ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هیواد کې د سري، پټو او محرمو  اسنادو ساتنې او هغو اسنادو ته د دولتي، سیاسي او  زورواکو اشخاصو لاسرسي د خلکو او رسنیو تر منځ د مهمو اسنادو د محرمیت او  د هيواد د ملي ثبات په خاطر اندېښنې را پیدا کړې دي.

په دې ورستیو کې د ملي امنیت ادارې ځینې لوړرتبه کارکونکو ځينې مهم اسناد خپاره کړل ترڅو خپل ځان خلکو او هېواد ته وفادار ور وپیژني. خو ایا دا وطن دوستي ده که خیانت؟ دا دویم ځل دی چې  د ملي امنیت ادارې د لوړ رتبه کارکونکو له خوا پټ او محرم استخباراتي اسناد او اطلاعات خپریږي چې ډيری ځلې په لیکنو او کتابونو کې هم کارول شوي دي.

د یو هېواد پټو او محرمو اسنادو ته د خلکو لاسرسی ملي ثبات زیانمنوي ځکه نو حکومت باید د محرمو او استخباراتي اطلاعاتو، اسنادو او منابعو امنیت ته خاصه توجه وکړي او نوموړو اطلاعاتو او اسنادو ته د لاسرسي او کارونې لپاره حقوقي چوکاټ رامنځته کړي، که داسې ونه شي نو هر لوړ پوړی مامور به د خپل موقف څخه په استفادې نوموړي اسناد  تر لاسه کوي او د شخصي اغراضو په موخه به یې له ځان سره ساتي.

خلک او شنونکي په دولت غږ  کوي چې د ملي  ګټو د خوندیتابه او ملي ثبات د ټینګښت په موخه له ملي او  محرمو اسنادو په ټینګه ساتنه وکړي او اجازه ور نه کړي چې هر څوک یې له کاپي او د شخصي ګټو لپاره له ځان سره وساتي، ځکه نو باید ټول محرم اسناد په یو خاص ځای کې د خلکو د لاسرسي نه لرې وساتل شي او هر حکومتي، حزبي او سیاسي چارواکي ته د دې اجازه ورنه کړل شي چې پټ او محرم اسناد په غیر قانوني توګه تر لاسه کړي. بیا په خاصه توګه د ملي امنیت په اداره کې، چېرته چې د داسې مهمې ادارې غړي د تل لپاره هیواد او ملي ګټو ته ژمن او له دندې څخه تر ګوښه کیدو وروسته هم  تر کلک نظارت لاندې ساتل کیږي.

په دې ترینګلیو حالاتو کې محرمو اسنادو ته لاسرسی باید حق نه، بلکې اصول وګڼل شي، داسې اصول چې یواځې د ملي ثبات او ښېګڼې لپاره وکارول شي نه د حزبي، قومي او شخصي اغراضو لپاره. د محرمو اسنادو خپرول او یا د شخصي ګټو او شهرت لپاره کارول ملي ثبات له لوی خطر سره مخ کوي او د هیواد استخباراتي او کشفي ارګانونه کمزوري او کار یې بې اغیزې کوي. ځکه، کله چې پټ او مهم اطلاعات د خلکو لاس ته ورشي نو استخباراتي ارګانونه اړ کیږي چې خپلې اطلاعاتي سرچينې، میتود او تاکتیک بدل کړي. 

په هېواد کې هر ډول امنيتي سرچينې، میتود او اطلاعات باید محرم وساتل شي، ځکه ټول محرم اطلاعات، اسناد او موثقې منبع ملي  ثبات او امنیت ټینګوي او د خلکو ژوند هوسا او ډاډمنوي.

استخبارات راز او راز ساتنه غواړي، راز او خفیه کار تل تر برید لاندې وي. د هېواد ملي ګټې او ثبات د راز او پټو اسرارو په کلکې ساتنې، دخفیه اطلاعاتو پر راټولولو او د هغې په تحلیل پورې تړلې وي. کله چې د یو هیواد پټ او محرم اطلاعات پاش او  یا د خلکو لاس ته ولویږي نو د حکومت استخباراتي کارونه له خطر سره مخ کیږي. د محرمو اسنادو ساتل او امنیت ډیر احتیاط غواړي، ځکه چې هغه برخه تل تر بریدونو لاندې وي او دښمن په دې هڅه کې وي چې د یو هیواد یا حکومت محرم اسناد تر لاسه او د خپلو شخصي ګټو او اهدافو لپاره یې وکاروي.

