ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
14 Jan 2018 - 20:41
author avatar
14 Jan 2018 - 20:41

په افغانستان کې د چین نوي سفیر لیو جین سونګ وايي چې د چین او افغانستان تر منځ د دوستۍ لپاره د نورو زياتو چارو د ترسره کولو او اړيکو د پياوړي کولو لپاره به هڅې وکړي.

هغه افغانستان ته نږدې د چين له شينجيانګ څخه راغلی دی، د افغانستان په دودونو او عنعناتو پوهېږي او هغوی ته درناوی او احترام لري. هغه غواړي د چین او افغانستان د اړیکو پراختیا لپاره ډېره هڅه وکړي.

سفیر وویل: دا ځل هغه د آریانا هوایي شرکت په الوتکه کې د شينجيانګ له مرکز ارومچي ښار څخه افغانستان ته راغی. درې ساعته سفر روښانه کوي چې دواړه هېوادونه څومره سره نږدې دي. تېر کال نږدې لس زره افغانانو چین ته سفرونه کړي، په الوتکه کې ډېر افغان مسافر د دواړو هېوادونو ترمنځ د تبادلې وده او پراختیا څرګندوي. هغه ١٧ کاله وړاندې، مخکې له دې چې پوهنتون ته لاړ شي، په ارومچی کې ژوند کاوه. هغه وویل، دلته ډېر مسلمانان ملګري او دوستان يې شته دي او زه د هغوی له دودونو سره ښه اشنا او پرې پوهېږم او هغوی ته احترام لرم.

شينجيانګ له افغانستان سره ګډ سرحد لري او دواړو خواوو کې ډېر خلک له یو بل سره خپلوان دي، ډېر افغان سوداګر په شينجيانګ کې سوداګري کوي.

سفیر وویل: هغه ډېر وخت مخکی پوهېده چې افغاستان د چین ښه ګاونډی، ښه ملګری او ښه همکار دی.

ده زيات کړه، د جنوري په درېیمه نېټه، تر یوې اونۍ لږ موده وروسته چې کابل ته ورسېدم، زما افغاني همکارانو د ټولو اسنادو بندوبست کړی و او ولسمشر غني ته يې د لاسلیک لپاره وسپارل، دا لومړنی دولتي باورلیک دی چې په ٢٠١٨ کال کې د ولسمشر غني له خوا ومنل شو.

ولسمشر په دې مراسمو کې وویل: دا یو نېکمرغه پیل دى. دا د افغانستان او چین د ژورو اړیکو ښکارندويي کوي او ښکاره کوي چې د افغانستان بېلا بېل اشخاص او حلقې چین ته په درناوي ګوري او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره هڅه کوي.

سفیر وویل، د ورېښمو د پخوانۍ لارې له امله، افغانستان او چین یو له بل سره ډېر نږدې تړاو لري. جانګ چیان د چین په تاریخ کې تر ټولو مشهور سفیر و، هغه ٢٠٠٠ کاله مخکې افغانستان ته راغلی و، له هغه وخت راهیسی ډېرو افغان پوهانو او سوداګرو چین ته سفرونه کړي دي او کوي يې، دا د چین اقتصادي او کلتوري پرمختګ لپاره خورا ګټه لري. د چین لرغونو کتابونو د افغانستان پراخه تمدن ثبت کړی دی، نن چین او افغانستان په ګډه سره د “يو کمربند او يو سړک” پروژه سرته رسوي او د ورېښمو سړک نوی او په ښکلې بڼه جوړوي، یو کمربند او يو سړک به په راتلونکي کې د چین او افغانستان ترمنځ برخليک ټاکونکې ګډه ټولنه جوړه کړي، د دی له لارې به د افغانستان جغرافیایی حالت او سرچینی په بشپړ ډول کارول کېږي او د سیمه ییزو اړیکو لپاره به یو مرکز وګرځي، چی دا د افغانستان وګړو ته هم خورا ګټه رسوي.

سفیر په ټوکې سره وویل: افغان ملګري غواړي چی نور ډېر محصولات چین ته صادر کړي، لکه: غالۍ، مرمر، انار، زعفران او ځلغوزي.

هغه زیاته کړه چی د افغانستان ځلغوزي یی ډېر خوښېږی، ځکه چی د هغه چینایي نوم هم د ځلغوزي د ونې معنا لري. د چین د وارداتو توکو لومړی نندارتون به په روان کال کې په شانګهای کی ترسره شي، هیله لرم چی زموږ افغان ملګري له دې فرصت څخه استفاده وکړي.

