ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Dec 2015 - 13:59
author avatar
22 Dec 2015 - 13:59

پخواني خلک کيسې کا چې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کې د وادې هلمند پروژه پلې کېده، لومړی په جوماتونو او د کلیو د مشرانو له لوري خلکو ته پوهاوی ورکړل شو، هغوی ته وویل شول چې د وادې هلمند پروژې له لارې به ورته غوړه ډوډۍ ورکول کېږي، نو ځکه یې هغه مهال خلکو ملاتړ کړی و او د پروژې په بریا کې یې لوی لاس و.

د روان ۲۰۱۵ز کال په سپټمبر کې د دولت مخالفینو د هلمند پر موسی کلا ولسوالۍ بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې یاده ولسوالي د څه وخت لپاره د مخالفینونو لاس ته ولوېده. د دې ولسوالۍ د سقوط په ورځ د هلمند له باغرانه هم ځوانان په دې موخه چې له اقتصادي اړخه به یې څه لاس ته ورشي په بدرګه دې ولسوالۍ ته ورغلي وو. د اکټوبر پر ۱۹مه، هغه مهال چې وسله والو د هلمند د مرکز لښکرګاه پر څلورمه حوزه برید وکړ، یوه ورځ وروسته یې لوی مانده ته د تللي پاخه سړک یو کیلومتر ځکه وران کړ چې ماینونه په کې ځای پر ځای کړي.

زموږ اساسي ستونزه جګړه ده، خو تر جګړې لویه ستونزه مو فکري ستونزه ده، که څه نور هم ژور لاړ شو، ستونزه مو اقتصادي هم ده، ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ ز کلونو کې ډېرو سروې ګانو ښودلې وه چې په سوېل کې د جګړې لوی لامل اقتصادي ستونزې وې. بل لور ډېر خلک مو د خپلو ملي ارزښتونو او ټولګټو مسئلو باندې نه پوهېږي. له تېرو څلورو لسیزو مو ښوونځی په خپلو لاسونو وران کړی، هر تحریکوونکي عامل ته مو ځکه لبیک ویلی چې اصلاً یې په عواقیبو نه یو پوهېدلي. دا خبره ده چې تر ننه د جګړې په اور کې سوځو.

د ایران له موږ سره د ناسالم ګاونډیتوب تر څنګ د هلمند اوبو مسئله شته، ایران هېڅکله نه غواړي موږ خپلې اوبه کابو کړای شو او یا یې په تېر کې ورسره لاسلیک شوي قرارداد باندي سر وګرځوو او ګټه ترې پورته کړو. پاکستان هېڅکله هم نه غواړي موږ خپل تولید ولرو؛ ځکه د پاکستان د تولید او توکو لپاره تر تولو پرانیستی او تود بازار افغانستان دی.

که د افغانستان له لارې د ورېښمو لاره (پروژه) تطبیقېږي، هغه به اوس مهال ځکه نا ممکنه وي چې امریکا په سیمه کې ډېر پیاوړی حضور لري او له چین سره یې سیاسي زړه بدی پر خپل ځای پاتې دی. نړۍ ته د اوړو د پزې اېښولو او په سیمه کې د خپلو دوو اټومي وسلو لرونکو ملګرو- هند او پاکستان د خوشحالولو لپاره امریکا چمتو ده چې د ټاپي پروژه افغانستان له منځنۍ او سوېلي اسیا سره ونښلوي. هند او پاکستان په اوس کې انرژۍ ته سخته اړتیا لري، ښایې له دې لارې د دواړو هېوادونو موجوده نیابتې جګړې هم څنډي ته شي.

د ټاپي پروژه د څلورو هېوادونو ګډه پروژه ده چې نل لیکه یې له ترکمنستانه د افغانستان له نا امنو سیمو تیرېږي، پاکستان او له هغه ځایه هند ته رسي. دا اوږدمهاله اقتصادي پروژه به د افغانستان تر څنګ د پاکستان او هند لپاره د طبيعي ګازو انرژۍ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځ ته کړي، پتېل شوې چې دری لسیزې به دوام کوي. – او ښایې (احتمالي تمدید) هم ولري.

دا پروژه به د دې تر څنګ چې افغانستان ته به طبيعي ګاز انرژي ورکړي او یا به د دې نللیکې له لارې د افغانستان طبيعي ګاز که ممکنه وه و ایستل شول سوېلي اسیا ته منتقل شي. بل لور به ډېر مسلکي او غیري مسلکي افغانان په کې پر دنده و ګومارل شي، خو تر دې لویه ګټه یې د ثبات او امن خبره ده، ښایې له دې پروژې سره پاکستان او هند دواړه د افغانستان په امن کې د خپلې انتقالېدونکې انرژۍ د ساتنې په اړه هم فکر وکړي.

