ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له هغو لومړیو چې پاکستان د مذهبي ایډیالوژۍ پر بنسټ جوړ شو، هڅه یې وکړه چې له مذهبي افراطیت او ترهګرۍ څخه د خپلو نورو پوځي ځواکونو تر څنګ د خپلې وجودي نظریې د ساتلو په موخه د وسیلې په توګه ګټه واخلي.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تېري او د جنرال ضیاالحق مشرتابه د پاکستان لپاره دا زمینه لا ډېره مساعده کړه ،څو د افراطیت په  ترویجولو سره د ګاونډي هېواد په توګه د کشمیر په لانجه کې د هندوستان پر مهارولو، د خپلې پراختیا غوښتنې او برلاسۍلپاره هم ګټه واخلي، او دا هماغه وخت و چې پاکستان د (3A) (Allah, Army & America)تګلارې څخه اعظمي ګټه واخيسته. د افغانستان د مجاهدینو د سمبالښت په پلمه یې د امریکا په مرسته خپل پوځ تجهیز کړ او د وسله والو د جذب ، ښوونې روزنې او د افغانستان جهاد د پیاوړتیا په نوم یې د زرګونو دیني مدرسو بنسټ کېښود. د پاکستان د رسمي دولتي شمېرو له مخې (د پاکستان د کورني امنیت پالیسي ۲۰۱۴-۲۰۱۸) همدا اوس تر ۱۵۰۰۰۰ ډېرې دیني مدرسې، چې ډېری یې د افراطي اسلام او تاوتریخوالي په ترویج بوختې دي،‌ په دغه هېواد کې فعالې دي، چې یوازې د ۲۵۰۰۰ په شاوخوا کې یې د پاکستان له حکومت سره ثبت دي او د همدغې سرچینې له مخې ۵۱ ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې فعالې دي او له یادو مدرسو وسله وال جذبوي. 

د ۲۰۰۱ زيږدیز کال د سپتمبر د یوولسمې له پېښې او د افغانستان په پېښو او چاپيريال کې د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو له ښکېلېدو وروسته د نړیوالې ټولنې ګومان، چې ګواکې د پاکستان پوځیان او استخباراتي ادارې د خپلو ستراتیژیکو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګرۍ او افراطیت څخه د وسیلې په توګه کار اخلي، پیاوړی شو، په ځانګړې توګه د پاکستان د یوې پوځي اکاډمۍ ترڅنګ د اسامه بن لادن وژل کېدو، دغه ګومان په یقین بدل کړ.

د حقاني شبکه یوه له ترهګرو شبکو څخه ده چې د افغانستان د جهاد پر مهال د پاکستاني پوځیانو د پام وړ وګرځېده او د وخت په تېرېدو سره د هغه هېواد د نظامي استخباراتو د پیاوړي مټ په توګه (لکه لشکر طیبه چې د هند پر وړاندې ترې ګټه اخلي)  د القاعده شبکې د ودې او پیاوړتیا او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو، د افغانستان حکومت او خلکو پر وړاندې د جګړې د خونړۍ کېدو په موخه ترې ګټه واخيسته. خو دا په دې مانا نه ده چې امریکا او نړیوال ملګري یې د پاکستان له دغې لوبې خبر نه وو او یا دا چې اوس خبر شوي دي.

له دې سره چې پاکستاني پوځیانو په تېروکلونو کې څو ځلې  امریکايي چارواکو ته د ترهګرو شبکو د ځپلو ژمنې ورکړې وې، د امریکا هیله مندي دا وه چې د ((ضرب عضب)) عملیاتو په ترڅ کې به په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکه او بهرني ترهګر هم وځپل شي. خو پاکستاني پوځیانو د ((ضرب عضب)) عملیات دقیق د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو شپږ ورځې مخکې په داسې حال کې چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د اوږدمهاله ټاکنو لپاره د امنیت پر ټینګولو بوخت وو، په یو اړخیز ډول او د افغانستان له دولت سره په نه همغږۍ کې پیل کړل او له دغې موقع په ګټه اخيستنې یې د بهرنیو ترهګرو په ګډون ډېری ترهګرو ته افغانستان ته د ننوتو لار ورکړه، حتى د ((ضرب عضب)) تر عملیاتو یې څو میاشتې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترهګرو د تګ راتګ لارې چې د امریکا متحده ایالتونو د فشار له امله د شاه سلیم/توپخانه او د پکتیکا، ننګرهار، کونړ او نورستان پټې لارې تړلې وې،‌ بېرته پرانېستې او شمال او شمال ختیځ، ختیځ او سوېل ختیځو ولایتونو ته یې د ترهګرو لپاره د تېښتې او تګ زمینه برابره کړه.   