دا مهمه موضوع د حکومت خاصې توجه ته ضرورت لري چې د اصولو له رامنځته کولو او د  قوانینو د عملي کولو څخه پرته نه حل کیږي ځکه چې د هیواد اساسي قانون، د رسنیو قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او استخباراتي اصول د پټو اطلاعاتو او محرمو هغه اسنادو خپرول منع کړي دي چې ملي ثبات زیانمنوي.  دا او ورته ستونزې قانوني او حقوقي حل ته اړتیا لري.

له قانون، اصولو او مسوولیت اخوا په استخباراتي او تحقیقاتي برخو کې اخلاق، ژمنتیا او اعتماد خاص اهمیت لري ځکه هر څوک چې د یو هېواد په استخباراتي اداره کې په لوړ پوست ګومارل کیږي نوموړی شخص باید له کوچینوالي یا هم له ډیر وخت راهیسې پاک، ژمن او اعتمادي شخص اوسي او د همدې مهم کار لپاره یې خاصه تربیه لیدلې وي.  بدبختانه زموږ په هیواد کې غیر مسلکي، کم ظرفه، بد اخلاقه او بې اعتماده افراد او اشخاص د حزبي، قومي او شخصي ګټو د خوندیتابه په موخه د معاملو په ترڅ کې په خورا مهمو څوکو ګومارل کیږي او ډیری ځله څوکۍ ډالۍ کیږي چې په پایله کې د هیواد ملي ګټې او د خلکو امنیت له لوی خطر سره مخ کوي.

پټ او محرم اسناد تل د ملي ثبات او ملي ګټو په موخه کارول کیږي، کوم اسناد چې د افرادو او اشخاصو لخوا خپاره شول، که چېرته حکومت ته سپارل شوي وای او د حکومت لخوا د نړیوالې ټولنې پر وړاندې خپاره او د امنیت شورا ته سپارل شوي وای نو پایلې به یې ډيرې ښې وای خو اوسمهال د عامو خلکو د اندېښنې څخه بغیر بله مثبته پایله نه لري.

ځینې شنونکي په دې باور دي چې استخباراتي اطلاعات او اسناد باید له خلکو څخه پټ ونه ساتل شي ځکه خلک د یو ملت په توګه حق لري چې د خپل هیواد د سیاست او امنیت په برخه کې د حالاتو په اړه اطلاعات ولري. د نړۍ په پرمختللو او دیموکراتیکو هیوادونو کې له دیرشو (۳۰) الی پنځوسو (٥٠) کلونو وروسته پټ او محرم اطلاعات او اسناد د یو خاص کمېسون له لوري په لاندې شرایطو خپریږي:

1.      نوموړی کمېسیون د حکومتي، امنیتي او استخباراتي ادارو په سلا و مشوره له متخصصو افرادو څخه تشکیل او را منځته کیږي.

2.      کمېسیون ټول اسناد او اطلاعات د محرمیت د اندازې په موخه تحلیلوي.

3.      کمېسیون د اطلاعاتو او اسنادو د خپراوي امنیتي تهدیدات او احتمالي عواقب څېړي.

4.      کمېسیون خپل تحلیلي راپور حکومت، امنیتي ادارو او استخباراتي سازمان ته د څېړنو او  بحث لپاره سپاري.

5.      په هیواد کې یو با صلاحیته ارګان (د ولسمشر دفتر) د نوموړي تحلیلي راپور په اړه تصمیم نیسي او له هغه وروسته اطلاعات خپریږي.

خو بدبختانه زموږ په هېواد کې له دندې څخه د ګوښه کیدو سمدستي وروسته د څو میاشتو په ځنډ اشد محرم اسناد خپریږي او دې کار ته د وطن دوستي رنګ ورکول کېږي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 9

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.