ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دې وروستو کې دهېواد په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي وضعیت د ښه والي او بهبود شاهد دی، په ځانګړې توګه د هېواد په ختیځ کې د د داعش ټغر راټولول، د طالب او نورو ورانکارو ډلګیو وسله وال او دهغوی د سوق او قوماندې مراکز او پرسونل په نښه کول، د امنیتي ځواکونو د مورال د لوړتیااو د جګړییزو مهارتونو دپیاوړتیا څرګند ثبوت دی .

دا چې د پخوا په پرتله ولې زموږ ملي امنیتي ځواکونه په لوړ مورال له  خپل ولس او خاورې څخه دفاع کوي او له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته اوښتي دي؟ نو د دغه بهبود او پرمختګ تر شاه د هېوادنۍ مينې پر اساس د رامنځ ته شوي هوډ او ارادې ممثل کرکټرونه شتون لري چې د دقیقو ارزونو او د اړتیاوو د تشخیص او د هدف د ټاکلو لپاره یې بې پرې او له هر ډول غبن و درغلیو پاک او سوچه افغاني کادرونه د خدمت لیکو ته ګومارلي دي او د قومیت، ژبې، سیمې، نژاد او نورو ملاحظو دروازې یی په دې اړه تړلې دي،  کاملا پر ملي اراده سنباله اردو، د دغو ځواکونو اکمال، حمایت او پرمختګ ته کار کوي چې یو د دغو اغېزمنو کاري او هوډمنو کادرونو څخه د ملي امنیت مشاور ډاکتر حمدالله محب دی چې په لږه موده کې یې د افغانستان لپاره نه هېرېدونکي خدمتونه تر سره او په هر میدان کې یې د دغه هېواد دخلکو د ارمانونو بهترین تمثیل او استازیتوب وکړ.

د افغانستان لپاره په واشنګټن کې د نوموړي د سفارت پر مهال بېسارې لابي وشوه چې نړۍ یې د پاکستان دوه مخیتوب ته متوجه او د افغانستان لپاره یې د نړۍ والو ذهنیت بدل او د پاکستان په اړه یې د څار او احتیاط تر بریده واړاوه، دغې چار یې په قطر کې د پاکستان د فرمایشي سولې مسیر تغییر او دافغانانو د ارادې قیادت ته یې اړویست .

دا په حقیقت کې د افغانستان د ستونزو د حل هغه کلیدي ګامونه و چې په لږ  وخت کې یې د نړۍ تفکر ته بدلون وباښه او دا یې وښوده چې افغانان له جګړې څخه ستړي او د ابرومندانه سولې غوښتونکي دي چې هم افغانستان او هم نړېوالو ته، د افغانانو پر مشرۍ د سولې چارې پرمخ بیول ګټور تمامېدای شي .

د همدغو متینو او اوسپنیزو ګامونو په لړ کې یې په دې وروستیو کې د شمال مختلفو ولایتونو ته کاري او له لاسته راوړنو ډک سفرونه درلودل چې په دغو سفرونو کې یې د شمال ولایتونو دخلکو بېلابېلې ستونزې واورېدې، د اردو او پولیسو له لیکو یې لیدنه وکړه او د هغوی اړتیاوې او وړتیاوې یې له نږدې وڅارلې او وارزولې .

همدا راز یې د یاد ولایتونو د حکومتولۍ او ولایتي مديریت څرنګوالی او د انکشافي پروژو د تطبیق له څرنګوالي او څومره والي څخه لیدنه او ارزونه وکړه چې د یاد ولایتونو د خلکو اساسي ستونزې، امنیت، کار، خدمتونه او نور ټولنیز موارد یې د اصلاح او په کې د سمون راوستلو په موخه اړوندو اداراتو ته سپارښتنې وکړې، ترڅو د دغه سفر په ترڅ کې په ګوته شوې ستونزې تحلیل او د حل په اړه یې قابل تطبیق پر واقعیتونو ولاړې حل لارې او وړاندیزونه ترتیب کړي، ترڅو یادو ستونزو ته پر وخت ممکنه او لازمه رسیدګي وشي او خلک  د بهبود شاهدان شي .

