ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Dec 2015 - 14:42
author avatar
22 Dec 2015 - 14:42

د ټاپي په څېر یوه پروژه چې لس میلیاره ډالره ارزښت لري د یو هېواد پرمختګ او بیا رغونه کې ستر رول لوبولای شي.‌ که څه هم ټاپي اوس د یو خوب په څېر نه، بلکې عملي بڼه یې خپله کړې ده. د ټاپی پروژې نل لیکه شمال-جنوب په لور درومي چې د ترکمنستان ګلکینش سیمې څخه پېل او د افغانستان هرات او کندهار او د پاکستان کوېټې او ملتان له سیمو څخه تېریږي او د هندوستان پنجاب سیمې ته رسېږي. د دې نللیکې پروژه د اسیا پرمختیایي بانک له لوري حمایه کیږي. دا پروژه په عملي توګه د څلورو هېوادونو مشرانو له لوري د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر میاشت کې پرانيستل شوه چې ښایي تر ۲۰۱۸ کاله پورې بشپړه شي.

د ټاپي پروژې تخنیکي بڼه

د دې نللیکې ټول اوږدوالی ۱۱۲۷مایله- ۱۸۱۴کیلومتره) دې، ۵۶ انچه( ۱۴۲۰میلي متره )قطر لري،‌۱۰۰۰۰کیلوپاسکاله کاري فشارزغملی شي چې په کال کې به ټولټال ۳۳ میلیارده متر مکعبه ګاز ولېږدولی شي او دا لړۍ به تر دېرش کلونو پورې دوام ومومي د ۱۸۱۴ کیلومتره پایپ له جملې څخه به ۲۰۰ کیلومتره د ترکمنستان له سیمې،‌ ۷۳۵کیلومتره د افغانستان،‌۸۰۰ کیلومتره د پاکستان او ۷۹ کیلومتره د هندوستان پولې هاخوا پورې وغزول شي

د پروژې تاریخ

په لومړي سر کې دا پروژه د ۱۹۹۵کال د مارچ په میاشت کې د ترکمنستان او پاکستان حکومتونو ترمنځ پیل شوه خو د هاغه وخت حکومت یانې طالبانو خبرو او داخلي اوضاع د دې لامل شول چې پروژه عملي بڼه خپله نه کړي خو بیا اووه کاله وروسته ۲۰۰۲ کال کې یو ځل بیا د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان دولتونو ترمنځ خبرې وشوې خو لکه څرنګه چې د دې نل زیاتره برخه جنوبي سیمو څخه تېرېېږي او دا سیمې زیاتره د طالبانو په ولکه کې وي نو یو ځل بیا د پروژې پلان تر پوښتنې لاندې ونیول شو. وروسته په ۲۰۰۸ کال کې هندوستان هم د دې پروژې غړیتوب تر لاسه کړ.

په تېره لسیزه کې د کرزي هڅې په دې برخه کې د ستایلو وړ دي خو ولسمشر غني دې پروژې ته د عمل جامه ور واغوسته ځکه هغه پوهېده چې دا پروژه د افغانستان لپاره تر کومې اندازې ګټوره وي. دا هم باید له یاده ونه باسو چې امریکا، بریطانېې او روسیې هیوادونو دا پروژه له نږدې څارلې ده. ددې سبب کېدای شي دې هیوادونو د خپلو شرکتونو راننویستل غوښتل چې بیا د ترکمنستان دولت په دې پروژه کې خارجي شرکتونو ګډون مخنیوې وکړ او ددې پروژی چارې یې ترکمنګاز په نوم شرکت ته وروسپارل او دوهم علت یې کیدای شي سیاسي اړخ ولري لکه امریکا غوښتل تر څو ددې پروژې له لاری ترکمنستان کې د روسې نفوذ راټیټ کړي.

افغانستان او سیمې ته ګټې

اقتصادي ګټی

افغانستان به هر کال ۴۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه کوي چې دغه پیسې به په نیغه توګه د دولت بویجې ته ننوځي چې د هیواد په اقتصاد کې عمده رول لوبوې شي.

سیمی ته د ګاز اسانتیاوې

هر کال به ۵میلیارده متر مکعبه ګاز افغانستان ته ورکول کېږي، له هماغه سیمو څخه چې نل لیکه تیریږي هغې سیمو ته به هم د ګاز اسانتیاوی برابرې شي.

سوله او ثبات

څرنګه چې دا پروژه یواځې د افغانستان لپاره نه، بلکې د څلور واړه هیوادونو لپاره اغېزناکه ده او همدارنګه پاکستان په مستیقیمه توګه د افغانستان وسله والې ډلې او په ځانګړې توګه طالبان تر خپل نفوذ لاندې لري نو د هغوي خپلو ګټو خوندي کولو لپاره به د دې پروژې نل لیکې ساتل په پام کې ولري. پاکستان همداسې وکړل، د پاکستان دفاع وزیر وویل، (موږ به خپل نفوذ په کار واچوو. زمونږ خپلو ګټو لپاره به له هرې ممکنې لارې څخه ګټه واخلو) د دې خبرو پایلې هم زر څرګندې شوې. طالبانو په خپله یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل چې (د ټاپي پروژه زموږ د مشر یو ارمان و او دا هیله یې په پوره کېدو ده او موږ به د دې پروژې بشپړېدو ته سترګې په لار یو.)

