ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
3 Feb 2018 - 14:38
author avatar
3 Feb 2018 - 14:38

 …. د «تحقیق میتودولوژي» تر عنوان لاندې د تېرې مقالې په دوام، په دې مقاله کې په خپلواکه توګه د څېړنیزې پروژې پر مدیریت، پړاوونو او ګامونو بحث کوو.  دا مقاله له څېړونکي سره د تحقیق د عمومي مرحلو په پېژندلو کې مرسته کوي. هغه محصلین او څېړونکي چې د  څېړنو تجربه لري، د دې مقالې له موضوعاتو سره به پوره بلدتیا ولري، خو تازه او بې تجربې څېړونکو او محصلینو لپاره یې لوستل خورا مهم دي.

په دې مقاله کې لولو:

  • د خپلواکې څېړنې ستونزې
  • د څېړنیزې پروژې عام ماهیئت او فطرت
  • د څېړنیزې پروژې جوړښت
  • د څېړنیزې پروژې د مدیریت پلان

۱- په یوازې ځان/مستقله توګه د تحقیق په برخه کې ستونزې

په دې برخه کې هغه ستونزې څېړو چې محصلین یا تازه څېړونکي د خپل څېړنیز کار په برخه کې  ورسره مخ کیږي. د علمي/اکاډیمیکو څېړنو په برخه کې څېړونکي په یوازې ځان د پروژې د ترسره کولو مسوولیت لري او په دې برخه کې باید د هرې ستونزې د حل موندلو لپاره فکر وکړي، او منظم پلان ترتیب کړي. څېړونکي له دې ستونزو سره هغه مهال مخ کیږي، چې کله د خپلې ماسټرۍ یا دوکتورا د سند د دفاع لپاره پر علمي څېړنو کار کوي.

فطرتاً، د څېړنیزې پروژې پر وخت بشپړولو، او له ټاکل شوې  نېټې سره سم د مختلفو فعالیتونو تر سره کولو لپاره بایده ده، چې یوه اندازه معلوم او سیستماتیک فعالیتونه  له منل شوي او تعریف شوي ترتیب سره سم تر سره او په دې جریان کې راتلونکو ستونزو ته غښتلې حل لاره وموندل شي. د تازه څېړونکو او هغو محصلینو لپاره چې تازه یې پر څېړنو کار پیل کړی، په کار ده چې په یو وخت کې یوازې پر یوه پروژه کار وکړي او د خپل څېړنیز کار په جریان کې د لارښود استاد مشورې په دقت نوټ او د کار په جریان کې عملي کړي، همدارنګه باید له هرې ستونزې سره د مخ کېدو سره سم له  خپل لارښود استاد سره مشوره وکړي.

د محصلینو یا تازه څېړونکو کار ته په کتو، ځینې داسې ستونزې دي چې ډېری محصلین ورسره مخ کیږي چې دا تېروتنې نیغ په نیغه د کار پر پایلو بده اغېزه لري.

