ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه اوونۍ مخکې د یوه پاکستاني ټلویزیون خبریال، سلیم ساپي له ولسمشر غني سره د افغانستان- پاکستان پر اړیکو مرکه وکړه. د ولسمشر صریح او اورنیو جوابونو اوس هغه اړ کړی چې د خپل هېواد د استخباراتي او تروریست پلوه پالیسیو د پټولو په موخه د ولسمشر وروستیو څرګندونو په اړه یوه ځوابیه لیکنه خپره کړي. په واقعیت کې دا لیکنه د هغه کمزورې ژورنالېستکي پوه او د ولسمشر د شخصیت په اړه د ده لږه مطالعه ښيي.

له نېکه مرغه ولسمشر د جیو نیوز لپاره له ساپي سره د مرکې له لارې پر دې بریالی شو چې د پاکستان د یوې استخباراتي رسنۍ له ادرسه ټولې نړۍ ته د پاکستان ترهګر پلوه سیاستونه او منحوسه څېره بربنډه کړي.

اوس ساپی او جیونیوز غواړي د خپلې توقع خلاف د مرکې د جبران هڅه وکړي. سلیم ساپي تېره ورځ په خپله لیکنه (Afghanistan; Our case) کې له ده سره د مرکې پر مهال د ولسمشر ځوابونو او تبصرو ته په یوه ډېره غیر مسلکي توګه او طرفدارانه لهجه سره د ځواب ویلو کوښښ کړی دی.

هر عادي افغان د ساپي په دې لیکنه کې دغو تناقضاتو او ناسمو څرګندونو ته متوجه کېږي:

۱- د لیکنې په سر کې وايي چې پاکستان د سپټمبر تر یوولسمې وروسته له طالبانو سره اړیکې پرې کړې او دا غیر منصفانه ده چې پاکستان له طالبانو سره پر اړیکو تورن شي خو رښتیا دا دي چې پاکستان هېڅکله دغه کار نه دی کړی. ټولي نړۍ ته څرګنده ده چې د طالبانو مشران چېرې اوسي، د کوټې شورا چېرې ده، طالبان د کوم هېواد په پاسپورټونو نورو هېوادونو ته سفرونه کوي. یوازې همدا ثبوت کافي دی چې د پاکستان د لومړي وزیر د امنیت سلاکار، سرتاج عزیز په دې وروسیتو کې د رسنیو په مخ کې ومنله چې دوی په طالبانو کې دونه نفوذ لري چې مشران یې د مذاکرې مېز ته راوستلای شي.

۲- ساپی شکایت کوي چې ولې په افغانستان کې نن سبا په رسمي بنسټونو لکه پارلمان او رسنیو کې پاکستان- ضد څرګندونې په اوج کې دي، حال دا چې د ده په وینا پاکستاني سیاستوال تر اوسه دا جرئت نه کوي چې افغانستان دې خپل دوښمن هېواد وبولي. شاید ساپی د هغو زرګونو تروریستانو پر بیانونو سترګې پټوي چې هغوی ویلي د پاکستان په مدرسو او استخباراتي مرکزونو کې یې نظامي روزنه شوې ده. ټوله نړۍ خبره ده چې د حقاني شبکې مشرتوب او فعالیتونه چېرې ترسره کېږي او د طالبانو مرکزي قومانداني چېرې موقعیت لري. ایا د افغانانو لپاره دا ثبوتونه کافي نه دي چې د خپل هېواد ورانوونکې شبکې او د هغوی موقعیت وپېژني؟ ایا له دومره ثبوتونو سره- سره بیا هم افغانان پاکستان خپل دوست وګڼي؟

۳- ساپی لیکي چې پاکستان له افغانستان سره د ښه نیت ښودلو په هدف د ملا سلام ضعیف او غیرت بهیر غوندي خلک نیولي دي خو کله چې یې افغان حکومت ته سپارلي دي نو هغوی ورته د ازاد ژوند زمینه مساعده کړې ده. دا نو خبره نه ده، ټوکه ده؛ ځکه دوی ملا ضعیف و حکومت ته نه، بلکې امریکایانو ته سپارلي وو. ضعیف امریکایانو خوشی کړ او نوموړي په خپل هېواد کې ابرومندانه ژوند ته ادامه ورکړه. له بلې خوا ضعیف نظامي کس نه، بلکي یو ډيپلومات و. د هغه نیول کېدنه و نړیوالو اصولو ته د پاکستان نه ژمنتیا ثابته کړه. همدارنګه غیرت بهیر د نورو فعالو تروریستانو په څېر په نظامي چارو کې ښکېل کس نه دی. افغان حکومت تل د دغو اړیکو رغوونکو اشخاصو پر ځای د هغو کسانو نیول او د شبکو له منځه وړل غوښتي چې په پاکستان کې عملاً د خپلو تروریستي فعالیتونو لپاره پیسې راټولوي، افرادو ته روزنه ورکوي او افغانستان ته یې د تخریبي کړنو په موخه رالېږي.

