ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دا چې په افغانستان کې د برېښنا شته ظرفیتونه ډېر زیات دي، خو بدبختانه تر دې دمه پخوانیو حکومتونو چندان کار نه دی کړی، بلکې په دې برخه کې وروستیو ناورینونو او  جګړو د هېواد د برېښنا بنسټ له منځه وړی، باید په ویاړسره ووایو چې په اوس وخت کې افغان حکومت تر ډېره دې اساسي اړتیا ته خپل پام را ګرځولی او هڅه یې داده ترڅو د عاجلې اړتیا لپاره له ګاونډیو هېوادونو څخه برېښنا په مناسبه بیه وپیري او هم په  هېواد کې دننه خپله د برېښنا تولید زیات کړي. 

د ملي وحدت حکومت په راتلو سره په دې برخه کې یو لړ مهم ګامونه چې هغه هم د ګټورو پلانونو چمتو کول وو  اخيستل شوي  او دا دى همدا اوس او یا په نږدې راتلونکي کې به یې پایلې د هېوادوالو د ګټې اخیستو وړ شي.

د ملې وحدت حکومت د اوبو د برېښنا ترڅنګ په لمرینه او بادي برېښنا هم کار پیل کړی او د خصوصي سکتور لپاره یې هم مناسب بستر چمتو کړی، ډېر ژر به هېوادوالو ته کورنۍ برېښنا تولید شي چې په دې برخه کې په هرات ولایت کې د ۱۰ میګاواټه بادي او لمرینې برېښنا د پروژې بشپړېدل، د کندهار ولایت د ۱۰ میګاواټه لمرینې برېښنا د پروژې پیلېدل، د سروبي د لمرینې برېښنا چارې په نږدې راتلونکي کې پیلول، د مزار د ګازو د برېښنا د تولید پروژه، د شبرغان د ګازو د برېښنا د تولید پروژه، د خوست ولایت د لمرینې برېښنا د  ۱۰ میګاواټه پروژې اعلانول  او همداراز به په ډېرو ولایتونو کې د لمرینې برېښنا پروژې پلې شي چې له هغه وروسته به موږ  د برېښنا پیرلو ته اړ نه وو او موږ به په کور دننه خپله اړتیا پوره کړې وي.

افغانستان په اوس وخت کې ۶۰۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري او دا مهال زموږ ټوله رالېږدېدونکې او تولیدي برېښنا ۲۰۰۰ میګاواټه ده چې ۳۰۰ میګاواټه یې دننه په هېواد کې تولیدیږي او پاتې ۱۷۰۰ میګاواټه یې له ګاونډیو هېوادونو څخه پیرل کيږي، د ملي وحدت حکومت د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د ځان بسیاینې پلان چمتو کړی او له همغه پلان سره سم په ټول هېواد کې د انرژي په تولیدي پروژو بوخت دی.

داچې د ژمي شپې او ورځې  را روانې دي او په کابل ښار کې د برېښنا غوښتنه نږدې دوه نیم برابره زیاتیږي او زموږ د برېښنا سرچینې د اوړي په څېر ثابتې دي ، نو په کار ده چې موږ خپل ورځنی ژوند د شته برېښنا له وړتیا سره سم برابر کړو کابل ښار په اوس وخت کې ۳۰۰ میګاواټه برېښنا لري چې په عادي ډول تر ډېره بریده د ښاریانو ستونزو ته رسیدګي په کې کیږي او د ژمي په موسم کې د ا غوښتنه ۷۰۰ میګاواټو ته رسیږي چې د افغانستان برېښنا شرکت اړ کوي ترڅو د برېښنا د وېش له سیستم څخه کار واخلي او ټولو ښاریانو ته پرته له کوم توپیر څخه برېښنا ورسوي، نو په کار ده چې له لاندنیو لارو چارو څخه د ژمي په موسم کې کار واخلو او خپلې ستونزې تر ډېره بریده په خپله حل کړو او د افغانستان له برېښنا شرکت سره هم مرسته وکړو.