دغه سفر د خلکو او حکومت ترمنځ د اړیکو د نزدیکت او د پرمختګ له پلوه بېساری سفر و، په داسې مهال تر سره کېږي چې د خلکو له اوږو څخه د ځايي زورواکو د بدمعاشیو لنګر د ملي ځواکونو د پټو او ښکاره عملیاتو په ترڅ کې راکم شوی دی .

له بله پلوه دغه سفر دافغانستان د اسلامی جمهوریت د قانونواکۍ او ملي حاکمیت څرګندوی دی چې یاد ولایتونه او سیمې په  پخوانیو حکومتونو کې د ملک الطوایفۍ او ځايي زورواکو د واک او قدرت په وړو وړو جزیرو بدلې شوې وې، د همدغه مدریت په ترڅ کې د زړورو ځواکونو په مټ د زورواکو زور اوبه شو او خلک یې له باج اخيستنې څخه خلاص شول .

دا لومړی ځل دی چې دهېواد دامنیتي چارو یو لوړ پوړی چارواکی د شمال د خلکو د حال اخيستو په موخه کور په کور ګرځي او د خلکو ستونزې اوري، حکومتولي ارزوي او له امنیتي لیکو څخه لیدنه کوي او تمه ده چې د دغه سفر په پایله کې د ترلاسه شویو شکایتونو، تشخیص شویو ستونزو، د حکومتولۍ ضعف او د خلکو او دولتي اراکینو ترمنځ د کاري اړيکو د څرنګوالي د ارزونو پراساس ګټور او اغېزمن بدلونونه رامنځ ته شي .

د ملی امنیت سلاکار دغه سفر سیمې او د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته هم په غیر مستقیم ډول دا پیغام ورکوي چې د هغوی د پرله پسې مداخلې، لاسوهنو، ورانکاریو او د وسلو او باروتو د تورید باوجود دهغوی اهداف تر لاسه نه شول چې دا د افغانانو د مشرتابه د پیاوړي هوډ څرګندوی کوي .

دغه سفر په عین حال کې د ملي یووالي د پرنسیپ له مخې، بېساری سفر و چې د افغانستان د خلکو په منځ کې د دښمن د ناوړه تبلیغاتو او لاسوهنو په پايله ګې د رامنځ ته شوي تعصب، تبعیض، کرکې او بې عدالتیو ته د پای ټکی کېښود او ټولې سیمې او نړۍ ته یی زبات کړه چې د دې هېواد هر وګړی افغان دی او هر افغان وګړی د دغه  هېواد سرښندونکی بچی دی چې دغه سفر یې  د ملي یووالي او افغاني سکښت پر وړاندې د دښمنانو هر ډول ناوړه تبلیغات او ورانکاریو مخه ډب او دافغانانو ترمنځ یې د یووالي او وحدت نه هېرېدونکی درس ورکړ .

دغه سفر پر امنیتی او ټولنیزو مسایلو سربېره د خلکو ترمنځ د ذاتي ډاډ او اطمینان باعث هم  شو چې دهغوی په کاروبار او اقتصادي هلو ځلو به مثبت اغېز وښندي، د انکشافي پروژو تطبیق او د خلکو د اړتیاوو د لومړیتوبونو او بهتریو پر اساس په اړوندو سیمو کې مزید انکشافي فعالیتونو تطبیق ته لارهم هواره شي او د ټولنیز عدالت پله به د په خوا په پرتله  لا زیاته درنه او د خلکو د رضایت وړ وګرځي .

د یوه سوکاله، ښېرازه، پر خپلو پښو ولاړ او پر خپلو منابعو متکي افغانستان په هېله د ډاکتر حمدالله محب د شمال دغه سفر په نیک فال نیسو او تمه لرو چې دا راز سفرونه به د خلکو او حکومت ترمنځ واټن راکم ، راشه درشه توده کړي او د امنیت دښه والي، د اقتصادي پرمختګ او ټولنیز سم سمکي سبب شي .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.