  • د ډيزاین په برخه کې ستونزې: څېړونکي د ډيزاین په برخه کې ځان نه ستومانه کوي، د تحقیق بنسټ یا اساس اېښودلو په خاطر لږ مطالعه کوي، هدف یې مبهم، فرضیه یې غیر مسلکي او د تحقیق هدف، فرضییه او پوښتنه یې یو له بل سره اړیکه نه لري.
  • د پوښتنلیک ډيزاین: څېړونکي په دې برخه کې د پوښتنو په اړه فکر کوي، خو لازمه ده چې له پوښتنو سره سره د پوښتنلیک تخنیکي برخه له پامه ونه غورځول شي. د پوښتنې جوړښت، تخنیک، معلوم هدف، او د پوښتنو لړۍ بیا هغه سلسله مسایل دي چې د تحلیل په برخه کې څېړونکي ته سرخوږی جوړوي.
  • د تحقیق د ډيزاین په برخه کې ستونزې: د مناسبې او وړ میتودولوژي نه ټاکل او یا د ناقصې میتودلوژي ټاکل بله لویه ستونزه ده چې د څېړنیز راپور اعتماد زیانمنوي. په دې برخه کې بله لویه ستونزه د نمونو غوراوی یا ټاکل دي، د نمونه ګیرۍ پلان د احصائیوي او ریاضیکي میتودونو په رڼا کې ډیزاین کیږي چې ډېری څېړونکي دې برخې ته هومره اهمیت نه ورکوي.
  • د احصائیوي علومو برخه: لاندې به یې د تحلیل په برخه کې هم ولولو چې څېړونکي د احصایې د تحلیل په برخه کې کمه پوهه لري او له کوم چا مرسته هم نه غواړي نو هماغه وي چې کله خپل څېړنیز راپور د منظوري لپاره وسپاري بیا بیا رد کیږي. باید په یاد وساتو چې د پوښتنلیک د ډيزاین پرمهال د تحلیل برخه له یاده ونه غورځوو او د هرې پوښتنې او د میزاني د ټاکلو پرمهال د هغه سوال احصائیوي تحلیل میکانیزمونه په پام کې ونیسو.

۲- د څېړنیزې پروژې ماهيئت او فطرت

څېړونکی باید په یاد ولري، چې د مربوط اکاډیمیک نهاد یا پوهنتون هر ډول ډسپلین منلو، د تحقیق د عنوان ټاکلو او یا بل هر صورت کې د تحقیق اساسي عنصر یا مبادي یو ډول وي. په دې مانا، چې د تحقیق منل شوي او اساسي مبادي یا اصولو کې د څېړونکو له خوا هېڅ‌ډول کمی یا زیاتی نه رامنځته کیږي، بلکې د څېړنیز کار په جریان کې د تحقیق اصول په نظر کې نیولو سره خپل کار تر سره کوي. د دې یوه ګټه دا ده چې د پروژې په پای کې څېړونکی د خپل څېړنیز کار د پایلو څخه د همدې منل شویو اصولو په رڼا کې دفاع کوي او د همدې کار د اعتماد او اعتبار اندازه لوړوي.

د څېړنو اصول یا اساسات په هره علمي برخه، (ټولنیز علوم، انساني علوم، یا هم هنري…) برخو کې یو ډول وي خو میتودولوژي او میتودونه یې خورا توپیر لري.

ټول مونوګراف یا تیزس رپوټونه د پیژندګلوي، لنډیز، منځنپانګې یا تنې، د موادو مطالعې، د موضوع هر اړخیزې څېړنې، اساسي تحلیل، پایلو او مهمو سپارښتنو څخه د موضوع د قرینې یا سیاق او د موضوع په اړه د موجوده معلوماتو په رڼا کې رامنځته کیږي. د مونوګراف یا تیزس ټول رپوټونه باید د منل شوي، منطقي او سیستماتیک جوړښت/فارمټ سره سم ولیکل شي، تر څو لوستونکو ته د موضوع په اړه هر اړخیز تازه معلومات ورکړي، او د منل شویو اصولو په رڼا کې ترتیب شوي وي. د مونوګراف یا تیزس د لیکلو پر مهال، څېړونکی او محصلین باید د مربوطه لارښود لارښوونې او غوښتنې په نظر کې ونیسي او د همدې اصولو په رڼا کې خپل رپوټ تسلیم او وړاندې کړي.