د دندو زمینه برابرول

دا ښکاره خبره ده چې ۷۳۵ کیلومتره پایپ د افغانستان له خاورې تېرېږي نو په دې سره په زرګونه خلک په کار بوخت شي

پانګونې ته لار پرانيستل

خارجي پانګه اچونکي تل په دې لټه کې وي تر څو یو وروسته پاتې هیواد کی پانګه اچونه وکړي خو په یو شرط چې پانګه یې خوندي پاتې شي. دا پروژه د دی ښکاروندویه ده چې په افغانستان کې هم په دومره لویه کچه پانګه اچونه کیدای شي چې له کبله یې نور پانګه والو توجه راجزب کیدای شي

له سیمې سره د افغانستان نښلېدل

له تېرو څو پېړیو راهیسې افغانستان خپل اقتصادي ارزښت له لاسه ورکړی دی، نو دا ارزښت یو ځل بیا راژوندی کېدلای شي.‌ ټاپي د ورېښمو یوه بله تجارتي لار ویلی شو.

اقتصادي او سیاسي جوړښت

افغانستان- پاکستان او هند په اقتصادي او سیاسي ډول یو بل پورې وتړل شي. دا درې هېوادونه د یو بل پر وړاندې د هر‌ ډول قدم اخيستو پر مهال له ډېر احتیاط څخه کار واخلي او د پخوا په پرتله به له ګاونډي هېواد سره خپلو اړیکو کې بدلون راولي. لکه څنګه چې موږ د دې شاهد یو چې څه مهال وړاندې د روسیې جېټ الوتکه د ترکيې له خوا را وپرځول شوه نو که دې ته ځیر شو او ووایو که چېرې دوی دواړه له اقتصادي پلوه یو بل ته محتاج نه وای نو کېدای شي له واره یې جګړه پیل کړې وه. هغوی خپل لومړیتوب خپلو ګټو ته ورکړ او له جګړې کولو څخه تېر شول، ټاپي هم کېدای شي د دې لامل شي چې پاکستان د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي او خپله پالیسي بدله کړي.

د پروژې منفي اړخ

امنیت

لکه څرنګه چې د نللیکې زیاتره برخه د افغانستان او پاکستان له نا امنو سیمو څخه تیریږي نو څوک به د دې ذمه پر غاړه واخلي تر څو د طالبانو پر یوې اعلامیې باور وکړي او طالبان له خپلې خبرې څخه وانه وړي او نللیکه او یا ټولې پروژې ته کوم زیان ونه رسوي.

د مالي سیستم روڼتیا

د نا امنۍ پر ستونزې سربېره د پروژې په مالي سيستم کې روڼتیا هم نه تر سترګو کېږي. د اسیایي پرمختیایي بانک په لومړي امکاني مطالعه کې ډېرو نړیوالو شرکتونو لېوالتیا ښودلې وه خو د ترکمنستان دولت له خوا ونه منل شوه او ترکمنګاز شرکت ته یې د پروژې مشري او ورسره د افغانستان ګاز شرکت د پاکستان انټر سټېټ ګاز سیستم شرکت او د هندوستان ګایل شرکت په کې شریکان دي خو له دې څخه یو هم د دې ظرفیت نه لري چې دا ستره پروژه پر مخ بوځي نو له همدې کبله مالي سیستم کې د روڼتیا کمښت لیدل کېږي.

د ټاپي په اړه د ایران منفي نظر

ټاپي په اصل کې د ای پي ای یانې د ایران، پاکستان او هندوستان تر منځ نللیکې عوضي پروژه ده، نو له دې کبله د دې امکانات شته چې ایران په دې پروسه کې خنډونه رامنځته کړي؛ ځکه په افغانستان کې تر څه اندازې نفوذ هم لري.

د افغانستان دولت د ټاپي نللیکې ساتنې مسوولیت پر غاړه اخیستی او په همدې موخه ځانګړي ځواکونه تربیه کوي تر څو د پروژې امنیت وساتي. په همدې مهال د قزاقستان دولت هم غواړي د ټاپي له لارې هر کال هندوستان ته دری میلیارده متر مکعبه ګاز واستوي، د دواړو دولتونو تر منځ خبرې روانې دي چې دا به هم له اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره ګټور وي.

افغانستان یو هېر شوی ملت چې یو وخت د اسیا تر ټولو اړین سوداګريزه لیکه ګڼل کېده. یو بل باب او د یوې نوې لړۍ سره به پیل وکړي او خپل پخوانی ارزښت به یو ځل بیا راخپل کړي او د دې موقع موږ ته یو ځل بیا د ټاپي پروژې راکړه تر څو نه یواځې د سیمې د اقتصاد په برخه کې، بلکې د سیاست له پلوه هم خپل پخوانی ارزښت پېدا کړي او د هیواد اقتصاد یو ځل بیا پر پښو ودروي.

د افغانستان لپاره یوه طلایي موقع ده، افغانستان به تر کومه له بهرنۍ مرستو خپلو سرتېرو ته میاشتینۍ ورکوي، قسمت زموږ دروازه ټکولې ده.

 خپل لاسونه به ورته پراخ کړو او ورڅخه ګټه پورته کړو، د افغانستان خلک دې پروژې ته ډېر لېوال دي، دا یواځې د ځانګړو ځواکونو دنده نه ده چې د نللیکې او پروژې ساتنه وکړي، بلکې د سیمې هر شخص باید دا پروژه ورانکارۍ څخه وساتي او مخالفین پرې نه ږدي تر څو له موږ نه دا ګټه هم ستنه کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 34

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

احمد طارق نجیب د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوسمهال په کابل کې ژوند کوي. په کال ۲۰۰۹ کې د حبیبې له عالي لېسې او په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د لاهور ښار د انجنیرۍ پوهنتون د کانونو له پوهنځي څخه فارغ شوی دی. د افغانستان د کانونو د ناقانونه کېندنو په برخه کې یې مقالې لیکلې او د ۴ ناولونو ژباړونکی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.