ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ماسره ډېرې داسې بېلګې شته چې یو ورور په موجوده حکومت، بل ورور یې د دولت په مخالفینونو کې جنګېږي؛ لومړی هغه یې له حکومته معاش اخلي او وایي د وطن ساتنه کوي، دوهم هغه یې وایي چې د دین ننګه کوي او غنیمتونه اخیستل ورته روا دي. په یوه کور کې د دوو وروڼو د نظریو تقابل د همدغه جګړې ځپلي ولس یو غم لړلی انځور دی. له ما سره بله داسې بېلګه هم شته چې مور او پلار یې د دوو وروڼو په پخلا کولو کې د دواړو تر منځ په ډزو کې وژل شوي دي.

روانو جګړو له موږ څخه له فکري زیربنا نیولې تر نظامي او حکومتي اداري زیربنا پورې، هر څه وړي او زیانمن کړي دي، موږ د تاریخ په اوږدو کې خپل ورور وژلی، ورینداره مو کونډه کړې، ښوونځی مو سوځولی، ښوونکی او زده کوونکي مو وژلي، د خپلې پرمختیایې او بلې هرې زیربنا ویجاړ شوي کباړ مو چور کړي او پر نورو هېوادونو مو پلورلي دي. له ما سره داسې بېلګې شته چې پرون یې ښوونځی وراناوه، خو نن هڅه کوي چې په ولایتي کچه د پوهنې رییس شي، پرون یې ښوونځی په ټوپک وراناوه، خو نن یې بیا د فساد د جوال خوله ورته پرانیستې ده. په ننني عصر کې لا هم موږ له قلم سره جګړه ده، د قلم، تجربې او فکر خاوند پر کور ناست دی، خو هغه چې کلیوالي ستونزې باید حل کړي، د انجینر پر څوکۍ کار کوي.

د دندې اخیستو لپاره مو معیار واسطه، شناخت او پیسه ګرځولي، په داسي یوه حالت کې ځوانان له هېواده تښتي او خپل هېواد او خاوره ورته پردۍ ښکاري، پر خپل ځان او خاوره بې باوره کېږي، عقده اخلي، پرمختګ ته شا کوي یا خو د غچ په تمه شپې تېروي، د هغوی پر زده کړو سربېره ورته دندې نه موندل کېږي. ځوانان ویني چې نالوستی کس له کلونو پر لوړو دندو کار کوي، خو لوستی ځوان بېکاره ګرځين، دغه حالت ته په کتو سره پر موجوده حکومت، رهبرۍ او سیستم باندې نیوکه لازمه ده؛ دا ډول فساد زموږ د ځوان نسل د تدریجي مرګ په معنا دی، زموږ د هېواد د ډيموګرافیکو مطالعاتو له مخي، زموږ د نفوسو درې شپېته یې ځوانان بشپړوي، له افغانستانه د ځوانانو د تېښتي لاملونه ډېر دي، خو یو پیاوړی لامل یې د دندو نه شتون او په دندو اخیستو کې لوی فساد یادولی شو.

موږ که د یو ملت په توګه تل د پردیو نظریو ښکار شوي یو، بل لور مو خپل په افکارو، هڅو او افغاني لارو د خپلو ستونزو حل نه دی موندلی؛ ځکه نو زموږ تر سترګو لاندې افغانیزم رانه ورک شوی، جګړې د نورو ټولو ارزښتونو تر څنګ زموږ له منځه فکري ويښتوب او باور له منځه وړي دي. که د مارشال فهیم، جنرال دوستم او بل هر چارواکي ځوان زوی په لوړه دنده ګومارل کېږي، دا په دې معنا نه ده چې دولت د ځوانانو حق له دې لارې ورکولای شي، دا د ځوان نسل د زده کړو، مسلکیت، مشروع کار او د بیروکراسۍ د بلې هرې مشروع هڅې خلاف کار دی.

