ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زه نه غواړم چې د ډاکتر کبیر ستوري د ژوند پر علمي او سیاسي اړخونو وغږېږم؛ ځکه چې ګڼو دوستانو د هغه کتابونه، مقالې او شعرونه لوستي دي او د ویلو لپاره به ډېر څه ولري. زه غواړم چې په دې وړه مقاله کې له ډاکتر کبیر ستوری سره زما د شخصي اړیکو، تړاو او لیدنو کتنو په هکله څه ولیکم.

وړوکی وم، هغه وخت په کلونو نه پوهېدم، خو دا مې یاد دي‌ د کابل په واصل اباد سیمه کې د عمراخان په ابتدائیه ښوونځي کې چې اوس د عمراخان لېسه ده، د دویم صنف زده کوونکی وم، ډاکتر کبیر ستوری چې موږ ورته میرزا ماما وایه، جرمني ته د لوړو زده کړو لپاره روان و.

نو؛ زما پلار خدای بښلي سید محمود حسرت چې په هغه وخت کې د کورنیو چارو په وزارت کې کار کاوه، موږ یې له ځان سره د کابل هوایې ډګر ته یې بوتلو چې له ډاکتر کبیر ستوري سره چې تازه د رحمان بابا ښوونځي له دوولسم صنف نه فارغ شوی و، خدای په اماني وکړو. د کابل هوایي ډګر ته ورغلو او دا زما لومړی ځل و چې هوایې ډګر ته لاړم. د کابل هوایې ډګر په رستورانت کې چې د میدان د ودانۍ د بام پر سر و، موږ چای وڅښه، له چای څښلو نه وروسته مو له کبیر ماما سره خدای په اماني وکړه او دی د الوتکي پر لور وخوځېد. ښه مې یاد شي چې موږ ورته د کابل د هوايې ډګر د ودانۍ په بام ولاړ وو او ده د الوتکې له دننه تر هغو لاسونه خوځول چې الوتکې الوتنه وکړه.

دا ۱۹۶۴م کال و چې ډاکتر کبیر ستوری د لوړو تحصیلاتو لپاره پخواني غربي المان ته ولاړ. په هغه وخت کې زه د ده په سیاسي افکارو، په مکتب کې د زده کړې په کچه او یا نورو راشه درشه باندې نه پوهېدم؛ ځکه وړوکې وم او د ده د شخصیت، پوهې او سیاسي افکارو اندازه مې نه شوه درک کولی. زما مینه له ده سره یوازې د ماما ولۍ پر بنیاد وه او په مور مې ډېر ګران و. ډاکتر کبیر ستوری او زما بل ماما محمد نعیم چې دواړه د رحمن بابا په لېسه کې شاګردان ون او هلته په لیلیه کې اوسېدل، نو اکثره به د پنجشنبې په ورځ زموږ کور ته راتلل؛ ځکه چې هغه وخت د لیلیې د شاګردانو او محصلینو لپاره په کابل کې دا یوه لویه تفریح وه چې د جمعې شپه یا ورځ د خپلو خپلوانو او دوستانو کورونو ته ورشي. د پوهنتون د دورې په وخت کې ما هم د دې تفریح خوند لیدلی دی.

زما خدای بښلی پلار ډېر اجتماعي او سخي سړی و، نو د جمعې په ورځ به زموږ نور خپلوان هم چې په مختلفو مکتبونو کې یې درس وایه، زموږ کور ته راتلل او په اصطلاح ښه مېله به ګرمه وه. په هغه وخت کې چې د جامو مینځلو ماشینونه نه وه نو زما مور به همېشه د دغو خپلوانو جامې هم مینځلې او پلار به مې زیاترو ته یوڅه جمعه ګي یعنې د جمعې د ورځي د خرچې په نوم لس شل روپۍ هم ورکولې. خو زما د ماماګانو کورنۍ چې په سیمه کې یو څه اندازه متموله کورنۍ وه، کله به چې دوی دواړه کابل ته راتلل نو نیا به مې ورته د خرچې پیسې ورکولې، دوی دغه پیسې زما له مور سره اېښودې او د جمعې په ورځ به یې ترې د یوې اونۍ د خرچ لپاره یوه اندازه بېرته اخیستې.