۳- د څېړنیزې پروژې جوړښت

په لومړۍ مرحله کې، د پوهنتون مونوګراف یا تحقیقاتي پروژه که په هره اندازه وي ټول کارونه یې باید په لاندې لسو برخو تقسیم او تر سره شي:

۱: د تحقیق ساحه یا برخه ټاکل

د څېړنو په جریان کې، دا هغه اکاډیمیکه برخه ده چې څېړونکی خپل تحقیق تر سره کوي. عموماً، د څېړنو موضوع د څېړونکي د تخصص او رشتې په برخه کې انتخابیږي، ځکه څېړونکی کولی شي په نوموړې برخه کې تازه معلومات ومومي چې په پایله کې د هماغې رشتې د علمي پرمخیون سبب ګرځي. همدارنګه، نوموړې برخه باید د څېړونکي د علاقې وړ وي تر څو په پوره علاقمندۍ د تحقیق په جریان کې موضوعات په دقت وڅېړي او ښې پایلې تر لاسه کړي. د تحقیق د موضوع په برخه کې د مناسب لارښود موندل او معلوماتي سرچینو ته لاسرسی له څېړونکي سره د هدف په رسیدو کې مرسته کوي.

۲: لومړنۍ مطالعه تر سره کول

دا برخه، د موجوده لیکنو، مقالو، کتابونو او معلوماتو لوستل، د موضوع په اړه د اکاډیمیکو افرادو نظریات او مشورې اخیستل، او له نورو منابعو څخه د معلوماتو ټولول رانغاړي تر څو د موضوع په اړه موجود او نوي اطلاعات په پرتلیزه توګه وڅېړل شي. څېړونکی د پایلو په نتیجه کې په ډاګه ویلای شي چې د نوموړې موضوع په اړه کوم ډول اطلاعات موجود وو او څه یې نوي تر لاسه کړي/موندلي دي.

۳: د تحقیق د عنوان په اړه پرېکړه کول

په دې برخه کې څېړونکی د تحقیق لپاره معلوم، واضح تعریف او انځور شوی عنوان غوره کوي. واضح او تعریف شوی عنوان له څېړونکو سره د تحقیق د کار په جریان، معلوماتو را ټولولو، تحلیل او د کار له جریان څخه د ښه نظارت په برخو کې مرسته کوي. که د څېړنیز کار په جریان کې څېړونکی په دې پوه نه شي چې غواړي څه تر لاسه کړي، نو څنګه به پوه شي چې کار یې له پلان سره سم پر مخ روان دی که څنګه؟

په دې برخه کې څېړونکو ته بایده ده، چې د تحقیق د عنوان ټاکلو سره سم د څېړنې د عمومي پوښتنې په اړه تصمیم ونیسي.

نوټ: د څېړنو د پوښتنو، فرضیو او پوښتنلیک د ترتیبولو لپاره هم بیل او مشخص اصول شته دي.

۴: د تحقیق د میتودولوژې ډیزاین

د تحقیق د عنوان او د تحقیق د عمومي یا اصلي پوښتنې له ټاکلو سره سم، څېړونکی باید د تحقیق د میتودولوژي په اړه فکر وکړي تر څو مناسبه میتودولوژي ډيزاین او غوره کړي، چې د هغې په رڼا کې به څېړونکی خپل کار ترسره کوي. د میتودولوژي د ډیزاین په برخه کې څېړونکی میتودونه په نښه کوي، چې ایا څېړنه یې کمي که کیفي تحقیق دی؟ کوم ډول اخلاقي معیارونه په نظر کې نیول کیږي؟ ایا ځانګړې تلن لارې موجودې دي؟ ولې نوموړې میتودولوژي غوره شوې؟ ګټې او ښیګڼې یې څه دي؟ کومې ستونزې لري؟ اطلاعات او ارقام له کوم ځای څخه را ټولیږي؟ اطلاعات او ارقام د کوم احصائیوي میتود له مخې تحلیل او تجزیه کیږي؟ دا او دې ته ورته پوښتنې له څېړونکي سره د غوره او مناسبې میتودلوژۍ د ټاکلو په پروسه کې مرسته کوي.