زموږ تر څنګ پراته ګاونډي، هغه چې زموږ له نیکونو ورته اسلام ورغلی، له موږه یې د دښمن پر وړاندې د جګړې او مبارزې کولو چل زده کړی؛ هغوی نن زموږ د ضعف له فرصته ګټه پورته کړې؛ ځکه افغانستان مستقل سیاست او ښې حکومتولۍ ته نه پرېږدي، په خپلو کې مو سره جنګوي، لا موږ نه پوهېږو چې پر څه او کوم هدف لپاره په خپلو کې سره وژنو، دا او دې ته ورته ناخوالط هره ورځ افغان ولس ځوروي او د پرمختګ پر وړاندط یې د ځواکمنو غبرګونونو په توګه خنډ شوي.

خامه پریس د ۲۰۱۵ز کال د سپټمبر د ۲۸مې په یوه راپور کې لیکي: ((د افغانستان د کډوالو چارو وزارت او د ایران یوه پلاوي ویلي چې هره ورځ د ۲۰۰۰ افغانانو په شاوخوا کې په غیر قانوني توګه ایران ته اوړي چې دا شمېر د میاشتي ۶۰۰۰۰ کسانو ته رسېږي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د ۲۰۱۵ز کال د نومبر په ۲مه یوه اعلامیه خپره کړه، په کې ویل شوي وو چې له افغانستان څخه په روان کال کې ۱۲۰۰۰۰ افغانان چې ډېر یې ځوانان دي له هېواده په قانوني او غیر قانوني لارو وتلي دي.

نن ورځ موږ له یوې بلې اساسي ستونزې سره لاس او ګرېوان یو؛ هغه د ځوان او زاړه فکر تر منځ پټه فکري جګړه ده؛ کال وړاندې مې پر دې موضوع یوه لیکنه کړې وه، خو نن ورځ د ځوان او زاړه تر منځ پر څوکۍ د هڅو تقابل تر سترګو کېږي.

د افغان جهاد پر مهال ځوانانو د جګړې په لومړۍ کرښه کې خورا اړین رول لاره، هغوی زړوره جګړه کوله، سر او مال یې د وطن د ساتنط په پار قربان کړي وو، د طالبانو د رژیم پر مهال جهادي مدرسې چې لومړۍ درجه یې کندهار او دوهمه درجه یې په هلمند کې وې، ځوانان یې زده کوونکي وو. هغوی د طالبانو د رژیم په استازیتوب د جګړې په لومړیو کرښو کې جنګېدل، د شمالي ټلوالې په لیکو کې هم ورته څه موجود و؛ نن ورځ هم له سنګره ځوان ډزې کوي، روانه تپل شوې جګړه د ځوانانو د وینې په قربانۍ پر مخ ځي.

په ۲۰۰۱ز کال هغه مهال چې په بُن کې د ملګرو ملتونو به مشرۍ د افغانستان د لانجې د حل او نوي حکومت جوړولو کنفرانس روان و، ځوانانو په کې د پام وړ ونډه نه لرله، پلمه دا وه چې جنګېدلې ډلې (رهبران) باید په نظام کې لویه ونډه ولري؛ ځکه لویې قربانۍ یې ورکړې، یا خو یې نړیواله ټولنه نه شي قانع کولی. پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو په خاطر کادرونه او ځوانان منزوي شول، په رهبرۍ کې د ځوانانو د منزویتوب خبره هغه مهال نوره هم توده شوه چې د پخواني افغان ولسمشر کرزي له بهرنیانو سره لانجه شوه، د ځان د بریا پا پار یې تر جنګسالارانو لاس وکېښ.

