ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
26 Dec 2017 - 11:50
author avatar
26 Dec 2017 - 11:50

له دويمې نړیوالې جګړې وروسته ډېری هېوادونو ازادي واخیسته، چې یو له هغوی څخه هند و، هند په ۱۹۴۷ میلادي کال کې له برېتانیا څخه ازادي ترلاسه کړه چې دوه کاله وروسته په ۱۹۴۹ کال کې چین په کورنيو نښتو کې کمونیست ګوند په ملتپالو باندې برلاسی شو او د چین کمونستي جمهوریت یې رامنځ ته کړ، څنګه چې دواړه هېوادونو په لنډه وخت کې ازادي واخیسته، دوی غوښتل د نړیوالې جګړې د ګټونکو دوه بلاکونو (غربي بلاک امریکا متحده ایالات، انګستان، فرانسه(لیبرالیزم) او شرقي بلاک شوروي اتحاد (کمونیزم )) پر وړاندې یوه درېیمه ډله رامنځ ته کړي تر څو وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو ګټې د شرقي او غربي بلاک ترمنځ وساتي د همدې موخې لپاره، له نړیوالو بلاکونو څخه پرته د سیمې په کچه هند او چین یوازيني هېوادونه وه چې له اقتصادي او سیاسي پلوه ور باندې حساب کېدلای شو. دواړو هېوادونو همدې ګډې موخې ته رسېدلو لپاره لومړی په خپل منځ کې یو تړون لاسلیک کړ چې د پانجشیل تړون په نامه یادېږي دې تړون کې یوازې د هند او چین ترمنځ د سوله ییز چاپېریال د چمتو کولو په اړه پنځه مادې راغلې وې چې بیا وروسته مصر، اندنیزیا او ځینې نور هېوادونه هم را ګډو شول چې د ناپیلو هېوادونو حرکت یې ونوماوه په لومړي سر کې یې شمېر ۲۹ ته رسېده چې موخه یې د دوه بلاکونو تر منځ د هېوادونو د ازادۍ ساتل و، خو وروسته یې بیا اقتصادي او نور پرمختګونه د دې ادارې په اهدافو کې شامل شول.

دا دوه هېوادونه د یو او بل پر وړاندې د ښه نیت په هکله تړونونه لري، خو بل خوا بیا یو د بل پر وړاندې یې ګرمې وسلې ته هم لاس ور ورړی چې په زرګونه سرتېري له دواړو لوریو څخه وژل، زخمي او یا هم ژوندي یو د بل د پوځونو لاس ته پرېوتي دي. د دې هېوادونو له ازادۍ وروسته لومړۍ جګړه په ۱۹۶۲ کال کې پېښه شوه.

چین له کورنۍ جګړې څخه وروسته سملاسي په ۱۹۵۰ کال کې په تبت باندې بريد وکړ او هغه یې ونیوه چې لا تر اوسه یې تر استعمار لاندې ده. له دې استعمار سره یې له هند سره ګډه پوله پیدا کړه، دا ګډه پوله د بوتان هېواد په منځنۍ نقطه کې يې بېله کړې خو په ختیځه او لوېدیځه برخه کې لا هم په زرګونه کیلومتره پوله لري چې د برېتانوي هند او تبتي استازو ترمنځ په نښه شوې وه، چې د برېتانیا د همېشنۍ پاليسي له مخې په ټولو سیمو کې د راتلونکو شخړو د جوړولو لپاره یوه ښه بهانه کېدلای شي.

ختیځه پوله:

دا پوله په ۱۹۱۴ میلادی کال کې د برېتانیا، چین او تبت د استازو ترمنځ د مکماهن کرښې په نامه د شېمله معاهدې په ترڅ کې لاسلیک شوه، دې کرښې د سوېلي تبت د ۹۰،۰۰۰ کیلومتره مربع ځمکه په هند پورې وتړله چې اوس د هند په واک کې ده اوچین دا ادعا کوي چې کنې تبت له پېړیو راهیسې د دوی تر واک لاندې ده، او دا برخه چې اوس د هند اورناچال پرداش په نامه یادېږي سوېلي تبت ده چې باید هند د دې سیمې واک بېرته چین ته ور وسپاري.

