني شو، ځکه ولسمشر د ملکي ادارو په اړه هر وړانديز په ورين تندي مني، مګر د امنيتي ځواکونو په اړه ټول معلومات د ورځې په اخر کې له امنيت شورا ترلاسه کوي، دا ستونزه له لوړ سر تر بلوک قومندان وجود لري، د افغانستان د بودجې له سم نيمايي برخه په امنيتي سکتور کې ده چې د سيګار، څارونکو، او شفافيت څېړلو د ادارو د مکررو تحقيقاتو په اساس په زياته کچه د خيالي تشکيل، فساد او غلا له لارې حیف و میل کېږي. اوس دې څوک له ۷۰۰ لړم قطعې څخه ۳۰۰ هم حاضر کړي، يا د سنګوريانو او محلي پوليسو څخه په ګډه ۵۰۰ په چوکاټ کې داخل موجود واوسي (ټولو یې وسلې وړي، معاش یې قومندان او … شريک وهي، د دې وسلو د استعمال ډاډ څوک ورکولی شي؟)

۲. زورواکي، تش په نوم مدني فعالين او قومي مشران:

د نظامي او پوځي ډسپلين د نشتوالي له امله، همدا اوس هر مدني فعال په اصطلاح چې سر یې بوی کوي، (۱ تر ۳) عسکر لري، هر قومي مشر نامسووله ساتونکي او وسله وال ساتي، چې دا په زرګونو ميله بې ثبت و راجستره وسلې کېږي او د دې نه کنټرول له امله همدا پورته ګروپونه خپلې ګټې، رقابتونه او عقدې د وسلو په کارونه پالي. همدا اوس بشير شاکر تر ۲۰ زيات وسله وال لري، اخترمحمد باديزی هم وسله وال لري، هم له امنيي قومندانۍ سره د خپلو کسانو د تعييناتو په سر ستونزه لري، په داسې حالت کې چې هر هغه په نوم مدني فعال چې د جرمنو سابقې لري، وسله وال او وسلې وګرځوي، د ښار امنيت به څنګه وساتل شي؟

۳. د ملي امنيت او امنيه قوماندانۍ ترمنځ په ټيټه سطحه اختلاف او د څوکيو پر سر خوابدي يې بل لامل دی. کله چې د هلمند امنيه قوماندانۍ د ولسواليو او حوزو د قومندانانو او امرينو په اړه تغييرات راوړل، ځيني چارواکي چې د خپلو خپلوانو په ليرې کېدلو خوابدي او عقده‌من شول او اوس (د پورته جوړښتونو چې نومونه مې ذکر کړي لکه سنګوريان، لړمان، محلي….) په استفادې د امنيه قومندان د بدنامولو هڅه کوي او غواړي وښيي چې امنيه قوماندان بې کفايته دی او له دې لارې خپل غچ اخلي، د بېلګې په توګه د ملي امنيت د نظامي څارنوالۍ څارنوال د محمود اغا دوه ورونه د امنيه قومندان له خوا له دندو ګوښه شوي او ورته نور اشخاص…. چې د امنيت ځينې وسله وال لکه نومونه چې مې ياد کړل، د خپلو اهدافو لپاره کاروي، نو په ډاډ سره ویلی شو چې د لښکرګاه ناامنه کول د شخصي تضاد نتيجه ده او ممکن تر څو اونيو اوږده نه شي.

۴. له همدې روان ارج مرج څخه دښمن ګټه اخلي. دا طبيعي ده چې دا ډول ګډوډي دښمن ته موقع ورکوي چې په اسانۍ سره خپلو اهدافو ته ورسیږي او د بريدونو او هدفي وژنې کار لا ورته اسانه شي چې د لښکرګاه د وروستيو ناامنيو څلورم او نسبتا کوچنی عامل له روان حالت څخه د دښمن فرصتي استفاده ده.

۵. پنځم عامل مخشوش شوی عامه ذهنيت، ټولنیزې رسنۍ او د ښاريانو وهم دی چې د دښمن د تبليغاتي دستګاه غيرمستقيمه برخه ګرځېدلې ده. په هلمند کې د ورځې لږ تر لږه له ۵۰ تر ۸۰ وژنې کېږي، مګر د هغو پر وړاندې دومره تشویش او وېره نه ده ايجاد شوې، لکه د لښکرګاه له وروستيو څو هدفي ترورونو څخه چې را ولاړه شوې ده، ځکه ښار کې اطلاعاتي شبکې هر څه ژر خپروي. دغه حالت واقعا هم د اندېښنې وړ ځکه دی چې پر نظام، ملکي او نظامي ادارو د ولس اعتبار ته سخت زيان اړولی شي.

څه کول په کار دي؟

۱. نظامي شورا چې له والي، امنيه قوماندان، ملي امنيت رييس، قول اردو قومندان او سرحدي پوليسو قوماندان څخه تشکيل شوې، د ولايت عام و تام سيمه ييز صلاحيت و اختيار لري، هغوى ته دا ستونزې تر بل هر چا ښه معلومې دي. د مدني فعالینو، قومي مشرانو وسلې دې ټولې کړې.

۲. نظامي شورا دې د سنګوريانو، لړمانو، محلي پوليسو او نورو نامسوولو وسله والو چې په ښار کې خپاره دي، مخه ونيسي او له ښار څخه دې د باندې وباسي. هغوى د جګړې د کرښې او اراضي د پراخېدو او جنګ لپاره ايجاد کرای شوي و، همالته دې بېرته انتقال کړای شي.

۳. د امنيه قوماندانۍ او ملي امنيت د شخصي تضاد لپاره دې جدي اقدامات وشي، کم څه هم دا په ټيټ رتبه کچه کې قرار لري، مګر ستونزه دا ده چې همدوى وسلې لري.

۴. يو پر بل د بې باوريو د ليرې کېدو لپاره دې مشترک چيک پاينټونه جوړ کړي، نه جداګانه. اضافي چيک پاينټ او پوستو ته په ښار کې اړتيا نشته، بلکې په هر چيک پاينټ کې دې د امنيت ملي او ملي پولیسو سرتېري يو ځای، ځای په ځای کړای شي، لکه چې مخکې مي وويل ستونزه دايمي نه ده، نو ځکه دا طريقه کولی شي د حالت د بدلون او امنيتي ادارو تر منځ د بې باورۍ کنګل مات کړي.

۵. په ملي شورا کې د هلمند وکيلان ټول په همغږۍ په کابل کې کنفرانس ورکړي او پر مرکزي حکومت او د هلمند پر سيمه ييزې ادارې دې له خپل اغېز څخه ګټه پورته کړي تر څو د جدي اقداماتو کولو ته لاره هواره شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.