ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
19 Sep 2015 - 16:30
author avatar
19 Sep 2015 - 16:30

ننګرهار  دعلم او فرهنګ د ټاټوبي  دستر وياړ  ترڅنګ کلونه کلونه هغه مهال چې ټول هېواد  د داخلي جنګونو داور په لمبو کې سوځيده د هېوادوالو لپاره دسولې کور حيثيت درلود او ټولې هغه خواوې او جهادي تنظيمونه چې په نورو ځايونو کې ديواوبل وژلو ته تږي ناست و خو په ننګرهار کې به بيا همدا ډلې پر يو دسترخوان راټولې او په خپلو منځونو کې لکه د يوه کاله اوسيدونکي ژوند کاوه ، هغه وخت ننګرهار درانه مشران او مخور درلودل چې دټول ختيځ غم يې خپل غم او دخپل وجود ټوټه بلله، خو داچې له تېرو لسو کلونو راهيسې ننګرهار د اور په لمبو سوځيږي ورځ تربلې يې وضعيت خرابيږي هم ددې سيمې مخور، ځايي چارواکي او هغه چې د لوى ننګرهار د مشرۍ دعوه کوي ګرم بلل کيږي.

د ننګرهار اوسنی وضعيت جدي او د انديښنې وړ دی او لا دا حالت په ټول هېواد ناوړه اغيزې لرلی شي ، په وروستيو شپږو مياشتو کې د خلافت په نوم داعش وسلوالې ډلې او امارت په نوم  طالب وسلوال د خپلمنځي رقابتونو او نښتو له امله په ختيځ کې داسې وحشانه کړنې ترسره کړې چې بيلګه يې په انساني او افغاني تاريخ کې نشته ، د سيمې مشران او مخور په ډله ييز ډول په بمونو کښينول او بيا الوځول دهغه وحشت يوه بيلګه ده چې وجدان پرې ټکان خوري، په سيمه کې د داعش او طالبانو لخوا د سيمې اوسيدونکو مال،ځان او شتمني  خوندي نه ده که طالب په زوره د سيمې خلکو په کورونو کې شپه تيره او ډوډۍ ترې وخوري داعش يې طالبانو سره په پلوي سرونه غوځوي مال او کورونه يې سوځي ،برعکس طالبان هم په هغو سيمو کې چې داعش د خلکو له کورونو څخه سپر جوړ کړی دهغو سيمو په نيولو سره دخلکو کورونه د داعش دپلوي په تور سوځي چې عملا په سيمه کې حکومت ددغو دواړو ډلو د جنګونو او نښتو سيل کوي او د خير په غونډۍ ناست دي چې داحالت په هيڅ صورت سره نه د ختيځ او نه هېواد په ګټه دی.

حکومت د قانون د پلي کوونکي ارګان په توګه مسووليت او دنده لري چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي، د ننګرهار له اتو څخه په زياتو ولسواليو کې داعش او طالبانو د يوبل پروړاندې سنګرونه جوړ کړي او عملا ديو اوبل پروړاندې جنګيږي، په سلګونه ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي او لا تړل کيږي چې دعلم له نعمت څخه دکوچنيانو محروميت او دښوونځيو تړل دسيمې اوسيدونکو لپاره د زغم وړ نه دی.

 ولايتي مسوولين دې د بل په شر کې خپل خير نه لټوي او دجنګ ننداره دې نه کوي ځکه د همدې بل شوي اور  له امله ولس د سيمو پريښودو ته مجبوريږي او په سره ګرمۍ کې د ننګرهار په شاړو دښتو کې شپې تيروي، چې پايلې يې د حکومت په زيان او ددغه بل شوي اور په لمبو کې به خدای مکړه ولس او هم حکومت يوځای وسوځي.

که په ننګرهاريانو راغلی وضعيت خدای مکړه د بل ولايت په اوسيدونکو راغلی واى اوس به له ولسمشره تر ولس کشره ټولو د سيمې خلکو د خلاصون لپاره غوغا جوړه کړې او د يادې ستونزې د هواري تکل به يې کړی و، خو له بده مرغه لوى ننګرهار چې دهېواد د سياست په ټاکلو کې رغنده رول لري هر وخت د مرکزي حکومت له عينکو پنا او څنډې ته پاتې کيږي.

هغه چارواکي چې د نظامي دريشۍ په اغوستلو او ټوپک په لاس دجګړې لومړۍ ليکې ته ځي او يا د تللو تکل کوي په حقيقت کې د ولس له غمه مړه نه بلګې د خپل کلسترول او جربۍ دکمولو هڅه کوي او د ولس په سترګو کې خاورې شيندي، موږ د ننګرهار روان وضعيت دټول هېواد په ګټه نه بولو، په ولسمشر د وسلوال پوځ د سر اعلی قوماندان په توګه غږ کوو چې د ننګرهار او ختيځ د ژغورلو لپاره په امنيتي، انکشافي او ولسونو ته دښه او موثرو خدمتونو په وړاندې کولو کې بيړني ګامونه پورته کړي او ختيځ د خپلو ژورو او هراړخيزه اصلاحاتو تمرکز وګرځوي.

د امنيتي ځواکونو سرښندنې د قدر وړ دي خو له دغو ځواکونو دا توقع کيږي چې د ننګرهار لرې پرتې سيمې چې د داعش او طالب په اور کې سوځي تر خپلې ولکې لاندې راولي او ولسونه د دواړو له نفوذ څخه وژغوري، له ولسونو هيله کوو چې له خپلو امنيتي سرتيرو سره د سيمې په امنيت کې مرسته او ملاتړ وکړي او په ګټه روان وضعيت څخه د نجات لاره ولټوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

ضياءالحق امرخېل په عربي ادبياتو او کمپيوټرساینس کې د لوړو زده کړو له ترسره کولو وروسته په يو شمېر کورنيو او نړيوالو موسساتو کې په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي. نوموړى د ملګرو ملتونو له سازمان سره په نيپال هېواد کې په سياسي او ټاکنيزه برخه کې د سلاکار په توګه څه کم دوه کاله دنده ترسره کړې ده. امرخېل په افغانستان کې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره له ۲۰۰۵ کال راپه دېخوا د ټاکنو د مسلکي شخص په توګه له نږدې پاتې شوی او په ياد کمېسيون کې يې د ساحوي عملياتو د رييس او د دغه کمېسيون د دارالانشاء د لوی رييس په توګه دندې ترسره کړې دي. امرخېل د اوس لپاره د ملي ثبات خوځښت مشر دى. برېښناليک: [email protected]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.