۴- ساپي په خپل کالم کې دا خبره هم را اخیستې چې ګواکې ولسمشر غني له موږ څخه په افغانستان کې د هغو کسانو د وژلو او د له منځه وړو امتیاز غواړي چې پر هغوی په پاکستان کې د تخریبي فعالیتونو تور دی. ساپی وايي، د دوی په خاوره کې هم داسې کسان وژل شوي دي.

په دې خبرو سره ساپی دا هېروي چې دا انډول هېڅلکه برابر نه و؛ په پاکستان کې نیول شوي او له منځه تللي مخالفین یا د پاکستان د ګټو ضد کسان وو او یا هم د امریکا لپاره مطلوب خلګ وو. د شرم وړ خبره خو دا ده چې دوه مهم تروریستان، اسامه او ملا منصور د پاکستان په خاوره کې وژل شوي دي. دواړه د امریکايي ځواکونو له خوا وژل شوي دي او د دواړو تر وژلو وروسته پاکستاني حکومت د رسمي شکایتونو له لارې خپل نه رضایت څرګند کړی دی. ایا خپله پاکستان دا اداره درلوده چې د افغانستان په شخړه کې داسې مهم ښکېل کسان له منځه یوسي؟

له بلې خوا د افغانستان د ښه نیت ثابتولو لپاره همدا کافي ده چې د پاکستان لپاره خیالي مطلوبو کسانو د له منځه وړو لپاره یې لږ تر لږه دوه ګوني معیارونه په نظر کې نه دي نیولي. تر دې لا مهمه دا ده چې لومړی داسې ثبوتونه وجود ولري تر څو ثابته کړي ملا فضل الله او نور پاکستان ته مطلوب کسان د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي. تر ننه داسې کوم ثبوتونه له افغانستان او نړیوالو سره شریک شوي نه دي.

۵- ساپي ګیله کړې چې له طالبانو سره د خبرو په اړه ولسمشر غني یو روښانه دریځ نه لري او په یو وخت کې د هغوی پر وړاندې د جنګ او سولې خبرې کوي.

له دې خبرې ښکاري چې ساپی له حالاتو او وروستیو پېښو ناخبره دی؛ ولسمشر شاوخوا دوه کاله مخکې د ولسمشرۍ له لومړیو ورځو څخه بیا د امنیت پر لسم ریاست د برید تر وختونو پورې د طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبرو ته لومړیتوب ورکاوه، هغه دا جګړه د پاکستان له خوا نا اعلان شوې جګړه بولي. ولسمشر غني د څلور اړخیزو خبرو طرحه وړاندې کړه او تر هغو یې تعقیبوله تر څو د دې خبرو دوو نورو غړو هېوادونو، امریکا او چین ته ثابته کړي چې پاکستان د ستونزې د حل نیت نه لري. د امنیت پر لسم ریاست تر برید وروسته ولسمشر وویل چې نور له پاکستانه نه غواړي چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راولي، بلکي باید له منځه یې یوسي. هغه په دې وروستیو کې څو ځلي تکرار کړې ده که پاکستان غواړي له موږ سره اړیکې سمې کړي نو ټولې هغه ډلې چې له پاکستانه د افغانستان پر ضد تخریبي فعالیتونه کوي، له منځه یوسي.

په دغو خبرو کې کافي وضاحت پروت دی؛ د څلور اړخیزو خبرو اترو پر مهال پاکستان فرصت درلود چې خپل ښه نیت او همکاري ثابته کړي او طالبان سولې ته مجبور کړي، پاکستان داسې ونه کړل او د ولسمشر په وینا، اوس له نړیوالې انزوا او ملامتۍ سره مخ دی.

داسې ښکاري چې سلیم ساپي او پاکستاني حکومت ته د ولسمشر دغه قاطعیت، فعاله ډيپلوماسي او نړیوالو ته په پرله پسې توګه د پاکستان د اصلي څېرې افشا کولو په خاطر خښم ورغلی دی. پاکستانیانو هېڅکله داسې نه ګڼله چې افغانان دي وکولای شي په نړیوالو غونډو او رسنیو کې د دوی دوه مخي، له تروریزمه منظم ملاتړ، تروریستانو ته د پناه ‌خایونو ورکول او ټولې سیمې ته د دوی له هېواده د خطر احساس په دومره واضحو او قاطعو ټکو کې څرګند او ثابت کړي.