 

 

 

 

 

لوېدیځه پوله:

اکسای چین چې د تبت له شاړو څخه شمېرل کېدله په ۱۸۶۵ کال کې د برېتانیا استازي جانسون او تبتي چارواکو ترمنځ لاسلیک شوه، چې دا سیمه یې د هند په جمو او کشمیر ایالت پورې وتړله. له دې سیمې څخه په مخکې وخت کې د ورېښمو لاره تېره شوې وه او کوچیان به هم په ځینې موسمونو کې یادې سیمې ته راتلل. اکسای چین یوازې په ۱۸۴۲ کال کې یوځل د سک امپراطور له خوا  پر تبت باندې د بريد په موخه ونیول شو خو تبت کې یې ماته وخوړه او بېرته خپل هېواد ته ستون شو. له هغه څخه تر را وروسته ۱۹۵۰ کلونو پورې دې سیمې ته د یوه هېواد هم کومه پاملرنه نه ده شوې. د اوس لپاره اکسای چین د چین د حکومت تر کنترول لاندې ده او هند ادعا کوي چې د ۴۱،۰۰۰ کیلومتره مربع خاوره چې د تبت او برېتانوي استازو تر منځ لاسلیک شوې وه د چین تر اشغال لاندې ده.

د جګړې له پیل څخه وړاندې:

لکه څنګه چې وړاندې یادونه وشوه چې هند او چین د ناپیلو هېوادنو د حرکت غړي او بنسټ ایښوودنکو هېوادونو څخه دي چې د حرکت موخه د سولې دایمي کول او د ازادو شویو هېوادونو د ازادۍ ساتل و، نو د چین ولسمشر د همدې موخې د اثبات لپاره په ۱۹۶۰ کال کې هند ته سفر وکړ او وړاندیز یې وکړ چې دواړه هېوادونه دې په ختیځه او لوېدیځه پوله کې له اوسنۍ کنترولېدونکې پولې څخه ۲۰ کیلومتر شاته خپلې پوځي پوستې جوړې کړي، دا وړاندیز د هند د صدراعظم جواهر لعل نهرو له خوا رد شو، همدارنګه له ۱۹۵۹ څخه بیا تر ۱۹۶۱ کلونو پورې په لوېدیځه او ختیځه پوله کې د پوځي ګزمو په ترڅ کې ځای ځای نښتې رامنځ ته کېدلې، دې ستونزې هغه وخت زور واخیست، کله چې چین غوښتل د اکسجیانګ ایالت له تبت سره د اوسپنې د پټلۍ له لارې ونښلوي چې دا بیا له اکسای چین څخه تېرېدله، دا د اوسپنې پټلۍ د هند د شمالي پولو د ساتلو پر وړاندې د یو ګواښ په توګه و اروزل شوه، هند یې په غبرګون کې وغوښتل چې په مرزي نقطو کې د ګزمو کولو پرځای پوستې جوړې کړي او د تبت د شورشیانو استازي دالایلاما ته پناه ورکړه او اجازه یې ورکړه چې له خپل هېواد څخه بهر د تبت دولت په هند کې جوړ کړي، د هند دا عمل بیا د چین له خوا د هغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلل شوه.