په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ز کلونو کې چې د کابل له نورو ښارونو سره د نښلولو په موخه د لویو لارو د پخولو او جوړولو کارونه پیل شول، نړیوالو او افغان ځواکونو د شخصي کمپنیو په شمول د ډېرو لویو تدابیرو په لرلو سره د نس په خوږ ایله یاد سړکونه سره ونښلول. د سړکونو د غځولو پر وړاندې پر امنیتي ګواښونو سربېره فکري ګواښونه هم موجود وو.

د سړکونو د جوړونې پر کارونو ځکه بریدونه کېدل چې زموږ د ګاونډیانو په ځانګړې توګه د پاکستان په کې ګټه نه وه، خو د دغو سړکونو برعکس د ټاپې په پروژه کې د پاکستان او هند ډېره ګټه ده او دا دواړه هېوادونه تر بل هر وخت اوس دې انرژۍ ته وږي دي.

له لومړۍ او دوهمې نړیوالو جګړو نیولې بیا تر سړې او د سپټمبر له ۱۱مې را وروسته د امریکا او ملګرو هغه جګړه یې چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په پلمه یې پر مخ وړي، هرې یوې یې اقتصادې موخي او ریښې لرلې دي.

نن ورځ چې ملتونه له یو بل سره له سیاسي، ډیپلوماتیکو، استخاباراتي او نظامي اړخونو سیالي کوي، یو فکټور یې اقتصادي ګڼلی شو. پر عراق د امریکا د جګړې یوه موخه د عراق د نړۍ لپاره د ۱۱ سلنه احتمالي تېلو څخه ګټه اخیستنه وه، بل لور په سیمه کې د پاکستان له هند او افغانستان سره لانجه د جغرافیاوي انتقام تر څنډه په ستراتیژیک عمق کې اقتصادي ګټې هم نغښتې دي.

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د نړۍ سیاستونه سیمه ییزو سیاستونو ته واوښتل؛ ځکه نو د سیمې د هېوادونو تر منځ راز راز سازمانونه او د اړیکو اقتصادي بنستونه پرانیستل شوي، د بېلګي په توګه د سارک ټولنه او د اسیا پرمختیایې بانک یادولای شو. د جګړې په مخنیوي کې چې څومره فعاله ډیپلوماسي او فعال بهرنی سیاست رول لري، په هماغه اندازه اقتصادي اړیکې او اقتصادي ستراتیژیکې پروژې هم مثبت اغېز لري.

د ټاپي پروژه به افغانستان له منځنۍ او سوېلي اسیا سره ونښلوي. په سیمه کې به افغانستان ته په سیمه ییزه کچه سیاسي او اقتصادي ارزښت ورکړي. دا نل لیکه چې څه کم ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، ۷۰۰ کیلومتره کرښه یې په افغان خاوره کې تېرېږي. ویل کېږي چې دا پروژه به له ۲۰۱۹ز کال مخکي بشپړه شي.

د اسیا پرمختیایې بانک چارواکي وایي چې د پروژې تر بشپړېدا وروسته به د افغانستان، پاکستان او هند لپاره له ترکمنستانه د کال ۳۳ بیلیونه مکعب طبيعي کاز انتقالوي. له دې پروژې سره به زرګونه افغانان په کار بوخت شي، افغانستان ته به د ترانزیټ ټاکس له مخي د کال ۵۰۰ میلیونه ډالر عاید ځي. ویل کېږي چې افغانستان به د پروژې د پیل په لومړۍ لسیزه کې ۵۰۰ میلیونه مکعب متره ګاز واخلي.

دوهمه لسیزه کې به یو بیلیون او وروستۍ لسیزه کې به یو نیم بیلیون مکعب متره ګاز واخلي. که افغانستان خپل ګاز ولري، هم به یې د ټاپي نل لیکې له لارې هند او پاکستان ته ورکولای شي. پر رسنیو ویل کېږي چې د ټاپي پروژې د امنیت لپاره به افغان حکومت د ۷۰۰۰ په شاوخوا کې ځانګړي ځواکونه پر دنده وګوماري.

