ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
1 Jun 2019 - 10:36
author avatar
1 Jun 2019 - 10:36

په دې وروستيو کې د هغو زمزمو له راپورته کېدو مخکې چې ګواکې د اوسني حکومت قانوني وخت پوره دى او نور کار يې قانوني بڼه نه لري، د هېواد د اساسي قانون د (۶۱) مادې د تفسیر له مخې سترې محکمې پرېکړه کړې چې د ولسمشر کاري موده وغځول شي، خو د سترې محکمې دغې پرېکړې د ځینو سیاستوالو مخالفتونه او ناندرۍ رامنځته کړې دي، دوى وایي چې ولسمشر دې واک پرېږدي.دغو خبرو خلک اندېښمن کړي، ان تر دې چې سر له اوسه یې ځينو پرېکړه کړې چې په ټاکنو کې به ونډه نه اخلي.که تېر ته وګورو زموږ د تاریخ په اوږدو کې حکومتونه ډېر ځله د واک له خلا سره مخ شوي، شاه امان الله خان د پوره سیاسي ځواک په درلودو په دې فکر او نیت واک پرېښود چې زما دهېواد خلک په خپلو کې سره ونه جنګیږي او یو دبل وینې تويې نه کړي چې ددغه کار د بدو پایلو له امله اوس هم هېواد کې بدبختي جريان لري،همدارنګه ډاکتر نجیب باندې هم داسې حالات راغلل چې واک پرېږدي، چې له امله يې هېواد له سیاسي، اقتصادي،فرهنګي او نه جبرانېدونکو زيانونو سره مخ شو او لا تراوسه مو هېوادوال له بدبختيو سره لاس او ګريوان دي.

اوږد تاریخ تجربه کوو، پایلې یې هم د سر په سترګو ګورو خو د واک او ځواک مینې دومره ړانده کړي یو چې د میلیونونو خلکو ژوند او د یوه هېواد ارزښتونه نادیده نیسو او له نظره یې غورځو، له تېرو حالاتو هیڅ پند نه اخلو او دا هرڅه یوازې د قدرت لرلو لپاره.

  اوسني سیاستوال مو که ریښتیني خلک وي شخصي کټه نه، بلکې هېواد او وګړي ورته مهم وي، دې خلکو او دغه هېواد ته ژمن وي نو ددې پر ځای چې جوړ موجود نظام راوپرځوي، له واکه د ولسمشر غني د لرې کېدو په فکر کې شي، له ولسمشر غني سره دې همغږي ولري،د سولې،ابادۍ په برخو کې دې ورسره ملاتړي شي، په دې کار سره به لږ تر لږه خپلمنځي اختلافات نه وي، ټول فکر به ګاونډیو او بهرنیانو سره د اړیکو په څرنکوالي متمرکز شي، که نه نو دا به څه ډول منطق وي چې برحاله ولسمشر دې واک پرېږدي. اړینه پوښتنه لا دا چې واک چا ته پرېږدي؟ داسې نه ښکاري چې د هېواد په دې حساس وضیعت کې واک لیلام ته کېښودل شي معنا دا چې دا په خپله یوبل کورني ناورين ته لار هوارول دي، زه نه پوهيږم چې دا خلک ولې د هغې ورځې انتظار کوي چې باچا مړ او وزیر يې په زولنو تړلی وي.

د واک خلا رامنځته کول او يا ددغه بد پايلې لرونکي حالت لپاره د خپلو شخصي ګټو په خاطر هڅې کول او د ذهنونو خرابول پرته له دې چې دا نسبي غمنت حالت مو له لاسه ووځي او لا پسې در بدره او نورو ته تر دې لا زيات اړ شو، بله کومه ګټه نه لري، نو ټولو ته لازمه ده چې تر دې لا زيات خپلې پښې نورې پر تېشه ونه وهو او ددې پرځاى په مخکنيو زخمونو د ملهم پټۍ کېږدو او د هغو درملنه وکړو .

ټول په دې ښه پوهيږو چې يو ساعت د واک تشه کولى شي په دې ډول ځپل شوې ټولنه کې د څو لسيزو لاسته راوړنې، زيار او بنسټونه ونړوي او هرڅه له نابودۍ سره مخ کړي چې تېرې لسيزې يې ښکاره بلګې دي، نو بايد بيا په هيڅ صورت هغه حالت ته ور ونه ګرځو او ټول هڅه وکړو چې له قانوني لارې په هوښيارانه ډول او د هېواد ملي ګټو ته په کتو د ټاکنو له لارې د واک لېږد خپل لومړيتوب وګڼو او د هغه لپاره په يوه غږ او يو قوت کار وکړو، نه د واک د خلا رامتځه کولو لپاره .        
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 5

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.