ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یو بهرني ژورنالیست ټویټ سره مخ شوم، ليکلي یې دي پر ‘کوېډ ۱۹’ مسلسلو راپورونو او مرکو یې اروا اغیزمنه کړې، نارامه، خفه او ستومانه دی او روغتيايي مرستې ته اړتیا لري.  د نړیوالې ‘کوېډ ۱۹’  وبا له خپرېدو سره سم، ډېرې وېرې او ناسم خبرونه هم په خپرېدو شول. اندېښنې او بې باورۍ دومره ډېرې شوې چې ځېنو په کورونو کې خوراکي توکي زیرمه کړل، څه لویې مغازې تشې شوې او ځینو خو ان د خوراکي توکو د لوړوالي ترڅنګ احتکار پیل کړ.

ښوونځي، پوهنتونونه او ډېرې ادارې وتړل شوې. خو ډاکټر، سرتیرى، پولیس او ژورنالېست خپلو دندو ته دوام ورکړ. د ‘کویډ ۱۹ ‘ ناروغۍ د نویو، پېښو، د روغتيايي سپارښتنو او نویو معلوماتو لپاره د خبرونو او خپرونو اړتیا زیاته شوه. ورسره د ځینو ژورنالېستانو مسؤلیتونه هم ډېر شول. په کور ناست، ډېر زده کوونکي، ښوونکي، مامورین او وګړي هره ګړۍ رسنۍ تعقیبوي خو که چېرته روان یې، په عذاب شي او ونه غواړي چې خبرونه تعقیب کړي؛ نو نه یې څاري، په اسانۍ مخ ځينې ګرځوي؛ ممکن کتاب ولولي، سندره واوري او يا سريال وګوري.

ځینې معتبرې خبري رسنۍ لکه بي بي سي نيوز د کرونا په اړه ۲۴ ساعته ځانګړي خبرونه او خپرونې خپرولې، په دې خبرونو کې له دې وبا پرته بل هیڅ نه و. په ساعتونو د ناروغۍ په اړه خبرونه او تبصرې، هره ګړۍ ویل کېده چې دا خو لا پیل دی خطرناکه حالت را روان دی. حکومتي چارواکو ګواښونه کول؛ ډېر زیات وګړي به په دې ناروغۍ اخته شي او ډېرې کورنۍ به خپل عزیزان له لاسه ورکړي. د مړینو او مثبتو پېښو زیاتوالی به د هر نیم ساعت سر ټکي وو.