پر هغې سربېره د ((ضرب عضب)) عملیاتو د دویم پړاو له ترسره کېدو وروسته پاکستان په شوال دره کې د القاعده یو شمېر غړي هم د نورو ترهګرو ډلو او طالبانو تر پوښښ لاندې په پکتیکا، زابل، کندهار او هلمند ولايتونو کې ځای پر ځای کړل. (په افغانستان کې دننه د القاعده پر ځینو کمپونو د افغان او امریکايي ځواکونو ګډ عملیات ترسره شول او په دغه سیمه کې د القاعده شبکې د بیا فعالیدو په اړه مهم اسناد ترلاسه شول.) چې له شک پرته د القاعده شبکې شتون او بیا فعالېدل د امریکا متحده ایالتونو لپاره د اندېښنې وړ وګرځېد. په دې ترڅ کې نه یوازې د پاکستان له لیدلوري ښه طالبان (د حقاني شبکه) د ((ضرب عضب)) په عملیاتو کې ونه ځپل شول،‌ بلکې پاکستاني پوځیانو د عملیاتو تر پیل مخکې د دغې شبکې جګړه مار، کورنۍ، وسلې او تجهیزات هم امن ځای ته ولېږدول. له شک پرته د افغانستان او امریکا استخبارات له دغو حرکتونو ښه خبر وو او د هغو څارنه یې کوله. له بشري او تخنیکي سرچینو د اطلاعاتو پر راټولونې سربېره له نورو لارو هم کره اطلاعات راټولېدل. د بېلګې په توګه دلته یوازې یو شمېر هغه سندونه د خپلو هېوادوالو د ذهنونو د روښانه کولو لپاره وړاندې کوم چې  د پاکستان د پوځي استخباراتو او ((ISI)) له خوا له حقاني شبکې څخه څرګند ملاتړ او د دغې ډلې لپاره پټنځایونه، تجهیز او تمویل په کې ښکاره دی. د یادونې وړ ده چې د پاکستان د لاسوهنې او له ترهګرۍ څخه د ملاتړ په سلګونه سندونه د ملي امنیت په ارشیف کې موجود دي .   

سند (۱): د انعام رباني په نوم د پېښور د MI-22 دفتر یو مسوول په یوه رسمي لیک کې د راولپنډۍ د MI-22 مرکزي دفتر مشر ډګروال شمیم خالد ته د ضرب عضب تر عملیاتو وروسته د شمالي وزیرستان میرانشاه ته د حقاني شبکې د قوماندانانو د لېږد په اړه خبر ورکړی دی: د 18.03.2015 تاریخ د MI د مرکزي دفتر د هدایت له مخې چې د Hotline & Passcom د ارتباطي وسیلې په ذریعه د MI-422 دفتر ته راپور شوی و، نوموړي دفتر خپلو اړونده کارمندانو ته دنده ورکړې چې د حقاني شبکې د یو تن غړي مولوي زر محمد د ګروپ قوماندانان عطامحمد او حافظ لقمان الله د شمالي وزیرستان د میرانشاه د دته خېلو سیمې ته ولېږدوي. یاد شوي دوه قوماندانان تر پوښښ لاندې د سرحدي پولیسو په یونیفورم کې د پوځ په وسایطو کې په نښه شوي کمپ ته لېږدول شوي دي، همدا شان د لا ډېرو اطلاعاتو د ترلاسه کولو په موخه له مرکزي دفتر څخه غوښتل شوي چې په میرانشاه کې واقع د MI-7th دفتر له مشر څخه معلومات وغواړي.(د ۱ سند د ژباړې پای)