پر دې پیسو سربېره کبیر ماما یوه بله پټه پانګه هم لرله او هغه دا چې زما نیا به زما مور ته یو څه پیسې پټې ورکولې، او ویل به یې چې کبیر بد مصرفه دی نو که پیسو ته یې ضرورت شو، دا پیسې به له نعیم نه پټې ورکوې چې هغه خپه نه شي. د کبیر ماما بد مصرفي همدا وه چې ده به پیسې په خپلو دوستانو او انډیوالانو مصرفولې او د پیسو د جمع کولو او زیاتو پيسو د راټولو شوقي نه و او تر اخر د عمره پورې یې همدا حال و. په هغه وخت کې به له خارج نه محصلینو خپلو کورونو ته یو څه پیسې لېږلې خو ده به له جرمني نه کابل ته د راتګ ټکت هم له کوره غوښت. زما پلار پر اوښیتوب سربېره، د خاص کونړ په ابتدائیه ښوونځي کې د ډاکتر کبیر ستوری استاد هم و. دا چې ډاکتر ستوری د مکتب په دوره کې همیشه اول نومره و نو په پلار مې ډېر زیات ګران و.

پخوا چې ټيلېفونونه عام نه و نو له یو بل سره رابطه چندان نه وه او څوک به چې خارج ته ولاړل نو میاشتې او کلونه به یې نیول چې دی د کور او کور د ده له حاله خبر شي. ډاکتر کبیر ستوری چې په اول ځل د غربي المان نه په رخصتي افغانستان ته راغی، نو زما د پلار وظیفه په مزارشریف کې وه، موږ ورسره هلته و، نو دی مې ونه لید.

دویم ځل دی ۱۳۵۰ هجري شمسي کال کې کونړ ته راغی، نو زه د خاص کونړ په لېسه کې د نهم ټولګي زده کوونکی وم، یعنې تقریباً پس له اتو کلونو مې ولید. دا چې زموږ د خپلوانو او ترورزیو تعداد زیات و، ده به هر خوريې ته ویل چې که دېرې ته د ورځې لس ځلې هم راځئ، ما ته به ځانونه رامعرفي کوئ چې نومونه مو یاد کړم او له یاده مې ونه وځئ.

په دې وخت کې ډاکتر ستوری پر خپله ماسټري کار کاوه او د ذهنې کچې د معلومولو لپاره يې د ریسرچ سوالونه جوړ کړي و او دا یې د خاص کونړ او عمراخان په لېسو کې په شادګرانو و ازمایل. په خصوصي توګه یې په خپلو خپلوانو هم تجربه کړ او ما ته یې وویل چې خوریه! ستا ذهن ډېر ښه دی او دا چې زه هم په مکتب کې اول نومره وم نو راته یې وویل چې ته به خامخا خارج ته ځې، نو د اوس نه ورته ځان اماده کړه. په دې وخت کې ده د پښتو او د پښتنو د حقونو خبرې هم کولې، خو زموږ پرې چندان سر نه خلاصېده نو یوه ورځ ورته ما وویل چې ماما په کونړ کې دا ستا خبرې څه په درد خوري؛ ځکه دلته خو نور قومونه نشته او ټول په پښتو خبرې کوي.

ده راته وویل چې دا سمه ده، چېرته چې نور قومونه نشته نو زموږ له نورو قومونو سره څه حساسیت هم نشته خو په خارج کې د نورو قومونو کسان ځانونه افغانان معرفي کوي او پښتنو ته کوچيان او د بدوي کسانو خطاب کوي چې دوی د لر او بر پښتونخواه په سیمه کې تګ او راتګ کوي او د افغانستان دایمي استوګن نه دي. خو د دې خلاف بیا په کابل د افغان نوم یوازې د پښتنو ګڼي او پښتنو ته د افغان غول خطاب کوي او ځانونو ته افغانان نه وایي. داسې دوګانه برخورد سړی مجبوروي چې د پښتنو د هویت او حقوقو لپاره مبارزه وکړي.

په دغه وخت کې ډاکتر کبیر ستوري او یو شمېر نورو ملګرو لکه قدوس تندر، د المان په دویچي ویلې راډیو کې د پښتو ژبې پروګرام نوی پيل کړی و او موږ ته یې ویلې چې تاسې باید هره اونۍ د ټولو دوستانو او خپلوانو له خوا دوه سوه لیکونه راولېږئ چې ووايي دوی د پښتو پروګرام اوري ‌او خوښ یې دی. دا لیکونه به موږ لیکل او د پوستې له لارې به مو دویچې ویلې را‌ډیو ته لېږل. د هماغه وخت د کوښښونو او د ډاکتر کبیر او د ده د ملګرو د هلو ځلو له امله د دویچې ویلې په راډیو کې د پښتو پروګرام اوس هم شته دی.