سفیر وویل: پيغمبر محمد(ص) خپلو پيرويانو ته ویلي دي: “علم حاصل کړئ حتی که په چين کې وي” او په افغانستان کې يو متل دى چې وايي: “ملگرتیا د زرګونو کلونو اوږده لار ده”. د ورېښمو سړک هم د پوهې او هم د ملګرتیا سړک دی. هغه افغانستان ته راغلی، ترڅو د چین او افغانستان، ترڅو د دواړو خواوو اړيکې پیاوړې کړي، په افغانستان کې له ټولو کړیو سره ملګرتیا وکړي او د چین او افغانستان تر منځ د اوږد مهالې دوستۍ د پیاوړتیا لپاره هڅه وکړي، په ځانگړې توګه په څلورو برخو کې د پرمختګ په برخو کې؛ د چین او افغانستان د ستراتیژیکې همکارۍ پرمختګ، په ځانگړې توګه د لوړ پوړيو لیدنو او ملکي تبادلې، د “يو کمربند او يو سړک” پروژې ته د افغانستان پراختیايي پلان سره سمه وده او پرمختګ ورکول، د چین او افغانستان ترمنځ ټولو برخو کی د همکاریو پروژو ته وده ورکول، “د افغانستان په رهبرۍ او د افغانانو لپاره” د اصولو په بنسټ د سولی، پخلاینۍ او بیارغونې ته په ودې ورکولو کې افغانستان سره مرسته کول او له ګاونډيو هېوادونو سره د اړیکو د پرمختګ په شمول وده ورکول شامل دي.

سفیر وویل: زما تر ټولو لوی شوق او علاقه مطالعه ده. افغانستان ته له راتګ د مخه ما یو کتاب ولوسته، په حیرانتیا سره می ولیدل چی د کتاب په یوه برخه کی فقيد ښاغلي ماو ځه دونګ ویلي دي: “افغانستان یو اتل هېواد دی او هیڅکله یې په تاریخ کې د چا په وړاندې سر نه دی ټیت کړی. چین او افغانستان ملګري هېوادونه دي، چین نه غواړي افغانستان ته زیان ورسوي او همدارنګه افغانستان هم نه غواړي چین ته زیان ورسوي، دواړه هېوادونه یو بل سره مرسته کوي.” دا وینا په پراخه توګه له افغانانو سره د چین د خلکو ښه احساسات منعکس کوي. چین یو لوی هېواد دی، خو چین هېڅکله افغانستان ته زیان نه دی رسولی، هیڅکله يې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، هیڅکله يې په افغانستان کی د جغرافیایي سياسي ګټو د پراختیا لپاره هڅه نه ده کړې، هیڅکله يې په افغانستان کی د یو استازي غوښتنه نه ده کړې او پرځای یی د ملګرتیا، صداقت، مهربانۍ او اسانتیا اصول په پام کې نيولي دي. چين په رښتينې توګه د افغانستان له خلکو سره د سولی او بیارغونې په برخه کی مرستې کړې دي.

له هغه وخته چې زه دلته راغلى يم، زما يوه افغان ملګري په رښتنې توګه ماته وویل: “افغان وګړي په چین باندې ډېر باور لري، د چین ملګري د افغانستان هم ملګري ګڼل کېږي او د چین دښمنان د افغانستان دښمن هم ګڼل کیږي.” زه د هغه له دې احساس څخه ډېر خوشحاله یم.

سفیر زیاته کړه، بی وزلي او تروریزم د دواړو هېوادونو مشترک دښمنان دي، د دې دوو دښمنانو له منځه وړلو لپاره نړیوالې رښتينې همکارۍ ته اړتیا لرو، په ځانګړې توګه د ګاونډيو هېوادونو تر منځ همکارۍ ته. دا یوه لاره نه ده چی هر څوک په خپل سر لاړ شي او یا یو بل سره شخړې وکړي. چین او افغانستان دواړه د تروریزم قربانیان دي.

دى زياتوي، هغه د چین په شينجیانگ کې ژوند کړی دی، د ترهګرۍ د بریدونو په درد پوهېږي او د هغه درد او قربانۍ احساس کوي چې افغانستان ورسره د تروریزم له امله مخامخ دى. د ترهګرۍ اصلي لاملونو له منځه وړل، جامع او بشپړه پالیسي طرحه کول د ترهګرو په له منځهوړلو کې مرسته کوي.

سفیر په پاى کې وویل: هغه د کیسې اورېدلو او کیسې ویلو ته ډېر شوق لري، د عربانو کیسه “یو زرو یوه شپه” سره په چین کې ټول خلک اشنایي لري، د چین او افغانستان تر منځ د دوستۍ زړې او نوې کیسې ‍په یو زرو یو شپو کی هم نه ختمېږي، په دی ورځو کې يې د علي نومي کس چې د سفارت پخوانی کارمند دى، کیسې واورېدې، چې هغه د جګړې ‌په جریان کې د چین سفارت سره ودرېده او له هغه څخه ساتنه یی وکړه. په کندهار کې د “چینایي روغتون”  کیسې چې نیمه پېړۍ کېږي ، عامو خلکو لپاره خدمت کوي، واورېدې. د چینایي کارمندانو او داوطلبانو کیسې چی په بامیانو کې د خلکو اعتماد او ښه احساس یي ترلاسه کړی، واورېدې. دغه راز د افغانستان د سوداګرو کیسې مې هم اورېدلې، په چین کې د افغان محصلینو د مینې کیسې می هم اورېدلي، نو زه هيله مند يم چې د چین او افغانستان تر منځ د دوستۍ لپاره نورې هم داسې کیسې رامنځته کړو.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.