افغانستان ته خپل ستراتیژیک موقعیت بلا شوی، په ۱۹۷۹ز کال ورباندې د روس د سره یرغلګر پوځ ښامار خېټه واچوله چې له دې لارې تودو اوبو ته ورسېږي. په ۲۰۰۱ز کال امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه له دې ځایه پیل کړه، دا جګړه له لسیزې اوړي، رېښې یې له افغانستانه تر منځني ختیځه ورسېدې. دا ځل به له افغانستانه د امریکا او د ختیځ د قدرتونو په خوښه یوه رنګینه کرښه تېرېږي، دا رنګینه کرښه به د ټاپې د ګاز نل لیکه وي.

د ورېښمو لار چې تر اوسه یې پلې کېدا یو خوب دی، پر وړاندي لوی سیاسي او اقتصادي غبرګونونه موجود دي، د ټاپې پر وړاندي هم تر ننه ډېر چلېنجونه موجود وو چې تر ټولو لوی غبرګونونه یې د څلورو واړو دولتونو ارادې او اقتصادي ملاتړ بللی شو. له نېکه مرغه دا دوه غبرګونونه تر یو بریده حل شوي. ټاپي پرانیستل شوه، خو پلي کېدل به یې د افغانستان پر خاوره له ځینو ستونزو سره مخ شي؛ ځلکه دا پروژه لومړی ځل نه دی چې پرانیستل کېږي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال کې هم د هغه رژیم د بهرنیو چارو وزیر مولوي متوکل له لوري لاسلیک شوې وه.

که څه هم له کابله تر هلمنده د هېواد په ګوټ ګوټ کې ځوانانو او مدني ټولنو د ټاپې پروژې تود هرکلی کړی او لا دا چاره روانه ده. خو د دې پروژې د ښه تطبیق لپاره د ښه امنیت تر څنګ د خلکو فکري ويښتابه او فکر جوړونې ته هم ډېره اړتیا ده. که په نا امنو سیمو کې د خلکو فکرونه د ټاپې پلې کېدا ته چمتو نه شي او د هغې پر ارزښت له جومات او منبره پوه نه شي، ښایې پر وړاندي به یې ستونزې جوړې شي.

زموږ د اقتصادي پياوړتیا هیلې یو ځل بیا ژوندۍ شوې، هغه کسان چې د ټاپي پروژې په ارزښت پوهېږي، هغوی یې لمانځې او د دغه کار هرکلی کوي، له بده مرغه تاسو به پر ټولنیزو رسنیو اوس هم داسې کسان وګورئ چې د ټاپي پروژې لپاره حتی تش هرکلی هم غندي، نو په هغو لرو پرتو کلیو کې به د ځوانانو فکر څنګه وي چې د هلمند او فراه په وچو دښتو کې یې د ټاپي نلیکه د کورونو تر څنګ او یا یې پر شخصي ځمکو ورتېرېږي.

د دولت تر څنګ باید رسنۍ، مدني تولنه او ولس د ټاپي په پلې کېدا کې وس ونه درېغوي، ټاپي زموږ د ستراتیژیکو اقتصادي ګټو څخه یوه ده. د هرې اقتصادي ستراتیژیکې پروژې پیل اسان خو پلې کېدا یې ستونزمن کار دی.

د ټاپي د پلې کېدا لپاره د څلورو دولتونو اراده جوړه شوې او هر دولت په دې پروژه کې خپلې اوږدمهالې اقتصادي ګټي ګوري. زموږ مسئولیت د افغانستان په خاوره کې دی، دولت او مخالفین دواړه باید د دې پروژې په ارزښت پوه شي، له هرې ممکنه لارې باید د دې پروژې د ښه تطبیق په برخه کې هڅې وشي. په دې وړه لیکنه کې د ټاپې ټولې ګټې، غبرګونونه او نورې جرړې نه شي نغښتل کېدای، نو ځکه بسنه پر دې یوه خبره کوو چې هېڅکله امن او ثبات د جګړې پر مټ راتلای نه شي، بلکې حل لاره یې پیاوړی اقتصاد، سالم سیاست، پیاوړې ډيپلوماسي او دې ته ورته نورې اړوند هڅې یادولای شو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

آغامحمد قريشي په ١٣٦٧ لمريز کال کې په هلمند کې زېږېدلی, لومړنۍ زده کړې يې د لښکرګاه د هلکانو په عالي لېسه او ثانوي هغه يې په خلج لېسه کې پای ته رسولې دي. نوموړی په ١٣٩٤ لمريز کال کې له اراکوزيا پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی فارغ شوی دی. قريشي د ازاد ليکوال او تحليلګر په توګه په یوه خصوصي څېړنیز مرکز کې د څېړونکي په توګه دنده ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.