پاکستان نور له انزوا او بدنامۍ سره مخ دی او د سلیم ساپي غوندي پلورل شوو ژورنالېستانو په مرسته د خپلې نړیوالې بدنامۍ او رسوایۍ مخنیوی وکړي.

په وروستیو کې د افغانستان بهرنۍ پالیسي متحرکه، واضح او له مجهول حالته را ووته؛ افغانستان په مهمو بهرنیو هېوادونو کې وړ او خولور سفیران وګومارل. د مثال په ډول یې په امریکا کې د ډاکټر حمدالله محیب یادونه کولای شو. هغه هر ورځ د امریکا د کانګرېس له غړو سره ویني، په پوهنتونونو او مختلفو تحقیقاتي مرکزونو کې لیکچرونه ورکوي او نړیوالو ته د افغانستان اصلي تصویر او د پاکستان تروریستپاله څېره ورپېژني.

له بلي خوا ډاکټر زملي خلیلزاد په وروستیو کې په نړیوال سټېج باندې پر پاکستان تندي نیوکې وکړې او د یوه باتجربه او لوبېدلي سیاستوال په توګه یې د پاکستان په دوه مخیتوب ټینګار وکړ. ډاکټر خلیلزاد د پاکستان د منزوي کېدو، پر پاکستان د بندیزونو د لګېدو غوښتنه وکړه. هغه د امریکا کانګرېس د بهرنیو اړیکو ګډې کمېټې ته یو مستند راپور وړاندې کړ او هلته یې د “پاکستان دوست دی که دښمن” تر نامه لاندې بحث راپورته کړ تر څو نړیوالو او په خاصه توګه د امریکا د کانګرېس غړو ته د پاکستان اصلي څېره وړاندې کړي.

ډاکټر خلیلزاد د کانګرېس د بهرنیو اړیکو ګډې کميټې ته وویل چې د سپټمبر له۱۱مې وروسته پاکستان یوه خطرناکه دوه مخې لوبه روانه کړې ده چې هم ځان د امریکا متحد بولي او هم بیا حقاني د تروریستي شبکې ملاتړ کوي.

ډاکټر خلیلزاد وایي چې له دې دوه مخې لوبې څخه پاکستان په افغانستان کې په عمومي ډول درې سترهدفونه لري:

لومړی: پاکستان طالبان د نیابتي جګړې د یوه مؤثر ابزار په توګه کاروي تر څو په افغانستان کې د پاکستان برلاسیتوب ثابت کړي.

دویم: پاکستان په دې باور دی چې په افغانستان کې دوامداره جګړه به په افغانستان کې د امریکا د ماتې سبب شي او په دې سره به افغان حکومت ضعیفه او د دوی نیابتي جګړه قوي شي تر څو د جګړې یو توازن رامنځته کړل شي.

او درېیم: پاکستان ټوله هڅه کوي چې اوسنی دولت ناکام او چپه شي؛ ځکه دا دولت له پاکستان سره سازګار او جوړ دولت نه دی.

له بلي خوا:

اوس افغانستان یو بیدار، هوښیار او د پاکستاني دښمن پر وړاندې متحد ملت پیدا کړی. زموږ ملت اوس ټول په دې خبره اجماع کړې چې هو د پاکستان له خوا روانه نا اعلان شوې او تپل شوې جګړه د هېواد پر ضد ده، نه اسلامي ده، نه ملي ده، بلکې د ملي ګټو خلاف جګړه ده. د پاکستان لپاره تر بل هر څه د اندېښني وړ دا ده چې افغان ملت یې اصلي څېره وپېژنده او نور د دوی د مذهب او دین کارونې دسیسې نه پرې چلېږي.

سلیم ساپي غوښتل چې په وروستۍ مرکه کې له افغان ولسمشره داسې څه واوري چې هم د افغان ولس اذهان پرې مغشوش کړي او هم د ولسمشر او دهغه د منطقوي او نړیوالو متحدینو تر منځ اړیکې پرې کړکېچنې کړي. خو داسي ونه شول. ولسمشر په خپلو خبرو کې واضح و، قاطع و او جدي و. هغه خپل پیغام او د خپل هېواد بهرنۍ پالیسۍ خصوصاً د پاکستان په مقابل کې د پاکستان ملت ته په خپلو خبرو کې مستقیماً واضح کړ.

ځکه نو سلیم ساپي په اخیره لیکنه کې هڅه کړې چې د ولسمشر د مرکي غچ په خپلو له تهمتونو ډکې لیکنې کې واخلي.

ملت هوښیار دی، ځوانان ورته بیدار دي او افغانستان د یوه متحد ملت په توګه نور په دغسې شیطاني دسیسو نه غولېږي.

تل دې وې افغانستان.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.