ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Oct 2018 - 11:28
author avatar
22 Oct 2018 - 11:28

تر اوږده انتظار او ناندريو وروسته اخر هم د ولسي جرګې ټاکنې پرون ترسره شوې او په سلګونو مرکزونو کې چې د تلې په ٢٨مه، ټاکنې د ځېنو ستونزو له امله نه وې ترسره شوې د تلې په ٢٩مه  د يکشنبې په ورځ ترسره شوې.

که څه هم وسله والو طالبانو د ټاکنو د ګډوډولو په اړه دوه ځلې ګواښونه کړي وو او له خلکو يې هم په کلکه غوښتي وو چې په ټاکنو کې دې برخه نه اخلي، خو په حيرانوونکې توګه د تلې په ٢٨مه، سلګونه زره هېوادوال د رايو مرکزونو ته په دې موخه لاړل چې د خپلې خوښې کانديدانو ته رايه ورکړي.

په دې ټاکنو کې د خلکو د لېوالتيا څو لاملونه وو.

لومړى د: خلک له اوسنيو وکيلانو څخه سخت په تنګ شوي وو، ځکه چې اکثره يې په فساد کې ښکېل ثابت شوي، د خپلو موکلينو ستونزې يې نه وې هوارې کړې او ډېرى يې چې تېر ځل په ټاکنو کې بريالي شوي وو، بيا يې نه د خپلو موکلينو پوښتنه کړې وه او نه هم خپلو سيمو ته تللي وو.

دويم : دا ځل د ولسي جرګې ټاکنو ته ډېرى سوداګر او پانګه والو ځانونه نوماند کړي و، دوى  په خپلو کمپاينونو کې پراخه لګښتونه وکړل، لويې غونډې وکړې، د تلوېزيون ، اس ام اس او نورو رسنيو او ټولنيزو شبکو له لارې يې پراخه کمپاينونه وکړل او خپل اهداف او منشور يې تر خپلو موکلينو پورې ورسول. ددې ترڅنګ ويل کېږي چې دوى له خلکو سره  بېلا بېل ډول مرستې هم کړې دي او ان  تر دې پورې چې ځينو خو يې په لوړه بيه رايې هم اخيستې دي .

درېيم، ځوانان او نوې څېرې: دا ځل د ولسي جرګې ټاکنو ته باسواده ځوانانو  او نويو څېرو ځانونه کانديد کړي وو، دوى په خپلو غونډو او ټولنيزو شبکو کې د اوسنيو وکيلانو  فسادونه او ناوړه کړنې رابربنډې کړې او خلک يې وهڅول، چې که غواړي يو ښه پارلمان او ولسي جرګه ولري، نو نويو با استعداده  کانديدو څېرو  ته دې رايه ورکړي.

دا درې عمده دليلونه وو  چې دا ځل د پخوانيو ټاکنو په  پرتله په ځانګړې توګه په کابل کې  ډېرو خلکو په ټاکنو کې برخه واخيسته. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر بديع صياد پرون په يوه خبره کنفرانس کې وويل، سره له دې چې د کابل په ٤٤ مرکزونو کې ټاکنې نه وې شوې، خو په کابل کې تر يو ميليون ډېرو خلکو په ټاکنو کې برخه واخيسته، چې يو ريکارډ دى.

د خلکو له دومره لېوالتيا سره سره د ټاکنو د کمېسيون د ناسم مديريت، د بايو مټرک ماشين د خرابوالي، د کارکوونکو د کموالي او نشتوالي او د ځينو نورو توکو او وسايلو په وخت نه رسېدو له امله لسګونه زره هېوادوال له رايې ورکولو بې برخې  شول.

په ډېرو مرکزونو کې ټاکنې ونه شوې، خلک په ساعتونو په کتارونو کې ولاړ وو، خو چې پروسه پيل نه شوه، نو ناهيلي بېرته خپلو کورونو ته ولاړل او د رايې ورکولو له حق څخه محروم شول.

د ټاکنو امنيتي اړخ : که څه هم طالبانو پر ټاکنيزې پروسې د بريدونو ګواښونه کړي وو، خو له سهاره تر ماښامه پورې په کابل او ولايتونو کې داسې لويه پېښه رامنځته نه شوه، چې د ټاکنو مخنيوى يې کړى واى، يواځې په کابل کې ماښام مهال ځانمرګى بريد شو، چې له امله يې تر ٤٠ پورې هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، پرون پر ټاکنيزې پروسې ١٩٢ بريدونه شوي وو، په داسې حال کې چې په تېرو ټاکنو کې تر ٤٠٠ زيات بريدونه شوي وو.

له امنيتي ننګونو سره سره په پراخه کچه په ټاکنو کې د خلکو ګډون دا ثابته کړه، چې خلک له اوسنيو وکيلانو په تنګ شوي او پر ډيموکراسۍ باور لري، خو د کمېسيون ناسم مديريت  د خلکو مينه، لېوالتيا او ولوله زيانمنه کړه.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

جاوېد هميم کاکړ د ننګرهار ولايت اوسېدونکى دى، په شرعياتو کې يې لوړې زدې کړې، خو له تېرو ٢٤ کلونو راهيسې د ژورنالېزم مسلک پر مخ بيايي، د پژواک اژانس د ولايتي خبريالانو مسوول ايډېټر دى، ددې ترڅنګ دافغانستان کرکټ بورډ مجلې (افغان کرکټ) مسوول مدير هم دى. تر دې مخکې يې ګڼ شمېر رسنيو سره دندې ترسره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.