څنګه چې مخکې مې یادونه وکړه، هغه وخت کې ټیلېفونونه نه وو او د لیکونو د وړو راوړو چاره ستونزمنه وه، نو کله به چې میاشتې، میاشتې وروسته د کبیر ماما کوم لیک راورسېد، نو زما خدای بښلې نیا به هغه لیک تر بالښت لاندې اېښی و او چې موږ به یې لیدو ته ورغلو، زر به یې را واخیست او ویل به یې ما ته د کبیر خط ووایه چې تسل مې پرې وشي. دا لیک به یې په بېلابېلو خلکو دومره ډېر ولوسته چې اخر به د لیک کاغذ وشړېده او په همدې به یې د کبیر د لیدو تنده ماتوله.

کله چې ډاکتر کبیر د دویچې ویلې په راډیو کې کار پیل کړ او د پښتو خبرونه به یې ویل نو دا زما د نیا لپاره یوه لویه سرګرمي وه. راډیو به یې د کټ سرته پرته وه او هره ورځ به یې د دویچي ویلې خبرونه اورېدل. که څه هم زما نیا ډېره پوهه او مدبره ښځه وه، خو د هغه وخت د افغان ښځو فکري پراختیا ته پّ پام سره، فکر نه کوم چې له خبرونو نه یې چندان خوند اخیست خو هدف یې یوازې دا و چې د خپل زوی غږ واوري.

په وروستيو وختونو کې چې ټیپ ریکارډر (ټیپونه) راووتل، نو بیا به ډاکتر کبیر خپلې خبرې ثبتولې او د لیک په ځای به یې د ټیپ کیسټونه خپلې مور او کورنۍ ته رالېږل. نیا به مې بیا هم ټیپ ریکاردر د کټ سر ته پروت او د شپې د ویدو کېدو نه د مخه به یې ویلي چې د کبیري کیست ور واچوئ چې زه ویده شم.

ډاکتر ستوری بیا المان ته ولاړ او څلور کاله وروسته چې زه د دوولسم صنف نه فارغ شوی وم، بیا افغانستان ته راغی. دی به معمولاً څلور کاله پس د اوړي په موسم کې افغانستان ته راته. په دې وخت کې زه یو څه پر سیاسي مسایلو پوه شوی وم او د سیاسي بحثونو لړ مې پېیلی شو، که دا مبالغه ونه کړم نو په خوریونو کې زه ورته ډېر ګران وم او فکر کوم چې دا به له ده سره زما د فکري تړاو او په سیاسي مسایلو د بحث له امله و. موږ کله هم په مادي مسایلو بحث نه کاوه اما نورو خپلوانو به پر مادي مسایلو ډېر بحث کاوه چې څومره دی معاش دي او څه کوې او داسې نور.

د ده به دا خبرې چندان نه خوښېدې، په کابل کې یوه ورځ په شهرنو کې پښتو ټولنې ته د تګ په تکل روان و، ده له یو چا نه په پښتو د پښتو ټولنې د پتې پوښتنه وکړه، خو هغه کس ورته په دري ځواب ورکړ، ده ورته وویل چې زه په دري نه پوهېږم که دا راته په پښتو ووایې نو ښه به وي. هغه نفر په تکلیف پښتو وویله او چې حرکت مو وکړ نو راته یې وویل چې خوریه ښه په تکلیف خو مې په دې بېچاره پښتو وویله. زما په اند دا د هر چا حق دی چې خپلي ژبې ته په خپله کار وکړي او نور څوک پر دې متهم نه کړي چې ولې خپلي ژبې ته کار کوي. متاسفانه زموږ اکثره پښتانه نور د خپلو نیمګړتیاوو لپاره ملامتوي او په خپله هېڅ نه کوي نو دا سم کار نه دی.

