ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
22 Jan 2018 - 12:02
author avatar
22 Jan 2018 - 12:02

دا ټولو ته ښکاره ده چې د پاکستان دولت پښتون مېشتې سیمې او ولسونه یې افغانان ګڼي، له دې امله خو په هېڅ یوه برخه کې ورته مناسب خدمتونه نه کیږي لکه تعلیمي چاپیریال څخه نیولې بیا تر روغتیا، امنیت او داسې مختلفې برخې، په ټولو کې یې پښتانه شاته پاتې دي که د ورانونکي نوم وي پښتون ته یې ورکوي، که چېرته د پښتون یا پښتنو انځور خلکو ته ښيي نو د جنګ پلوي انسان لقب ورکوي او هغه  اسانتیاوې چې د پاکستان نورې سیمې ورڅخه برخمنې دي د پښتنو سیمې ورڅخه بې برخې دي.

که چېرته د پاکستان دننه خپل دولت یې بمباري کوي په پښتنو یې کوي، که یې ولس ګډوال کیږي پښتانه یې خپلې سیمې پرېږدي، زه ددې موضوع یوه بېلګه  وړاندې کوم تاسې به څو کاله وړاندې د خوست سیمه کې وزیرستاني او د هغه لوري نور ګډوال لیدلي وي چې څومره په ظلم یې له خپلو سیمو شړلي وو چې بیا د امریکا یو چارواکی یې پر همغې سیمې وګرځاوه او نوم یې دا ورکړ چې دا خلک ترهګر وو او موږ یې پر وړاندې عملیات وکړل او اوس یې ځینې ژوندي افغانستان ته اوښتي حال دا چې هغه ټول بې چاره او بې وسه خلک وو چې بیا دې د افغان دولت کور ودان وي چې له هغوى سره یې مرستې وکړې او کله چې د پاکستان خپل هدف پوره شو بېرته یې ورته وویل چې تاسې راشئ او په خپلو سیمو کې مېشت شئ.

دې ته وايي غلطه استفاده او د پښتنو بدنامول، همداشان تازه پېښې ته که وګورو د نقیب په نوم یو ځوان چې د پاکستاني رسنیو په حواله یو موډل وو د پاکستاني دولت یوه چارواکي په څومره ظلم وژلى دی، دا یواځې ددې یوه وژنه نه ده، بلکې دا د ټول خیبر پښتونخوا پښتنو د احساساتو ازمویل دي او پاکستان ددې ناوړه کار په کولو سره غواړي پوه شي چې په پښتنو کې څومره اتفاق موجود دى، اوس به دا روښانه شي چې د خیبر پښتونخوا پښتانه څومره غیرتي دي تر څو د خپل دې پښتون ځوان څخه دفاع وکړي.

له دې نه بغیر که چېرته لږ تېر مهال ته لاړ شو د نوي ټاکل شوي لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي له ټاکل کېدو راهيسې او له هغه وړاندې وخت ځینو پېښو ته څیر شئ، پوه به شئ چې هلته هماغه پښتانه هم د پاکستان له لاسه دومره ځورېږي لکه د افغانستان پښتانه خو بیا هم هاغه خلک چوپ پاتې دي او که چېرته د حق غوښتنه کوي د همدغه هېواد د استخباراتي ادارې له خوا له منځه وړل کېږي او دغه لړۍ به تر هغه دوام کوي څو د پاکستان دولت ورباندې خپله ستراتیژي عملي کړي او هلته امکان لري چې له منځه لاړه شي چې کله پاکستان مېشتي د خپل دولت پر وړاندې سره یوشي او د دولت داسې ناوړه اعمالو مخه ونیسي.