۵: د تحقیق پروپوزل د کره کتنې او منښتې لپاره سپارل

ډېر اکاډیمیک نهادونه، او پوهنتونونه د علمي څېړنو د پروپوزل سپارلو لپاره لارښود، منظم سیستم او د هرې مرحلې لپاره له پلان سره سم د پای نېټه لري. په ځینو حالاتو کې دا د سیستماتیکې ارزیابي پروسه وي چې د څېړونکي له کار څخه د کنټرول په موخه رامنځته او یا په لاره اچول کیږي. محصلین او څېړونکي باید د یو منظم او همغږي پلان له مخې په دې پوه شي چې کوم کار، کله او څنګه تر سره کړي.

۶: د تحقیق عنوان او میتودولوژي نهایي کول

د مربوطه اکاډیمیک نهاد یا پوهنتون د لارښود استاد یا مشر څېړونکي څخه د تبصرو/نظریاتو د تر لاسه کولو په رڼا کې، څېړونکی د تحقیق عنوان او میتودولوژي نهایي کوي. ډېری محصلین د خپلو اهدافو د ټاکلو په برخه کې لوړپروازي کوي، خو اکاډیمیک څېړونکي او مشر محققین تل دا ستونزه مطالعه کوي او هڅه کوي چې اهداف یې مشخص، معلوم او تعریف شوي وي، او هغوی پر دې پوهیږي چې د اهدافو د ترلاسه کولو او پروژې د مدیریت لپاره کوم ډول اهداف وټاکي. همدارنګه، څېړونکي باید په پام کې ونیسي چې د تحقیق د موضوع، عنوان، پوښتنې، میتودولوژي او اهدافو تر منځ یوه معلومه اړیکه موجوده وي کوم چې پایلو ته د رسېدو په برخه کې باید تل په نظر کې ونیول شي.

د لومړنیو څېړنو او مطالعو په ترڅ کې، څېړونکي کولی شي د تحقیق په میتودولوژۍ  کې بدلون راوړي، د بېلګې په ډول په پوښتنلیک کې تغیر او بدلون.

۷: د څېړنې تر سره کول (ارقام او اطلاعات را ټولول)

څېړونکی د خپل پلان او ډيزاین یا هم د تحقیق له میتود سره سم، خپل ارقام او اطلاعات د لابراتور، کتابخانې او ارشیف، انټرنټ او یا هم له ټاکل شویو کلیو او کوڅو څخه را ټولوي. د اطلاعاتو او ارقامو د ځای په اړه د ډیزاین په برخه کې پرېکړه کیږي، خو که له هر ځای څخه وي د لومړنیو او خامو اطلاعاتو یا ارقامو د را ټولولو دا عملي پروسه ترسره کیږي. د خامو اطلاعاتو او ارقامو په اړه مو څه فکر درلود؟ نهایتاً مو څه تر لاسه کړل؟ څېړونکی باید د دې دوو برخو تر منځ توپیر، تحلیل او د اهدافو د ټاکلو یا تغیر برخې ته دقت وکړي.

۸: د ارقامو او اطلاعاتو پروسس او تحلیل

څېړونکی د ارقامو له راټولولو څخه وروسته د ارقامو او او اطلاعاتو تحلیل او پروسس پیلوي تر څو خام ارقام پر مانا لرونکو موادو بدل کړي. دا پروسه د یو منظم او سیستماتیکې احصائیوي پروسې په جریان کې تر سره کیږي، نو له دې څخه یوه مهمه زدکړه دا کېدای شي چې څېړونکی باید د احصائیې لومړنۍ یا ابتدایي پوهه ولري. په دې برخه کې احصایئوي تحلیل، د ګراف او چارټ جوړول او یا هم د ارقامو فریکوینسي لېست ترتیبول او ورته نورې چارې شامل دي. د دې برخې اهمیت یوازې په دې کې نه دی چې څېړونکی باید څه تر لاسه کړي، بلکې خورا مهمه دا ده چې دا پروسه په اکاډیمیکه او علمي برخه کې څه مانا لري.