سند (۲): په اسلام اباد کې واقع د CTC مرکزي دفتر په  16/03/2015  تاریخ د یوه رسمي مکتوب په ترڅ کې په نوښار کې واقع د CTC دفتر ته هدایت ورکړی چې د حقاني شبکې د هغو ټولو غړو او قوماندانانو وضعیت په اړه چې دا مهال د نوښار،‌مردان او صوابۍ په ضلعو کې اوسیږي، مرکزي دفتر ته راپور ورکړي او د امریه روحیې مطابق د دغې ډلې اوسني ادرسونه، د ټېلیفون شمېرې او نور اړوند موضوعات تر څار لاندې ونیسي. د مکتوب په متن کې همدار راز ټینګار شوی دی چې د ISI مرکزي دفتر 945 او 935 ادارو ته هدایت ورکړی چې د حقاني شبکې ټول کسان او جګړه مار دې میرانشاه،‌ توچي او میرعلي ته د پوځ د سرتېرو تر پوښښ لاندې ولېږدول شي.

د یادونې وړ ده چې د ISI د استخباراتي سازمان هدف له دغه کاره د حقاني شبکې د غړو خوندیتوب بلل شوی دی، ځکه چې د دغه سازمان وروستي راپورونه د دوی لپاره د خطر زنګ و او د حقاني شبکې د غړو ژوند یې له ګواښ سره مخ باله.

د ISI مرکزي ادارې د نوښار دفتر ته هدایت ورکړی چې خپله اړونده برخه وګوماري، څو شمالي وزیرستان ته تر لېږد پورې د حقاني شبکې غړو د کورنیو امنیتي تدابیر خوندي کړي او په ځانګړې توګه په یادو سیمو کې د هغوی د وضعیت په اړه په څلورو پړاوونو کې د 2015 د اپرېل تر 23 نېټې پورې په اسلام اباد کې د CTC دفتر مسوول ډګروال غلام عباس ته راپور ورکړي. ( د ۲ سند د ژباړې پای)

سند (۳): په اسلام اباد کې د MI (نظامي استخبارات) د مرکزي دفتر د رسمي مکتوب په ترڅ کې چې په خیبرپښتونخوا ایالت کې یې د MI-422 دفتر ته هدایت ورکړی و چې د نوموړي دفتر مشران دې د طالبانو له هغو دوو تنو مشرانو هر یو، حافظ ګلبهادر او مولوي حمدالله سره چې د دوی له فعالې همکارۍ برخمن وو او د پاکستاني پوځ د ضرب عضب عملیاتو له امله بې ځایه شوي وو، مستقیم ملاقات سازماندهي کړي، څو د پېښور په تهکال او حیات اباد سیمو کې د دوی او د دوی د غړو د اوسېدو بندوبست وکړي.

د اوسېدو کورونه دې ورته په کرایه ونیول شي، همدغه راز دې د فزیکي امنیت د خوندیتوب په موخه او د ګرځېدو لپاره دې وسله وال کسان او ځانګړي موټر په واک کې ورکړل شي. د MI-422 ادارې رهبرۍ له یادو قوماندانانو سره د همدغې ادارې په مقر کې مستقیم ملاقات ترسره کړ چې په دغه کتنه کې د یادو قوماندانانو د استوګنې او د امنیت د خوندیتوب په اړه لازمې خبرې اترې وشوې چې په پایله کې د ادارې د رهبرۍ لخوا حافظ ګلبهادر او مولوي حمدالله ته ژمنه ورکړل شوه چې ډېر ژر به لازم امکانات او سهولتونه ورته برابر شي او همداراز یې دغو قوماندانانو ته ډاډ ورکړ چې هڅه به وکړي څو هغه اهداف چې یاده اداره یې په افغانستان کې تعقیبوي، له شته امکاناتو په ګټه اخیستنې سره د یو بل په مرسته په ګډه سازماندهي او ترسره کړي. (د ۳ سند د ژباړې پای)

د پاکستان پوځیانو د (ضرب عضب عملیات) په شمالي وزیرستان کې د هغو ډلو پر وړاندې ترسره کړل چې د پاکستان له حکومت سره یې دښمني درلوده. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالتونو ته یې ژمنه ورکړې وه چې د حقاني ډله به هم تر هدف لاندې ونیول شي.