ښايي وویل شي، افغانستان؛ چېرته چې هره ورځ، د مرګونو او بریدونو خبرونه دي، د وبا مثبتو پېښو زیاتوالي او مړینې راپورونه ژورنالېست ډېر نه اغیزمنوي. بېلګه یې ښايې د کابل ناروغ ښاروال داٶد ‘سلطانزوى’ سره د ازادۍ راډیو د ناروغ خبریال نصرت ‘پارسا’ په ډېر عادي حالت مرکه وي. د طلوع نیوز خبریاله انیسه ‘شهید’ چې په دې وروستیو کې د بې پولې خبریالانو سازمان له خوا د کرونا په اړه د اطلاع رسونې په برخه کې په نړۍ کې یو له دېرشو اتلانو پېژندل شوې ده وايي: “کله چې د ناروغو همکارانو نوملړ ورسېد؛ نو له څو نورو همکارانو سره یې له ځنډ پرته د ۱۵ ورځو لپاره کار کولو کورنۍ او دوستان اندېښمن کړي وو، خو دا چې خبریالي سره مینه لري په هر ډول شرایطو کې له ویرې پرته خپل کار ته دوام ورکوي. انیسه ‘شهید’ په مسلسل ډول د کرونا له ناروغانو، روغتونونو او ان له ځانګړو هدېرو راپورونه ورکوي هغه زیاتوي”: د هغو ناروغانو په لیدلو چې وضعیت یې خراب وي، ډېره غمجنه کیږي او زړه یې لړزېږي ډېره ورته سخته ده کله چې مرګ ته په تمه ناروغان ويني. ” هغه همدارنګه زیاتوي چې اداره یې د ژورنالېستانو د اروايي روغتیا د خدمتونو څانګه نه لري. د ملي راډیو ټلویزون ویانده مسکا ‘نیازۍ’، هره ورځ د ‘کوید۱۹’ په اړه معلوماتي خپرونه وړاندې کوي. له ډاکټرانو سره مرکو دا احساس ورکړی چې ډاکټر به ناروغ وي او ویروس به تر دې رسېدلی وي. هغه وايي:” هره کله چې مې په سر درد شي، ستونې مې وچ او پوزه مې لمده شي، احساس کوم چې په دې ناروغۍ اخته شوې یم”.  دا اندېښنه او وېره هغه په کور هم ارامه نه پرېږدي، کور ته له ستنېدو وروسته له معمول ډېر د خپلو کالو او نورو وسایلو پاکي صفايي کوي، اندېښنه یې کله دومره ډېره شي چې ځان واقعاً ناروغ احساس کړي، له کورنۍ لرې او جلا ډوډی ته کیني، کله په خونه ځان بند کړي او د کورنۍ غړي نږدې نه ور پرېږدي. موسکا د کورنۍ له خوا هم تر فشار لاندې ده، مور او ورور یې د هغې او کورنۍ روغتیا ته اندېښمن دي او په کراتو ورته ویل شوي چې دندې ته دې نه ځي. خو هغه وايي مسلک ته ژمنه ده او موخه یې د خلکو پوهول دي. د طلوع نیوز د خبرونو ویاند فواد ‘اکبرزي’ په داسې حال کې خپلې دندې ته له دمې پرته دوام ورکړ چې د هغه ډېر همکاران په دې ناروغۍ اخته شوي وو.اکبرزی وايي: “د همکارانو له ناروغۍ وروسته کله چې د دوو اونیو لپاره د هغه پرله پسې ماموریت پیل شو؛ نو وېره او اندېښنه یې ډېره شوې وه خو ده په لوی لاس ځان وېرې او اندېښنې ته نه ورکاوه، څو خپل مسؤلیت په سمه توګه تر سره کړي”.  که څه هم زمونږ ژورنالېستان پیاوړې روحیه لري او مسلک ته ژمن دي، خو د دې امکان هم شته چې روان حالت د دوی اروا اغیزمنه کړي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د جندر مسؤله وحیده ‘فیضي’ وايي:” د اپسو مرکز ژورنالېستانو ته اروايي او عصبي خدمتونه وړاندې کوي او دې ادارې سره د تړون له مخې هغه ژورنالېستان چې دوی سره اړیکه نیسي په وړیا توګه یې یاد مرکز ته پيژني د دې ناروغۍ وروستي جزییات تر هر چا لومړی خبریالانو ته رسېږي او فکر کوم چې روان جریان به تر چاودنو او بریدونو ډېر د دوی په ذهن او اروا اغیز کړي وي، ځکه چې دا ویروس تر ډېرو رسنیو رسېدلی دی. خو له بده مرغه په افغانستان کې ډېر وګړي عصبي او اروايي ناروغۍ شرم ګڼي او په اسانۍ دا نه مني چې اروايي ستونزې دې ولري. په ځلونو له رسنیو او ژورنالېستانو سره په دې اړه اړیکه نیسم او سپارښتنه کوم که چېرته اړتیا لري او احساس کوي چې روان حالت یې اروا نارامه کړې؛ نو د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې سره دې اړیکه ونیسي ترڅو یې اپسو ادارې ته معرفي کړو”. وحیده ‘فیضي’ زیاتوي: “د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د کرونا ویرویس په اړه یوه انلاین غونډه چې د یو ارواپوه له خوا وړاندې کېده تر سره کړې ده، له دې غونډې یوه ورځ وړاندې دوی ټولو ژورنالېستانو ته خبر ورکړی و؛ که کومه پوښتنه یا ستونزه ولري نو کولای شي له ارواپوه یې وکړي خو د ډېرو خبریالانو له ګډون سربېره، پوښتنې یا ستونزې شریکې نه شوې، ښايي شرم یې ګڼي. ” هغه وايي ډېر خبریالان شته چې د اروايي ناروغیو په اړه کافي معلومات لري خو د شرم او ننګ له مخې دوی اروا پوه ته مراجعه نه کوي ان ځیني خبریالان شته چې په اروايي ستونزو یې پوهېږي او هڅه یې کړې چې قانع یې کړي، خو له ډېر ټینګارسربېره په اسانۍ اروا پوه ته نه ځي او ځیني خو په پټه راځي او له دې غواړي چې له محرمیت سره یې اروا پوه ته معرفي کړي. په ځانګړې توګه د ځانمرګو بریدونو وروسته او اوس په روان حالت کې ځینو خبریالانو ورسره اړیکه نیولی چې د اپسو مرکز ته یې وپيژني. خو د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه تر اوسه د ناروغو خبریالانو مشخص شمېر نه لري.

ژورنالېستانو تل په سرو جګړو، بريدونو، چاودنو او اوس د دې ناروغۍ پر مهال خپل ژوند او روغتيا پرځاى د ټولنې په وړاندې خپل مسٶليت ته لومړيتوب ورکړی. د پوهنتون استاد او اروا پوه شرف الدین ‘عظیمي’ وايي: “ژورنالېستان له وېرې، فشار، ژور خفګان او نورو اروايي ګډوډېیو سره مخ کیدای شي.” شرف الدین ‘عظیمي’ زیاتوي: “هغه ژورنالېستان چې اړ دي د ‘کوید ۱۹’ په اړه راپورونه جوړ کړي، مرکې وکړي، ناروغ سره وګوري، انځورونه واخلي، ویډیو ثبت کړي، پرې لیکل او خبرې وکړي په دې اړه هر خبر له اروايي اړخه لمس کړي. ښايي دا لیدل او ارزول ژورنالېست ته ټروما یا زیان ولېږدوي امکان شته چې دا حالت په لنډ مهال کې د ژورنالېست فشار او وېرې سبب وګرځي او په اوږد مهال کې د وسوسي اندېښنو او ژور خفګان لامل شي.” استاد ‘عظیمي’ زیاتوي: ” هغه ژورنالېستان چې هره شېبه د ناروغانو او د مړو شمېر څاري، په اکثره مواردو کې دا خبرونه د دوی په ذهن منفي اغیزې کولای شي .” هغه د رسنیو له مسؤلینو غواړي چې ژر د خپلو کارکوونکو اروايي ټیسټونه واخلي او د اړتیا په صورت کې ورته اروايي خدمتونه وړاندې کړي

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 0

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.