ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
8 Apr 2018 - 14:53
author avatar
8 Apr 2018 - 14:53

تېر کال حکومت د بریدملانو، ساتنمنانو او افسرانو ذاتي قانون ملي شورا ته د تصویب په موخه واستاواه. د قانون پر دغه طرحه د ولسي جرګې په اړونده کمېسیونونو کې پراخ بحثونه  وشول چې په پایله کې یې د وکیلانو خوښه و نه شوه او یاد قانون یې عمومي غونډې ته تر وړاندې کولو وروسته رد کړ. د قانون د طرحې له قانوني پړاوونو سره سم یاد قانون مشرانو جرګې ته واستول شو؛ خو هغوی د ولسي جرګې پر خلاف پرېکړه وکړه او د یاد قانون طرحه یې تایید کړه، چې اوس د دواړو خونو ګډ کمېسیون ټاکل شوی او په دې تړاو به وروستۍ پرېکړه کوي.

د بحث وړ موضوع دا ده چې ولسي جرګې ولې دا قانون رد کړ او مشرانو جرګې یې بیا د تایید پرېکړه وکړه؟  د دغه قانون له مخې په نظامي او امنیتي لیکو کې د ډېر عمر درلودونکو کسانو د تقاعد موده راکمه شوې ده او همداراز هغه مخکیني جنرالان چې اوس په نورو دندو ګومارل شوي دي، باید نظامي رتبې له لاسه ورکړي.

د ولسي جرګې ډېری غړو ځکه د دغه قانون مخالفت کړی دی چې په نافذېدو سره یې د دوی د کورنیو ډېری هغه کسان تقاعد کېږي چې عمرونه یې زیات دي او د نویو کادرونو  مخه یې نیولې ده. دغه راز د یاد قانون په تصویب سره د ولسي جرګې ډېری نظامي غړي لکه ډګروال شهیداني، ډګروال بهادري، جنرال نظیفه ذکي، جنرال دلاور ایماق، جنرال زلمی مجددي او ډېر نور چې همدا مهال هم نظامي رتبې لري او امتیاز یې ترلاسه کوي او هم د ولسي جرګې غړیتوب لري، خپلې نظامي رتبې له لاسه ورکوي. بله تر ټولو مهمه او د پام وړ موضوع دا ده چې د افغانستان په اوسنۍ اردو او پولیسو کې د جمعیت اسلامي، خلقیانو او پرچمیانو زاړه نظامي کسان په نظامي لیکو کې ځای پر ځای شوي چې د خپلو شخصي عقدو له پاللو پرته بله هېڅ اجنډا نه لري؛ هغوی تقاعد کېږي او نظامي لیکې ترې پاکېږي. پورتني هغه دلایل دي چې ولسي جرګې د یاد قانون مخالفت وکړ او د خپلو شخصي، حزبي او قومي ګټو د له لاسه ورکولو له امله یې رد کړ.

اوس ډېره مهمه موضوع دا ده چې د یاد قانون ردېدل به کومې منفي پایلې ولري؟

لکه څرنګه چې زموږ اوسنۍ نظامي لیکې په بشپړه توګه پر قومي، سمتي او حزبي ځواکونو بدلې شوې دي او بالکل  ملي نوم نه شو ورکولی؛ د یاد قانون په نه تصویب سره به دغه لړۍ دوام ومومي، نظامي ځواکونه به د ځانګړو قومونو، سمتونو او ولایتونو پر ضد وکارېږي او هېڅکله به د داسې رښتینې ملي اردو او پوځ  څښتن نه شو چې زموږ د سپېڅلي دین، خاورې او ناموس څخه په مېړانه دفاع وکولی شي.

په دې برخه کې بله د پام وړ موضوع د نویو ځوانو افسرانو د پرمختګ مخه نیول دي. همدا مهال زموږ ډېرو ځوانو کادرونو د جګړې په ګرمو سنګرونو کې د هېواد لپاره بې شمېره ویاړونه خپل کړي، خو دا چې لوړ پوسټونه زړو او ناکاره حزبي او سمتي ټېکه دارانو ډک کړي، ځوان افسران ارتقا نه شي کولی او همدا لامل کېږي چې د جګړې په سنګرونو کې ستړي شي، انګیزې یې مړې شي او له خپلې مقدسې دندې لاس په سر شي.

همدې ته په پام، ملت د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له ګډ کمېسیون څخه غواړي چې په نظامي ځواکونو کې د ملت د ځوانو اتلانو هیلې مړاوې نه کړي، دغه راز د افغانستان د نظامي ځواکونو په ملي کولو کې خپل مهم نقش ولوبوي، امنیتي ادارې د قومي، سمتي او حزبي ټېکه دارانو له منګولو وژغوري او یاد قانون تایید کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.