که څه هم د پخواني افغان ولسمشر کرزي د حکومت په ټولو دورو کې ځوانانو د پام وړ پرمختګ وکړ، ښوونځي یې ولوستل، پوهنتونونه یې وویل، له ساده موضوعاتو تر پېچلو هغو پر ډېرو پوه شول، خو د څوکیو په برخه کې ورته د پام وړ کار ونه شو؛ د ۲۰۰۹ز کال په ټاکنیزو لانجو کې هغه اړ شو چې د بهرنیو فشارونو د کابو کولو په خاطر یو ځل بیا د ځان تر څنګ ځینو جنګسالارانو ته ځای ورکړي او په حکومت کې یې ځای پر ځای کړي، د هغه پر دغه کار پر تکنوکراتانو سربېره ډېرو عامو ځوانانو هم نیوکې لرلې، د ۲۰۱۴ز کال په ټاکنو کې د مېرمنو په شمول ځوانانو هڅه وکړه چې د داسي یوه نوماند ملاتړ وکړي چې هغوی ته په درنه سترګه وګوري او په راتلونکي کې ورته په حکومت او رهبرۍ کې د پام وړ ځای ورکړي، د همدې لپاره د اوسني افغان ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ ودرېدل، همدا خبره وه چې د ټولنیزې رسنۍ (فېسبوک) مخ ټول د هغه انځورونو نیولی و. زما ښه یاد دي چې په هلمند کې هغو ځوانانو چې په دفترونو کې یې دندې لرلې، تر رسمیاتو وروسته به یې په ښار او کلیو کې خدمتي کمپاینونه کول.

محمد اشرف غني ولسمشر شو، حامد کرزی لا هم ژوندی دی، نړیواله ټولنه لا د افغانستان د ودانولو او پرمختګ په نامه پروګرامونه ډیزاینوي او پلي کوي، خو بیا هم ځوانانو په افغان بیریوکراسۍ کې د پام وړ ځای نه لري؛ ډېرو ځوانانو ته دا یو ستر ګواښ برېښي؛ ځکه یې زغم له لاسه ورکړی، پر حکومت د شدیدو نیوکو تر څنګ په کې له زړو او پخوانیو مامورینو سره یو ډول عقده پالي او دا کار یې پرمختګ کوي. ډېر نور یې بهر ته په قاچاقي لارو د تلو هڅې کوي چې ځیني يې پر همدې لارو وژل شوي، په ابو کې غرق شوي او یا خو نورو هیوادونو ته رسېدلي، هلته بې سرنوشته شپې ورځې تېروې.

پژواک خبرې اژانس د ۲۰۱۶ز کال په لومړیو کې یو راپور خپور کړ چې له مخې یې په هر ولایت کې له تېرې یوې لسیزې پر خپلو څوکیو پاتې رییسان په کې ښودل شوي وو چې له دې ډلې یې یواځې په هلمند ولایت کې ۹ لوړپوړي رییسان له تېرې یوې لسیزې پر خپلو دندو پاتې وو، دا خبره لا هم خپل پر ځای پاتې ده، په هلمند کې په سلګونو پي اېچ ډي، ماسټر او لیسانس ځوانان بېکاره ګرځي.

د (CBR) پروسې ته ځیني ځوانان خوشحالېږي، خو زاړه بیا له دغه کاره ناخوښ دي او ځورېږي؛ هغوی د پوهنتون، کمپیوټر او ژبنيو زده کړو خبره ردوي او وایي چې باید د هغوی تجربو ته وکتل شي، ځوانان بیا د خپلو زده کړو، ژبنیو مهارتونو او کمپیوټر زده کړو خبره کوي. مشران د ځوانانو له فېسبوکې نیوکو تر پزې راغلي، خو ځوانان یې بیا په هر مجلس کې د نیوکو او پر سر وهلو څخه تنګ شوي دي؛ په دې ورځو کې د ځوان او زاړه تر منځ د څوکۍ پر سر هڅو کې لوی تقابل ښکاري؛ پخواني او زاړه هغه که مسلکي او که غیر مسلکي دي، وایی په سر ماتولو څوکۍ ولاکه خوشي کړي. د ملي یووالي د حکومت له عمومي پالیسۍ سره هم دا اراده او انګېزه نشته چې ځوانانو ته لاره هواره کړي او هغوی ته د وړتیا د معیار له مخي لوړې دندي ورکړې، دا ستونزه په ملي کچه موجوده ده، اوس یې د ځوان او زاړه تر منځ یو لوی فکري ټکر رامنځته کړی دی. تر څو چې مشران او حکومت دواړه دې خبرې ته سر ټيټ نه کړي چې د معیار له مخي د حکومت ماشین ځوان کړي، هېڅکله روانه لانجه نه حلېږي، په حکومت کې یواځې یوه اراده دې ستونزې ته حل لاره نه شي موندلی، تر هغه چې حکومتي سیستم دا خبره د ځان د موخو یوه اړینه برخه ونه مني.