د پاکستان پوځیان په ټولو کورنیو او بهرنیو محفلونو کې دغه عملیات د یوې لاسته راوړنې او د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د خپل جدیت او صداقت په توګه یادوي؛ خو هېڅکله یې ونه کړای شول، چې یا امریکا او یا هم د افغانستان لوري ته حتى یو سند هم، چې د حقاني شبکې د اړوندو کسانو او قوماندانانو له منځه وړل تایید کړي، وړاندې کړي. چې دغه کار په شدت سره د افغانستان د ډېرو خلکو او په امریکا کې د ځینو چارواکو او نخبه ګانو غوسه راوپاروله.

د ملي یووالي حکومت په راتګ سره، د دغه حکومت مشرتابه په ډېر خوشبینانه ډول په دې هیله چې ګوندې وکړای شي له پاکستان سره په اړیکو کې نوی باب پرانیزي، له دغه هېواد سره خبرې اترې پیل کړې؛ د افغانستان ولسمشر د ۲۰۱۴ کال په نومبر میاشت کې خپل لومړنی سفر پاکستان ته وکړ او له پاکستاني چارواکو سره یې د لیدنو په ترڅ کې یوه مهمه کتنه  د بندو دروازو تر شا د پاکستان له  لوی درستیز راحیل شریف سره د هغه په دفتر کې وکړه. 

په دغه لیدنه کې د دواړو اړخونو له لوري د جدي همکاریو ژمنه وشوه، چې د ملي‌ یووالي حکومت مشرانو او یو شمېر نږدې سلاکارانو او د پاکستان د پوځ او ISI د مشرانو ترمنځ دغه لیدنې کتنې او ملاقاتونه تر وروستیو میاشتو پورې د بندو دروازو تر شا روان وو، چې د افغانستان دولت د استخباراتي ادارو اسنادو ته د اهمیت ورکولو پر ځای یې د پاکستاني پوځیانو حیلو او مکر ته ارزښت ورکړ او متاسفانه د ملي یووالي حکومت په یو اړخیز ډول په څو مواردو کې د نه باور وړ، حتى په ډېرو  مواردو کې د ملي ګټو پر خلاف امتیازات د دغو غیر شفافو مجلسونو په پایله کې د پاکستان پوځیانو ته ډالۍ کړل، پرته له دې چې هېڅ ډول امتیاز د پاکستان له لوري افغانستان ته ترلاسه کړي. 

تر یاد سفر وروسته راحیل شریف په هماغه اوونۍ کې د امریکا متحده ایالتونو ته سفر وکړ او هلته یې  خپلې  او د افغانستان د ولسمشر له خوا ورکړل شوې ژمنې – د امریکا متحده ایالتونو مشرانو د نارضایتۍ دکمولو لپاره ، چې د ضرب عضب په عملیاتو کې د پاکستان د نه رښتینولۍ او د حقاني شبکې د نه ځپلو له امله وه – د امریکايي چارواکو مخې ته وړاندې کړې او د دغه اووه ورځني سفر په ترڅ کې یې یو ځل بیا د هغو ترهګرو شبکو پر وړاندې د جدي ګامونو د اخیستو ژمنه وکړه، چې د افغانستان په ناامنۍ او بې ثباتۍ کې لاس لري، نورې ژمنې یې هم وکړې، لکه د مذاکراتو مېز ته د طالبانو راوستل او د افغانستان له نوي حکومت سره د ښو اړیکو رامنځ ته کول.

 په مقابل کې یې امریکا، د ملي یووالي له حکومت سره د پاکستان له هوکړې وروسته، د پاکستان پر حکومت د کورنیو فشارونو د کمولو لپاره پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو کمښت او د تحریک طالبان پاکستان پر غړو د بریدونو شدت، چې د ډېورنډ کرښې  شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، ژمنې ورکړې. همدغه راز د خبرو اترو مېز ته د طالبانو تر هڅولو وروسته امریکا اعلان وکړ چې نور به طالبان د امریکا متحده ایالتونو لپاره جدي ګواښ نه ګڼل کیږي او د ايتلافي ځواکونو لخوا به په یو اړخیز ډول تر برید لاندې نه نیول کیږي. همدارنګه به په افغانستان کې د هندوستان رول را کم کړای شي، چې پر همدې بنسټ د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې د افغانستان جګړه به په مسوولانه ډول پای ته ورسوي.

