ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
17 Dec 2018 - 08:50
author avatar
17 Dec 2018 - 08:50

ککړتیا هغو بې کاره موادو ته چې په یوه چاپېریال کې ژوندیو موجوداتو ته د اختلال، نا انډولتیا او نا راحتۍ لامل کېږي، ویل کېږي. ککړتیا کېدای شي د کيمیاوي موادو په شکل وي یا د انرژۍ په شکل لکه غږ، ګرمي یا هغې رڼا چې چاپېریال ککړ کړي. ککړوونکي مواد هغه وخت د طبیعي پدیدو له پېښېدو وروسته رامنځته کېږي او هغه وخت ککړتیا ګنل کېږي چې د دې ککړتیا حد له طبیعي شمېرې زیات شي. یا ککړتیا ضایع شوي توکي ته وایي چې هوا، خاوره یا اوبه ککړې کړي.

په دې وروستیو کې د کابل هوا داسې ککړه شوې ‌ده چې ساه اخیستل په کې ګران کار دی او په ځانګړې توګه د شپې له لوري د پلازمېنې هوا یوازې لوګی وي.

که څه هم په وروستيو څو کلونو کې د ورښت د لږوالي او په هېواد کې د څلور لسیزو جګړو چې ډېری ځنګلونه او ونې په کې له منځه تللي دي، د هوا ککړتیا کې ځانګړې ونډه لرلې ده، خو پر دې سربېره د حکومت نه پاملرنه او د کابل او ټول هېواد د اوسېدونکو بې ‌باکي هم د هوا په ککړتیا کې خپله برخه لري چې د بې ‌کیفیته سون توکو بې ‌درېغه استعمال او د خامه سړکونو شتون دا ګواښ نور هم زیات کړی دی.

بلخوا په پلازمېنه کې تر ځمکې لاندې اوبو لږوالی او د سپټیک څاګانو ډېروالی چاپېریال نور هم ناولی کړی چې د بې شمېره ناروغیو سبب کېږي او په ځانګړې توګه ماشومان له دغه حالت نه ډېر زیانمن کېږي.

په دې کې شک نه شته چې هوا او اوبه د الله جل جلاله لوی نعمتونه دي چې په موږ یې پېرزو کړي ‌دي او د دې دواړو ساتنه او راتلونکو نسلونو ته د یو ستر او پاک چاپېریال په میراث پرېښودل زموږ د ټولو دنده ده، خو په خواشینۍ سره باید ووایم چې د څلور لسیزو جګړو او نورو عواملو زموږ ملي او اسلامي احساسات داسې ځپلي دي چې اوس اکثره افغانان یوازې د ځان او د خپل کور تر دروازې فکر کوي او هاخوا د کلي، ښار، ولایت او هېواد په اړه هېڅ د مسوولیت احساس نه کوي چې دې فکر زموږ د هېواد ستونزې څو برابره کړې دي.

له بده مرغه د مسلکي کدرونو نشتوالي او د عامه پوهاوي کمښت زموږ د چاپېریال د خرابېدو سبب شوي. اوبه، هوا او خاوره د چاپېریال درې مهمې ستنې ګڼل کېږي چې د دغو د هر یوه ککړتیا د انسانانو پر ژوند خورا منفي اغېزه لري. له بده مرغه د افغانستان خلک په دې ټولو برخو کې له بې شمېره ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وروستي رپوټونه ښيي چې تر پنځوسو زرو ډېر افغان وګړي هر کال د هوا له ککړتیا څخه د را ولاړېدونکو ناروغیو له کبله مري، همدا لامل دی چې په نړۍ کې د تنفسي ستونزو له کبله د افغانانو د مړینې کچه د ځینو نورو هېوادونو په پرتله لوړه ده. د ځینو تولید شوو توکو سوځول، ډېر مضر زهرجن غاز هوا ته استوي چې د انسان روغتیا ته تاوان رسوي.

د تودوخې یا پخلي لپاره په کورونو کې د لرګیو سون، په موټرونو کې د ټيټ کیفیت لرونکو تېلو کارول او په عامه ځایونو یا کارخانو کې د لرګیو او د ډبرو سکارو سوځول، هغه څه دي چې هوا ککړوي او ډېری زهرجن غازونه لکه کاربن مونو اکسایډ، نایټروجن ډایکسایډ، بینزو پایرین او ډایوکسین پیدا کوي چې وروسته د راز راز تنفسي ناروغیو تر څنګ د سرطان، زړه، پوستکي او رواني ناروغیو سبب هم ګرځي.

یوازې په کابل ښار کې نه، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په کورونه کې د کانالیزاسیون سیستم ته لاسرسی خو نه لري او ټول کورونه او دوکانداران خپلې ناپاکې اوبه د ځمکې پر سر بهوي چې وروسته د ځمکې له لارې لاندې د اوبو سرچینو ته او یا لویو سیندونو ته لار مومي.

همدا راز په کورونو کې د تشنابونو څاګانې په غیر معیاري ډول کیندل کېږي چې د وخت په تېرېدو سره یې چټل مواد د ځمکې لاندې له اوبو سره ګډېږي. راتلونکي نسلونه باید د چاپېریال د ککړتیا او ورڅخه له را ولاړېدونکو ستونزو وژغورل شي.