د جګړې پیل:

د چین په اکسای چین کې د هند له لاسوهنې وروسته د هند یوه وړه ګزمه د اکتوبر په ۲۰ نېټه د چین د پوله ساتو له خوا تر بريد لاندې راغله، چې له هغه وروسته هم په لوېدیځه او هم په ختیځه پوله کې چینايي ځواکونو په هندي ځواکونو پرله پسې بريدونه وکړل چې په څلورو ورځو کې ډېری سیمې د هند د توانګ ستراتیژیکې نقطې په ګډون د چین تر ولکې لاندې راغلې، لومړۍ جګړې د اکتوبر تر ۲۸ نېټې پورې دوام وکړ، چې په منځ کې د چین له خوا  پيل شویوخبرو د درې اوونیو په جریان کې کومه پایله ور نه کړه او د جوهر لعل نهرو له خوا اوربند ونه منل شو. همدا وه چې جګړه د نوامبر په ۱۶ بیا پیل شوه او څلور ورځې نور یې هم دوام وکړ او چین نورې سیمې هم تر خپل ولکې لاندې راوستې، ۲،۰۸۶ هندي سرتېري په دې جګړه کې ووژل شول او ۴،۰۰۰ نور بیا ژوندي د چین له خوا ونیول شول، په دې جګړه کې د هند ۵۰۰څخه تر ۱۰۰۰ سرتېرو ته هم مرګ ژوبله واوښته، لکه څنګه چې د همالیا غرونه د چین له پلوه هومره لوړ نه دي لکه څومره چې د هند له پلوه لوړ والی لري همدا دلیل و چې هندي سرتېرو ته د درنو وسلو او توپ خانې رسېدل لږ څه ستونزمن و او چین له پوره چمتوالي سره بريد کړى و، ځکه د هندي سرتېرو د مرګ ژوبلې شمېره ډېره لوړه شوه. همدارنګه په دې جګړه کې له هوايي ځواک څخه استفاده ونه شوه. که څه هم د هند پوځ په ستونزه کې ګیر و، خو دوه دلیله و چې هند یې را وګرځاوه چې خپل هوايي ځواک ونه کاروي لومړی دا چې چین او هند دواړه د سولې لپاره د ګډ حرکت یا د ناپیلو هېوادونو د حرکت غړي وو او نه یې غوښتل زیاته مرګ ژوبله را منځ ته شي، او بله خوا دا چې د چین پوځ هم په پیاوړي هوايي ځواک سمبال وو، چې کېدای شول د هندي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه به څو برابره هم له دې څخه لوړه شوې وه.

چین د خپلو اهدافو له لاسته راوړلو څخه ورسته او د جګړې په جریان کې دا ولیدل چې یوازينی کمونست هېواد روسیه یې هم تر خوا نه درېږي او همدارنګه په همدې وخت کې نژدې وه چې په کیوبا کې امریکا او روسیه اټومي جګړه پیل کړي چې کولای یې شول د امریکایانو لاس په مخامخ ډول دې جګړې ته را وغځوي، ځکه دلته (چین او هند) کې هم د کمونیزم او لیبرالېزم سره مخ و. پورته دلایلو ته په کتو سره لکه څنګه چې چین خپل اصلي هدف چې د خپلو پولو ساتل او هند ته د خپل طاقت ښودل و لاسته راوړي و، نو د نوامبر په ۲۱ نېټه یې یو طرفه اوربند اعلان کړ او تر پولې بېرته واوښت.

پایلې:

د دې جګړې بریا د چین په برخه شوه، او د اړیکو په برخه کې یې یو نوی باب پرانیزه، هند له پاکستان سره هم په کشمیر کې ستونزه لري، نو د چین او هند جګړې پاکستان ته چانس ورکړ چې له چین سره د اړیکو یوه نوې دروازه خلاصه کړي، همدارنګه، لکه څنګه چې د چین کمونیزم د مایو له نظریې څخه سرچینه اخلي، خو د روسېې بیا له مارکسیزم څخه د دې کمونیستو هېوادونو اړیکې د جګړې یوې ازموینې ته وړاندې کړې چې روسيې د چین له ملاتړ څخه کوم په زړه پورې والی و نه ښود، همدا دلیل و د چین او روسیې د اړیکو ترمنځ یو درز پیدا او لا ژور شو. د هند او چین  د پولې پر سره دا ستونزه لا تر دې دمه نه ده هواره شوې.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 10

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.