د پاکستان او هند روانه لانجه په داسې وخت کې را مخې ته شوې چې په نړۍ کې پاکستان تقریباً خپل ټول دوستان او خواخوږي له لاسه ورکړي او هېڅ حمایت ګر نه لري. همدا راز د ملک دننه په مهمو سیاسي لانجو کې لکه د پښتون ژغورنې غورځنک راټوکېدل، د بلوڅانو د ازادۍ تحرکات پراخېدل، د پوځ له خوا د پاکستان تر ټولو ستر ګوند مسلم لیګ (ن) څنډې ته کول هغه څه دي چې د پوځ پر وړاندې یې د خلکو محبوبیت کم کړی او د پاکستان موجوده اداره ورسره لاس او ګرېوان ده.
په اقتصادي ډګر کې هم پاکستان له خورا سترو اقتصادي ننګونو سره مخ دی او د وار لا د مخه خراب اقتصادي وضعیت، د ډالر پر وړاندې د کلدارې بې ساري غورځېدو، د بیروني قرضو انبار، د پیسو له نړیوال صندوق سره ترینګلتیا، د چین له خوا دغه هېواد ته د مرستو او قرضو کمرنګه کېدو او بل طرف ته د پاکستان د ستر تمویلوونکي هېواد متحده ایالتونو له مخکې د مرستو لړۍ ټکني والي او ځنډېدو د پاکستان اوسنی اقتصادي وضعیت یې له بحران سره مخ کړی دی.
دا هر څه په داسې حال کې دي چې د جنک سوري پر پاکستان ور اضافه شوي دي او دغه هېواد یې خورا سخت وارخطا کړی؛ ځکه جنک ګټل قوي اقتصاد، ملي اجماع او بین المللي ملاتړ ته ضرورت لري او دا ټول هغه څه دي چې په موجوده وخت کې پاکستان ترې بې برخې دی. همدارنګه د هند او پاکستان ترمنځ موجوده جنګي و ضعیت او پاکستان د بدتره شرایطو په لرلو سره او د دوی په خاوره کې د تروريستانو پر ضد د هندوستان بریدونه، نه صرف دا چې په بین المللي سطح ونه غندل شو، بلکې د تروريستان پر ځپل کېدو تاکید وشو. همدغه بحراني وضعیت ته په کتو سره چې پاکستان ورسره مخ دی، د دې لپاره چې د سولې روانې خبرې متاثره کړي، بلکې مثبت خوا ته یې بیولای هم شي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن