ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
18 Aug 2015 - 08:16
author avatar
18 Aug 2015 - 08:16

د تېرو لسو میاشتو په اوږدو کې د یو شمېر کورنیو کړیو پر شدیدو نیوکو سربېره د افغان حکومت هڅه دا وه چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي؛ خو حقیقت دا دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ظاهراُ ښې شوې اړیکې له ابهام سره مخ وې او نه شي کېدای چې د دواړو حکومتونو اړیکې په بشپړه توګه ښې وګڼل شي.

د اړیکو د نه ښه کېدو اصلي لامل له وسله ‌والو مخالفینو د پاکستان ملاتړ او له یو ځانګړي لید (ستراتيژيک عمق) څخه افغانستان ته کتل دي.

دغه ظاهراً ښې اړیکې وروسته له هغه خپل ظاهري رنګ وبایله چې په کابل کې یو لړ بریدونه وشول. د دغو بریدونو تر ټولو خونړی د شاه‌ شهید برید و چې له امله یې افغان حکومت اړ شو څو پاکستان ته پلاوی ولېږي.

د پلاوي لاسته راوړنه:

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ افغان پلاوي سربېره پر دې چې له پاکستان څخه غوښتنه کړې، څو د حقاني شبکه، جماعت‌الدعوة او کوټې شورا د ترهګرو ډلو په توګه اعلان کړي؛ د دغو هېواد له چارواکو سره په لیدنه کې ټینګار شوی چې پاکستان دې د ترهګرو ځالې له‌ منځه یوسي، د ترهګرو درملنه دې نه کوي او د هغو مشران دې افغان حکومت ته وسپاري.

د دغو غوښتنو پر وړاندې پاکستان درې وړاندیزونه د افغان پلاوي مخې ته ایښي دي: د سولې په برخه کې همکاري، د وسله‌ والو مخالفینو ځپلو په برخه کې همکاري او درېيم په دواړو برخو کې همکاري. د پاکستان دغه وړاندیزونه د هغو خبرو او څرګندونو تکرار دى چې د تېرو ۱۳ کلونو په اوږدو کې پاکستان کړي؛ خو عمل یې پرې نه‌دی کړی. پاکستان کې د پوځ او پوځي استخباراتو حاکمیت او له پوځ له لوی درستیز سره د افغان پلاوي نه لیدلو ته په کتو سره ویل کېدای شي چې پورتني درې وړاندیزونه د پوځ وړاندیزونه دي چې د ملکي ادارې له خوا، له افغان پلاوي سره شریک شوي دي.

افغان چارواکي پر سولې سربېره پر جګړې هم ټینګار کوي. له اشرف غني ور ها خوا د امنیتي اورګانونو مسوولینو څو ځلې ټینګار کړی چې سوله او جګړه به پرمخ وړي؛ هغه ډلې چې سوله غواړي؛ دروازې یې پر مخ پرانیستې دي او هغه ډلې چې جګړه غواړي افغان ځواکونه مقابلې ته چمتو دي. دغو څرګندونو ته په کتو سره، لا له وړاندې افغان حکومت پر درېیم اپشن (سوله او جګړه) ټینګار کړی؛ خو تر دې دمه د پاکستان له خوا همکاري نه ده شوې.

د حکومتي چارواکو د چوپتیا په پام کې نیولو سره د چارو یو شمېر کارپوهان پر دې باور دي چې پاکستان خپلې لوبې ته دوام ورکوي او د لوبې دوام د افغانستان پر زیان دی. که څه هم افغان چارواکو د دغه سفر پایلو او لاسته راوړنو په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغان پلاوي یوازېنۍ لاسته راوړنه، له پاکستاني چارواکو سره د افغان حکومت د اندېښنې شریکول او د هغو اسنادو وړاندې کول په ګوته کېدای شي چې په وروستیو بریدونو کې د پاکستان لاس لرل ثابتوي.