په دې بدبخته هېواد کې د پښتنو پر وړاندې د بد حال چغې یواځې زه نه، بلکې ددې هېواد ځینې سیاسي مشران هم دا نارې او سورې وهي مګر څوک یې خبرو ته دومره ارزښت نه ورکوي او باید ټولو ته روښانه وي چې د پاکستان په څېر هېواد کې د پنجابي دولت پر وړاندې داسې پټې خبرې راسپړل او یا ورباندې بحث کول عین داسې دي لکه په زوره چې ځانته عزرائیل راغواړې، مګر له دې سره سره چې هغوى دومره جرئت کوي بیا ددې سیمې پښتانه چپ دي او هېڅ خپل حق نه شي غوښتى، تاسې که دعوامي ګوند مشر محمود اڅکزي خبرې چې د تېرې تلې میاشتې په ۳۰مه یې په اسلام اباد کې د قبایلي سيمو مشرانو او د خپل ګوند سلګونو پلویانو ته کړي، واورئ لا به مو زما پر موضوع سر خلاص شي.

نوموړي وویل چې د پاکستان په جوړونه کې د قبایلي سیمو اوسېدونکو نه هېرېدونکې قربانیانۍ ورکړې دي، خو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې د پښتنو سرښندنو ته د احترام پر ځای د دوی په وژلو او عزت لوټلو لاس پورې کړی او همداشان یې وویل چې پاکستان د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې تر نامه لاندې د پښتون قوم د وژنې او له سیاسي صحنې څخه د دوی د محوه کولو هڅې کوي او د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې یې تورنې کړی چې د هدفي وژنو په ترڅ کې یې په قبایلي سيمو کې د پښتنو تر ۱۰۰۰ زیات قومي مشران وژلي.

ګورئ! کله چې په خپله پاکستان کې د یوې سیاسي ډلې مشر داسې څرګندونې کوي نو څه فکر کوئ د دغه هېواد پښتانه خوندي دي؟ هېڅکله هم نه!

همدا شان د امنیت او ثبات له نظره د پاکستان دولت پښتون مېشتو سیمو ته هېڅ پاملرنه نه کوي او په دغه هېواد کې د بې ثباتۍ ډېر راپورونه له همدې سیمو څخه ورکول کېږي. که موږ د پاکستان د تېر وخت  امنیت ته وګورو، د بې ثباتۍ زیاتې پېښې په پښتون مېشتو سیمو کې شوې دي،لکه کوټه کې د تېرې زمري میاشتې په دوه ویشتمه انتحاري حمله کې شاوخوا شپېتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، د وږي لسمه مومند ایجنسۍ کې د ماين چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله، د وږي شلمه کوټې ته نږدې د څلورو افغان هزاره ګانو وژنه او د دوو تنو ټپي کېدل.

دغه راز د وږي اووه ویشتمه په باجوړ ايجنسۍ کې د ماين په چاودنه کې د اوو کسانو وژنه، د تلې میاشتې شپږویشتمه کوټه او بنو   برید کې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله او له دې نه پرته په روان کال کې د دوو پښتون مېشتو خبریالانو بخشش الهي او هارون خان وژل کېدل او داسې نورې پېښې یادولی شو. دا خو د امنیت برخه ده چې په پاکستان کې پښتانه په کې خواره برخه لري، په نورو برخو کې هم دغه خوار ولس ته د زړه له اخلاصه کار نه کېږي او یواځې د صبر کولو ځواک لري.

د روغتیا په برخه کې په پښتونخوا کې د ډینګي په نوم ناروغۍ له امله په لسګونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لا نوره هم دغه ناروغي په دې خلکو کې خپرېږي؛ ځکه ځايي اداره یې په کنټرولولو کې پاتې راغلې که دا اوس هم د پېښور زیاتره روغتونونو حالت وګورئ د دې ناروغۍ ناروغان به په لسګونه په کې بستر وي.

دا د لمر په شان روښانه ده چې پاکستان د افغانانو پر وړاندې چې کوم بد پلانونه جوړوي او غواړي موږ تل خوار ووسو همداسې د خیبر پښتونخوا پښتنو سره هم بد چلند کوي او په ډول ډول یې ځپلو ته دوام ورکوي تر هغه به دا لړۍ دوام لري تر کومې چې ټول پښتانه سره په اتفاق شوي نه وي.

په پاکستان کې د پښتون مېشتو ولسونو د اتفاق او یووالي په هیله
 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 14

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.