خو له ۲۰۱۴ کال څخه تراوسه نه یوازې دا چې پاکستاني پوځیانو د افغانستان پر وړاندې په خپل دوه مخي سیاست کې بدلون را منځ ته نه کړ، بلکې په ډېرو برخو کې یې لاسوهنو ډاګیز شکل غوره کړی دی او په پاکستان کې د ملا عمر د مرګ تر افشا کېدو وروسته یې د لومړي ځل لپاره په څرګند ډول د افغانستان دقضیې د ټول واک اخيستل  ومنل چې د افغانستان طالبان د پاکستان په خاوره کې شته دي او د دوی تر کنټرول لاندې دي. د افغانستان ولسمشر هم اعلان وکړ چې موږ باید لومړی له پاکستان سره سوله وکړو، هغه ان  دا هم  وویل چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ قرباني دي. همداراز د جرمني په مونیخ کې ولسمشر غني وویل چې ګواکې افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ مرکز دی. په داسې حال کې چې افغانستان نه یوازې د ترهګرۍ مرکز نه دی، بلکې اصلي قرباني یې دی.

له دې فرصت څخه په استفادې سره پاکستان په پرله پسې توګه په درېیو برخو کې خپلو دوه مخو سیاستونو ته په جدي ډول ادامه ورکړې ده:

الف:  د جګړې د پراختیا ، د ډېرو سیمو د نیولو او د افغان امنیتي ځواکونو د تدریجي نابودۍ لپاره په چټکۍ سره د طالبانو او ترهګرو  وسله وال کول او تجهیزول.

ب: له بېلابېلو لارو د خپلو جاسوسانو په وسيله د افغانستان د قومونو ترمنځ‌ د اختلافاتو رامنځ ته کول او ورته لمن وهل.

ج: د افغانستان د سیاسیونو ترمنځ د بې اعتمادۍ رامنځ‌ ته کول او د بې باورۍ له دغې فضا څخه په ګټې اخيستو سره د هېواد په ادارو کې درز رامنځ ته کول.

دلته یو څو نور هغه سندونه چې د افغانستان په ورانولو کې د پاکستاني پوځیانو لاس ښيي، له لوستونکو سره شریکوم. 

سند (۴): په دغه سند کې د تېر حکومت پر مهال د کابل پر پوځي هوايي ډګر د برید په اړه بحث شوی دی.

د ۲۰۱۴ کال د جولای په میاشت کې په خیبرپښتونخوا کې د MI-422 دفتر ته له اسلام اباده د پاکستان پوځي استخباراتو مرکزي دفتر لخوا رسمي مکتوب واستول شو او په هغه کې لیکل شوي دي چې هغو کسانو چې د کابل پر هوايي ډګر د برید سازماندهي او طرح شوې برنامې په بریالۍ توګه ترسره کولو کې یې وړتیا ښودلې ده، د مننې او ستاینې ترڅنګ د هڅونې په موخه هر یو حاجي خلیل حقاني، حاجي ‌حکیم ولسوال، قاري ظاهر شاه او مولوي محمد امین ته دې د نفر په سر دوه میلیونه او پنځه سوه زره پاکستانۍ کلدارې ورکړل شي او د کابل پر هوايي برید کې د دخیلو کسانو د هر کس کورنۍ او پاتې شونو ته دې یې یو میلیون او پنځه سوه زره پاکستانۍ کلدارې د مرستې په ډول ورکړل شي.

همدغه راز له یادو کسانو سره دې د حقاني شبکې په وسيله په کابل کې د قبایلو چارو پر وزارت د برید د پلان پر څرنګوالي او دقیقې اجرا بحث وشي او د خپلو اجراتو په اړه دې د جولای په ۲۳ تاریخ د ماسپیښین تر۳ بجو پورې دغې ادارې ته خپل راپور وړاندې کړئ. 