تر ټولو خطرناک د لویو روغتونونو ګند، د کارخانو کیمیاوي مواد او د کثافاتو امبار دي چې له پاکېدو پرته زموږ د اوبو سیستمونو ته داخلېږي او په پایله کې یې پاکې اوبه مردارېږي چې له یوې خوا په اوبو کې د شته موجوداتو ژوند ته ګواښ جوړوي او له بلې خوا همدا چټلې اوبه د هېوادوالو د مرګ سبب ګرزي.

په کابل کې د نفوسو شمېرپه ډېره کمه سیمه کې ډېر زیات دی چې دغه د نفوس ډېروالی ددی باعث ګرځېدلی چې د کابل غرونه، غونډۍ او شنې ساحې په مسکونه سیمو تبدیلي شي. د کابل ښار د چټلو اوبو او موادو د ايستلو لپاره کوم سیستم موجود نه دی چې له دې امله دغه چټلي په کوڅو کې د ویالو د بندېدو سبب ګرځي او په باراني ورځو کې د باران اوبه دغه چټلي سرکونو ته انتقالوي چې وروسته د خلکو او موټرو د ګرځېدو له امله دغه چټلي د پوډر شکل ځان ته اختیاروي او کله چې خټې وچې شي دغه پوډر د موټرو او باد په وسیله هوا ته پورته کېږي چې وروسته یې موږ ټول تنفس کوو چې د عامه روغتیا د وزارت د راپور له مخې، کابو ۸۰٪ سلنه ناروغان د کابل روغتونونو کې د همدې ککړې هوا د تنفس کولو او ککړو اوبو د څښلو له امله دي.

په ښارونو کې د هوا ککړتیا لاملونه:

  • د نفوس زیاتوالی
  • له غیر معیاري تېلو کار اخیستنه
  • د ډبرو سکرو او لرګیو استعمال د پخلي او په ژمي کې د کورونو د ګرمولو لپاره
  • د پلاستیکو، سوي مبلایلو، ټېرونو او ډېزلو نه د سوځېدو لپاره ګټه اخیستنه
  • په ډېرو وختونو کې د برېښنا د نه موجودیت له امله د جنراټورونو نه ګټه اخیستنه
  • د ځنګلونو او د ونو پرېکول، د شنې سیمې کمېدل او د زراعت له منځه تګ
  • د وګړو ناغېړي، د خپلو کورونو خځلې او نور ګند په خلاسه ساحه کې غورځول
  • ډېر ګردجن سړکونه
  • په ښارونو کې د موټرو ګنګونه چې د نړیوال معیار نه ټیټ دي چې په نوره نړۍ کې دا شان موټر د ګرځېدو اجازه هم نه لري.

 

د هوا ککړتیا د مخنيوي لپاره یو سم ستراتیژیک پلان ته اړتیا ده لکه:

  • چې په ټینګه د ټیت کیفیت لرونکو تېلو سول په موټرو او جنراټورونو کې مخنیوی وشي
  • د کورونو او حمامونو د اوبو ګرمولو په بخاریو کې ککړوونکي د ډبرو ذغال منع کړای شي
  • تر ځمکې لاندې اوبو نقشه کول او مدیریت په ښارونو او په تېره بیا په ککړ شوو ساحو په عاجله توګه ترلاس لاندې ونیول شي
  • د حفظ الصحه محیطي، له څاګانو د انساني فاضله موادو د ذخیره کولو د منع کولو لپاره او د ځمکې د اوبو د سم مدیریت لپاره قوانین، مقررات او لوایح جوړ او په ټینګه پلي شي
  • د ښاري ترانسپورت لپاره په معیاري ډول د سړکونو پاخه کول
  • د بارانونو څخه د راولاړو شوو سېلابونو اوبه ښه مدیریت کول
  • په ښارونو کې د فاضله موادو د ټولولو، انتقال، پروسس او مدیریت سم سیستم جوړول
  • به ښارونو کې شنې ساحې، ونې او بوټي ډېرول او په ژمنتیا ورته پاملرنه وکړي او ښه یې وساتي
  • عامه پوهاوي تر ټولو لومړۍ درجه لري چې په جوماتونو، ښوونځیو، ټلوېزون او راډیو له لارې خلکو ته د هوا ککړتیا لاملونه معرفي کړي.

نو راځئ چې ټول په ګډه ځان مسوول وګڼو او هغه څه مو چې په وس کې وي او کولای شو د هغه په واسطه د هوا ککړتیا او چاپېریال مخه ونیسو، نو باید هغه په کار واچوو او پرې ‌نه ږدو چې راتلونکي نسلونه مو له پاکو اوبو او ښکلې او تازه هوا نه بې برخې پاتې شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 355

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

محمد محسن صادق د محمد صادق زوی د فراه ولایت د ګلستان ولسوالی اوسېدونکی دی او د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او د کانالیزاسیون شرکت د لوی ریاست د تخنیکي څانګې عمومي ادارې او احصائیوي مدیر دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.