ډاکتر کبیر بېرته المان ته ولاړ او د وطن حالات سره بدل شول. په ۱۳۵۷ هجري شمسي کال کې په کابل کې د ثور کودتاه وشوه، دننه او بهر د خلکو تر منځ د اړیکو ساتلو چینلونه له منځه ولاړل، تماسونه پرې شول، د مرګ او ژوند خبره شوه او په دې لړ کې موږ مهاجر شوو او زیات وخت مو په غرونو کې تېر کړ او بیا پاکستان ته ولاړو. (د هجرت او مهاجرت قصې زما په کتاب د واقعیتونو په بهیر کې لوستلی شئ). یو وخت مو سره تماس ونیو؛ ځکه دی هم له خپلې کورنۍ سره بی رابطې شوی و. زما بل ماما محمدنعیم هم مهاجر شوی و او د کبیر ماما کورنۍ او مشر ورور عبدالجلیل ملنګ لا هم په افغانستان کې و.

دی مو وهڅاوه چې پېښور ته راشي او هم به د ده کورنې پېښور ته راشي او له یو بل سره به وګورو. هماغه و چې په ۱۹۸۲م کال کې پېښور ته راغی، په پېښور کې د پښتنو له ځینو مشرانو سره له لیدو وروسته لا یوه اونۍ نه وه تېره چې د پاکستان د حکومت له خوا ونیول شو. په هغه وخت کې جنرال ضیاالحق د پاکستان نظامي واکدار و، د جهادي ډلو طرفداري یې کوله. هغه په پاکستان کې او هم د افغانانو په منځ کې د ملي ډلو او کسانو د رشد سخت مخالف و ، په دغه وخت کې ما په پېښور کې له یو امریکایي پروفیسر سره د انتروپولوجي ریسرچ کاوه.

ډاکتر کبیر تقرییاً اتلس میاشتې د پېښور په سنترل جېل کې بندي و او حتا له خپلې کورنۍ سره یې هم لیده کاته نه کېدل، له ده سره به موږ هغه وخت لیدل چې دی به یې هره اونۍ اتکړۍ په لاس د قچرو مجسټریټ (قاضي) ته راووست او موږ به له لرې نه لیده او که کله به چې د سپاهیانو مزاج ښه و او د چایو په نامه به مو یو څو روپۍ ورکړې نو د دې زمینه به یې برابروله چې یو څو خبرې ورسره وکړو. د ده ګناه دا وه چې ولې یې د پښتنو له مشرانو سره لیدنه کتنه کوله.

د پېښور په سنترل جېل او بالخاصه په لومړیو شپو او ورځو کې چې موږ ته د ده د بندي کېدو د ځای درک نه و معلوم، د پېښور په بالاحصار کې شکنجه شوی و او په تورو خونو کې کوټه قلفي و. په پېښور کې د جرمني قونسل به هره اونۍ سنترل جېل ته، د ډاکتر کبیر لیدو ته ورته؛ ځکه دی د المان غږ راډیو کارکوونکی و او موږ ته به یې اطمینان راکاوه چې نن دی که سبا، دی به خلاصېږي، په دې نن سبا کې اتلس میاشتې ووتلې.

کله چې د پاکستان حکومت د جرمني په منځګړیتوب تصمیم ونیو چې ډاکتر کبیر راخلاص کړي نو موږ ته يې احوال راولېږه چې د ده پاسپورت راوړئ چې دی موږ له پاکستان نه وباسو او جرمني ته یې لېږو. ما د ده پاسپورت چې موده یې تېره شوې وه، واخیست او اسلام اباد ته مې د جرمني سفارت ته یووړ چې موده یې تمدید کړي. د جرمني سفارت ډېر ښه وضعیت وکړ او ډېر ژر یې پاسپورت تمدید کړ.

دا ۱۹۸۴م کال و، دی یې له زندانه خوشی کړ، خو کور ته د تلو اجازه یې ورنه کړه او کورنۍ یې ورسره د لږې شېبې لپاره د پېښور په یوه هوټل کې ولیدل، زما بل ماما محمدنعیم او زه ورسره اسلام اباد ته ولاړو او په هوایي میدان کې مو ورسره خدای په اماني وکړه.

د حالاتو د خرابېدو له امله بیا زموږ رابطه سره منظمه نه وه او یوازې کله کله به مو د ده کوم لیک ترلاسه کړ، ما ته یې وویل چې جرمني ته راشه او که جرمني دې خوښ نه و نو بېرته تللی شې او ژبه به خو یاده کړې خو موږ هم د جهاد او د افغانستان د ازادۍ په ولولو کې غرق وو، نو جرمني ته مې د تګ زړه ښه نه کړ او پلار مې هم راته اجازه نه راکوله.