سند (۵): په خیبرپښتونخوا کې د ISI 945 دفتر رسمي یادښت

په اسلام اباد کې یې خپلې مرکزي ادارې ته د ۲۰۱۵ د اپرېل په ۶ تاریخ داسې لیکلي دي: د 945 ریاست مسوولین چې د ۲۰۱۵ د اپرېل په ۵ تاریخ یې د شبکې له مسوول توریالي او همکارانو سره ملاقات کړی دی، هغوی ته یې دنده سپارلې ده چې د هرات، کابل او فراه په زونونو کې دې د افغانستان د اهل تشیع مشران یا وتښتوي او یا دې یې له منځه یوسي. همداراز یې په دغه جلسه کې دوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې هم ورکړې دي.

همدا شان یادونه شوې ده چې د 945 ادارې اړوندې برخې د توریالي شبکې لخوا غوښتل شوې وسله او مهمات هم له اکوړه خټک ((COD)) تدارک شوې او په یاد تاریخ ورته سپارل شوي دي. سربېره پر دې په دغه یادښت کې یادونه شوې ده چې د توریالي شبکې ۲۳ تنه غړي چې په چراټ کې په پوځي زده کړو بوخت وو، روزنیزه دوره یې بشپړه کړې ده. 

سند (۶): په کوېټه ښار کې د ISI سازمان مرکزي ادارې په یوه بېړني یادښت کې په اسلام اباد کې د IW مرکزي ادارې ته او په راولپنډۍ کې د 945 دفتر ته د کوېټې شورا له طالبانو سره د خپل دفتر د افسرانو د بیالیدنې پایله په لاندې راپور کې وړاندې کړې ده:

د طالبانو د کويټې شورا غړو د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکراتو د بهیر په اړه د دغې شورا د کلیدي قوماندانانو په ګډون ناسته ترسره کړه، د یاد دفتر د دوه اړخیزو وړاندیزونو او پالیسیو په اړه چې مخکې هغوی ته وړاندې شوي وو، بحث وشو. همدغه راز د یاد دفتر افسرانو د کويټې شورا غړو ته د سولې پروسې د مذاکراتو په اړه، په هغه صورت کې چې ترسره شي، لازمې لارښوونې وکړې. د یادونې وړ ده چې د یادښت په متن کې یادونه شوې ده چې د CID ,945 ادارو ګډ مشورتي بورډ دې ټول هغه شرطونه چې د افغانستان له دولت سره د سولې د خبرو اترو په اړه د اسلام اباد مرکزي دفتر لخوا ورته سپارل شوي وو، په کويټه کې دې د ISI مرکزي دفتر ته واستول شي چې د شورا غړو تر تصیم نیونې وروسته به د ګډې اجنډا د ترتیب پر بنسټ د طرفینو د برنامو د پایلې راپور ورکړل شي.

په نتیجه کی پورتني اسناد د دې ښکارندوی دي چی پاکستان د بین المللي تروریزم اصلی لامل دی او په هماهنګه، تنظیم شوې او ستراتیژیک شکل د تروریزم د ترویج لپاره کار کوي. پاکستان په تېرو څو کلونو کې خپلو موخو د رسېدو لپاره له تروریزم څخه رسمي استفاده کړې ده.

له بلې خوا د لومړي ځل لپاره د پاکستان ستراتیژیک دوست د چین د خلکو جمهوریت د ۲۰۱۳ کال په وروستیو کې د افغانستان د وخت له حکومت سره استخباراتي همکارۍ پیل کړې او د افغانستان لخوا ورته د پاکستان د پوځي استخباراتي کړیو له لوري د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ لپاره د خوندي پټنځایونو، تجهیز او ملاتړ په تړاو معتبر او انکار ناپذیر اسناد وړاندې کړای شول او لږ تر لږه چین په دې یقیني شو چې د افغانستان د وضعیت تحلیل د پاکستان د استخباراتي سازمان له لیدلوري کم اهمیته وبولي او مخامخ د افغانستان له حکومت سره راکړې ورکړې ته داخل شي. همدا راز له چین څخه وغوښتل شول چې د افغانستان په اړه د پاکستان د نه رښتینولۍ او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د پاکستان په اړه روښانه سیاست رامنځ ته کړي او د افغانستان په قضایاوو کې لا ډېر فعال شي.