حکومت په دغه کار د پاکستان پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړ. که په راتلونکي کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په شمول نړيوالو اورګاونونو ته مراجعه کوي، نو د ښه ګاونډيتوب اصل یې پر ځای کړی او هغه وخت پاکستان د ګیلې حق نه شي درلودی. خو لا څرګنده نه ده چې حکومت به نړيوالو مراجعو ته شواهد او اسناد وړاندې کړي او که نه.

د پاکستان دریځ:

پاکستان لا هم دا نه مني چې له وسله‌ والو مخالفینو ملاتړ کوي. دغه هېواد پر وروستیو پېښو سترګې پټوي او ان جدي یې هم نه نیسي. پاکستان ته د افغان پلاوي سفر په ترڅ کې سرتاج عزیز د همکارۍ ژمنې له تکرار سربېره ویلي، ځینې کړۍ د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو په لټه کې دي. که څه هم عزیز کومې مشخصې کړۍ، ډلې یا هېواد ته اشاره نه ده کړې؛ خو د پاکستان او هند ترمنځ شته سیالیو ته په کتو سره ویل کېږي چې د عزیز اشاره هند ته وه.

د عزیز له ‌دغې اشارې څخه دوه نتیجې اخیستل کېدای شي: لومړی، د افغان حکومت اوسني دریځ تر شا د هند لاس دی او د هند په لمسون ولسمشر اشرف غني له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د ترهګرو ځپلو په موخه دې اقدام وکړي او دویم، پاکستاني چارواکو په دغې اشارې په نامستقیمه توګه افغان حکومت ته دا پیغام لېږدول غوښتل، که د سولې او ټیکاو غوښتونکی یئ، نو له هند څخه لاس پر سر شئ او په افغانستان کې د هند پر فعالیتونو دې بندیز ولګول شي. پورتني دواړه موارد د افغانستان له ملي ګټو سره په ټکر کې دي.

څه باید وشي:

اوس مهال د سیمې هېوادونه او نړۍ دې نتیجې ته رسېدلي چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد دی، خو د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونه فقط د خپلو ګټو لپاره پر اسلام اباد خپلې مرستې نه بندوي. د تېرو ۶۸ کلونو په اوږدو (مشخصا د شوروي پر ضد د افغانانو جهاد له شروع کېدو وروسته) پاکستان توانېدلی چې امریکا ته ځان د یوه مهم ملګري په توګه مطرح کړي او د لویو قدرتونو دوست پاتې شي. له همدې امله ده چې اسلام اباد تل د لویو قدرتونو د پروژو عملي کوونکى رول لوبولی دی.

پر دې اساس افغانستان دوه لارې په مخکې لري: ۱- د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ګډون نړيوالو اورګانونو ته د هغو اسنادو او شواهدو وړاندې کول چې په افغانستان کې د ورانکاره فعالیتونو تر شا د پاکستان لاس درلودل ثابتوي. ۲- لویو قدرتونو ته د خپل ځای ځایګي مشخص کول. مهمه دا ده چې افغانستان د چین او امریکا په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونو لپاره خپل ځانګړی ارزښت ولري. اوس وخت کې که څه هم په افغانستان کې د امریکا سرتېري شته دي، له چین سره د ستراتیژيکو همکاریو تړون لاسلیک شوی دی او له ناټو سره اړیکې ښې دي؛ خو لا هم دغو هېوادونو ته د افغانستان په پرتله پاکستان ته ارزښت ورکوي. د همدغه ارزښت او په سیمه کې د افغانستان مشخص دریځ او موقف له لارې شونې ده چې له پاکستان سره مخامخ خبرې وشي او دغه هېواد اړ کړی شي چې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس پر سر شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

محمد عیسی مومند په ۱۳۶۶ لمريز کال کې په ننګرهار کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې یې د ننګرهار په عالي لېسه او ثانوني هغه یې په حبیبیه لېسه کې پای ته رسولې دي. نوموړى ۱۳۸۸ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له يوهنځي فارغ شوی دی. مومند په یوه خصوصي څېړنیز مرکز کې د تحلیلګر په توګه دنده ترسره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.