په ۱۹۸۷م کال کې چې ما د امریکا غږ راډیو لپاره د محلي خبریال په توګه کار کاوه او هم د بلجیم د کمېټې مرستیال وم، په یوه رسمي سفر امریکې ته ولاړم او له امریکي نه د راتګ په وخت کې بلجیم ته د دوو اونیو لپاره لاړم.

ما له کبير ماما سره اړیکه ونیوله چې که بلجیم ته راشي نو ښه به وي؛ ځکه په هغه وخت د اروپا ټولنه نه وه جوړه شوې او د ویزې مشکل و. کبیر ماما د بلجیم د لیژ ښار ته زما د لیدو لپاره راغی او نیت مو و چې هالیند ته ولاړ شو، خو دا چې له ده سره نقشه نه وه نو څو ساعته مو د لیژ په ښار کې سرګردانه تېر کړل چې بالاخره د شپې یوه بجه شوه نو راته وې ویل چې ما به بېرته زما د کوربه کره ښکته کړې، دی به بله اونۍ راشي، بیا به هالینډ ته ولاړشو. هغه وخت لوګزامبورک، هالینډ او بلجیم د بنیلاکس په نامه یوه ګډه ویزه درلوده. کبیر ماما یوه اونی وروسته بیا بلجیم ته راغی او له هغه ځای نه د هالینډ روتردام ته ولاړو. په لاره مو ښې کیسې وکړې او شپه مو سره یو ځای تېره کړه. په سبا دی بېرته جرمني ته ولاړ او زه د پېښور په طرف وخوځېدم. يوه خبره چې ما ورته وکړه هغه دا وه چې په پېښور د ځوانانو لپاره او د ده د اولادونو د زده کړې لپاره برابر چاپېریال نه لري او که خپله کورنۍ جرمني ته راولې نو ښه به وي. ده راته وویل چې زه به پیسې درلېږم او څوک چې سبق وایي مرسته ورسره کوه خو که دوی دلته راولم نو دوی بیا د وطن او خپلو خلکو په درد نه خوري.

په هر حال دی له خپلي کورنۍ نه لرې پاتې شو؛ ځکه پېښور ته راتلی نه شو او په افغانستان کې جنګ روان و. په ۱۹۹۰م کال زه امریکې ته ولاړم او په ۱۹۹۲م کال کې جرمني ته د ده د لیدو لپاره ولاړم، یوه اونۍ مو سره یو ځای تېره کړه، د ویچي ویلې راډیو مو ولیده او د کولن له پوهنتون نه چې ده په کې هلته خپله دوکتورا اخيستې وه، لیدنه کتنه وکړه. د ده ژوند ساده و او د ده کوټه د ډېرو افغانانو، پښتنو او خپلوانو لپاره دېره وه.

ډېر بحثونه مو د وطن د حالاتو په هکله وکړل او ترې د تګ په وخت کې مې ورته بیا تکرار کړه چې د افغانستان حالات معلوم نه دي نو ښه به دا وي چې خپله کورنۍ جرمني ته راولې، ده راته ښه وکړه او له هغې نه وروسته یې لومړی خپله مېرمن او دوه زامن نسیم ستوری او ایمیل ستوری جرمني ته بوتلل.

په ۱۹۹۶م کال کې چې کله د سوات افضل خان لالا، د بینظیر بوټو په کابینه کې د شمالي علاقه جاتو وزیر و، ډاکتر کبیر ستوری یې رسمي مېلمه کړ او پس له دوولس کلونو یو ځل بیا پاکستان ته راغی. په دغه وخت کې زه هم له امریکې نه پاکستان ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره راغلی وم.

د اسلام اباد په هوایي ډګر کې ورته خان لالا په خپله هرکلی ووایه او بیا د خان لالا کور ته لاړو. شپه مو هلته وکړه او له هغه ځای نه له خان لالا سره سوات لاړو، له سوات نه وروسته چارسدې ته راغلو او د ولي خان سره مو ولیدل، همدا شان مو په اکوړه خټک کې له اجمل خټک سره ولیدل. یوه میاشت یې په پاکستان کې تېره کړه او بیا بېرته جرمني ته ولاړ. په دې وخت طالبانو کابل نیولی و او سیاسي بحثونه ډېر ګرم و، ولي خان وویل چې پاکستان خو د طالبانو حمایت کوي خو په حقیقت طالبان د پاکستان لپاره ډېر خطرناک دي؛ ځکه د طالبانو ځاله خو په پاکستان کې ده او دلته شل زره مدرسې دي.