یو کس چې دېرش کاله مخکي یې دوولسم لوستی، دنده یې اخیستې، تر تقاعد وروسته بیا هم غواړي کار وکړي. دا سمه ده چې کار کول یې قانوني حق دی، خو خوښه یې ده چې په لوړه څوکۍ کې کار وکړي، له واسطې، زور او پیسو کار واخلي او لوړه څوکۍ باندې تل پاتې شي. له ماسره داسې بېلګې شته چې کومې ادارې ته کوم ځوان کدر د مشرتابه په توګه ورغلی وي، پخواني مامورین د دې پر ځای چې د هغه د بریا په پار ورسره همکاري وکړي، هغه ته ستونزې جوړوي. له دې ښکاري چې د دې دوو طبقو تر منځ یو لوی واټن موجود دی، په ځینو مواردو کې خو ځیني سیاستوال مشران د نورو مبارزو او پیاوړو ځوانانو د ځپلو په پار نور ځوانان استخداموي او خپل مقابل لوری پرې ځپي.

له موجوده حکومت څخه د ځوانانو هیلې دا وې چې د حکومت ماشین به د معیار له مخې ځوان کړي، د ځوانانو چارو معینیت به پر وزارت بدل کړي، د حکومت په موجوده پالیسۍ کې لا هم اړتیا ده چې په رهبرۍ کې د ځوانانو ظرفیتونو او کاري انرژۍ ته پاملرنه وشي او اړینه ګټه ترې پورته کړي، هغوی په اړینو دندو وګمارل شي چې د حکومت ماشین پرې سم ورغول شي. زه ګورم چې زموږ په بهرني سیاست کې د زړو هغو پر ځای ځینو د ګوتو په شمېر ځوانانو ښه رول لوبولی دی، لوستونکو ته به ښایې یوه پوښته پیدا وي، هغه دا چې ولې یواځې پر زړو نیوکه کوم، خبره دا ده چې پخواني لوړپوړي مامورین تر ډېره د مصحلتونو له لارې څوکیو ته رسېدلي، ډېر یې د څوکۍ معیار نه شي پوره کولی، خو واسطې، پیسې او په نظام کې نادودو لار ورکړې او لا پر څوکیو پاتې دي. هغه چې زده کړې یې کړې او کافي تجربه لري، هغوی منزوي شوي او یا خو مخې ته نه دي پرېښودل شوي، موږ باید د طبیعت هغه قانون ته سر ټيټ کړو چې زاړه ځي پر ځای یې نوي راځي.

زه د دې وړې لیکنې له لارې د ټولو مشرانو احترام ته ځان او بل هر ځوان ژمن او مکلف بولم، د دې تر څنګ چې باید د ځوانانو ظرفیتونه ترویج، مخکښ او پیاوړي شي، باید د سیاست او ادارې په عملي ډګر کې هم د پام وړ حساب پرې وشي. هغه مشران چې له ښو تجربو، زده کړو او مهارتونو برخمن دي، د ځوانانو د لارښوونکو او رزونکو په توګه ډېر اړین بولم، د مثال په توګه زموږ د ډيپلوماسۍ په برخه کې پر ډېرو لږو ځوانانو پانګونه شوې، اړتیا دا ده چې پر ډېرو ځوانانو پانګونه شوې وای، لا هم د دې چارې لپاره ناوخته شوی نه دی، نه یواځې په ډيپلوماسۍ کې، بلکې په هره بله برخه کې اړتیا لیدل کېږي چې د ځوانانو له وړتیاوو ګټه پورته شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 7

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.