۹: د ریپوټ لیکل

دا د څېړنیز راپور د چمتو کولو عملي پروسه ده چې پر بنسټ یې د څېړونکي کار – یا د یو محصل مونوګراف او پروژه ارزیابي کیږي. د ریپوټ لیکلو پروسه باید کمه ونه ګڼل شي، په دې پروسه کې د ریپوټ لیکل، بیا کتنه، کره کتنه، ډیزاین یا فارمټ، د پښتۍ ډيزاین، چاپ او صحافي شامل دي. د ریپورټ لیکلو په برخه کې یوه طولاني پروسه چې د څېړونکي خورا دقت ته اړتیا لري، د منابعو لېست کول، د ګراف او چارت منظم نومره او په منظمه توګه د ریپوټ په تنه کې د هغو تشریح کول شامل دي.

۱۰: د څېړنیز ریپوټ سپارل

د څېړنیز ریپوټ د سپارلو لپاره د څېړونکي/محصل او پوهنتون تر منځ د یو هوکړه‌لیک یا پلان پر اساس یوه نېټه معلومه وي چې له هغه سره سم خپل ریپوټ د لارښوود استاد بیا کتنې او یا د اکاډیمیک کتن پلاوي تبصرو او له خپل اکاډیمیک سند څخه د دفاع په موخه سپاري. د اوږدمهاله او یا لویو تحقیقاتي پروژو پرمهال، د هرې مرحلې لپاره بېلې نېټې ټاکل شوې وي چې څېړونکي د هغه له مخې خپل کار په یو معلوم وخت کې بشپړوي.

۴- د څېړنیزې پروژې د مدیریت پلان

د تحقیق یا هم بله هره پروژه چې د مختلفو فعالیتونو په ترڅ کې ترسره کیږي، یو منظم پلان او مدیریت ته اړتيا لري. د پروژې د مدیریت ساده تخنیکونه او پروسې په لاره اچول څېړونکي سره د پروژې د کارونو په ښه کنټرول، د اغېزمن پلان جوړولو، د پروژې د هر فعالت لپاره د مشخص وخت ځانګړي کولو او د پروژې پر مهال د پرمختګ څخه د ښه څار د موقع برابرولو په برخه کې مرسته کوي.

یو ساده خو ډېر موثر تخنیک د ګانټ‌چارټ ترتیبول دي. ګانټ چارټ د پروژې له مدیر سره د پروژې په سمه او اغېزمنه توګه په تر سره کولو کې مرسته کوي. لاندې ساده نمونه د پروژې د پورته ذکر شویو لسو مرحلو یا فعالیتونو سره ترتیب شوی دی.

د ګانټ چارټ نمونه:

اخځلیک: پورته لیکنه او په دې برخه کې د لا زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره لاندې مهم ماخذونه وړاندیزوم  او  دا مقاله د همدې سرچینو په رڼا کې لیکل شوې ده.

     S Kumar, P Phrommathed – 2005 – Springer (Research Methodology)

    CR Kothari – 2004 – (Research methodology: Methods and techniques)

    G Marczyk, D DeMatteo, D Festinger – 2005 – (Essentials of research design and methodology.)

     I Newman, CR Benz – 1998 (Qualitative-quantitative research methodology: Exploring the interactive continuum)

     K PeffersT TuunanenMA Rothenberger… – Journal of …, 2007 – Taylor & Francis (A design science research methodology for information systems research)

     L Koul – 2009 – Vikas publishing (Methodology of Educational Research)

     SJ Taylor, R Bogdan, M DeVault – 2015 – (Introduction to qualitative research methods: A guidebook and resource)

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 35

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

عزت‌الله ادیب، د پکتیا ولایت د حمدابا ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی چې اوسمهال په کابل کې استوګن دی. ادیب د اقتصاد، مدیریت، نړیوالې سوداګرۍ تر څنګ د څېړنو په برخه کې زده کړې کړي او څه کم یوه لسیزه کاري تجربه لري. نوموړي له څېړنیزو راپورونو سره تحلیلي، معلوماتي او علمي مقالې هم لیکي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.