اخر ځل زما په خیال چې ۲۰۰۵م کال په مني کې ما کبیر ماما ولیده چې زه د جرمني له منشن ښار سره نږدې د اوبر امرګاو په سیمه کې د ناټو په تعلیمي مرکز کې د لکچر لپاره تللی وم او یو دوه شپې مې له ده سره هم په ویسلنګ ښارګوټي کې وکړې. په همدې پېره راته د ده کورنۍ وویل چې کبیر ماما ستا خبره مني او که تشویق یې کړې چې د زړه عملیات وکړي نو ښه به وي، ما چې ورته دا خبره یاده کړه نو ده راته عملي دلایل وویل چې د زړه عملیات زما لپاره فایده نه لري او د زړه عملیات یې ونه کړل. په همدې وخت کې یوه شپه ناوخته چې تقریباً یوولس بجې به وې نو راته یې وویل چې خوریه، ځه بهر به ووځو او قدم به ووهو او ازاده هوا به تنفس کړو. د ویسلینګ په ښار کې مو قدم واهه چې یو ترافیکي څراغ ته ورسېدو او انتظار مو کاوه چې څراغ شین شي او موږ د سړک نه پورې وځو. په دغه وخت کې ده راته وویل چې خوریه! زما تقریباً څلوېښت کاله وشول چې زه په جرمني کې اوسېږم، دلته مې لیسانس، ماسټري او دوکتورا واخيستل او د دې خلکو په ژوند، کلتور او ژبه هم ښه پوهېږم خو ما ته داسې ښکاري لکه چې ما دلته څلوېښت ورځې تېرې کړې وي او هېڅ مې زړه دلته نه دی نښتی. بله خبره یې راته دا وکړه چې ده یو وخت فکر کاوه چې افغانستان ته به ځي، ښه کتابونه به لیکي او په اکاډمیک ډګر کې به ډېر کار کوي خو زیاته يې کړه چې زموږ د پښتنو ژوند داسې کارونو ته چمتو نه دی؛ ځکه اکاډمیک کارونه ځان ته فکر او ژوند غواړي او موږ هېڅ وخت ځان ته کېږو نه نو اوس هره ورځ په دویچي ویلې راډیو کې له خپل رسمي کار نه دوه دری ساعته زیات پاتې کېږم او یو څه لیکم. که واړه کتابونه هم وی باید چاپ یې کړم او په اوس وخت کې لوی لوی کتابونه هسې هم څوک نه لولي. ده وویل چې د شعرونو له ویلو نه زما مطلب دا دی چې دا د پښتو شعرونه هنرمندان ریکارد کړي او د پښتنو په کورونو کې یې خلک واوري. بله مهمه خبره یې راته دا وکړه چې ده زما یادښتونه لیدلي وو نو راته یې وویل چې خوریه! دې پسي مه ګرځه چې ښه تحقیق او ریسرچ وکړې او بیا کتاب چاپ کړې نو ښه به دا وي چې خپل یادښتونه منظم کړې او چاپ یې کړې. په دې وخت کې ما د کورنیو چارو د وزارت د معینیت نه استعفا ورکړې وه او زیات شخصي یادښتونه راسره وو نو ما هم ورته لستوڼي رابډوهل چې خپل یادښتونه چاپ کړم او دا دی اوس زما اته کتابونه چاپ شوي او درې نور چاپ ته تیار دي خو یوازې یو کتاب چې د بېړنۍ لویې جرګې اړوند و، هغه کبیر ماما ولید او نور یې ونه ولیدل. کاشکي چې دی ژوندی وای او زما دا نورې لیکنې یې هم لیدلې وای؛ ځکه دی د علمي کارونو په ارزښت پوهېده او همېشه به يې زه تشویقولم. خو ژوند همېشه نیمګړی دی او د انسان امیدونه نه پوره کېږي، الله تعالی دې هغه وبښي او جنت فردوس دې نصیب شي.

انا لله و اناالله راجعون.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 13

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.