لومړی: باید چې د خپلو استوګنځایونو د تودخې لپاره له لمر څخه ګټه پورته کړو، کړکۍ د ورځې له خوا د لمر په وړاندې مناسبې پرانیزو ترڅو مو د اوسېدنې خونې تودې شي او د شپې له لوري کړکۍ پورې کړو، کورونه باید چې له وړاندې داسې جوړ شوي وي چې د ژمي په موسم کې له لمر څخه ګټه واخیستلای شي، د کورونو د جوړېدو په وخت کې د کور د ګرموالي او په اوړي کې د مناسب سوړ والي فکر له ځان سره لرلی وي.

   دويم: د هوا په سړېدو سره ټولې هغه کړکۍ او دریڅې چې د هغو له لارې کوټې ته سړه هوا داخلیږي او یاهم د کوټې ګرمه هوا خارجیږي په ښه ډول سره په پلاستیک وپوښو او د هوا د خارجېدو او داخلېدو مخه ونیسو، که مو پام کړی وي هر کله چې موږ د ژمي په موسم کې کوټه ګرمه کړو او تر هغه وروسته د کوټې دروازه زیاته خلاصه او بنده شي کوټه ژر سړیږي او که چېرې د دې کار مخه داسې ونیسو چې دروازې ته مناسبه پرده واچوو او د ګرمې هوا د فرار مخه ونیسو دې کار به  د کوټې له ګرم ساتلو سره ډېره مرسته کړې وي، د دې لپاره چې ناروغ نشو او د کوټې هوا مو هم وخت پر وخت بدله شوې وي، نو د لمر لپاره کړکۍ پرانیزئ او له دې فرصت څخه هر وخت ګټه پورته کړئ.

درېیم: هڅه وکړئ ترڅو د کوټې هوا معتدله وساتئ او د ډېرو ګرمېدو هڅه مه کوئ، ځکه چې کله تاسو له کوټو او کورونو څخه بهر ووځئ نو بیا ناروغيږئ او سړه هوا پرتاسو ډېر زیات اغېز کوي، د خوب په وخت کې هغه وسایل چې برېښنا مصرفوي بند کړئ، د برېښنا له لګښت څخه ډه ډه وکړئ او د برېښنایي خطرونو مخه ونیسئ، د کوټې هغه سوري او غارونه چې توده هوا بهرته باسي په ښه شکل بند کړئ، بهر ته د وتو په وخت کې مناسبې ګرمې جامې واغوندئ او د ژمي په موسم کې د سبزیجاتو ترڅنګ ډېر پام په هغو حبوباتو وکړئ چې یوه اندازه ګرمي تولیدوي او ستاسو د ګرم ساتلو په برخه کې درسره مرسته کوي.

د کوټې د ګرمېدو لپاره ځانګړى مهالوېش وکاروئ او داسې  هڅه  وکړئ چې د هغو موادو او توکو او یا هم برېښنا چې تاسو یې د کوټې د ګرمولو په موخه کاروئ سپما تر ډېره بریده په پام کې ونیسئ، له هغه ځاى څخه چې تاسو کوټه ګرموئ که هغه برېښنايي بخارۍ دی او یاهم د لرګیو بخارۍ د تودوخې د تښتېدو مخنیوی وکړئ د بېلګې په توګه د لرګي د بخاریو پر سر هغه مهال چې اور بلوئ له تیږو څخه استفاده وکړئ ترڅو دا تیږې بیا وروسته حرارت وساتي او کوټه تر ډېره ګرمه کړي، د ډېرو ځایونو له ګرمولو څخه ډ ډه وکړئ او یوازې هغه ځایونه چې اړتیا ورته لرئ ګرم یې کړئ.

په پورتنیو لارو چارو سره موږ کولی شو تر یوه بریده د برېښنا او هغو موادو چې موږ د کوټې د ګرموالي لپاره ځینې ګټه اخلو یوه اندازه سپما وکړو او د خپل اقتصاد ترڅنګ نورو هېوادوالو ته د برېښنا د رسېدو په برخه کې خپله ایماني او وجداني مسوولیت ادا کړو. 

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 2

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.