ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېوادوالو! نن ورځ په نړۍ کې روان سياست، د افغانستان کورنۍ شخړې او په نظام کې شته اختلافات د ځينو وسله والو ډلو مټې هومره غښتلې کړې دي چې نوي رامنځته شوي حکومتونه يې د سترو بريدونو او پېښو د مخنيوي پر ځای یوازې پر غندنه بسنه کوي، خو دغه کار د سياسي مبصرينو په باور، د نظام مسوولين په اصل کې د قتل عام مسوولين په هېڅ ډول له ورته پېښو او ظلمونو نه شي راګرځولی؛ ځکه دا پېښې يوه نه، بلکې لسګونه تکراري بڼې هم لري.

له شک پرته افغانستان نن ورځ په کور دننه په داسې دومداره جګړه کې راګير او د بهرنيو استخباراتو يو خورا مهم مرکز ګرځول شوی چې خورا سخته ده څو دا اوږدې جګړې ځپلی ولس له روانې کشالې بريالی را ووځي.

خو ولې بايد هېر نه کړو چې د همدغه هېواد د ولسونو روحيه نن هم لوړه او پياوړې ده، همدا ولس نن ورځ هم هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو دی. دوی په اوس مهال کې خپلې ورکړې قربانۍ د خپلې مېړانې يوه برخه بولي، دا ولس همدا نن هم د يوې داسې روحيې څښتن دی چې که د نظام مسوولين يې د غوره مديريت او برخليک ټاکنې پر منظمه لاره سوق کړي، کولای شي چې ډېر ژر له روان کرغېړن او ويرجن حالته بريالی راووځي.

خو د ځينو لاملونو له امله همدا ولس نن هم باوري نه دی چې د حکومت لوړپوړي مشران يې پر سمه روان دي؛ د افغان ملت پر باور ولې موجوده مشران په خپلو کې شته اختلافات له منځه نه وړي؟ ولې خپلو وګړو او اتباعو ته د پرديو روانو دسيسو په هکله، ښکاره راز په لاس کې نه ورکوي؟ په دې اړه د څرګندونو نه شتون ښيي چې د همدغو افغان وژونکو د بريدونو تر شا کوم راز پټ دی؟ ولس پر دې هم شک من دی چې کېدای شي اوسني مشران او چارواکي يې د خپل سياسي واک غځونې او ساتنې په هدف پر دغه باتور ولس له بهرنيو استخباراتي کړيو سره معامله کوي.

موږ دا منو چې افغانان په خپلمنځي اختلافاتو کې نن ورځ د خپل افغاني قوت له زوره وتلي، مګر دلته له ملت سره شته معنوي مفکورې بيا دا څرګندوي چې دا ولس د غوره برخليک ټاکنې په لاره کې د يو وړ مشر مثبتې هڅونې او دقيقې لارښونې دوی خپل پخواني حالت ته ورګرځولی شي.

په هېواد کې د روانو سياسي لوبو، د جګړې زور اخيستنې او پر سرحدونو تېريو اوس له همدغه ځورېدلي ولس سره دا پوښتنه راپيدا کړې چې د حکومت لوړرتبه مسوولين سره له دې چې پوهېږي څوک يې پر برخليک ملنډې وهي او هره ورځ یې پر اتباعو د خونړيو بريدونو د وينو لښتي روان کړي، نو بيا څنګه او په څه ډول د مظلوم ولس دښمنو عناصرو ته د دوستۍ لاس ورکوي؟ دوی پر دې هم شکمن دي چې نړۍ سره له دې چې له خپل نفوذ او معلوماتي ماشين نه په ګټې اخيستنې پر ټول روان حقيقت ښه خبره دي، د وسله والو ډلو روزنځايونه څاري خو ولې بيا هم هغوی ته ولې د ملامتۍ ګوته نه نيسي او پر افغانانو د سولې په هڅو جاري ساتلو کې هر څه مني؟

نو له دغو ټولو توضیحاتو افغان باتور ملت ته داسې ښکاري چې نړيوال سياست د افغان شخړې هواری خپله برخه نه بولي، نه ورته دا خاوره او خلک هېڅ قيمت او ارزښت لري نو کله چې داسې ده نو بيا ولې افغان ولس خوب وړی، ولې په خپله ولس نه لاس په کار کېږي؟ دا به ومنو چې له دغو ناخولو د بريالي راوتلو لپاره لا ډېرو قربانۍ ورکولو ته اړتيا ده خو که راوېښ نه شو بيا به هره ورځ همداسې وژل کېږو او د ملامتۍ ځای به مو هم معلوم نه وي.

زما په باور د دغه کار لپاره دويم انتخاب بايد په خپله په حکومتي دستګاه کې د يو نظر موجوديت وي، تر څو هغوی له ګاونډيانو سره د روانو نيابتي جګړو د مخنيوي لپاره يوه وړ او ښکاره سياست ولري، تر څنګ یې ملت ته له پرديو سره د مقابلې لپاره اغېزمنې تګلارې هم په ګوته کړي.

هغه خلک چې د دغه هېواد اتباع دي، دلته په دولتي دستګاه کې د ځينو کړيو له خوا مخالفت ته هڅول شوي، د اداري او اخلاقي فساد د شتون له امله يې ځان او ملګرو ته د جګړې پلمه نيولې، بېرته خپل کور ته راوبولي.

د جګړې د دوام پر مهال ملت ته د بساينې لپاره پر نوو اقتصادي او پرمختيايي پروګرامونو کار وکړي، له هغو ګاونډيانو سره چې په دغه هېواد کې د رواني شخړې له ملاتړه لاس نه اخلي، د خپلو اقتصادي او ټولنيزو سياسي اړيکو په هکله بيا فکر وکړي، که موثرې وې جريان ورکړي او که ستونزې يې لرلې، د امکان په صورت کې يې وشلوي.

همدا شان له نړۍ سره د شوو تعهداتو او ژمن ليکونو پر سر بېرته کتنه خپل لومړيتوب وګڼي، امريکا سره د ستراتېژيکو اړيکو جاج واخلي، هغوی د ترسره کړو تعهداتو په لمن کې دې ته ژمن کړي، څو له افغان ملي امنيتي ځواک سره د روزنې او سمبالښت په برخو کې خپلې هر ډول رښتينې هڅې او مرستې ترسره کړي. امريکا او متحدين يي د خپل سياسي او قتصادي قوت او فشار له امله چې د افغانستان پر ګاونډيانو يې لري، د خپل سياسي نړيوال موقف له امله د افغانستان په رغونه او ارامولو کې مثبت رول لوبولو ته چمتو شي.

خو دا هر څه بايد د يو قومي او د سياسي ضمانت پر مټ ولاړ وي؛ ځکه نږدې پنځلس کاله د مرستو ډکه دوره د ملت پر غولولو، چور او تالان کې تېره شوه، زه فکر کوم دغه هڅه د نظامي، اقتصادي برخو د جلبولو تر څنګ له ګاونډيانو سره د افغانستان سياسي، اقتصادي اړيکو ته يوه نوې روح هم وربښلی شي او د افغانستان روان سياسي موقف له لوېدلي حالت څخه د پرمختګ و لور ته ځي، خو که خدای ج مه کړه، خبره بيا هم پخواني ناوړه حالت ته ولاړه او يوازې پر غندنو تمامه شوه، بيا دلته په هېڅ ډول د خوښيو تمه مه لرئ.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.