د هغه تر څنګ په سیمه کې د امریکا او ایران د اړیکو  د ترینګلتیا کمښت او د مطلوبو تعریفونو موندل، د هندوستان نرمې او حوصله مندې اقتصادي او سیاسي ډېپلوماسۍ او له ایران سره د هندوستان د اړیکو پراختیا، د دې زمینه مساعده کړه چې د جدي لوبغاړو لپاره په سیمه کې د پاکستان اهمیت را کم کړي.

د هغه څه په پام کې نیولو سره چې ذکر مو کړل او په وروستیو اوونیو کې د پاکستان په اړه د ولسمشر اوباما او د امریکا دولت له وروستي دریځونو څخه دغې پایلې ته رسېږو چې لوېدیځ هېوادونه، په راس کې یې امریکا د تېرو څو کلونو په موده کې هڅه کړې ده څو پاکستان له بېلابېلو لارو په دې پوه کړي چې په دوه مخو سیاستونو نه شي کولای چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د تل لپاره په نړیوالو او سیمه ییزو تعاملاتو کې خپل اهمیت خوندي کړي او خپلې ملي ګټې له ترهګرۍ او افراطیت څخه د ملاتړ په سیوري کې تعریف کړي.

له ټولو یادو شويو مواردو څخه لږ تر لږه د اوس لپاره په ظاهر کې دا انګیرنه او برداشت کېدای شي چې له پاکستان سره د امریکا اړیکې شدیداً ترینګلې شوې دي.

سره له دې چې د افغانستان خلک غواړي‌  له ګاونډیو هېوادونو سره د یو او بل د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته په متقابل درناوي سره  ښې اړیکې ولري، خو د پاکستان حکومتونو لخوا په تېرو لسیزو کې په افغانستان کې د دوی لاسوهنو ته په پام سره په لنډه موده کې دغه هیله د پوره کېدو نه ده. پر همدې بنسټ باید نظام، سیاسیون او د افغانستان خلک له راغلي وضعیت څخه حد اکثر د هېواد په ګټه په بېلابېلو برخو کې کار واخلي.

وړاندیزونه:   

  • د افغانستان حکومت باید د دیرش کلنې ناکامې تجربې په نظر کې نیولو سره یوه منفعت محوره، واضح او قابل عمل پالیسی ایجاد او له پاکستان سره په اړیکوکې یې عملې کړې.
  • له ګرانو افغانو څخه هيله کوم چی ټول یو موټی شئ او د دښمن په مقابل کې متحدانه حرکت وکړئ.
  • د خپل وطن له ګرانو ځوانانو څخه هیله کوم چی خپل دوست او دښمن وپېژنئ او د خپلو خویندو او وړونو ملاتړ وکړئ، اجازه ورنه کړئ چې دښمن تاسې د قوم، ژبې او مذهب په نامه سره بیل کړي. دښمن مو له افغانستان څخه بېرون دی.
  • په داسې حال کې، چی د جمهور رییس غني حمایت له ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د ستایلو وړ بولم، خو لازم ده چې دښمن واضح تعریف او په دې هکله مشخصه تګلاره ایجاد کړي، ترڅو ملي دفاعي ځواکونه ددغې تګلارې پر بنسټ لا ځواکمن اقدامات وکړي.

یادښت:

دیادونې وړ ګنم چې د دغه سند نشر به د ملي امنیت ریاست هیڅ کارمند او ددوی ارتباطیان له خطر سره مخ نه کړي. دغه اسناد پر خپل وخت د حکومت له مشرتابه سره شریک شوي او اوس یی نشر د ملي ګټو لپاره ښه بولم.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

رحمت الله نبیل، د ملي‌ امنیت پخوانی رییس په ۱۳۴۸ کال کې د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړی د ساختماني انجینرۍ له څانګې فارغ التحصیل دی او  له ۱۳۸۱ کال  څخه مخکې، نوموړي لس کاله د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي، نبیل د دولت په بېلابېلو ادارو کې لکه د ملي امنیت شورا د داخلي اړیکو د مرستیال،  د ولسمشر د ساتنې ریاست (PPS) او د ملي امنیت د لوی رییس دندې ترسره کړې دي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.